09/12/2025
ننګرهار ولایت کې د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې اړوند ۲۳ مخابراتي سایټونو د جوړېدو پروسه بشپړه او په فعالیت یې پیل وکړ.
د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې(اترا) لخوا د هېواد لرې پرتو او له خدمتونو محرومو سیمو ته د خدمتونو رسولو په لړ کې د یادې ادارې د مخابراتو پرمختیایي صندوق په مالي لګښت د ټولیز لاسرسي لسمه پروژه کې دننګرهار ولایت په ۲۲ ولسوالیو د ۲۳ نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
یاد مخابراتي آنتنونه چې د ننګرهار ولایت سرخرود، خوګیاڼیو، شیرزاد، حصارک، چپرهار، روداتو، هسکې مینې، کوټ، اچین، سپین غر، مهمند درې، لعلپورې، ګوشتې، غني خیلو، بټي کوټ، کامې، ښیوې، دره نور، پچیراګام، خوګیاڼو وزیر تنګي او د جلال آباد کونړ لویې لارې د مخابراتي او انټرنټي پوښښ په موخه په پام کې نیول شوي دي اوس مهال د یادو ولسوالیو خلکو ته 2G او 3G خدمات وړاندې کوي چې په نږدې راتلونکي کې به یې ظرفیت 4G پرمختللې تکنالوجۍ ته لوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو مخابراتي سایټونو له فعالیدو څخه د ننګرهار اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د اترا ادارې له هڅو مننه وکړه چې کلونو وروسته یې د دوی سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې را وستې. د دغه سایټونو په فعالیدو سره د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو لرې پرتې او محرومې سیمې له مخابراتي او انټرنټي خدمتونو برخمنې شوې.
د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ۱۷مه د اترا مطبوعاتي دفتر
26/11/2025
ننګرهار ولایت کې د سلام مخابراتي شرکت څلور پایې نوي مخابراتي آنتنونه جوړ او فعالیت یې پیل کړ
افغان تیلکام ـ سلام مخابراتي شرکت لرې پرتو اوله خدمتونو بې برخې سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو چمتو کولو په لړ کې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ، مهمندرې، دوربابا او نازیان ولسوالیو کې (۴) نوي مخابراتي آنتنونه جوړ او په فعالیت یې پیل وکړل.
یاد مخابراتي آنتنونه، چې د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د پرمختیایي بودیجې په مالي مرسته جوړ شوي، د ټولیز لاسرسي په لسمه پروژه پورې اړه لري، چې ساختماني چارې یې بشپړې او نن یې په فعالیت پيل وکړ، دغه مخابراتي آنتنونه چې اوسمهال 2G او 3G خدمات وړاندې کوي، په نږدې راتلونکې کې به یې ظرفیت 4G تکنالوجۍ ته لوړ شي. د یادو سایټونو له فعالیدو سره به د سیمي خلکو ته مخابراتي او انټرنټي خدموتونو د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شي.
د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ ۵مه د اترا مطبوعاتي دفتر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کارهای ساختمانی چهار (۴) آنتن جدید مخابراتی در ولایت ننگرهار، تکمیل و به فعالیت آغاز نمود.
شرکت مخابراتی افغان تیلکام ـ سلام به منظور توسعه خدمات مخابراتی به مناطق دوردست و محروم از خدمات درکشور، چهار(۴) آنتن جدید مخابراتی را در ولسوالیهای بتی کوت، مهمند دره، دوربابا و نازیان ولایت ننگرهار اعمار و فعال نمود.
این آنتنهای مخابراتی، که به کمک مالی بودجه انکشافی اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) اعمار گردید، مربوط پروژه دهم دسترسی سراسرای می باشد، که کارهای ساختمانی آنها تکمیل و امروز به فعالیت آغاز نمود. آنتنهای متذکره که اکنون خدمات 2G و 3G را ارائه می نماید، قرار است در آیندهٔ نزدیک ظرفیت آنها به نسل چهارم (4G) ارتقا یابد. با بهرهبرداری از این سایتها، دسترسی باشندگان مناطق یادشده به خدمات مخابراتی و انترنتی بیش از پیش تسهیل گردیده است.
۵ قوس سال ۱۴۰۴ دفتر مطبوعاتي اداره اترا
24/10/2025
د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د (۶) نويو مخابراتي آنتنونو ساختماني چارې بشپړې او په فعالیت یې پیل وکړ .
د هېواد لرې پرتو اوله خدمتونو بې برخې سیمو د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو چمتو کولو په موخه د ننګرهار ولایت په دره نور ، ښېوې ، پچیراګام ، ګوشتې ، خوګیاڼو او سرخ رود ولسوالیو کې د افغان تیلکام ـ سلام مخابراتي شرکت (۶) نوي مخابراتي آنتنونه جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ.
