رزق ورکونکی الله دی
مسلمانه خور
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from مسلمانه خور, Jalalabad.
08/02/2023
16/01/2020
#لنـــډه کیـــسه
#لنـــــــډژوند
د انجونو ډلې په منځ کي روانه وه، شیبه په شیبه یی شاته کتل، دنګ نری ځوان یی تر شا روان وو ، هرې خوا د ښوونځې انجونې وي د نرګس زړه ډاډه وو، خو کله به چي د انجونو څه جدا کیدله له زړه به یی یو الله خبر وو، غاټ غاټ قدمونه به یی اخیستل، په تیزۍ به د کورخوا روانه شوه، یو ورځ چي له انجونو څخه د کور په لور یواځې روانه شوه په لاره کي ځوان ورسره یو ځاي شو، نرګس به له ډاره کله ورو شوه او کله به چټکه تله، ځوان ورته وویل! مینه درسره لرم، نرګس پښو حرکت پریښود يوخوا بلخوا یی وکتل کوڅه کي څوک هم نه وو، ستونې یی وچ شو ځان یی خولې وو وجود یی داسي رپیده لکه پاڼه چي باد خوروې، ځوان چي د نرګس دې حالت ته پام شو جیب ته یی لاس کړ ، له جیبه یی یو لیک راوویست، نرګس ته یی ونیوه ، خو نرګس لکه بی روحه جسد ځاي پر ځاې ولاړه وه ، تورې غاټې سترکي یی له اوښکو ډکي وي، ګلابې اننګې یی خولې وو، تور پیکی یی سپیره باد یوخوا بخوا وړه او راوړه ، ځوان لاس په خپل زړه کیښود په ترخه مسکا یی وویل! دا ډیره موده کیږې ته مې خواښیږی خو د دې لپاره چي ته خفه نشي درته مې نه ویل، خو زما هم همدا اخیري هیله وه چي د خپل زړه خبر درته وکړم ، ځوان سترګې نمجنې شوي لیک یی په ځمکه کیښود، ویی ویل! زه ستا د ځواب په تمه یم خو په ژوند باور نلرم ، لیک یی پر ځمکه پریښود او لاړ، نرګس چي لاسونو او پښو یی کار پریښي وو لیک د دې له ډاره له ځمکې پورته کړ چي بل څوک یی ونه وینې ځکه د دوي په کوڅه کي يواځې نرګس ښوونځې ته تله، که لیک د هر چا لاس ته ورشي په هغې شک کوي، سبا سهار د دې له ډاره چي ځوان یی بیا په لار کي ونه دروي ښوونځې ته ورنه راغله، بل سبا زړه نا زړه ښوونځې ته لاړه، چي رخصت شوه له ډاره یی یوخوا بلخوا کتل، خوشاله په دې شوه چي هغه هلک یی ونه لیده، بله ورځ چي رخصت شوه هلک بیا نه وو نرګس له خوشالې نه انجونو ته د خبرو کولو نوبت نه ورکولو، ورځې تیریدې نرګس به پرته له ډاره ښوونځې څخه کور ته راتله ، د هلک لټول او څارل یی هم هیر کړل، څه موده وروسته نرګس د امتحانونو لپاره تیاري نیوله، د ښوونځې بکس یی خلاص کړ او ټول کتابونه او کتابچې یی رواخیست چي په دې وخت کي یی سترګې په هغه لیک ولږيدې چي هغه ځوان هلک ورکړی وو، یو ځل بیا ډار واخیسته په ورخطایی پورته شوه د کوټې دروازه یی بنده کړه لیک یی رواخیست، د لیک په شروع کي یی لیکلې وو
نرګس له دې بیت لوستلو روسته دیوال ته تکیه وکړه او لیک لوستلو ته یی ادامه ورکړه
له سلام ورسته یی لیکلې وو،
ای د ښایست مالکئ، ای د ښکلو میرې ، ای د حورو ذاته، له هغې ورځې مې چي ته لیدلې یی زړه درزا مې زیاته شوي، ژوند کولو هیله راته پیدا شوي، ای د ښایست ښاپیرۍ ستا تورې سترګي، تور زلفان، سره اننګې سپین رخصار او شونډ د پاسه تور خال دا ټول قدرتونه د رب ستا په ساده جمال کي.
