29/07/2021
ځوان ټولنيز بنسټ له لورې جلال اباد ښار اوومه ناحيه غوچکو عالي لېسه کې پر زده کوونکو ماسکونه وويشل او د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو.
ياد پرو ګرام کې د بنسټ مرستيال خبیب امیري، اداري مسول پښتون رحماني د غوچکو ليسې آمر سيد رحمن نيازی، د اوومې ناحيې امر داکتر بريالی چلند د غوچکو ځوانانو ټولنې مشر ډاکتر نصرت الله احمدي ملتیا کوله.
27/07/2021
ځوان ټولنیز بنسټ له یو شمېر نورو فعالانو سره په ګډه د جلال اباد ښار اومې ناحیې اړوند ځینو سیمو کې ملي بیرغونه ولګول. دې مراسمو کې د بنسټ مرستیال خبیب امیري، د یادې ناحیې آمر بریالي چلند او نورو ځوانانو او فعالانو ګډون درلود.
10/07/2021
دبيوزلو ماشومانو سره مرسته!
د ځوان ټولنیز بنسټ په همکاري په یو شمیر يتيمو ماشومانو د ښوونځي اړوند سامان وویشل شو. په دې سامان آلاتو کې کتابچې، قلمونه او یو شمېر تر نور اړوند توکي شامل ول. باید وویل شي چې یادو مراسمو کې چې د هاشمي انګليسي ژبې اړوند زده کوونکو لپاره برابر شوي ول، د ځوان ټولنیز بنسټ د مرستيال خبيب امیري ترڅنګ د ېو شمېر نورو بنسټونو استازو او مشرانو هم ګډون درلود.
16/06/2021
په اچین او غني خېل کې مو سلګونه تنو ته ماسک او نور کرونا ضد توکي ووېشل
د ځوان ټولنیز بنسټ د مرستیال خبيب اميري په مشرۍ، د ننګرهار په اچین او غني خېل ولسواليو کې، د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره تدابیري کمپاين ترسره او په ترڅ کې يې سلګونه تنو ته ماسک او نور کرونا ضد توکي ووېشل شول.
د بنسټ مرستيال د دغه کمپاين پر مهال له خلکو وغوښتل، چې د کرونا ويروس د خپريدو په مخنيوي کې له روغتيايي پرسونل سره مرسته وکړي او سپارښتنې يې په پام کې ونيسي.
ځوان ټولنیز بنسټ د علمي او فکري پروګرامونو تر څنګ، له نيږدې پينځو کلونو راهيسې په مختلفو ټولنيزو برخو کې هم فعالیتونه لري.
30/05/2021
زرین چانس !
د او دوست ښوونیز مرکز ترمنځ د مخکینۍ #هوکړې په دوام، یو ځل بیا یاد ښوونیز مرکز ته ( #دکانکور چمتووالي نوې برنامه» کې د #بنسټ له لورې ۱۰۰ اړمن کسان د ۷۰ سلنه #تخفیف له مخې معرفي کیږي.
هیله ده که تاسې خپله یاست یا نور وړ کسان پيژنئ، نو بنسټ ته مسینجر یا کمینټ کې اړیکه ونیسئ او یا هم دې شمیرې سره تماس وکړئ:
0786070732
یادونه: د کانکور چمتووالي دا برنامه دوو ورځو کې شروع کیدونکې ده، هیله ده ژر ترې برخمن شئ.
10/04/2021
خبرتیا او چانس!
هغه کسان (نارینه او ښځینه) زده کړیالان چې غواړي په تخفيف سره زده کړې وکړې، د ځوان ټولنیز بنسټ او د التقوا د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د شوې هوکړې له مخې کولی شي، په اقتصاد او حقوق او سياسي علومو برخه کې له فرصتونو استفاده وکړي. د هوکړې له مخې نارینه وو ته ۴۰ سلنه او ښځینه زده کړیالانو ته ۵۰ سلنه تخفيف ورکول کيږي. وړ خلک کولی شي په دې شمېره تماس ونيسي او اړوند فورمې ترلاسه کړي: 0786070732
10/04/2021
۳۵۰ ناروغانو ته وړيا طبي کمپ!
د ډاکټر زمان سراپا کلينيک او ځوان ټولنيز بنسټ په ګډه همکارۍ د روژې مياشت لپاره په پنځو برخو کې درې نيم سوه ناروغان معاينه، وړيا لابراتواري معاينات يې اجراء او ورته په وړيا ډول لازم درمل ورکول شول!
ددې کمپ په پرانيستو مراسمو کې د بنسټ مرستیال خبيب امیري او اداري مسوول پښتون رحماني او د ډاکټر زمان سراپا کلينيک مؤسس ډاکټر شرافت زمان او یو شمېر نورو مشرانو او فعالانو ګډون درلود.
