24/05/2026
Parun manicipality/شاروالی پارون
شهر ما اینده ما است
24/05/2026
24/05/2026
د پارون ښار لمړي ناحیه دګذرونو شورا استازو د پارون ښاروالۍ سرپرست ښاغلي کليم الله نبيل سره وکتل.
نېټه: ۱۴۰۵/۳/۲
پيل کې د پارون ښاروالۍ سرپرست ښاغلي کليم الله نبيل د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پارون ښار په داخل کې جوړيدونکي حلقوي سړک په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړه چې ياد سړک د پارون ښاروالۍله پله څخه تر دار المعلمين پورې چې تقريبا 2/کيلو متره اوږدوالي او20/متره پراخوالي لري او په همدې دې مورد کې ځينې شته ستونزو يادونه هم وکړه چې بايد دشورا لخوا دي ستونزو ته رسیدګي وشي.
ورپسې دسيمې قومي مشرانو او دګذرونو شورا استازو په استازيتوب محترم مولوي صاحب نعمت الله شهراني د پارون ښاروالۍ له روانو فعاليتونو ستاينه وکړه او ويې ويل،دتير په پرتله ښاروالۍ نورستان ولایت پارون ښار د ابادۍ او پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
دوی خپلې يو شمېر غوښتنې چې د ياد سړک جوړېدو په برخو کې وې شريکې کړې چې بايد د خلکو ملکيتونه زيات تخريب نه شي او د اړتيا په صورت کې بايد زيات زيانمن شخص ته زيان ته په کتو خساره ورکړل شي او همدارنګه غوښتنه يې وکړه چې ياد سړک دي بايد پخواني مسير جوړ اود پراخوالي اندازه راکمه شي ترڅو دځمکی تخريب مخه ونیول شي.
ورپسې د پارون ښاروالۍ سرپرست ښاغلي کليم الله نبيل د قومي مشرانو له همکارۍ، يووالي اود ښاروالۍ دپرمختيايي پروګرامونو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د ولسونو غوښتنو ته رسېدنه دښاروالي له لومړيتوبونو څخه ده او هڅه کوي چې د امکاناتو او شته سرچينو په چوکاټ کې د پارون ښار اوسيدونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او د پرمختيايي پروژو په عملي کولو کې به دښار اوسيدونکو غوښتنو او اړتياوو ته ځانګړې پاملرنه وشي.همداراز له قومي مشرانو وغوښتل، چې بايد د رغنيزو چارو په پلي کېدو کې له ښاروالۍ سره خپلې همکارۍ لا پياوړې کړي، څو پارون ښار د لا زيات پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.
پاي کې غونډه په دعا سره پای ته ورسېده
د نورستان ولايت پارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ مدیريت
17/05/2026
جلسه آفرگشایی نصب کتاره های فلزي وسط سرک شهر پارون دایر گردید.
در مجلس مذکور محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد شاروالی پارون، يک نماینده از مقام ولایت ، ويک نماینده از مستوفيت ، وچهار تن نمایند از شرکت های داوطلب نیز حضور داشتند.
در نخست محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد شاروالی پارون حاضرین مجلس را خوش آمديد گفت و در رابطه به اصول و مقرارت آفرگشایی معلومات ارائه نمود . و در باره شفافيت در پروسه آفرگشایی به اشتراک کننده ګان اطمینان سپرد.
بعد از آفرگشایی آزاد و شفاف پاپين د فلزاتو تولید او پروسس شرکت با ارائه قیمت نازل ترين تقریبا (957970) افغانی برنده ابتدايي شناخته شد.
مجلس با دعا خیر به اختتام رسید.
مديريت حکومتداري شهري ښاروالۍ پارون
مورخ-- 1405/2/26
27/04/2026
د نورستان ولایت د احتکار مخنیوي او د بیو کنټرول کمېسیون له لوري پارون ښار کې دوه دوکانونه مهر او لاک شول.