یاد مخابراتي آنتنونه، چې د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د پرمختیایي بودیجې په مالي مرسته جوړ شوي دي، د ټولیز لاسرسي په لسمه پروژې پورې اړه لري، چې ساختماني چارې یې بشپړې او نن یې په فعالیت پيل وکړ، دغه مخابراتي آنتنونه اوسمهال 2G او 3G خدمات وړاندې کوي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې ظرفیت 4G ته لوړ شي. د یادو سایټونو له فعالیدو سره د سیمي خلکو ته مخابراتي او انټرنټي خدموتونو د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د ۱۴۰۴ کال د لړم میاشتې لومړی د اترا مطبوعاتي دفتر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کارهای ساختمانی شش (۶) آنتن جدید مخابراتی در شش ولسوالی ولایت ننگرهار، تکمیل و به فعالیت آغاز کردند.
به منظور توسعه و فراهم سازی خدمات مخابراتی و انترنتی در مناطق دوردست و محروم از خدمات درکشور، شرکت مخابراتی افغان تیلکام ـ سلام شش (۶) آنتن جدید مخابراتی را در ولسوالیهای درهنور، شیوه، پچیرواگام، گوشته، خوگیانی و سرخ رود ولایت ننگرهار اعمار و به فعالیت آغاز نمود.
این آنتنهای مخابراتی، که به کمک مالی بودجه انکشافی اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) اعمار گردیدند، مربوط به پروژه دهم دسترسی سراسرای می باشند، که کارهای ساختمانی آنها تکمیل و امروز به فعالیت آغاز نمود. این آنتنهای مخابراتی در حال حاضر خدمات 2G و G3 را در منطقه عرضه می نماید و قرار است در آینده نزدیک ظرفیت آنها به 4G ارتقا یابد. با فعال شدن این سایتها، برای مردم مناطق یادشده سهولتهای دسترسی به خدمات مخابراتی و انترنتی فراهم گردیده است.
اول عقرب سال ۱۴۰۴ دفتر مطبوعاتی اداره اترا
25/05/2025
د روشن مخابراتي شرکت د درنو مشترکینو د پام وړ !
روشن مخابراتي شرکت نن د شپې له اته بجو تر سهار ۸ بجو پورې، د خپلو خدماتو د ظرفیت لوړولو په موخه شبکه کې یو لړ تخنیکي عملیات سر ته رسوي ، ممکن دغه وختو کې د روشن مخابراتي شرکت په خدماتو کې یو لړ ستونزې رامنځته شي چې د تشویش وړ نه دي، بلکې د تخنیکي مواردو د تطبیق په موخه یاده چاره سر ته رسېږي او له تخنیکي عملیاتو وروسته به خدمات بیرته خپل عادي حالت ته وګرځي.
د یادونې وړ ده د یادې مخابراتي شبکې عملیاتي پروسه د شپې له اته بجو څخه تر ۱۰ بجو ترمینځ هر وخت پیل کېدای شي او همدا راز سهار له ۶ تر اته بجو بشپړېږي.
08/04/2025
افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د اووه لسو مخابراتي آنتنونو ظرفیت 4G تکنالوجۍ ته لوړ (اپګریډ) کړ.
په هیواد کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د پراختیا او کیفیت لوړولو په لړ کې افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ننګرهار او کنړ ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د خپلو اړوندو ۱۷ مخابراتي آنتنونو ظرفیت 4G ته لوړ کړ. د یادو مخابراتي سایټونو له ډلې ۱۳ مخابراتي سایټونه؛ د ننګرهار ولایت په مرکزي پوهنتون، روداتو ، چلګزي، کاهي بازار ، ګردې غوث، چینو کلی، چپرهار، ډکه باس، علیشیر،مزینه بر ، مامه، پچیراګام ، کامه سیمو او څلور نور آنتنونه د کنړ ولایت په غازي آباد، ډنډونه ،څوکۍ او چپه دره کې موقعیت لري، چې د سیمې خلکو ته په لوړه کچه چټک 4G انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال د هېواد په ډيری برخو کې 4G انټرنټي خدمتونو فعال شوي دي، لیرې نه ده چې په نږدې وختونو کې به ټول هېواد د باکیفیته مخابراتي او 4G انټرنټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.
د ۱۴۰۴ کال د وري ۱۸ مه د اترا مطبوعاتي دفتر
ــــــــــــــ
شرکت مخابرات افغان بیسیم ظرفیت ۱۷ آنتن مخابراتی خویش را در ولایات ننگرهار وکنر به تکنالوجی 4G ارتقاء داده است.
