05/04/2025
*په کامې ولسوالۍ کې د شيريخ څلی پرانیستل شو*
د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی په کامې ولسوالۍ کې د شيريخ څلی پرانیست. دا څلی، چې د کامې ښاروالۍ له لوري جوړ شوی، د سیمې د کلتوري او اقتصادي ارزښت استازیتوب کوي.
د پرانیستې مراسمو کې د حج او اوقافو معين شيخ زرمحمد حقاني، د لغمان نظامي محکمې رئيس مولوي عبدالودود، د ولايت مقام مالي مولوي عزيزالله صديقي، کامې ښاروال حامدالله، د بهسودو ولسوال مولوي خالد، د ښار د روغتيا مسئول مولوي جعفر روحاني او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون درلود.
مرستيال والي وویل، چې کامه د افغانستان په کچه د شيريخ د ځانګړي خوند او طبیعي ښکلا له امله مشهوره ده او د همدې ځانګړتیا له مخې یې دا څلی جوړ کړی، ترڅو د سیمې کاروبار او پېژندنه لا برجسته شي.
نوموړي زیاته کړه چې کامه، د هېواد د نورو امنو سیمو په څېر، د سیاحت لپاره مناسب ځای دی او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې دلته په امن او هوسا فضا کې سفر کولی شي.
نوموړي د کامې ښاروال ته سپارښتنه وکړه چې د تفریحي او سیاحتي سیمو پراختیا ته لا ډېره پاملرنه وکړي او د سيلانيانو د جذب لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
کامه، چې د څپانده سيند، غرونو او سرسبزو سيمو له امله پېژندل شوې، په وروستیو کلونو کې يې د شيريخ د تولید او پلور له مخې ځانګړی شهرت موندلی. د سیمې د شيدو سوداګر وايي چې د شيريخ کاروبار ورځ تر بلې وده کوي او دې صنعت شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.
02/02/2025
*** ****
الله تبارک و تعالى جل جلاله په خپل عظيم کتاب قرآن مجيد کې فرمائي : ژباړه
نـه دې نيسي مٶمنان کافرانو لــره په دوستۍ باندې بې له مٶمنانو نـه ، او چا چه دا کار وکړ نو دغه کس د الله ج له دين نه په هېڅ شي باندې نه دى ، مګر که ځان ساتئ تاسو له دوى (کفارو ) نه په حفاظت سره . او الله ج ويـروي تاسو له خپل ځان څخه ، او د الله ج طرف ته د هر چا رجوع او ورتګ دى
((سورة آل عمران 28 آية))
01/02/2025
له عائشی رضی الله عنها څخه روایت دی چی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
پنځه داسې حیوانات اومرغان دي چې ټولو ته ضرر رسوي نو په حرم شریف کې په احرام کې هم وژل کیدای شي:
کاغۍ بانګ، عقاب، لړم، موږک او چیچونکی سپی
(رواه البخاری حدیث ۱۸۲۹)
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ سُلَيْمَانَ ، قَالَ :
حَدَّثَنِي ابْنُ وَهْبٍ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي يُونُسُ ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ ، عَنْ عُرْوَةَ ، عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ،
أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : خَمْسٌ مِنَ الدَّوَابِّ كُلُّهُنَّ فَاسِقٌ ، يَقْتُلُهُنَّ فِي الْحَرَمِ : الْغُرَابُ ، وَالْحِدَأَةُ ، وَالْعَقْرَبُ ، وَالْفَأْرَةُ ، وَالْكَلْبُ الْعَقُورُ
(۱۸۲۹صحيح البخاری)
25/01/2025
ِعر_اوشـاعرۍ_متعلق_نبوي_ارشاد
حضرت اُبّی بن کعب رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول اللهﷺ وفـرمایل :
اِنَّ مِنَ الشـّـِعـرِ حِـِکمَـةً .
( متفق علیه )
بعضې شعرونه حکمت وي .
مطلب دا چه ټول اشعار ناکاره او بیځآیه نه وي په ځینو کې پند او نصیحت هم وي .
☆☆☆☆ بــل حـدیـث ☆☆☆☆
له بي بي عایشة رضی الله عنها نه روایت دی چه د رسول اللهﷺ په حضور کې د شـِعـر ذِکـر وشو . رسول الله ﷺ وفرمایل :
شـِعـر یو کلام دی ښه شعر ښه دی او بـد شـعـر بـَد .
