German pashto

German pashto

Share

پدی صفحه کی تاسو کولی شی چی د برق په اړه مهم معلومات ترل?

21/10/2015

دجرمنی ژبه
English German pashto
Hello Hallo سلام

10/09/2015

که دچا wi fi کمزوری وی دا ویدیو دی عملی کری

08/09/2015

سبحان الله

06/09/2015

اسلاموعلیکم وخت مو پخیر
ددیری مودی وروسته
هیله لرم چی دروغ او جور اووسئ

23/04/2015

له ولس سره خواخوږي

یو وخت په مدینه منوره او سیمه کې کاختي راغله او خلک سخت وږي شول، له خلکو سره د نورو مختلفو مرستو په ترڅ کې یوه ورځ اوښان حلال شول او خلکو ته غوښي وویشل شوې، د اوښ کَو، ینه او لړمون یې ځان ته پاخه شوي وو او په یوه لوی لوښي کې یې عمر رضي الله عنه ته راوړل، هغه ورته وویل: که زه دا وخورم نو ډېر بد امیر به یم، ځکه خلکو ته مو غوښه او هډوکي وویشل او زه به پستې غوښي خورم! هغه یې لري کړل او له تیلو سره یې ډوډۍ وخوړله، وروسته یې خپل غلام یرفأ ته وویل: په سمغ نومي ځای کې یوه کورنۍ ده د هغوی حال پوښتلو ته دا دری ورځي زه نه یم ورغلی هغه ماته مو چې کومه پسته غوښه پخه کړې وه هغه هغې کورنۍ ته وروړئ. صفة الصفوه ۲۸۱/۱.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

20/04/2015

تر ټولو هوښیار او بې عقل

منصور بن عمار رحمه الله د مشهور اموي خلیفه عبد الملک بن مروان مجلس ته ورغی، خلیفه د خبرو په ترڅ کې ورته وویل: منصوره! یو کال مخکي مې دا پوښتنه درنه کړې ده خو تراوسه دي ځواب نه دی راکړی: په ټولو خلکو کې ډېر هوښیار او ډېر بې عقل څوک دی؟ منصور ولاړ شو بهر ووت، لیږ وروسته بیرته راغی، خلیفه ورته وویل: څنګه بیرته راغلې؟ منصور ورته وویل: امیر المؤمنینه! تر ټولو هوښیار انسان هغه دی چې نېکي هم کوي او ويریږي هم، او ترټولو ناپوه انسان هغه دی چې بدي هم کوي او ډاډه هم وي، اعقل الناس محسن خائف، و اجهل الناس مسیئ آمن. وایي د منصور په دې ځواب سره عبد الملک بن مروان دومره وژړل چې جامې یې هم په اوښکو لندې شوې.

سره له بد عمله سره له ګناه هم ډاډ او بې پروایي د مومن له پاره خطرناکه خبر ده، او د یوه اثر په رڼا کې دا د فاجر او منافق عادت بلل شوی دی، عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایي: مومن خپل ګناهونه داسي ویني لکه د غره لاندې چې ناست وي او ويریږي پرې راوبه لویږي، او فاجر خپلو ګناهونو ته داسي ګوري لکه یو مچ یې په پوزه تیر شي او په لاس اشاره ورته وکړي. عن ابن مسعود رضي الله عنه:إن المؤمن يرى ذنوبه كأنه قاعد تحت جبل يخاف أن يقع عليه، وإن الفاجر يرى ذنوبه كذباب مر على أنفه فقال به هكذا. اخرجه البخاري في صحیحه.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

18/04/2015

له عــــدل سره مینه

د عمربن الخطاب رضی الله عنه د خلافت زمانه وه، علي ابن ابي طالب اوعمر رضي الله عنهما سره ناست وو، یو کس راغی او عمر ته یې وویل: ای امیرالمۇمنین! زه په علي باندې دعوه لرم زما او هغه په منځ کې فیصله وکړه، عمر علي ته وویل: ای ابوالحسن! ته ورشه د خپل مدعي څنګ ته کښېنه او تاسو دواړه خپلې خبرې وکړئ. علي ورغی له هغه سره یوځای کښېناست، څه خبرې یې سره وکړې او هغه سړی ولاړ.

علي رضي الله عنه راغی بیرته د عمر رضی الله عنه خواته کښېناست، د عمر دا فکر شوچې ما علي ته امر وکړ چې د مدعي خواته کښېنه، شاید په دې خبره خپه شوی وي.ورته ویې ویل: تاسو د لویې مرتبې خاوند یئ او ما له یوه عام سړي سره دکښېنستلو امر درته وکړ زما په دې خبره خو به خپه شوی نه یې؟، هغه ورته وویل: نه په دې هیڅکله نه یم خپه او په دې خپه شوم چې تا هغه وخت ماته وویل: ای ابوالحسن(عربو کې د زوی په نوم یادول د اصلي نوم په نسبت درنښت لري) ځکه زه هغه وخت په جرم تورن وم تا باید ماته ویلې وی: ای علي، عمر رضي الله عنه د ده په دې خبره خوشاله، په غیږ کې یې ونیو اوښکول یې کړ. او زیاته یې کړه: زما مور او پلار دي له تا قربان شي ستاسو په برکت موږ هدایت ترلاسه کړی او له تیارو نه رڼاته راوتلي یو.

صحابه کرامو رضی الله عنهم د عدل او انصاف په پلي کولو کې په داسې توګه د یوه بل مرسته او ملاتړکاوه!. یو واکمن که هرڅومره ښه او عادل شي خو چې د ځان په څیر ښه اوعدل خوښوونکې ملګري ونه لري نه شي کولی عدل او انصاف رامنځته کړي. رښتیا هم صحابه کرام د عدل مينان وو رضي الله عنهم اجمعین.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

17/04/2015

د غوره انسان صفتونه

عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چا وویل: يارسول الله په خلکو کې تر ټولو غوره انسان څوک دی؟ هغه وویل: هر پاک زړی او د ژبي رښتيني، هغوی وویل: صدوق اللسان پیژنو دا محکوم القلب (پاک زړی) چا ته وایي؟ هغه وویل: محکوم القلب پاک او سپیڅلي انسان ته وایي، نه یې ګناه کړې وي او نه سرکښي، نه دوکه کوي او نه کینه او حسد. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ : قِيلَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَيُّ النَّاسِ أَفْضَلُ؟ قَالَ : كُلُّ مَخْمُومِ الْقَلْبِ صَدُوقِ اللِّسَانِ. قَالُوا : صَدُوقُ اللِّسَانِ نَعْرِفُهُ ، فَمَا مَخْمُومُ الْقَلْبِ ؟ قَالَ : هُوَ النَّقِيُّ ، التَّقِيُّ ، لَا إِثْمَ عَلَيْهِ ، وَلَا بَغْيَ ، وَلَا غِلَّ ، وَلَا حَسَدَ. رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ ، وَالْبَيْهَقِيُّ فِي شُعَبِ الْإِيمَانِ.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

14/04/2015

ښه ملګری

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د الله په نزد تر ټولو ښه ملګری هغه دی چې له خپل ملګري سره ښه وي، او د الله په نزد ترټولو ښه کاونډی هغه دی چې له خپل ګاونډي سره ښه وي. عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: خيْرُ الْأَصْحابِ عِنْد اللهِ خيْرُهُم لِصَاحِبِه ، وخيْرُ الجيرانِ عنْدَ اللهِ خيْرُهُم لِجارِه. [ رواه الترمذي وأحمد] . د دې حدیث په شرحه کې علماء لیکي: یعني ښه ملګری هغه دی چې له خپل ملګري سره ښېګڼي کوي او هغه که د نصیحت غوره خبره وي هم، او ښه ګاونډی هغه دی چې له خپل ګاونډي سره ښه کوي او هغه که هغه ته ضرر نه رسول وي هم.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