په ډاکټر زمان سراپا کلينيک کې د ياد کلينيک د باتجربه طبي پرسونل او راغليو ډاکټر صاحبانو په مرسته په پنځه بېلا بيلو برخو ( داخله ، اطفال ، غاښونو څانګه ، جلدي ، او سترګې څانګه ) کې وړیا خدمات تر سره شول، چې تر درې نيم سوه ناروغان په منظمه توګه معاينه ، لازم لابراتواري معاينات ورته اجراء او ورته درمل په وړيا ډول ورکول شول!
بنسټ په ټوله توان سره هڅه کوي چې د خلکو او نورو بنسټونو سره په همکارۍ ټولنې ته ګټور خدمات وړاندې کړي.
09/04/2021
همدا مهال د روژې مياشتې په خاطر د ځوان ټولنيز بنسټ او داکتر زمان سراپا کلنيک په ګډه همکارۍ وړيا طبى کيمپ جريان لري.
09/04/2021
د روژې مبارکې مياشتې په خاطر ځوان ټولنيز بنسټ د داکتر زمان سراپا کلنيک سره په همکارۍ وړيا طبي کيمپ پرانيست.
04/04/2021
د ځوان ټولنیز بنسټ او التقوا لوړو زده کړو موسسې ترمنځ هوکړه لیک
د ځوان ټولنیز بنسټ او التقوا لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د بنسټ رهبرۍ غړو او یو شمیر همکارانو برخه درلوده.
ددې هوکړې له مخې به التقوا د لوړو زده کړو موسسه د ځوان ټولنیز بنسټ له لورې ورمعرفي کیدونکو ۱۰۰ کسانو ته ځانګړی تخفیف ورکوي، چې له دې ډلې ۵۰ نجونو ته ۵۰ سلنه او ۵۰ هلکانو ته ۴۰ سنه تخفف په پام کې نیول شوی. همداراز ددې تړون له مخې به التقوا د لوړو زده کړو موسسه ۱۰ تنه هغه ښځینه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو څخه وي او لاسنیوي ته اړتیا لري، په ۷۰ تخفیف سره د لوړو زده کړو په موخه جذبوي.
همداراز ځوان ټولنیز بنسټ ژمن دی چې په بیلابیلو علمي، ټولنیزو، مناظرو او نورو علمي ناستو و پروګرامونو کې د التقوا د لوړو زده کړو موسسې محصلینو ته د ګډون ونډه ورکوي.
باید وویل شي چې یاده هوکړه د بنسټ له لورې د بنسټ د مشر غازي عابد او د التقوا د لوړو زده کړو موسسې د رییس عبدالطیف مل شینواري ترمنځ لاسلیک شوه.
یادونه: هغه په شرایطو برابر خویندې او ورونه چې غواړي له دې چانس ګټه پورته کړي، سر له سبا دوشنبې، د ۱۴۰۰ هجري کال د حمل میاشتې داولسمې نیټې د سه شنبه له ۸ تر ماسپښين ۱ بجې پورې نومیلیکنه پيلیږي، او تر بل سبا یعنې چهارشنبې ورځې تر ماسپښین ۲ بجو پورې دوام لري. هیله ده د ځوان ټولنیز بنسټ دفتر ته تشریف راوړئ. له ځانه سره د تذکرې کاپي ولرئ. د اړیکو شمیره: ۰۷۸۶۰۷۰۷۳۲.
د دفتر پته: جلال اباد ښار، تلاشي چوک، د اهنګرانو کوڅې سره نښتی، سپين غر ټاور، ډي بلاک، شپږم منزل د ځوان ټولنیز بنسټ دفتر.
27/03/2021
نن او سبا نوملیکنه روانه ده.
له دې چانس ګټه پورته کړئ!
د ځوان ټولنیز بنسټ او مؤمن طبي علومو انسټیټیوټ ترمنځ د شوې هوکړې له مخې چې په پروتیز، قابلګي، نرسېنګ او ټیکنالوژي کې په ۵۰ سلنه تخفيف د بنسټ له لورې معرفي کېدونکي محصلین نیسي، ددې چانس لپاره نن شنبه له نن سهاره تر سبا یکشنبې مازيګر پینځو بجو پورې نوم لیکنه او اړوند فورمې ورکول کیږي، هغه کسان چې اقتصادي وضعيت یې جوړ نه وي او غواړي طبي زده کړې وکړي، د بنسټ دفتر ته دې مراجعه وکړي.
یادونه: له ځانه سره یو عکس او تذکره مو هم راوړئ.
شمېره: 0788691603
پته: جلال اباد ښار، چوک تلاشي، اهنګرانو کوڅې سره نښتی، سپین غر ټاور، ډي بلاک، شپږ منزل د ځوان ټولنیز بنسټ دفتر.