♡{ روآه الدار قُطني و الشّافعي }♡
مطلب دا چه شعرونه دوه قِسمه دي کوم چه حقیقت او پند و نصیحت والا الفاظ وي دا رنګ د مجا/هدینو تعریف یا جهـ/اد ته بلنه او ترغیب پکې وي او د کُفر بدي پکې بیان شوې وي دا بیا ښه اشعار دي ممانعت پکې نشته . او هغه شعر چه دروغ او مبالغه وي او د عشق خواته میلان پیدا کوي نو دا بد او ناکاره شعر دی او ځان ترې ساتل پکار دي .
17/01/2025
د دنیا آخرت او کایناتو خالق او مالک اللّه ﷻ په قرآن مجید کې د کفارو باره کې چه وعده ماتوونکي دي د جهـ/اد امر کړی او داسې یی فرمایلي دي :
وَإِن نَّكَثُوٓا أَيْمٰنَهُم مِّنۢ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِى دِينِكُمْ فَقٰتِلُوٓا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَآ أَيْمٰنَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ ○ التوبة 12 آیـــة
ژبــاړه :
او كه دوى له ژمني كولو وروسته بيا خپلي لوړي (قسمونه) مات کړي او ستاسي پر دين حملې كول شروع کړي، نو د كفر له علمبردارانو سره وجنګېږئ؛ ځكه چي د هغوى د لوړو (قسمونو) څه اعتبار نشته. ښايي چي (بيا د توري په زور) هغوى راوګرځي.
أَلَا تُقٰتِلُونَ قَوْمًا نَّكَثُوٓا أَيْمٰنَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُم بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ أَتَخْشَوْنَهُمْ ۚ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ○ آلتوبة 13 آیه
ژبـــاړه :
ایا تاسي ولي له داسي خلكو سره ونه جنګېږئ چي خپل تړونونه ماتوي، او له وطن څخه یې د پېغمبر ﷺد ايستلو قصد کړی ؤ او هماغوی لومړی په تيري لاس پوري كوونكي ول - ايا تاسي له هغو څخه وېرېږئ؟ - الله ﷻ ددې ښه حقدار دى چي ورڅخه ووېرېږئ، كه تاسي مومنان ياست.
04/01/2025
له حضرت انس رض نه روايت دى چه د مـکې خلكو د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه سوال وکړو چه دوى ته يوه نښه ( معجزه ) وښائي ، نو دوى ته يې ( د لاس په اشارې سره ) سپوږمۍ دوه ټوټې کړه او وئې ښودله ، تـر دې چه د حراء غـر دوى د سپوږمۍ د دوه تکړو په منځ کې وليدلو
(( مــتــفــق عــلــيــه ))
20/12/2024
؟؟؟
د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ چي رسول الله ﷺ وفرمایل:
تاسي پوهیږئ چي مفلس او بي وزلی څوک دئ؟
صحابه ؤ ورته وویل: اي د الله رسوله! (ص) په موږ کي خو هغه څوک مفلس دئ چي نه روپی ولري او نه اسباب، رسول الله ﷺ وفرمایل:
زما د امت حقیقي مفلس هغه څوک دئ چي د قیامت په ورځ ئې لمونځ، زکات، روژه، حج او ټول اعمال د حساب او کتاب لپاره حاضر کړل شي، نو ده به په دنیا کښي چا ته کنځل کړي وي، د چا به یې ناحقه مال اخیستی وي، د چا به یې پټ راز افشا کړی وي، څوک به یې وهلی وي او د چا به یې ویني توی کړي وي، هغه ټول به ورته راحاضر کړل شي، وروسته به دده نیکۍ ټولې پر هغو مظلومانو وویشل شي چي دا(پورته ذکر شوي کس) ظلمونه پرې کړي وي او که یې نیکۍ خلاصي شي ټولو ته ونه رسیږي نو د هغه چا چي حق یې پر پاته وي د هغه ګناوي به راوخستل شي او پر ده به یې بار کړل شي او بیا به دوږخ ته واچول شي.
(د مسلم او ترمذى روايت)
{ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: (أَتَدْرُونَ مَا الْمُفْلِسُ)قَالُوا الْمُفْلِسُ فِينَا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَنْ لاَ دِرْهَمَ لَهُ وَلاَ مَتَاعَ. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: (الْمُفْلِسُ مِنْ أُمَّتِي مَنْ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصَلاَتِهِ وَصِيَامِهِ وَزَكَاتِهِ وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا وَقَذَفَ هَذَا وَأَكَلَ مَالَ هَذَا وَسَفَكَ دَمَ هَذَا وَضَرَبَ هَذَا فَيَقْعُدُ فَيَقْتَصُّ هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْتَصَّ مَا عَلَيْهِ مِنَ الْخَطَايَا أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَ عَلَيْهِ ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ}[صحیح مسلم و ترمذي]
قَالَ أَبُو عِيسَى: هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ.
