28/06/2023
د نيکمرغه لوی اختر په مناسبت تاسې ټولو پتمنو وطنوالو ته مبارکي وايم، د ټولو قربانۍ، حج او هر ډول عبادت دې رب ج په خپل دربار کې قبول کړي،
هموطنان عزیز!د پردیسۍ له دیار او نا آشنا وطنه په ژوند، رڼاګانو او ارزښتونو میینو افغانانو، بلخصوص دردېدلو خو نه ماتېدونکو افغانو خویندو او میندو ته د اختر مبارکۍ وړاندې کوم.
وطنوالو؛ له خدایه غواړم چې دا او راروان نور اخترونه د افغانستان د رنګارنګ قومونو، پرګنو او خېلونو تر منځ د یوالي، مینې او پرمختګ سبب شي ترڅو چې د کرکې، تیارې او جهالت کډه د تل لپاره زموږ له وطنه بار شي.
وطندارم،
عیدتان سعید اضحی مبارک باد!

20/03/2021