که امریکا نن شپه حمله وکړه پر مونږ د دوبي او ابوظبي میدان هوایی ګان زمونږ هد-ف دي.
#تازه #ایران
What's going on in Nangrahar
This page is for the help of people to get informed from the nangrahar situation�
18/07/2026
د جلال اباد د ریکشه وانانو شکایت:
واکمنې ډلې له موږ نه هم چې د ورځې په ٢٥٠ افغانیو پردۍ ریکشې په دنده چلوو د هرې ورځې مالیه اخیستل پیل کړي.
وایي، ښار ته دننه مو نه پرېږدي خو له ښار نه دباندې څلور مسیرونه یې مختلفو شرکتونو ته ورکړي چې له هر یو نه باید د دوی په لاین کې د تګ راتګ لپاره د ٣٠ افغانیو پارچه واخلو.
دوی شکایت کوي د یو لاین پارچه بل لاین کې نه چلېږي او که د ورځې کوم ریکشه وان څلورو واړو لاینونو کې وګرځېد نو څلورو شرکتونو ته باید ١٢٠ افغانۍ قلنګ و مالیه ورکړي.
د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ د سقوط شېبې؛
د سپاهیان میهن ډلې ادعا کړې چې نن سهار وختي یې د څو ساعتونو لپاره دا ولسوالۍ لاس کې وه او ډېر شمېر وسلې یې هم له طالبانو نیولې دي.
طالبان جګړه مني، خو د ولسوالۍ د سقوط ادعا یې رد کړې ده.
17/07/2026
په اسعد اباد کې د طالبانو د برېښنا مسوولان:
د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې او تخنیکي چارې بشپړې شوې دي.
د کونړ اوسېدونکي وايي، چې د بندونو په جوړېدو سره به د دوی کورونه او ځمکې له سېلابونو خوندي شي.
د کونړ ځايي چارواکو له طالبانو سره تړلې رسنۍ حریت ته ویلي، چې د دغې سروې اصلي موخه پر کونړ سیند د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو لپاره د مناسبو ځایونو دقیق تثبیتول دي.
د کونړ د برښنا امر عمر ګل نایب ویلي چې د دغو لومړنیو تخنیکي چارو په بشپړېدو سره به په راتلونکي کې په دغو سیمو کې د بندونو د رغولو عملي کارونو ته لاره هواره شي.
17/07/2026
Jumma mubarak💕
16/07/2026
⛽ ننګرهار کې د تیلو او ګازو پمپ سټېشنونو څخه څارنه ترسره شوه
د ننګرهار د بیو کنټرول او احتکار مخنیوي ولایتي کمېسیون د جلالآباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د تیلو او ګازو پمپ سټېشنونه وڅارل، ترڅو د نرخونو، وزنونو، پيمانې او د احتکار د مخنیوي ډاډ ترلاسه شي.
د څارنې پر مهال د یو شمېر پمپ سټېشنونو تخنیکي نیمګړتیاوې په ګوته او د ژر تر ژره اصلاح سپارښتنې ورته وشوې. همدارنګه ټولو مالکانو ته ټینګار وشو چې خدمات د ټاکل شوې نرخنامې له مخې وړاندې کړي، د پيمانې او کیفیت معیارونه مراعات کړي او له هر ډول احتکار او غیرقانوني کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي.
د بازارونو دوامداره څارنه د عادلانه نرخونو، د مصرفوونکو د حقونو خوندي کولو او د شفاف سوداګریز چاپېریال د رامنځته کولو لپاره مهمه ده.
#ننګرهار #تیل #ګاز #شفافیت
16/07/2026
🏥 د ننګرهار د زر بستريز روغتون د جوړېدو چارې په ښه سرعت روانې دي
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د زر بستريز روغتون له روانو چارو څخه د ليدنې پر مهال د پروژې پر کيفيت، معيار او ټاکلي مهالويش د بشپړېدو ټينګار وکړ.
د مسؤلينو د معلوماتو له مخې، د پروژې تر اوسه شاوخوا ۶۵ سلنه چارې بشپړې شوې او پاتې برخې يې هم په چټکۍ سره روانې دي. په دې ستره پروژه کې هره ورځ لسګونه ماهر او غيرماهر کارګران د روغتون د بېلابېلو ساختماني او تخنيکي برخو پر بشپړولو بوخت دي.
د جلالاباد ښار دا زر بستريز روغتون به له بشپړېدو وروسته د ختيځ زون او د هېواد د زرګونو ناروغانو لپاره د معياري روغتيايي خدمتونو يو ستر مرکز وي او د روغتيايي سکټور په پياوړتيا کې به مهم رول ولوبوي.
د پرمختللي او معياري افغانستان لپاره د بنسټيزو پروژو ملاتړ، د روښانه راتلونکي ضمانت دی.
#ننګرهار #روغتيا #پرمختګ #افغانستان
15/07/2026
📱 له سیمکارټونو د ۱۰ سلنې مالیې بهیر په شفاف ډول روان دی
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د ویاند جلالالدین شمس په وینا، له سیمکارټونو د ۱۰ سلنې مخابراتي مالیې د راټولولو بهیر په بشپړ شفافیت سره ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره، له دې مالیې څخه هر کال شاوخوا ۵.۵ میلیارده افغانۍ د دولت بودجې ته لېږدول کېږي، چې د عامه خدمتونو او پراختیايي پروګرامونو په تمویل کې مهمه ونډه لري.
هغه زیاته کړه، د مالیې راټولولو او څارنې بهیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د اترا ادارې او مالیې وزارت د ګډ پلاوي تر مستقیمې څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي، ترڅو شفافیت او حساب ورکونه خوندي پاتې شي.
#اترا #مخابرات #مالیه #افغانستان #شفافیت
15/07/2026
🏥 د ننګرهار حوزوي روغتون سره د طبي توکو ارزښتناکه مرسته
د ننګرهار حوزوي روغتون لپاره د یونیسف په مالي او د ورلډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د درېیمې ربعې لپاره د شاوخوا ۴.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت مصرفي طبي توکي مرکزي زېرمتون ته وسپارل شول.
دا مرسته به د روغتون په بېلابېلو څانګو، په ځانګړي ډول عملیاتي خونو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او چټکتیا په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي او ناروغانو ته به پر وخت او اغېزمن خدمات برابر کړي.
د عامې روغتیا رئیس مولوي امینالله شریف ټینګار وکړ چې یاد طبي توکي دې ژر تر ژره اړوندو څانګو ته ووېشل شي، ترڅو ناروغان له غوره او پر وخت روغتیايي خدمتونو برخمن شي.
د روغتیايي سکټور ملاتړ د ټولنې د هوساینې او د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره یو ارزښتناک ګام دی، او هیله ده دا ډول همکارۍ نورې هم پراخې شي.
#ننګرهار #یونیسف #افغانستان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Nangrahar
Jalalabad
