30/04/2024
اسلامی معلومات,حډيثونه,دينې مسايل
30/04/2024
30/04/2024
رسول ﷺفرمایلی دی:
چاچی د مسلمان په عیب یاګناه باندی پرده واچوله ،
الله ﷻ
به په دنیا او آخرت کښي
په دغه کس باندی پرده واچوی
روا مســـلم
*رسول الله ﷺ فرمایي:*
*الله تعالی ته زیاتې سجدې ڪوئ, ځڪه تاسي چې هره سجده ڪوئ نو یوه درجه مو لوړیږي،او یوه ګناه مو رژیږي.*🥰
*(صحیح مسلم )*🌹
🖤📿
رسول اللو هﷺ فرمایی:
زما دامت هر سړی ته به معافي وشي مګر خپله ګناه ښکاره کونکي ته معافي نه کيږي.
(رواه مسلم)
🖤📿
!
د یو مالداره سړي زنکدن وو، خپل زوی یې راوغوښت او ورته یې وصیت وکړ چې، زما له مرګ څخه وروسته به زما زړې جورابې ضرور زما په پښو کوې، په ډېر ټینګار سره یې وویل:
-له مرګ څخه ورسته مې باید ضرور دغه جورابې په پښو وي.
کله چې مالداره سړی وفات شوو، مړی یې د پرېمینځلو لپاره په تخته کیښود او غسل یې ورکړ؛ نو زوی یې د خپل پلار وصیت خلکو او د کلي ملا ته بیان کړ، د کلي ملا یې له وصیت پوره کولو څخه انکار وکړ او په کلکه یې منع وکړه او ویې ویل چې، د دیني احکامو پر اساس هیڅ مړي ته له کفن پرته بل څه نه وراغوستل کیږي!
خو د مړي زوی په دې ټینګار کوه چې، د پلار وصیت یې باید پر ځای شي! په پایله کې خبره دومره لویه شوه چې، د مسلې د حل لپاره د ښار ټول علماء راغونډ شول خو موضوع د حل پرځای شخړې او مناقشې ته ولاړه…
بحث او مناقشه روانه وه چې، یو ناڅاپه مجلس ته یو سړی راغی، په لاس کې یې یوه ټوټه کاغذ وو چې، د یاد مړي له لوري خپل زوی ته لیکل شوی وو، کله یې چې زوی لیک پرانیست؛ نو ګوري چې کاغذ کې یې د پلار لیکلی وصیت دی، په لوړ آواز یې ولوست:
ګرانه زویه!
ګورې چې د شتمنۍ، باغ، ځمکې، ښکلي کور، ښایسته موټر، کارخانې او ددې ټولو امکاناتو لرلو سره، سره بیا هم اجازه نشته چې یو جوړه زړې جورابې له ځان سره ویسم.
زما په څیر به یوه ورځ ته هم مرګ ته لبیک وايې! مرګ به دې دروازې ته راځي، هوښیار اوسه، تاته به هم له یو کفن څخه پرته، له ځانه سره د نور څه وړلو اجازه نه وي؛ نو زیار وباسه تر څو له دغې شتمنۍ څخه چې، تاته یې پریږدم ګټه پورته کړې او په سمه لاره یې مصرف کړې، د مظلومو او ناچاره خکلو سره مرسته وکړې، مسکین او فقیر ته لاس ورکړې، صدقې او خیراتونه وکړې، په ګاونډ کې څوک درنه وږی او لوڅ پاتې نشي، تل داسې کارونه وکړې چې، نورو ته یې ګټه ورسیږي او د الله"ج" د رضا سبب وګرځي.
ځکه؛ یواځینی شی چې، له تا سره به قبر ته ځي، هغه ستا عملونه دي؛ نو ډیر هوښیار اوسه، تر څو خپل راتلونکی د تیارو کور سم ودان او روښانه کړی
لطفا دغه ليکنه د ثواب له خاطره شير کړى منندويه مو يم
28/04/2024
ظلم درې قسمه ده :
اول ظلم له الله تعالی سره :
چی انسان په خپل خالق باندی باور او اعتماد نلري او په الله( تعالی) باندې کفر وکي الله( تعالی) له ځان سره شریک نیول له ټولو لوی ظلم بللی.
دوهم..