بیایی دا بیت لیکلې وو
له دې بیت روسته نرګس هیندارې ته وکتل، خپل خال یی ولیده مسکۍ شوه ، لیک یی له همدې بیت څخه بیا پیل کړ، بیا یی لیکلې وو، کله چي خاندې ګل ګل اننګو کي دې کندې وشي، او د زلفو دا توره حلقه ستا په سپین مخ لکه د لمر په مخ توره کرښه
نرګس هینداري ته وویل! زه په رښتیا دومره ښکلې یم؟
له بیت روسته یی لیکلې وو
ای د ښایسته خزانې، زړه مې غواړې تر قیامته ستا په تمه پاتې شم خو ژوند راسره دوکه وکړه، د زړه په ناروغې اخته شوم یو خوا ستا مینه لکه د ژوند هومره ښکلې
بلخوا ژوند لکه د خوب لیدل دومر لنډ ده
دا شپږمه میاشت ده چي سرطان لرم، ډاکټرانو شپږ.میاشتې وخت راکړي چي ژوندې پاتې کیدیشي خو دا دي شپږ میاشتي پوره شوی زه اوس هم ژوندې یم، ښایی ستا مینه مې مرګ ته نه پریږدې، خو بیا هم په ژوند اعتبار نشته د لیک ځواب ژر راکړه،
د بیت لاندې یی لیکلې وو، که کومه ورځ دې ښوونځې مخه کی ونه لیدم حق دي را وبحښه ښایی مړ شوي وم.
په احتــــرام: ستا لیونی " ارمان جان"
نرګس بی اختیاره په ژړا شوه، لیک یی زړه پوري ونیوه، دا دریم کال دي چي د ښوونځې مخې ته ارمان جان لټوي...
خو ارمان له تورو خاورو لاندی ژوند کوی
16/01/2020
سلامونہ دوستانو
09/06/2018
د يوې گيدړې په لکۍ تيږه راوغورځيده او لکۍ يې پرې شوه.
بلې گيدړې ترې وپوښتل : لکۍ دې ولې غوڅه شوې؟
هغې ورته وويل: لکۍ مې خپله غوڅه کړی او اوس ډير د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوم، داسې فکر کوم لکه په هوا کې چې يم.
بلی کیدړی ته دی خبری خوند ورکړ او هغی هم خپله لکۍ له ځانه غوڅه کړه. د غوڅیدو وروسته یی د ډير درد او بد مالوميدو احساس وکړ.
لومړنۍ کیدړی ته یی وويل: تا خو ويل چې ډیر ښه احساس کوم مګر زه خو ډيره ودرديدم او بدی ښکارم.
هغې ورته وويل: حال مه وايه، که نه نو د نورو گيدړانو د خندا او مسخرو به شوو. نو د داسی عمل د خوښۍ او خوشالۍ اوازه یی خپره کړه.
نورو اکثره گيدړانو هم خپلې لکۍ پرې کړي. بی لکۍ ګیدړان دومره ډیر شول چی لکۍ دارو ګیدړانو پورې به یی خندل او مسخری به یی ورپسی کولی .
#نوټ: کله چې په یوه ټولنه کی مفسدين، غله، چورچپاولګر، او کم اصله خلک ډير شې په هغه ټولنه کې خلک بيا داصيل، باعزته، وطندوسته، مخلص، ریشتوني او پوهه خلکو پورې خاندي.
د لوط عليه السلام د قوم بد کاره خلکو به نيک کارو پورې خندل او ويل به يې دوی له دې کلي وشړﺉ .
(کاپی)
یا اللہ ته پر مونژ رخم وکڑی
دومرہ ورختا خلک ما نہ دی لیدلی
توبہ توبہ توبہ
توبہ. .
توبہ
توبہ
ڈیرہ خندونکی دہ
ہہہہہہ ہہہہههه
14/03/2017
گرانو دوستانو دا حاماحه وکوری
22/01/2017
نامـــــرده ملګری!
