Lutfullah Bahlol لطف الله بهلول

Lutfullah Bahlol لطف الله بهلول

Share

Thank you for watching me dear friends, you can watch and read Islamic social, political, moral, sports and entertainment content from my address.

01/06/2026

ورځنۍ ډالۍ
رسول اللهﷺ فرمايلي دي:
ستاسې د دعا قبلېدل کېږي، تر هغه چې انسان بيړه/چالاکي ونه کړي او ووايي: ما دعا وکړه، خو قبوله نه شوه.

قال رسول الله ﷺ: يُسْتَجَابُ لِأَحَدِكُمْ مَا لَمْ يَعْجَلْ، يَقُولُ: دَعَوْتُ فَلَمْ يُسْتَجَبْ لِي.
صحیح الخباري: 6340
صحيح مسلم: 2735

31/05/2026

رایل چایلنجرز بنګلور لوبډلې د ای پي ال د ۲۰۲۶ اتلولي وګټله.
د RCB لوبډلې د دوهم ځل لپاره د ای پي ال اتلولې پخپل نوم کړه.
مبارک دې وي د RCB ټولو مینه والو ته!

Photos from ‎Lutfullah Bahlol لطف الله بهلول‎'s post 31/05/2026

افغان اتلانو په هندوستان کې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د لا غوره چمتووالي په موخه خپل تمرینات پیل کړي دي.

دوی به راتلونکې شنبه (د جون شپږمه نېټه) د چندیګړ په ماهراجه سینګ نړیوال کرکټ لوبغالي کې د هندوستان پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شي.
- - - - -
Afghan Atalan have started their training sessions to better prepare for the upcoming international matches in India.

They will take the field next Saturday (June 6) for a Test match against India at the Maharaja Yadavindra Singh International Cricket Stadium in Chandigarh.
| |

30/05/2026

د کانکور نتایج!
د کانکور نتايج به د وروستي امتحان په دوهمه اونۍ کې اعلان شي.
الله ج دې ټول زده کوونکي خپلو اهدافو ته ورسوي.

Photos from ‎Lutfullah Bahlol لطف الله بهلول‎'s post 30/05/2026

د ډاکټر تتسو ناکامورا پارک زموږ له کوره شاوخوا يو نيم کيلومتر واټن لري. ورېرونه مې، چې پارک ورڅخه يوازې د دوو قدمونو په واټن کې دی، ايله نن د اختر په څلورمه ورځ ورغلي دي.
ريښتيا هم چا ښه ويلي دي: نږدې والی کله ناکله د ليدو او ورتګ تنده راکموي، خو لرې والی يې قدر او ارزښت راپه زړه کوي.
ويل يې: «کاکا! اختر دې مبارک شه.» رښتيا دا ده چې که ماشومانو ته د لوبو، خبرو او خوشحالۍ فرصت ورکړل شي او مناسب تفريحي چاپېريال ورته برابر شي، نو د هغوی هره ورځ اختر وي.
ورېرونو مې توصيف الله(راشد) او واصف الله تاسې ټولو هېوادوالو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وړاندې کوي.

30/05/2026

ستاسې په اند، د ۲۰۲۶ کال د دې پړاو اتله لوبډله به کومه وي؟

30/05/2026

شبمن ګيل د بریا وروسته له خپل پلار او مور سره.

30/05/2026

د موټر چلوونکو د احتیاط لپاره دا پيغام خپور کړئ.

30/05/2026

ورځنۍ ډالۍ
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
دوه نعمتونه دي چې ډېر خلک پکې تاواني کېږي: روغتيا او فارغ وخت.
قال رسول الله ﷺ: نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ.
رواه البخاري: 6412

29/05/2026

پایلوبه پخپل کور کې.
ګجرات نو بیا بنګلور سره په احمد آباد Narendra Modi Stadium لوبغالي کې پایلوبه ترسره کوي.

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad