06/01/2023
د خدای تعاله ډاډ خپل بندګانو ته !
مه ناامیده کیږه؛
مه کمزوری کیږه:
مه خفه کیږه؛
مه مایوسه کیږه ؛
This is the official page of Gul Pacha Olfat Educational Academy.
06/01/2023
د خدای تعاله ډاډ خپل بندګانو ته !
مه ناامیده کیږه؛
مه کمزوری کیږه:
مه خفه کیږه؛
مه مایوسه کیږه ؛
!
پوښتنه : په سفر کې دسهار لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفرکي دماپښین لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دمازدېګر لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : دوه رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماښام لمونځ څو رکعته دی؟.
ځواب :درې رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماخوستن لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب: دوه رکعته فرض سره له دری رکعتو وتر خــــو دا باید په یاد ولرئ چي سنت لمونځ ترخپل ټاکلي مقدار نه کمیـــــــږي که په سفرکي دسړي ډېرتلوار نه وي نوسنت بایدهرو مرو پوره اداء کړي .
پوښتنه : دبدن هغه اووه ګوني غړي ، چي دسجدې په وخت کي بایدپر ځمکه کښېښودل شي کوم دي؟
ځواب :
تندی او پوزه
دلاسونو ورغوي .
دواړه زنګونونه .
ددواړوپښوقدمونه .
پوښتنه : دجماعت پروخت که مقتدي یو سړی وي نوباید کومي خوا ته ودريږي ؟
ځواب : دامام راسته لاس ته .
پوښتنه : د جنازې دلمانځه حکم څه دی؟
ځواب : فرض کفایه .
پوښتنه : که په هېره دروژې په حالت کي یوشی وخوري نودهغه روژه څنګه ده ؟
ځواب : روژه یې نه فاسدیږي .
پوښتنه : په جماعت کي ترټولوغوره صف کوم صف دی؟
ځواب : لومړی صف .
پوښتنه : کورته دننوتلودعاء کومه ده ؟
ځواب : بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَاوَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَاوَعَلی رِبِّنَا تَوَکَّلْنَا .
پوښتنه : له کورڅخه دوتلودعاء کومه ده ؟
ځوا ب : بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ .
پوښتنه : د آذان په اورېدو سره بایدڅه وویل سي؟
ځواب : هغه څه چي مؤذن وايي،خوکله چي هغه (حی علی الصلاه ) او (حی علی الفلاح) وايي،نواورېدونکي باید ( لاحول ولاقوه الابالله ) ووايي .
پوښتنه : په قرآن کریم کي ترټولولوی آیت کوم دی؟.
ځواب : په سورت بقره کي دالدین په نوم ۲۸۲ آیت .
پوښتنه : جنت څودروازې لري؟.
ځواب : اته (۸) دروازې .
پوښتنه : هغه څلور(۴) پوښتني چي دقیامت په ورځ له انسان څخه کيږي کومي دي؟.
ځواب :
۱:- عمر (وخت ) : چي خپل عمر یې څنګه تېرکړی دی؟
۲:- علم (پوهه ) : دعلم پوښتنه ده چي څومره عمل یې پرې کړی؟
۳:- مال (شتمني) : دانسان دمال په هکله پوښتنه کيږي،چي څنګه یې لاس ته راوړي او په څه ډول یې مصرف کړي دي؟
۴:- د انسا ن دجسم او ځان په هکله پوښتنه کيږي .
12/12/2022
د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت صاحب لنډه پېژندنه !
