M.Asif Insight

M.Asif Insight

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from M.Asif Insight, Public Service, Jalalabad.

16/10/2025

🌙 ناوخته ویده کېدل د رواني روغتیا لپاره خطرناکه ده!
🧠💤 سټینفورډ پوهنتون د ۷۳,۸۸۸ کسانو په معلوماتو څېړنه کړې وه او نتیجه دا وه چې: شپې ناوخته ویده کېدل د رواني ستونزو سره مستقیم تړاو لري.
ولې داسې کیږي؟ کله چې یو څوک ناوخته ویده شي، دماغ کافي آرام نه ترلاسه کوي او د احساساتو کنټرول سخت کیږي. د بدن هورمونونه ناوخته خوشې کیږي، چې د خوب کیفیت خرابوي. همدارنګه، ورځني فعالیتونه او ټولنیز ژوند ګډوډیږي، چې رواني فشار زیاتوي.
💡 څه باید وکړو؟ هره شپه وختي ویده شو. هڅه وکړئ د شپې تر ۱١ بجې مخکې خوب ته لاړ شئ. خوب خونه مو ارامه او تیاره ځانته برابره کړئ. ✨ خلاصه داچې ناوخته ویده کېدل یوازې ستړیا نه ده؛ دا ستاسو رواني روغتیا ته مستقیم زیان رسوي. خو که وخت منظم کړئ، سم خوب وکړئ، او خپل بدن ته آرام ورکړئ، ستاسو مزاج به ښه شي، انرژي به لوړه شي، او اضطراب به مو کم شي. 🌟 یاد ولرئ: د شپې ژر ویده کېدل ستاسو دماغ او بدن دواړه ارامه ساتي!
د لا زیاتو معلوماتو او سرچینې لپاره کمنټ کې لینک وګورئ. مننه❤️

02/10/2025

پوهنیار ډاکتر سناتور جواد له لیکنو څخه.❤️
کله چې د نرۍ ملا له دردونو/ low back pain ګیله من ناروغان د اورتوپیدي او عصبي جراحي له ډاکټرانو لیدنه کوي، له ناروغ څخه د مالوماتو د لاسته راوړلو/ تاریخچې اخیستلو په وخت کې دا پوښتنه ( دروند وزن خو به مو پورته کړی نه وي؟!) خامخا موجوده وي.
دا چې د درنو وزنونو پورته کول د ملا تیر او د وجود نورو هډوکو او بندونو ته څومره زیان اړوي او په څه ډول یې اړوي بېل بحث دی.
د حل لارې چارې څه دي؟
که له یوې خوا د درنو وزنونو پورته کول اړوند ستونزې رامنځ ته کوي او بلې خوا ددې چاره نه وي چې درانه وزنونه پورته نه شي (ډیری ناروغان وایي، چې کار یې د درندو وزنونو پورته کول او جګول دي!)
د فزیو تراپي او اورتوپيدي ډاکټرانو تر منځ دا خبره lift with your legs not your back ډیره تکراریږي، ځینې یې بیا په بل عبارت داسې protect your spine use your legs and hips هم وایي.
دا ټولې خبرې ددې لپاره وې، که غواړئ چې وزنونه مو خوندي پورته کړي وي، نو په لاندې ډول یې پورته کړئ:
ـ د زنګانونو او حوصلې بندونه مو را ټول کړی/ د پښو په سرو کینی په داسې ډول چې ملا مو سیده وي.
ـ د وزن پورته کولو ته داسې مخه کړی، چې لینګیو او ورونونو غوښې مو کار وکړي نه د ملا غوښې/ پورته شئ په داسې ډول چې ملا مو باید سیده وي.
ـ پورته شوی وزن مو خیټې/ بدن ته نیږدې کړئ په داسې ډول چې ملا مو باید سیده وي.

17/09/2025

په برتانیه کې یوې کمپنۍ داسې "کاینټیک ټایلونه" جوړ کړي چې د خلکو د تګ پر مهال برېښنا تولیدوي. کله چې څوک پرې قدم ږدي، ټایل لږ ښکته کېږي او د مقناطیسي انډکشن له لارې برېښنا جوړېږي. دا برېښنا کمه ده، خو د څراغونو، سنسرونو او اعلان بورډونو لپاره کافي ده. که زرګونه کسان پرې تګ وکړي، د کوڅو او عامه ځایونو رڼا برابروي. دغه ټایلونه په لندن، پاریس او نورو ښارونو کې ازمویل شوي او د نوې ټکنالوژۍ او پاکې انرژۍ په توګه ستایل کېږي.
د لازیاتو معلوماتو او سرچینې لپاره کمنټ کې لینک وګورئ. مننه❤️
#نوښت