نېټه: ١٤٤٧/١١/۹
د نورستان ولایت د احتکار مخنیوي او د بیو کنټرول کمېسیون له لوري د پارون ښار دوکانونو کې د نرخونو د کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه جدي نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت پر مهال د کمېسیون غړو د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې وڅارلې او له دوکاندارانو یې وغوښتل چې ټاکل شوې نرخنامې ته ژمن پاتې شي او د خلکو له اړتیاوو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.
د څارنې په لړ کې څرګنده شوه چې دوه دوکاندارانو د کمېسیون له خوا ټاکل شوې نرخنامې څخه سرغړونه کړې وه، چې له همدې امله یې دوکانونه مهر او لاک شول او له هغوی سره قانوني چلند ترسره شو.
د یادونې وړ ده چې د احتکار مخنیوي او د بیو کنټرول کمېسیون د صنعت او سوداګرۍ ریاست تر مشرۍ لاندې جوړ شوی، چې پکې د بېلابېلو امارتي ادارو استازي ګډون لري او په دوامداره توګه د بازارونو د کنټرول او د بیو د ثبات لپاره هڅې کوي.
د نورستان ولایت پارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ مدیریت
07/04/2026
د نورستان پوهنتون رئيس د ياد ولايت له ښاروال سره د ګډو همکاريو په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
د نورستان پوهنتون رئيس ښاغلي استاد حميدالله عابد د نورستان ولايت پارون ښاروال محترم مولوي سيد احمد خان ارهابي سره د ګډو همکاريو په موخه د نوموړي په کاري دفتر کې مشورتي ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې دواړو مسؤلينو په دوه اړخيزو مسايلو او موضوعاتو باندې مفصلې خبرې اترې وکړې او له يو بل سره يې ګټورې مشورې شريکې کړې.
همدا راز په ناسته کې د پوهنتون رئيس صاحب له محترم ښاروال څخه د محصلينو د ليليې لپاره د کرايه کړې دښاروالي ودانۍ د ځينو برخو د ترميم چارو د ترسره کولو غوښتنه وکړه ترڅو محصلين وکولای شي په ارامه فضاء کې ژوند او ښه مطالعه ترسره کړي، چې ښاروال صاحب ورته دهر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
نورستان ولایت پارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ
1405/1/17
31/03/2026
جلسه آفرگشایی مارکيټ تجارتي شاروالی شهر پارون دایر گردید.
در مجلس مذکور محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد شاروالی پارون، يک نماینده از مقام ولایت ، ويک نماینده از مستوفيت ، به حیث هیئت مؤظف آفرگشایی و سي تن داوطلب نیز حضور داشتند.
در نخست محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد شاروالی پارون حاضرین مجلس را خوش آمديد گفت و در رابطه به اصول و مقرارت آفرگشایی معلومات ارائه نمود . و در باره شفافيت در پروسه آفرگشایی به اشتراک کننده ګان اطمینان سپرد.
بعد از آفرگشایی آزاد و شفاف محترم عارف الله عادل با ارائه قیمت بالا تقريبا 20000 هزار افغانی برنده ابتدايي آفرگشایی شناخته شد.
مجلس با دعا خیر به اختتام رسید.
مديريت حکومتداري شهري ښاروالۍ پارون
مورخ-- 1405/1/10
16/03/2026
نن د پارون ښاروالۍ ریاست اداري مجلس ناسته ترسره شوه.
نن ورځ يک شنبه 1404/12/24 تاريخ د پارون ښاروالۍ اداري مجلس ناسته د ښاروال صاحب محترم مولوي سيد احمد خان ارهابي په مشرۍ ترسره شوه، چې پیل یې دقرآن کریم په تلاوت ترسره شو.
ورپسې محترم ښاروال صاحب ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ د اداري چارو پروخت ترسره کول،د عوايد په خپل وخت تحصيل،او د اختر په رارسيدو دښار پاکي او د خدماتي چارو تنظيم،ښاري نظم کنترول او د ښاريانو ستونزو ته په وخت رسيدګي او په وخت خپل اداري فعاليتونوته د رسيدګي سپارښتنه وکړې.او د تنظيف کارکوونکو ته هدایت ورکړه چې باید د اختر په مبارکو ورځو کې دښار پاکي او سرسبزي ته خاصه پاملرنه وکړي ترڅو ښار پاک وساتل شي.