د انسان ظلم په نورو انسانانو باندی:
چی یو ظالم انسان د چا په مال ، ځان باندی ظلم وکي د هغوی د مال یا کوم شی په زور او ظلم اخستل او په حق یې تجاوز کول ظلم ده او د دغسې ظالمانو مرجع جهنم ده. حدیث قدسي ده چې الله( تعالی) فرمایی :
اې زما بندګانو ، ما په ځان باندی ظلم حرام کړی ده ، نو هغه می په تاسو هم حرام کړی ده ،یو په بل ظلم مه کوئ.
درېم د انسان ظلم په خپل ځان باندی:
د ګناهونو او ناروا کول ، د اللّٰه تعالی له لاري نه کږیدل ، او د شیطان تابعداري کول ټول په خپل ځان ظلم ده.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایی :
په الله قسم چی د قیامت په ورځ به د اصلي چښتنانو حقوق بیرته اعاده کوئ او حتی د بې ښکره پسه قصاص به د ښکرور پسه نه اخستل کیږي.
نو ځکه هر چا چی ظلم کړی وي یا هغه څه یې غصب کړي یي چې حق یې نه وي،د قیامت په ورځ به یې هماغه شی د غاړي طوق وي او الله (تعالی) به د هماغه ظلم په سبب عذاب ورکوي
رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایي«
الله(تعالی)ظالم ته مهلت ورکوي او کله یې چې ونیسي نو بیا یي نه پریږدي.
رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایي.
له خپل ورور سره که ظالم وي یا مظلوم ، مرسته وکړئ یو صحابي عرض وکه چی یا رسولله ! که هغه مظلوم وي نو کومک ورسره کوو ، خو که هغه ظالم وي څنګه کومک ورسره وکړو ؟
ورته ویې فرمایل :
هغه د ظلم نه را حصار او منعه کړی ، دا له هغه سره کومک ده.
17/07/2018
استغفرالله
یوه چوغکه د الله ﷻ څخه خوابدې وه!
ورځي تيري سوې خو مرغۍ دالله ﷻسره هيڅ خبرې ونه کړې. ملآیکو به د مرغۍ حال د الله ﷻ څخه پوښته او الله ﷻ به ورته ويل هغه بېرته پخلا کيږي، زه يوازي څوک يم چي گيلې، يې اورم .او يواځنی زړه يم چي دردونه يې ساتم.
بلا اخره مرغۍ په يو ښاخ کښېناسته.
الله ج ته په گيلو سر سوه ..
کوچنۍ ځالگۍ مي درلودله، زما د ستړيا، بې وسۍ او بې کسۍ يواځنی خونه. تا هماغه هم رانه واخیسته. دا بې وخته طوفان د څه شي وو؟
څه دي غوښتل؟
زما دي ځالي ستا ددې پراخي نړۍ څه ځای نيولی وو؟..
زړه يې ډک سو، د ډېره درده خاموشه سوه .. دې سکوت عرش په لړزه راوستی... ملایکي حیراني سوې.
اللهﷻ مرغۍ ته وويل : يو مار دي مخ په ځاله دروان وو، باد ته مي وويل چي په منډه دي ځاله چپه کړي هماغه وو، چي دځالې دچپه کېدو سره ته هم په هوا سوې او د مار د کمينه روغه ووتلې.
مرغۍ داللهﷻ دې ځواب ته حيرانه او سر ټيټې سوه،
الله ﷻ زياته کړه: څه نوري بلاوي مي هم دخپلي ميني په خاطر له تانه لیري کړې. خو تا په ناپوهۍ کي زما بدې ته ملا وتړل!
دمرغۍ ستونی ډک سو او اوښکي يې په سترگو کي ډنډ سوې، وجود يې زیړ سو او چغه هار يې ټوله نړس په سر واخيسته ....
نوټ: حتی د یوي مرغۍ د ژوند دومره غم له الله ج سره وو، نو دا دالله ج وعده ده چي زه مي په خپلو بندګانو باندي ددوی له خپل مور او پلار څخه ۷۰ ځله مهربانه یم. هــدف! په انسان هر ډول تکلیف چې راځي په دي کې دالله ج خپل حکمت وي، هیڅ وخت انسان باید د الله ج له درباره باید نا امیده نه سي.
درحمتونو میاشت مو مبارک شه!