12/04/2015

خپله ښېګڼه یادول

هغه خلک چې د الله په لاره کې خپل مالونه خیرات کوي او بیا په چا باندې د خپل خیرات احسان نه باروي او نه ضرر ورکوي، دوی ته به د دوی رب اجرونه ورکوي، په دوی به نه ویره وي او نه به خپه وي. الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَا أَنْفَقُوا مَنًّا وَلَا أَذًى لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ. [البقرة : 262]. له یوه هوښیار نه پوښتنه وشوه: ایا له بُخل لویه بدخویي شته؟ هغه ورته وویل: ولې نه، یو څوک چې له چا سره ښېګڼه وکړي او بیا یې وریادوي دا له بُخل لویه بدخویي ده. زموږ په ټولنه کې دا کړنه زیاته ده، ډېر ځایه یو غریب تربور د بل زکات او خیرات له دې کبله نه شي اخیستلی چې سبا یې هغه وریادوي، دا کړنه د قراني لارښوونو سره ټکر لري او عقلا هم لویه بداخلاقي ده. باید ووایو چې یواځي د خیرات او صدقې یادول نه دي مراد بلکي هر ډول ښېګڼه او مرسته یادول ناسم او ناروا کار دی.

یادونه: که غواړئ دا ډول ښایسته لیکني مو پروال خپرې شي او مسلمانانو ته ګټه ورسوئ د الله په لور پروګرام کې ګډون وکړئ، د ګډون له پاره دا لینک کلیک کړئ: http://zdakra.com/pand/

06/04/2015

له عبرت ډکه کیسه

د تعمیراتو انحنیر ډېر کلونه په یوه کمپنۍ کې کار کاوه، په عمر چې پوخ شو نیت یې وکړ نور کار پرېږدي او خپلي کورنۍ ته ځان خلاص کړي، د کمپنۍ مشر ورته وویل: سمه ده په یوه شرط به له کاره رخصتي درکوم او هغه دا چې موږ ته یو ښه کور جوړ کړه کله چې هغه سرته ورسوې تا ته احازه ده، انجنیر صاحب له مجبوري په نه زړه خبره ورسره ومنله او په کور یې پیل وکړ، په بیړه او بې اتیاتي یې د کور کار روان کړ څو ژر له کاره ځان خلاص کړي، د بیړي او ځان خلاصولو کار خو تش تپل یې، په کم وخت کې یې کور سرته ورساوه او د کمپنۍ مشر ته یې کیلیاني وسپارلې، د کمپنۍ مشر ورته موسکی شو او زیاته یې کړه: له کمپنۍ سره ستا د اوږده کار او خدمت په بدل کې دا کور تا ته په تحفه کې در کوو، انجنیر صاحب ټکر وخوړ او هک حیران پاته شو او پخپله بیړه او بیخونده کار سخت پښیمانه شو، چې پخپل لاس یې د ځان له پاره د ټول عمر کور څومره بې کاره جوړ کړ.

بلاتشبیه دا کیسه د مسلمان هغه عبادت ته ورته ده چې بې له توجه یې په بیړه سره کوي، زموږ عبادت په اخیر کې زموږ خپله پانګه ده الله جل جلاله زموږ عبادت ته هیڅ اړتیا نه لري، هغه زموږ له هرشي بې پروا دی، زموږ ډېری خلک په ځانکړې توګه د اسلام د ستر رکن لمانځه په اړه بې پروایي کوي او په بیړه ځان ورنه خلاصوي، لمانځه ته د توجه له پاره د نبوي حدیث دا جمله هم کافي ده چې یوه صحابي ته یې د هغه د لنډ نصیحت غوښتلو په ځواب کې وفرمایله: کله چې لمانځه ته ولاړ شې داسې یې کوه لکه دا چې دي د ژوند اخیري لمونځ وي. إذا قمت في صلاتك فصل صلاة مودع. احمد وابن ماجه.

یادون: که غواړئ دا ډول ښایسته لیکني مو پروال خپرې شي او مسلمانانو ته ګټه ورسوئ د الله په لور پروګرام کې ګډون وکړئ، د ګډون له پاره دا لینک کلیک کړئ: http://zdakra.com/pand/

05/04/2015

مشهور اموي خلیفه عبد الملک بن مروان ته یوه سړي وویل: پټه خبره درته کوم، هغه ورته وویل: کوه، خو ګوره! دروغ به نه وایې، غیبت او چاپلوسي به نه کوې، هغه ورته وویل: ښه نو زه ځم اجازه را کړه.

که رښتیا له دروغو، غیبت او چاپلوسي کرکه لرئ دا کیسه ګۍ خپلو مشرانو ته خامخا ورسوئ.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad
Jalalabad
28000