د ثواب په نیت یې، نورو ملګرو سره شریک کړئ!
15/12/2024
د کامې ښاروالۍ لخوا د مخدوم بابا چوک د اساسي جوړیدو کارونه پرون پیل شول.
د یاد چوک د جوړیدو چارې د داوطلبي له لارې ګټونکي منصور سهاک ساختماني شرکت لخوا ترسره کیږي.
25/10/2024
???
الله تبارک وتعالَی ﷻ په خپل د حکمت او هدایت لا زوال کتاب قرآن مـجـیـد کې فــــرمـــایـلـي دي :
اعْلَمُوٓا أَنَّمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌۢ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِى الْأَمْوٰلِ وَالْأَوْلٰدِ ۖ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُۥ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطٰمًا ۖ وَفِى الْءَاخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوٰانٌ ۚ وَمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَآ إِلَّا مَتٰاعُ الْغُرُورِ ○
ژبـــــاړه :
ښه وپوهېږئ چي د دُنيا دغه ژوند له دې پرته بل څه ندى چي يوه لوبه او ساعت تيرى او ظاهري زيب او سينګار او ستاسي پخپلو منځو کښي يو پربل باندي فخر او وياړېدل او په مال او اولاد کښي يو پر بل باندي د مخکي كېدلو هڅه كول دي. د دې مثال داسي دى لكه چي يو باران وشو، نو په هغه سره د را پيدا كېدونكو نباتاتو په ليدلو سره بزګران خوشحاله شول. بيا همغه كښت پخيږي او ته وينې چي هغه ژېړ شو. بيا هغه بوس ګرځي. د دې برعكس اخرت هغه ځاى دى چي هلته (د دُنيا غوښتونكو لپاره چي اخیرت ته يې شاه کړې وي) سخت عذاب دى او (د اخرت غوښتونكو لپاره) د الله ﷻ مغفرت او د هغه رضا ده. د دُنيا ژوند د غولوني ( فرېب ) له متاع پرته بل څه ندى. ( انسان پـرې دوکه شوی او ښه ورته ښکاري ) حال آنکه دا هیڅ هم نه دی او فنا کېدونکی شی دی او اصل ژوند د آخرت دی چه فـنـا او ختمېدل نلري .
☆☆《 الحــدیــد سورة 20 آیة》☆☆
01/09/2024
د ننګرهار پوهنې رياست اړوند کامې ولسوالۍ کې د ښوونځيو ترميم چارې پېل شوې:
( يکشنبه، 28 صفر 1446 هـ ق)
( 11 سنبله 1403 هـ ش)
د پوهنې رئيس مولوي عزيز الله مصطفى د هداياتو سره سم، د حفظ و مراقبت املاک ومکاتب مديريت نګرانۍ کې د کامې پوهنې آمريت اړوند ياري بېلې منځني ښوونځي لپاره د ماشوم ساتنې مٶسسې په مالي مرستې 300 مېتره احاطوي دېوال جوړېږي.
د دى ترڅنګ د محمد موسى شفيق هلکانو لېسې د ترميم (چتونه، دروازې، کړکۍ) او رنګ و روغن چارې پېل شوې.
د پوهنې رئيس د يادې مٶسسې مسئوولينو د هميشنۍ همکارۍ څخه مننه وکړه، د هغوي خدمات يې وستايل او هيله يې څرګنده کړه ترڅو ياده مٶسسه د خپلو مرستو لړۍ په دوام داره توګه نورو اړمندو ښوونځيو ته هم وغځوي.
03/08/2024
پرون د جمعې ورځ د کامې سوپر ليګ هارډ بال سياليو پايلوبه د سنګر سرای ټاپو / مېلې ميدان کې د سلګونو نندارچيانو په شتون کې تر سره شوه چې د خدايدوست تندر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
01/08/2024
نن ورځ د کامه سوپر لیګ ټراپي د کامې ولسوالۍ مختلفو ساحو کې د کامې ولسوالۍ د کریکټ بورډ نماینده او لوبغاړو لخوا نندارې ته وړاندې شوه.
نوټ:د یاد لیګ پای لوبه به د راتلونکې جمعې مبارکې ورځې په ماسپخین دوه بجو د سنګر سرای ټاپو (ميلې ميدان ) کې ترسره شې ټول ملګری او دوستان کولای شې چې راشي او دا ستره پايلوبه له نږدې ننداره کړي.