کامه Kama
د علم او ادب زانګو K**a is a district in Nangarhar Province, Afghanistan, to the east of Jalalabad. The district centre is the village of Sanger Srye K**a.
Its population, which is 100% Pashtun, was estimated at 88,000 in 2002. The districts includes most of the K**a valley
Scholars
Mohammad Musa Shafiq
Eng.Malang Suliman
Mulavi Murad Ali Khan Sahibzada
Mulavi Gulam Nabi kamawi
Mohammad Asif sameem
And so On
15/12/2024
https://www.facebook.com/share/p/1XmGbLajCv/?mibextid=wwXIfr
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یوه ودانیز شرکت له مسؤول سره د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالي کې د اوبولګولو او برېښنا تولید بند باندې د پانګونې هوکړهلیک لاسلیک کړ.
سرچېنې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي، د دغه هوکړهلیک سره سم به نوموړی شرکت پر یاد بند باندې خپل فعالیتونه د پانګونې په ځانګړې توګه د اوبولګولو سیسټم د عصري سازي او د پراختیا په برخو کې پیل کړي.
15/12/2024
Thanks for being a top engager and making it on to my weekly engagement list! 🎉
Rahman Wali Momand, Obaidullah Omarzai, Azeem Karwan, Musadiq Jamali, Afghanistan Ningrahar
06/05/2024
06/05/2024
کامه دا وخت
27/11/2022
15/06/2022
مبارکي راکړئ عالمه
دا کتاب اسرارُالافغان نومېږي
په یو زر دولس کې پیل شوی او په یو زر دویشت هجري کې تکمیل شوئ،
کتاب د وخت پر پښتون مبارز او صوفي شیخ قاسم افغان د هغه پر مبارزه، عرفان او د وخت پر ټولنیز وضعیت لیکل شوی، شیخ قاسم افغان د بي بي نیکبخښتۍ زوی او د لوی صوفي شیخ متي لمسی دی، کتاب کی، د شیخ متي د تحریک له پیله چی اوومې هجري پیړۍ کی بنسټ شوی و، او پوره څلور پیړۍ یی دوام کړئ، د هغه تحریک حال احوال راخیستئ، اسرار الافغان په اوومه، اتمه، نهمه او لسمه هجري پیړۍ کې، د پښتنو د عرفاني، ټولنیز او سیاسي لومړي غورځنگ سپړندوی دی، اسراسرافغان له ننه ۴۳۰ کاله وړاندې، په یو زر دولس کی لیکل شوی، اسرارالافغان کې د پښتنو د عرفان سر بیره د پښتنو او مغولو د ډیرو لوړو ژورو دقیقه یادونه هم شوی، چی د تاریخ په کتابو کی پری لږی خبری شوي، په اسرارالافغان کې د پټې خزانۓ زیاتره هغه نیمگړي مطالب پوره شوي، چې ایرانیانو ورته د شک په سترگه کتل، دې تاریخي کتاب د پټې خزانې پر حقانیت کلک میخونه ووهل،
اسرارالافغان په لوړو ادبیاتو لیکل شوئ، کتاب د نابغه خوشال د پیدا کیدو دوه کاله وروسته تکمیل شوئ
دا قیمتي اثر د المان په یو موزیم کې خوندي دی ، د نومیالي لیکوال زرین انځور صیب په مرسته او هڅو د اسرارالافغان ، کاپي په لاس راغلی، چې د پښتو ژبې پیاوړي محقق څېړنوال استاد حبیب الله رفیع په پرې اوږده او هر اړخیزه سریزه لیکلی، له نیکه بخښته د هېواد نامتو کره کتونکی او لیکوال، استاد محمد اصف صمیم پښتو ژبې ته، را وژباړلو، استاد ته دی رب ډیر اجرونه ور کړي، چې دې قیمتي او ورکې نسخې ته یی، د پښتو ژبه ورکړه،
اسرارالافغان موضوع د هغه عرفاني بنسټ سپړنه ده، چې شیخ متي بابا یی، ( ۶۲۳هه ج ۶۸۸، پوری بنسټ کېښود، چې شیخ قاسم د شیخ متي بابا لمسي خپل عروج ته ورسو، په کتاب کې د سوونو نارینه وو او ښځینه وو نومونه راغلئ، چې د شیخ متي د تحریک لارویان و، لکه شیخ قاسم افغان ، له پنځوسوو زیات پښتو ځاینومونه راغلي،
دا مهم تاریخي اثر چې څه کم پنځه سوه مخه دی، د پیښور پوهنتون پښتو اکاډمي د دانشمند مشر داکتر نصرالله جان وزیر، په غوښتنه او لورینه، د چاپ انتظار باسي،
که رب رضا وه، ډیر زر به له چاپه راوځي،
د دې کتاب د کمپوز چارې د ځوان او کمپیوټر کار بشرمل زرغون پر هنرمندو گوتو شوئ، یوه یادونه اړینه بولم، چې تر افغانستان پورې د کتاب په رسولو کې، خوږ ژبې شاعرې اغلې پروین ملال لاس هم و،
زه د ټولو پښتنو په نماینده گۍ د یادو مشرانو، د زړه تله مننه کوم، او له رب نه ورته عظیم اجر غواړم
Latif Yad
Alamgul Sahar
Dareez Ahmad
Zalmi Hewad Mal
Mohammad Dawood Wafa
Zahir Shakeeb
Ajmal Attak Yousafzai
Ajmal Aand
Dawod Arabzai
Lutfullah Khairkhwa
اجمل ښکلى
Khushal Rohi
16/05/2022
زما جانان جانان وطنه افغان وطنه
هېوادوالو ننگرهاریان پر تاسو، یواځې گلپیان نه خوري، د هر ډول تازه ترکاریو ترڅنگ، د میوه جاتو پیرزو هم کوي، لوی ننگرهار او په ځانگړې توگه، کامه،
کامه ، نن سبا یواځې د غنمو، جوارو، وریجو، او گوړې وطن نه دی،
بلکې اعلی شفتالو، الوچه، زردالو، مالټه، مېټه، سره املوک، سپین امروت، د زمکې توت، ام، انگور، لیمو، نارنج او نن سبا پریمانه هندواڼه ستاسو تر ښارو، کلو او بانډو در رسوي، پخپل وطن او وطني زراعت شکر وباسئ، سږل کال ننگرهار کې په زرگونو جریبه زمکه هندواڼه کرل شوئ
پدې عکسونو کې تاسو د کامې میوې او سبزیجات گورئ، چې د عکسونو لویه برخه زموږ د خپلو پټو او باغیچو ده،
جنگ دې ورک شي نوم دی ورک شي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
K**a
Jalalabad