در راستای توسعه و بلند بردن کیفیت خدمات مخابراتی و انترنتی در کشور، شرکت مخابراتی افغان بیسیم ظرفیت 17 آنتن مخابراتی خویش را در مراکز و ولسوالی های ننگرهار و کنر به تکنالوجی 4G ارتقا داده است. از این میان 13 سایت مخابراتی در مربوطات؛ پوهنتون مرکزی،روداتو، چهلگزي، کاهي بازار، گردې غوث، چینو کلی، چپرهار، دکه باس، علیشیر، مزینه برپچه ، مامه، پچیراگام و کامه ولایت ننگرهار و 4 سایت دیگر آن در مناطق غازي آباد، دندونه ،څوکۍ او چپه دره ولایت کنر موقعیت دارد، که درحال حاضر خدمات انترنت پرسرعت 4G را برای مردم منطقه عرضه می نماید.
شایان ذکر است که در این اواخر مناطق وسیع کشور تحت پوشش خدمات انترنتی 4G قرار گرفته و دور نیست که در آینده نزدیک تمام کشور تحت پوشش خدمات با کیفیت مخابراتی و انترنتی 4G قرار خواهد گرفت
۱۸ حمل سال ۱۴۰۴ دفتر مطبوعاتي اداره اترا
27/05/2024
د ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د راډیویي فرېکونسۍ جواز تمدید په اړه ناسته وشوه.
نیټه : ۱۹/۱۱/۱۴۴۵
د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مقام کې د یاد ولایت د مخابراتو رئيس ، د اترا ادارې ختيځ زون آمر ، اطلاعات او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر په همغږی د غږیزو رسنیو له استازو سره د راډیويي فریکونسۍ جواز تمدید په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته کې د مخابراتو رئیس وویل، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت له لوري د هېواد ټولو غږیزو رسنیو څخه غوښتنه شوې، څو راډیویي فریکونسۍ جوازونه تمدید باقیات د دولت خزانې ته جمع کړي. د مخابراتو رئيس د رسنیو له استازو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې باید خپل مسوولیت ادا کړي.
د ختيځ زون اترا ادارې آمر له مسولينو غوښتنه وکړه چې ټول بايد د اترا ادارې د طرزالعمل مطابق خپل د راديو جواز تمديد او حساب تصفيه کړي همدارنګه یی په يو ګډ ميکانيزم او په دوامداره همکاريو ټينګار وکړ او زیاته یی کړه چی ټول مسولین باید دې برخه کی خپل مسولیت ادا کړي .
د اطلاعات او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او د رسنیو له استازو یې وغوښتل، چې د بیت المال ټولې باقیدارۍ خلاصې کړي همدارنګه په دې اړه يی د یوې طرحې د چمتؤ کولو خبر ورکړ، چې په وینا یې ژر به د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شريک شي .
ناسته کې د شرق، ارزښت، دوست او همېشه بهار راډیو مسوولینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس او اترا ادارې آمر څخه مننه وکړه، چې راډیوګانو سره تل همکار پاتې شوي او ژمنه یې وکړه، چې دوی به خپل مالیات هر څه ژر د دولت خزانې ته تسلیم کړي.
27/05/2024
د لغمان ولایت په مهترلام ښار کی د اتصالات مخابراتی شرکت نوی جوړه شوی نماینده ګی د مشترکینو پر مخ پرانیستل شوه.
نیټه : ۱۴۴۵/۱۱/۱۹
د لغمان ولایت مخابراتو ریاست او اترا ادارې په هڅو د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کی د اتصالات مخابراتی شرکت نوی جوړه شوی نماینده ګی د مشترکینو پر مخ پرانیستل شوه او په فعالیت يی پیل وکړ.
د پرانیستی په مراسمو کی د یاد ولایت د مخابراتو رییس مولوي عزیزالله حقاني ، د اترا اداری ولایتی مسول کفایت الله ولس مل په ختیځ زون کې د اتصالات شبکې د غیر مستقیم خرڅلاو څانګې مسؤل عبدالرحمن عادل، د لغمان ولایتي مسؤل عبدالصمد سنګین او یوشمیر نورو اړوند استازو برخه درلوده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ريیس مولوي عزیزالله حقاني وویل چې د لغمان خلکو د غوښتنو په اساس یې اتصالات شبکې په همکاری د خدماتو لویه څانګه پرانسته نوی جوړی شوی نماینده ګی په پرانیسته یی خوښی وښوده او زیاته یی کړه چی دی سره به لغمان ولایت کی د مشترکینو ستونزی تر ډیره حل شی همدارنګه د یاد شرکت له مسولینو یی غوښتنه وکړه چی خپلی چاری دی لا ګړندی کړی او مشترکینود ستونزو حل په موخه دی خپلی نماینده ګی لا زیاتی کړی. همدا راز یې پر نورو مخابراتي شبکو غږ وکړ چې د دې ولایت خلکو ته دی اسانتیاوی برابر کړی.