#بریښنا

#ابتکار
#ټکنالوژي

16/09/2025

ډاکټر سندوک رویت د نپال سترګو متخصص ډاکټر دی چې په نړۍ کې د "معجزې ډاکټر" په نوم پېژندل شوی. هغه د کټارکټ ناروغۍ لپاره ارزانه مصنوعي لینزونه جوړوي، او د دې کار له لارې یې له 100000 څخه زیاتو خلکو ته وړیا د سترګو عملیاتونه کړي. ډاکټر رویت ګڼ نړیوال جایزې هم ترلاسه کړې.
هغه یوازې د سترګو متخصص ډاکټر نه دی، بلکې د بېوزلو خلکو لپاره د هیلې او رڼا سمبول دی.❤️
الله ج ټول هغه خلک چې د طب په هر برخه کې به زده کړو بوخت دي او یا په وظیفه دي، د بشریت لپاره د ښه خدمت مصدر وګرځوي.🤲
د لازیاتو معلوماتو او سرچینې لپاره کمنټ کې لینک وګورئ. مننه❤️


15/09/2025

وو هوجینګ چې د چین اوسیدونکې وه، ۱۷ کلنه وه او د طب زده کړې کولې. په یوه سخته ترافیکي پېښه کې ټپي شوه. د روغتون کې د درد او بې وسۍ سره مخ وه، خو د بیا ښه کیدو تمع یې له ځانه نه وه😢 خو د دومره ناهیلي سربیره، د هغې زړه د مینې او انسانیت لپاره لا ژوندی پاتې وو. ❤️
هغې له مور او پلار وغوښتل چې زه مې خپل غړي نورو ناروغانو ته ډالی کوم، ځکه زما د ښه کیدو چانس کم ده. هغې د خپل بدن د غړو په ډالی کولو سره د پنځه نورو ناروغانو ژوند وژغورو، داسې کسان چې د کبد، پښتورګو یا د ژوندي پاتې کیدو لپاره یې عاجل ضرورت درلود. 👁️🫀
وو هوجینګ خپله رڼا د نورو لپاره وسوځوله. 🌟 د هغې دغه قرباني د نورو خلکو ژوند بدل کړ، او د هغې کیسه د انسانیت او خواخوږۍ یوه تلپاتې نښه شوه.
د لا زیاتو معلوماتو او سرچینې لپاره کمنټ کې لینک وګورئ. مننه❤️
#انسانیت #خواخوږي #رڼا

14/09/2025

هم ثواب هم خرما!
د څلور سوه زره افغانیو ګټونکي شئ!
د لاندې کتاب په مطالعې سره به دوه ګټې وکړی.
لومړی داچې دغه کتاب په مطالعې سره په خپل ورځني ژوند کې لوی مثبت بدلون احساس کړی.
دوهم داچې همدغه کتاب کې په راروان شپاړسم تاریخ د عقرب میاشت کې د استاد جمشید رسا او د هغه د ټیم لخوا امتحان اخیستل کیږي چې لمړني دیرش بریاليو کسانو ته لس لس زره افغانی جایزه نظر کې نیول شوې، همدارنګه د پنځه غوره زده کوونکو لپاره لا جایزې ندې اعلان شوې هغه لدې هم پورته دي.
د لا ډیرو معلوماتو لپاره کمنټ کې لینک درسره وګورئ.
معلومات د ثواب په خاطر ملګرو سره شریک کړئ. مننه❤️

10/09/2025

اته پیړۍ وړاندې بغداد علامه ابن الجوزي رحمه الله داسې انځور کړی دی:
بغداد د ماڼیو ښار دی، حمامونه یې پراخه او په زړه پورې دي، په حمامونو کې داسې نلونه لګیدلي دي، چې ښي اړخ ته یې کلي تاو کړو، ګرمې اوبه ترې راوځي او که چپ اړخ ته یې کلي تاو کړو، نو یخې اوبه ترې راوځي.
ماخذونه:
١. المنتظم فی التاریخ لابن جوزي رحمه الله.
٢. نخبة الافکار، صفحه نمبر ٢٠،سید اکرام سعیدي.
#بغداد #حمامونه

08/09/2025

ډاکتر صاحب هدایت الله احمدزي راته دغه کتاب ډالی کړ، وای ته یې یو ځل ولوله ما تر اوسه نیمایي لوستلی خو باور وکړی یو له غوره کتابونو څخه ده.
که تاسې هم وخت لری نو یو ځل یې خامخا ولولی.
د دغه کتاب یوه برخه کې دا راغلي چې مسلمانان په تیر وخت څه وو، او نن د مسلمانانو څه حال ده؟
د کتاب یوه جالبه برخه دا هم ده، چې د مسلمانو عالمانو هغه کشفیاتو او اختراعاتو ته پکې اشاره شوې چې تر اوسه پټ شوي او یا غیرمسلمانانو په خپل نامه کړي او یا یې د مسلمانانو څخه غلا کړي.

06/09/2025

سبا اووم د سپټمبر ٢٠٢٥ د سپوږمی د تندر نیولو اټکل شوی.نور معلومات زموږ د تېرې اونی په پوسټ کې لوستلی شئ.

03/09/2025

خپل خپل وي، که هرڅومره هم بد شي.❤️
په هره سخته کې به همدا خپل درته اول ځان راروسوي

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Jalalabad
76896