24/09/2024
وخت ناوخت ددې سړي په اړه د ځینو خلکو بېباکانه تبصرې ولولم؛ سم مې خفه کوي. ۲۰۲۱ م کې چې تېر جمهوري نظام سقوط شو. څه موده وروسته نړۍ وال جام ته افغان لوبډله تلله، وضعیت داسې و چې زمونږ لوبډلې هېڅ ډول مالي سپانسر نه لره. نه هم د مالي ملاتړ کوم بل ادرس و. پرېزېډینټ«محمدنبي» رامخکې شو او په خپله یې ملي لوبډله سپانسر کړه. ده نه غوښتل چې کریکټ بورډ او ملي ټیم بل چاته د مالي ملاتړ په پار لاس ونیسي. نه یې غوښتل چې د افغان لوبډلې ملي غرور، حیثیت او ملي ارزښت د خلکو پښو ته ولویږي. بیا یې لوبغالي کې د ملي سرود د اورېدو په وخت د خپل زړه درد او بې وسۍ اوښکې د وطن او وطنوالو په حال تویې کړې. ټول لوبغاړي زمونږ اتلان دي؛ خو دا ډېر د قدر وړ انسان دی. ده د افغانستان کریکټ دې سټیج ته را رسېدو کې خپله ځواني ولګوله. د سر او ږیرې ویښتان یې په کې سپین شول. ډېر ویاړونه یې راوړي او لا لګیا دی. غالباً د کریم صادق یوه مرکه مې څو کاله وړاندې لیدلې وه چې یې په کې ویل:«نیوجرسي ته چې د لومړي ځل لپاره افغان لوبډله د لوبو لپاره لاړه. مونږ سره هلته د خوراک و څښاک لپاره پیسې نه وې. محمدنبي له خپل کور هلته څو زره ډالر زمونږ د ټیم مصارفو لپاره راوغوښتل؛ ترڅو پرې هلته وخت تېر کړو». دا ډېر عالي او ملي فکره انسان دی. لب یو پرېزېډینټ نبي جان❤️❤️❤️🇦🇫
04/08/2024
اکسبول شپږیزه کرکټ لیګ – اتصالات وړاندې کوونکو نهم پړاو سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړونه وټاکل شول
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د نهم پړاو د اکسبول شپږیزه کرکټ لیګ – اتصالات وړاندې کوونکو سیالیو لپاره د هېواد د پنځو زونونو د لوبډلو نوملړونه وټاکل. د مهالوېش له مخې، دغه سترې سیالۍ به د روانې اګسټ میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به په کابل کرکټ لوبغالي کې دوام وکړي.
©
23/07/2024
د هندوکش سټرایکرز لوبډلې تکړه لیګ برېک توپ اچوونکي خلیل ګربز د میوند اتلانو پر وړاندې خورا ښه توپ اچونه وکړه. نوموړي په خپلو ۱۰ اورونو کې د ۵۳ منډو په بدل کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
-----
𝐎𝐯𝐞𝐫𝐬: 𝟏𝟎
𝐑𝐮𝐧𝐬: 𝟓𝟑
𝐖𝐢𝐜𝐤𝐞𝐭𝐬: 𝟓
𝐄. 𝐑𝐚𝐭𝐞: 𝟓.𝟑𝟎
An incredible bowling performance helps Khalil Gurbaz with a Player of the Match Performance. 🏅
|
22/07/2024
د شاهدالله کمال او دروېش رسولي ترمنځ د دویمې ویکټې لپاره د ۱۵۰ منډو ملګرتیا بشپړه شوه. اوسمهال شاهدالله کمال په ۸۴ او دروېش رسولي په ۷۹ منډو خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.
افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
-----
𝟏𝟓𝟎-𝐑𝐮𝐧 𝐒𝐭𝐚𝐧𝐝! 🤝
Shahidullah Kamal (84*) and Darwish Rasooli (79*) bring up the 150-run stand for the 2nd wicket. 👏🤩
|
28/04/2024
دلته نو بیا -
ډېری خلک له دې کماله بې برخې -
او بې خبره دي !
دوې د خپل ځان ښه ثابتولو لپاره -
تا پسې هر څه ویل -
خپل حق ګڼي !
دوې په دې نه پوهیږﺉ -
چې دوې په ریښتیني معنی -
په عقل ړانده دي !
#مخاطب
03/03/2024
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ !
عابد صیب ! د جدايي خبر دې ډېر سخت او دردونکی دی.
ملګری او د پوهنتون ټولګيوال مې ننګیالی عابد شهید شو !
دې نهایت دروند ، عاجز او شریف انسان وه ، په ډېر غربت کې یې په خورا مهنت سره پوهنتون ولوست .
رب دې د جنتونو سردار کړه !
02/08/2022
د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکو پنځو نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه د افغان لوبډلې نوملړ👇