کله چې یی پړانګ ولید چې ددوئ پر لور ور روان دی، نو مخکې تر دي چې ملګری خـــبر کړي، د ونې ښاخ یی ونیوی او لوړي څوکې ته یی پورته شــــو،.
دوهم ملګري چې یې وخت دلاسه ورکړی وه، بله د حل لاره یی ونه موندل، بیله دي چې ځان یی خاورو ته حواله کړ او پړمخي پریوت،.
پړانګ را ورسید، چار چاپیره پري راوګرځــــید، خپله پوزه یی د پروت ســــړي وغوږ ته ور نژدي کړه، بوی یی کړ.
پړانګ چې د خپل عادت له مخــــــي یی د مړي غوښه نه خــــوړل، نو ســـر یی وخوځاوه او تري روان شــــو،
ملګری یی له ونې راکښته او په حیرانتیا یی تري وه پوښــــتل:
پړانګ په غــــوږ کې څه درته وویل؟
ملګري یی ځواب ورکړ:
پړانګ راته وویل:
""هیڅ کله له داسي چا ســــره ملګرتیا مه کوه، چې د ضرورت
او مصیبت په وخت کې دي یوازي پریږدی.
20/01/2017
اسلام وعلیکم ورحمت الله
نكاح:_
نکاح په لغت کې یوه ځای کولو ته وایي
په شرعي اصطلاح کې هغه عقد ته ویل کیږي چې سړي او ښځې ته له یوه بل څخه جنسي ګټه اخېستل رواه کیږي
دنکاح حکم
دنکاح حکم دنکاح کوونکي له حالت سره بدليږي
دنکاح ډولونه
الف سنت مؤکد نکاح:_ داعتدال په حالت کې نکاح سنت مؤکد ده
داعتدال حالت داسې دی
چې دجماع،مهر،نفقې،وس ولري او زنا کې دلویدلو وېره ونلري
رسول الله ص فرمایلي "انکاح من سنتي فمن لم یعمل بسنتي فلیس مني"
ژباړه:_ "نکاح زما له سنتو څخه ده او څوک چې زما په سنتو عمل ونکړي زما څخه ندی
نو که دحرامو فحشاو زنا څخه دځان ساتنې لپاره نكاح وکړي نو الله ج به اجر ورکوي
ب:_ واجب نکاح :_ دهغه چا لپاره نکاح کول اجب دي چې دډېرې اشتها سره دمهر او نفقې وس ولري
او دنکاح دنه کولو په صورت کې په زنا کې دلوېدلو وېره ولري
او له واجب څخه مراد لازم والی دی نو عملي فرضو او واجبو دواړو ته شاملیږي
ج:_ مکروه نکاح دهغه چا لپاره وېره لري که دنکاح وکړم نو دنفقې دنشتوالي په وجه به ورڅخه ظلم او ځورونه وشي
یعنې دزوجیت مادي او معنوي حقوق به مرعات نشي کړئ
نو دده لپاره نکاح کول مکروه دي
ځکه نکاح دثواب حاصلولو او دپاک لمنۍ لپاره روا شوې ده نه دظلم او ځورونې په خاطر ځکه دحرامو کول ورڅخه ترسره کيږي
او دنکاح مصلحتونه پکې لمنځه ځي
دنکاح ځنډول
که نکاح دمعقول مقصد لپاره وځنډول شي لکه دتحصیل پوره کول، دمناسب کسب او کار ترسره کول او یا دضروري شیانو لکه داوسېدو ځای او دواده مصارف تامینول پدې صورت کې باک نلري ځكه حدیث دی(یا معشر الشباب......) نو ځوانان دې دا حالت په زغم سره تحمل کړي
او که دا لاملونه نه وي نو بېا دنکاح ځنډول په کار ندي ځکه په نكاح کې ډېرې ښېګڼې دی چې په مجرد ژوند کې په لاس نه راځي
نورو برخو ته انتظار وباسئ
او غلطی معافوئ
شېر یې هم کړئ
ستاسو خور نبله بلال
کاپی پناوال څخه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Website
Address
Jalalabad
