ننګرهار دځوانانو چارو امریت

ننګرهار دځوانانو چارو امریت

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ننګرهار دځوانانو چارو امریت, Social service, Nangarhar, Jalalabad.

10/07/2024
Photos from ‎ننګرهار دځوانانو چارو امریت‎'s post 10/07/2024

کامه کې د امام ابو حنیفه رحمه الله په ننګه لیکل شوي کتاب کې ازموېنه واخیستل شوه.

باختر، سه شنبه، ۳ محرم الحرام ۱۴۴۶ هـ ق

د کامې ولسوالۍ د سنګر سرای مرکزی لېسه کې له ۵۰۰ تنو ځوانانو څخه د امام ابو حنیفه رحمه الله په ننګه لیکل شوي کتاب کې ازموېنه واخیستل شوه، چې په ازموېنه کې د کامې ولسوال عبدالغني ذاکریار، امنیې قوماندان قاري اکرام الله علي او یو شمېر نورو مسوولینو، قومي شورا مشرانو او پوهنې مسوولینو ګډون کړی وو.
د باختر اژانس خبر له مخې په پیل کې د ولسوالۍ د دعوت ارشاد مسوول ډاکټر محمد قاسم کامه وال د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې په کامه کې یې دغه برنامه د ځوانانو د علمي سویې لوړولو لپاره برابره کړې ده.
په ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست په استازولۍ د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر ټولو ځوانانو ته د دغې ازموېنې پر اهمیت او څرنګوالي خبرې وکړې، وې ویل؛ اطلاعاتو او کلتور ریاست د ننګرهار په ټولو ولسوالیو او مرکزي ساحو کې د اسلام مبارک دین د ارزښتونو ساتلو او ځوانانو ته د اسلام مبارک دین، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سیرت او امام ابو حنیفه رحمه الله د ژوند او کړو وړو په اړه روزنیزې سیالۍ برابروي، څو زموږ ټول ځوانان په خپل دین او اسلام کې هغه معلومات ترلاسه کړي، چې تراوسه پرې خبر نه دي.
ورپسې د ولسوالۍ پوهنې آمر مفتي محمد فقیر سعید او امنیې قوماندان وویل؛ دغه کتاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت له لوري د ځوانانو فکري سمون او مطالعې فرهنګ دودولو په موخه ځوانانو ته ورکړل شوی و، پکې د امام ابو حنیفه رحمه الله د شخصیت او کړنو په اړه معلومات راغلي، چې لوستل یې ځوانانو لپاره ډېر اړین او ګټور دی.
د پوهنې آمر وویل؛ په دې ازموېنه کې د کامې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو ۵۰۰ تنو شاګردانو ګډون کړی، چې د لوړو نومره اخیستونکیو ته به په ترتیب سره جواېز هم ورکړل شي.
ورپسې د ازموېنې څو تنو ګډونوالو په خپلو خبرو کې د یاد کتاب مطالعه د ځوانانو معلوماتو په زیاتوالي کې ډېر اړین وباله او په ټولو ځوانانو یې غږ وکړ، چې دغه کتاب مطالعه کړي، څو د امام ابو حنیفه رحمه الله د ژوند او کړو، وړو په اړه په هغه څه پوه شي، چې تر دې دمه پرې نه پوهېږي.

Photos from ‎ننګرهار دځوانانو چارو امریت‎'s post 10/07/2024

*د ننګرهار په چپرهار کې د امام ابوحنیفه رح په ننګه د لیکل شوي کتاب د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې*
(باختر، دوشنبه ۲ محرم ۱۴۴۶)
د باختر آژانس د راپور له مخې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې له ۹ سوه زده کوونکو څخه د امام ابوحنیفه رح په ننګه لیکل شوي کتاب کې د ازموینو پایلې په ډاګه شوې.
د دغې ازموینې لومړني ۲۱ مخکښان پر کمپیوټرونو او نورو بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
د ازموینې ګډونوالو له باختر سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه او د فکري رغښت لپاره د ورته دغه ډول نورو برنامو غوښتونکي شول.
د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امر قاري محمد اصف زهیر وایي، له داسې برنامو یې موخه د مطالعې دودول او د ټولنې فکري رغښت دی.
هېره دې نه وي چې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم تر دې وړاندې د اطلاعات او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت له لوري د سیرت النبي سیالیو ترڅنګ د شیطان لښکر، حق المبین او د امام ابو حنیفه په ننګه لیکل شویو کتابونو کې له زده کوونکو څخه ازموینې اخیستل شوي او په پایلو کې یې ممتازو ګډونوالو ته ارزښتانکې ډالي ورکړل شوي دي.

Photos from ‎ننګرهار دځوانانو چارو امریت‎'s post 10/07/2024

د وای، اېچ، ډي، موسسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ ۷۷۰ تنو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړې.

باختر، شنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۶ هـ ق

د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد نن د یاد ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر په ملتیا د وای، اېچ، ډي، او موسسې له هغو ټولګیو لیدنه وکړه، چې د یاد ریاست په همغږۍ ۷۷۰ تنه ځوانان پکې په بېلابېلو برنامو پر زده کړو بوخت دي.
د ځوانانو چارو آمر باختر اژانس ته وویل؛ یادې موسسې ته مو تر دا مهاله ۷۲۰ تنه ځوانان په انګلیسي، کمپیوټر، ژوند مهارت، سواد زده کړې او فریلانسنګ برخو کې ورمعرفي کړي، چې په دې وروستیو کې مو ۵۰ تنه نور ځوانان د حرفوي زده کړو په موخه ورمعرفي کړي دي، چې اوس مهال ټول عملاً پر زده کړو بوخت دي.
د هغه په وینا؛ دغو ټولو ځوانانو ته زده کړې وړیا دي او هېڅ نوع فیس ترې نه اخیستل کېږي.
هغه دا هم وویل؛ هڅه کوو، ځوانانو ته په بېلابېلو برنامو کې د وړیا زده کړو سربېره دندو پیدا کولو کې هم مرستې وکړو.

30/06/2024

ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست خبرتيا!
د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ځوانانو چارو آمريت په پام کې لري د کامې پوهنې آمريت سره په همغږۍ د امام ابو حنيفه رحمه الله د سيرت سيالۍ په لاره واچوي، چې تر ۱۵ نومره ګټونکيو ته جواېز هم په پام کې نيول شوي دي.
هغه ځوانان، چې غواړي په ياده سيالۍ کې برخه واخلي، ټاکل شوي ځايونو ته دې د نومليکنې په موخه ورشي.

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Nangarhar
Jalalabad
2602