د اترا نماینده انجینر کفایت الله په لغمان ولایت کی د اتصالات مخابراتی شرکت خدماتو په مرکزونو، ستونزو، فرصتونو او مشترکینو شکایتونو ته د رسیده ګی په موخه هر اړخیزه وینا وکړه، زیاته یی کړه چی ددې ولایت خلکو ته د اسانه او ښه خدمتونو د ترسره کولو په موخه یی نوې څانګه پرانېسته د اتصالات لغمان ولايت له مسؤلینو څخه یی غوښتنه وکړه چی ټولی چاری د اترا اداری د طرزالعملونو مطابق سرته ورسوی، چی وخت په وخت به ورڅخه څارنه ترسره کیږی.
په ختیځ زون کې ددې شبکې مسؤل عبدالرحمن ساپي وویل چې د خدماتو دغه لویه څانګه به هره ورځ د سلګونه خلکو ستونزو ته رسیدنه کوي او هڅه به کوي چې راتلوونکي کې د پېرېدونکو اړتیاو ته په کتو نور هم خدمات ښه کړي.
بل لور ته پیریدونکو هم خوښي وښوده چې لغمان کې د اتصالات خدمتونو نوې او لویه څانګه فعاله شوه.
23/05/2024
لغمان ولایت مهترلام ښار کی د اتصالات مخابراتی شرکت د راجستریشن له پروسې څخه څارنه ترسره شوه.
نیټه : ۱۵/۱۱/۱۴۴۵
لغمان ولایت مهترلام ښار کی د اتصالات مخابراتی شرکت مربوط د ( DRM ) دری نوی کارمندان چی سیمکارتونه راجستر کوی، د سیمکارتونو د راجستریشن نوی میکانیزم مطابق د اترا نماینده انجینر کفایت الله ولس مل د اتصالات لغمان ولایت نماينده عبدالصمد سنګین په شتون کی ترې څارنه ترسره شوه دوی ته سپاېښتنه وشوه چی د راجستریشن په مهال دی دقیق د میکانیزم مطابق کړنی ترسره کړی .
همدارنګه له کابل څخه د مستقیم خرڅلاو نماینده ( فرید احمد ایثار ) او ختیځ زون کی د غیر مستقیم خرڅلاو نماينده ( عبدالرحمن عادل ) تر څنګ په لغمان ولایت کی د اتصالات نماینده عبدالصمد سنګین سره لغمان ولایت مخابراتو ریاست مقام کی د یاد ولایت د مخابراتو محترم رئیس (عزیزالله حقانی ) په مشری مجلس وشو په نوی جوړه شوی نماینده ګی کی د کارمندانو زیاتیدو په هکله ورسره بحث وشو او په دې اړه ورته سپارښتنی وشوی ترڅو د مشترکینو ستونزو ته رسیدګی وشی. د یادونی وړده چی لغمان ولایت کی به ډیر زر نوی نمایندګی افتتاح او په فعالیت به پیل وکړی چی دی سره به موجوده ستونزه چی د لغمان ولایت ولسونه ورسره مخ دی تر ډیره حل شی.
22/05/2024
د اتصالات مخابراتي شرکت د مشترکینو د پام وړ!
اتصالات مخابراتي شرکت د خپلو خدماتو د پیاوړتیا په موخه خپل سیسټمونو ته اپګرېډ( ارتقاء) ورکوي په همدې موخه د یاد شرکت مشترکینو ته خبر ورکول کېږي چې د روانې میاشتې د چهارشنبې چې د جوزا میاشتې له دویمې نیټې سره سمون خوري د شپې په لس نیمو بجو ۱۰:۳۰ د لس دقیقو لپاره او د پنجشنبې چې د جوزا میاشتې د دریمې نېټې سره سمون خوري د شپې په دوه نیمو بجو ۲:۳۰ د لس دقیقو لپاره د سیسمټونو د ارتقاء له وجې د یاد مخابراتي شرکت خدمات په دوه مختلفو وختونو کې قطع کېږي چې د سیسټمونو له اپګرېډ وروسته به یاد مخابراتي شرکت په نورمال ډول بیرته خپل خدمات وړاندې کوي .