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پیاوړى لیکوال، د خداى بخښلى میر سید پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجری ش. کال، دافغانستان د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالى د عزیز خان په کڅ کې زیږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعلیمی رسم سره سم د دینی او عربی علومو مروجه تعلیم د جومات نه پیل کړ، او د هغه خاصې ذکاوت او استعداد له برکته چه خداى(ج) ورکړى ؤ، په ډیر لږ وخت کې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حدیث او تفسیر کتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وویلې. ددینی متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصی مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجری ش. کال کې د انیس د ملی ورځپاڼې په دفترکې د کاتب په حیث مقررشو او تقریباً ۳۴ کاله د دولت د رسمی مامور او د شورا د وکیل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمی ماموریت د ډاکټر محمد یوسف په کابینه کې په کال ۱۳۴۳ هجری ش.د قبائلو مستقل ریاست ؤ. الفت صاحب د رسمی ماموریت په څنګ کې د کابل په پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په کال ۱۳۲۸ هجری ش.د شورا په اوومه دوره کې، الفت صاحب د ننګرهار د خلکو لخوا د وکیل په حیث انتخاب او په شورا کې د دویم معین په توګه و ټاکل شو. په کال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره کې الفت صاحب د لغمان د قرغیو ولسوالی د خلکو لخوا وکیل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره کې بیا دننګرهار د وکیل په حیث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجری ش. کال په لویه جرګه کې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلکو وکیل ؤ.
الفت صاحب نه یواځې د خاص ذکاوت او استعداد خاوند ؤ، بلکه دلیکوالى د خاص قدرت او شعری روانې قریحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمی ماموریت سربیره، دینی، اجتماعی، سیاسی، او انتقادی شعرونه او مضامین ولیکل او کتابونه او علمی رسالې تالیف کړ، چه ځینې تا لیفات یې مطبوعاتی جوائز هم ګټلی.دی.
دا د پښتو ژبې شاعر او لیکوال په دری ژبه هم شعرونه اومضامین لیکلی چه له بده مرغه ددوى دری اشعار اوس په لاس کښې ندی. د ارواښاد الفت صاحب تالیفات د نظم، نثر او ترجمې پنځویشت کتابونو ته رسیږی، چه ځینې کتابونه یې تر اوسه ندی چاپ شوی. د استاد الفت آثار په خواشینى سره تر اوسه په بهرنیو ژبو هم ترجمه شوی ندی.
الفت صاحب یو متواضع، حلیم، خاموش او لږ ویونکى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې یې نه کولې او تل به یې د بل خبروته غوږ ایښود، ډیره ظریفه طبع یې لرله او په ټوقو کښې یې هم ادبی نکات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصیت، شاعرۍ او لیکوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او لیکوالو ډیر په زړه پورې مطالب لیکلی دی ، اما د الفت صاحب د معرفی او پیژندلو لپاره ښه او یواځینى وسیله د دوى خپل آثار دی.
الفت صاحب په لیکوالۍ او شاعرۍ کښې د یو خاص سبک خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصیت سادګی او روانی ده، چه دا خاصیت ددوى لیکنې او اشعار د نورو شاعرانو او لیکوالو د شعر او نثر نه بیلوی. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لری او خاص او عام بې تکلیفه په مطلب پوهیږی او هر څوک د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلی.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونکی د ژوند هغو حقایقو ته متوجه کوی، کوم چه دمخه تر دې څوک ورته ندی متوجه شوی.
د ارواښاد الفت شخصیت اود ژوند طریقه د هغوى د پوهې او علمیت ښکارندوى ؤ. په ظاهر او باطن کښې یې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انسانی او اسلامی اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اولیکنو زیاته برخه، اجتماعى او سیاسی انتقادونه او د ټولنې د نیمګړتیاوود سمون په لور دعوت دى.د مسکینانو، بیوزلو او یتیمانو سره همدردی هم د الفت صاحب په شعرونو کښې ډیر زیات دى. اسلامی جهاد د الفت صاحب په لیکنو کې لوى ځاى لری او دینی او مذهبی اشعار یې په قرآن او نبوی احادیثو متکی دی.
ارواښاد الفت د رسمی ماموریت، شاعری او لیکوالی تر څنګ په سیاست کښې هم فعال ؤ.په کال ۱۳۳۰ هجری ش. کښې د ولس ملی جریده تاسیس او د ۱۳۳۲ کال تر پایه ددغه جریدې د امتیاز خاوندؤ.
د ولس ملی جریده د لوستونکو د شمیر له مخې د هغه وخت د ډیرو لویو آزادو ملی جرایدو څخه ګڼل کیده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت کښې د خوشحال خان ادبی جائزه او د ابوعلى سینا علمی جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دویمه او د ستورى دریمه درجه نښانونو او ددویمې تقدیر نامې په اخستلو هم بریالى شویدى.
د الفت صاحب ډیر وخت په مطالعه او لیکلو تیریده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوکښې(د محمد داؤد خان د جمهوریت په وخت کښې) د افغانستان د سیاسی او اجتماعی وضعې نه ډیر زیات کړیده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډیر کوښښونه وکړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچمیانو او کمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پیژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته یې لرله، نه یې الفت صاحب ته د لیدلو وخت ورکړ او نه یې د الفت صاحب لیک ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه لیکل شوى ؤ)، توجه وکړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزیز خان په کڅ کښې چه دده د زیږیدلو ځاى دى تیرول، تر څو چه د۱۳۵۶ کال د لیندى د میاشتې په ۲۸ نیټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ کلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هدیره کښې چه د کابل جلال آباد د سړک په څنګ پروت دى خښ شو .
الله (ج) دې وبخښی.
12/12/2022
استاد ګل پاچا الفت
Must watch till the end and comment what you learn from the video..
17/10/2022
د افغان کرېکټ لوبډلې د 20 اوریز نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې بنګله دېش لوبډلې ته 161 منډې هدف وټاکه چې بنګله دېش لوبډلې د 9 لوبغاړو په سوځېدو سره 98 منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د 62 منډو په توپیر ماته ومنله.
♥️ نـبي ڪریم ﷺ فـرمـایـي دي! ♥️
اولنی ڪس به په انبیاوو ڪې زه یم چې خپل اُمت ته به د جنت دروازه خلاصوم.♥️🥀
#محمدﷺ♥
❤️😘
{ وَتَوَڪَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَڪَفٰى بِاللَّهِ وَڪِيلًا }
ژباړه:
پر اللهﷻ توڪُــل وڪــړه، هماغه اللهﷻ د وڪالت لپاره ڪافې دی ❤️😘
09/10/2022
#خبرتيا
که چيرته غواړى چې د امريکا DV Visa Lottery لپاره ثبت نام وکړى نو د ګل پاچا الفت ښوونيزه اکاډمي اداره ته مراجعه وکړى،
وخت: له ، 12:00Pm څخه تر 5:00Pm پورى ثبت نام جريان لري، کيداى شې چې راتلونکې ګټونکې تاسو اوسې،
شرايط: يو قطه عکس چې بايد شاته Background يې سپين وي او اندازه يې 600 * 600 کې وي.
#خبرتيا
ګل پاچا الفت ښوونيزه اکاډمي اِداره خپلو محترمو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو ته په درنښت خبر ورکوي چي سبا شنبه، د روان لمريز کال د ميزان مياشتي ١٦ مه، چي د ٢٠٢٢ زېږديز کال د سپټمبر مياشتي د ٨ مي سره سمون خوري، د ربيع الاول مياشتي د ١٢ مي (د ميلاد النبي صلى الله عليه وسلم) په مناسبت عمومي رخصتي نه ده. نو ټولو زده کوونکو څخه هيله کيږي چې خپلو درسونو ته حاضر شې.
په درنښت
انجينر فيروز بشر دوست
05/10/2022
Happy Teacher's Day
01/10/2022
نن مې د زړه درد په خپلو غزلونو کموم
غزل
وير، ژړا ده په وطن کې بیا ماتم دی
په افغان ملت نن غم دپاسه غم دی
دا بې ستره خور به څوک وي چې پرته ده
سور په وينو یې کتاب او هم قلم دی
د معارف بلې ډېوې يې راته مړې کړې
تور دښمن راته خوړلی غټ قسم دی
د وطن نوم نه مې وېره نوره وشوه
څو بې دینو ترې جوړ کړی جهنم دی
په نړۍ کې ېې مثال به پېدا نکړئ
نن په موږ چې کوم روان ظلم، ستم دی
شګيوال پرهېزه هغو به څه حال وي
چې بچيانو کې ترې یو بچی نن کم دی