حضرت نبي نبي زادهHazrat Nabi Nabizada

حضرت نبي نبي زادهHazrat Nabi Nabizada

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from حضرت نبي نبي زادهHazrat Nabi Nabizada, Library, 7, Jalalabad.

08/04/2023

زړه دردونکی حالت!
زه تقریباً دوه کاله کېږي چې یو د پوخ عمر معلول پیژنم.
دواړه پښې یې فلج دي، د بایسکل په وسیله یو څه تګ راتګ کولای شي، د مور یې د فشار د جګوالي له امله په سر کې عصبي رګ چاودلی او له دې امله دا دوه کاله کېږي په ځای پرته ده.
د کورنۍ نور غړي یې چې ټول ښځینه دې همدې معلول ته ور په غاړه دي.
په تیرو کلونو کې مو د ځینې ملګرو په مرست شویو پیسو او خوراکي موادو کې د ده برخه کړې وه؛ خو سږ کال بار بار راته زنګونه کوي خو متاسفانه چې لاس مو خالي دی.
دا د معلول خپله شمیره ده 0782981995 او جلال اباد کې اوسېږي.
که تاسو لرې وی او رسیده ګي مو نه شوه کولای نو مونږ مو د نجم د خیریه بنسټ له لارې مرسته دې اړمن ته رسولای شو.
وټساپ: 0789855306

08/04/2023

خبردار!
دکور لپاره په توکو رانيولو کې احتياط کوئ, دا مې نن په لاس ګاړې باندې دپردو خرڅولو والا سره وليد, له خرڅولو مې منع کړ ځکه شايد ناپوهه خلک يې ترې واخلي, شاروالي بايد هم دې شيانو ته پاملرنه وکړي.
په پرده جالۍ د صليب او دعيسی عليه السلام انځور.
دمهربانۍ له مخې خپور يې کړئ.
دوکتور زاهد

02/04/2023

د ښځو د تعلیم په اړه!

01/04/2023

قرآن له مونږ څه غواړي!
شهید دکتور محمد عاطف

24/03/2023

رسول الله ﷺ فرمایلې دي:
د رمضان په مياشت ڪې څلور کارونه زيات ڪوئ:

23/03/2023

دعا د شعر په ژبه!
د کاﺉیناتو ربه ومې بښه
ستا له درباره بل دربار نه لرم.

23/03/2023

روژه او باران؛ اړین نعمتونه!
حقیقت دادی چې یوه شپه مخکې مونږ تاسې دیوې خطرناکې زلزلې شاهیدان وو؛ خو دادی یوه ورځ وروسته د رب العزت جوړه، ښکاره او لوی نعمتونه رانازل شول، رمضان او د رحمت باران.
اصلي خبره:
راځﺉ د دې ټولو نعمتونو شکر ادا کړو، رب تعالی له خپلو بنده ګانو سره ژمنه کوي چې که مو زما په نعمتونو شکر ادا کړ؛ نو درته به یې زیات کړم او که ناشکري مو وکړه نو درته به یې عذاب وګرځوم.
څنګه شکر ادا کړو:
له خپلو ځمکو ټول لاسته راغلی حاصل په داسې نرخ د الله تعالی په بندګانو وپلورو چې د اخیستو وس یې ولري، له صدقې سره، دا د باران برخه.
د رمضان میاشته د عبادت او له مظلومو او ناچارو سره هر اړخیزه مرست، صداقت، عاجزي، بد عدتونه پرېښودل... د رمضان غوره شکریه اداکول دي.
ح. نبي زاده

21/03/2023

سبا روژه نه شته!
پنج شبنه به د روژې لمړۍ نیټه وي.
إن شاء الله

28/01/2023

لس پوښتنې چې الله (ج) به یې هېڅکله له تاسو څخه ونه کړي
ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ الله (ج) به له تا څخه دا پوښتنه ونه کړي، چې ستا د پوستکي رنګ څه ډول و، بلکې دابه درنه وپوښتي، چې څنګه انسان وې؟

۲ ـــ الله (ج) به له تا څخه پوښتنه ونه کړي، چې په خپل بکس کې دې جامې درلودې، بلکې له تا څخه به پوښتنه وکړي، چې څو کسانو ته دې جامې ورکړې؟

۳ ـــ خدای (ج) به له تا څخه پوښتنه ونه کړي، چې د کور لاندینی پوړ دې څو ګزه و، بلکې دا به در نه وپوښتي، چې په خپل کور کې دې څو کسانو ته هر کلی ووایه؟

۴ ـــ الله (ج) به له تا څخه دا پوښتنه ونه کړي، چې په کومه سیمه کې دې ژوند کاوه، بلکې له تا څخه به دا وپوښتي، چې له خپلو ګاونډیانو سره دې څه ډول چلند وکړ؟

۵ ـــ الله (ج) به له تا څخه دا ونه پوښتي، چې څومره دوستان او ملګري دې لرل، بلکې دا به در نه وپوښتي، چې له څو کسانو سره دوست او ملګری وې؟

۶ ـــ خدای (ج) به له تا څخه پوښتنه ونه کړي، چې ګټه دې څومره وه، بلکې دا به درنه وپوښتي، چې له بېوزلانو سره دې مرسته وکړه او د هغوی لاس نیوی دې وکړ؟

۷ ـــ الله (ج) به دا درنه ونه پوښتي، چې څه دنده دې درلوده او دغه راز مقام دې څه و، بلکې دا پوښتنه به درنه وکړي، چې آیا ته یې وړ وې او په ښه توګه دې ترسره کړه؟

۸ ـــ الله (ج) به د دې پوښتنه در نه ونه کړي، چې په موټر کې سپرېدلې او که نه، بلکې دا به درنه وپوښتي، چې څو کسان دې خپل ځای ته ورسول، کوم چې د لېږد را لېږد وسیله یې نه درلوده؟

۹ ـــ خدای (ج) به دا درنه ونه وپوښتي، چې د رښتیا، صداقت او عدالت په لټه کې دې ولې دومره ځنډ وکړ، بلکې په مهربانۍ سره به تا د دوزخ له دروازې څخه را وګرځوي او د جنت ماڼیو ته به دې ور ننباسي.

۱۰ ـــ الله (ج) به له تا څخه دا پوښتنه ونه کړي، چې دا لیکنه دې ولې خپلو دوستانو او ملګرو ته ونه لوسته، بلکې دا به درنه وپوښتي، چې نورو ته د لوستلو له امله دې په خپل وجدان کې د شرمنده ګۍ احساس کاوه او که نه؟

28/01/2023

د انځور او بیت په زړونو ونازوئ!

27/01/2023

ویده واکمن او د قرآن ننګه؛
مسلمانان باید څه وکړي؟
د قرآن په ننګه او د سویډني د کړنې د غندنې تر څنګ باید مسلمان وګړي نور څه وکړي؟:
1ـ د خپلو واکمنو ګریوانونو ته هم باید لاس ورتیر کړي او ترې وپوښتي:
قرآن د اسلام په شعایرو کې لمړی ځای لري، نن چې تاسو د هغې په ننګه په عملي میدان کې څه نه شی کولای نو؛ سبابه زما د ناموس، مال، حیا او خاورې ساتنه څنګه وکړۍ؟
ولس باید نور د غفلت له دې درانه خوبه راویښ شي او پرې نږدي چې هر پوچ سری پرې واکمني وکړي.
او واکمن هم باید د چنګیز خان د لمسي هولاکو خان تاریخ او وخت ته له نظر وکړي.
حضرت نبي نبي زاده

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


7
Jalalabad
26000