ورپسې دمالي او اداري عمومي مدير ښاغلي کليم الله نبیل له ټولو مدیرانو غوښتنه وکړه چې د1405 مالي کال لپاره خپل کاري پلانونه ترتیب او له ادارې مديريت سره شريک کړي او د خپلو پلانونو مطابق خپلو چارو ته دوام ورکړي.
ورپسې دښاروالۍ رياست د ساختمان او بازسازی مدير محترم انجنیر اظهار الدين اظهار 1405 مالي کال لپاره پلان شوی انکشافي پروژو په اړه معلومات ورکړه.
په پای کې ښاروال صاحب د ١٤٠٤مالي کال ترسره شويو فعاليتونو يادونه وکړه او له ټولو مديريتونو مسؤلينو د کړنو څخه دمننې ترڅنګ دراتلونکو مالي کال کې د لازياتو فعاليتونو غوښتنه وکړه او ناسته ئي په دعا پای ته ورسوه.
دپارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ مدیریت
1404/12/24
25/02/2026
د چارو ادارې لوی ریاست څخه راغلي پلاوي پارون ښاروال او دګذر وکيلانو سره ناسته وکړه
نېټه: 1404/12/5
پيل کې پارون ښاروال مولوي سيد احمد خان ارهابي د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ د چارو ادارې لوی ریاست مطبوعاتي پلاوي غړو څخه مننه وکړه چې پدې سختو شرایطو کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو نشر او عامه پوهاوي په موخه نورستان ته راغلی
ورپسې دچارو ادارې لوی ریاست دمطبوعاتو استازي فريد الله عزام د خپل سفر موخه د ناستې ګډونوالو سره شريکه کړه او ويې ويل چې نورستان ولايت ته د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو د اغېزناک تطبیق او خپراوي په موخه راغلي.او ګډونوالو ته ياد فرمانونه تشریح کړه چې په ۱۷ ګڼه فرمان کې د خيښيو، ودونو، مصيبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو د مخنيوي لارښوونې شوې دي، او همدارنګه ۲۰مه ګڼه فرمان چې د ښاري طرحو، نقشو او ودانيزو چارو کې لارښوونې شويدي.او د یادو فرمانونو چاپ شوي رسالي هم ګډونوالو ته توضع کړه.
ورپسې دګذر شورا استازي مولوي نعمت الله شهراني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ مننه وکړه چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله فرمانونو په اړه اګاهي ورکړه او زياته يې کړه چې دا اقدام د ولسونو لپاره نېک او پر ځای ګام او د خلکو د دنيوي او اخروي ژوند د ښيګڼې لپاره دا ډول هڅې ارزښتمنې او د ستاينې وړ دي.
د ناستې وروسته مطبوعاتي پلاوي او د ښاروالۍ مسوولینو لخوا پارون ښار په داخل کې د عامه پوهاوي په موخه په بيلبورډونو کې لنډ پيغامونه نصب کړل،او دیادو فرمانونو چاپ شوي رسالي اوبرشرونه عام ښاريانو ته توزیع شو څو ياد فرامين تر ښاريانو او ولسونو ورسېږي او عملي بڼه خپله کړي.
د نورستان ولایت پارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ مدیریت
08/02/2026
پارون ښاروالۍ لخوا د پارون ښار عمومي اويوشمير فرعي سړکونو څخه د واورې پاک کاري ترسره شو.
نن1404/11/19 تاريخ د نورستان ولايت پارون ښاروالۍ رياست لخوا دفوايد عامې رياست په همکارۍ د پارون ښار داخلي او فرعي سړکونو څخه واورې پاک او دترافيکو پرمخ خلاصې شوې.
ياد چاري د پارون ښاروال مولوي سيد احمد خان ارهابي په هدایت دښار دسړکونو د بندښت مخنيوي او ښاريانو ته د تګ راتګ په وخت اسانتيا په موخه دښار عمومي او فرعي سړکونو پاک کاري ترسره شو.
ښاريانو د ښاروالۍ لخوا پروخت دښار پاکي اقداماتو ستاینه وکړه.
دنورستان ولايت پارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ مدیریت
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Jalalabad
0093
