Knowledge-پوهه

Knowledge-پوهه

Share

د علمي، تفریحي، صحت او نورو جالبو، او په زړه پورې معلوماتو صفحې ته ښه راغلاست Here you can learn something
پوهه به مو پوهه در لوړه کړي

26/12/2025

ايا تر اوسه پورې دا درته جالبه ده، چې ځينې کسان چې هروخت يې زړه وغوښتل ټيک هماغه وخت له خوبه راپاځېږي، او يا هم کله تاسې هم داسې شوي يئ، چې ډېر ضروري کار لرئ مثلاً د سهار په څلور بجې بايد له خوبه راجګ شئ، او د ازموينو لپاره کتاب ولولئ يا عبادت وکړئ، خو سهار مخکې له دې چې ستاسې الارم ساعت زنګ وکړي له هغه مخکې تاسې جګ شوي يئ، دا ټول ستاسې د بدن د داخلي ساعت له امله دي.
د مغزو په منځنۍ برخه کې د سوپراکياسماټيک په نامه هسته چې biological-clockهم بلل کېږي ستاسې د بدن د داخلي ساعت مسووليت پر غاړه لري، په دې مانا چې د بدن شواروزي ريتم برابروي، يانې دا چې څه وخت د خوب احساس وکړئ، څه وخت له خوبه د راجګېدلو تکل لرئ، د وينې فشار ، د بدن د تودوخي درجه، او حتی د وخت حس کول (چې اوس به د ورځې څو بجې وي)، دا ټول دغه ددغې هستې کار دی او ستاسې بدن لکه ګړۍ داسې عياروي.
ارومرو د ورځې په اوږدو کې ډېر کارونه پر مخ وړئ، لکه ويده کېدل، جګېدل، کار ته تلل، او يا هم يو مهم ويب سايټ کتل چې بايد د ورځې په جريان کې یې ترسره کړئ. ستاسې بدن د همدې هستې( سوپراکياسماټيک) په ملتيا باندې په هماغو ساعتونو کې تاسې ته درفکر کوي او يا هم کله په ناخوداګاه توګه هغه کارته ورځئ او يا يې سرته رسوئ.
ستاسې د شواروزي خوب دوران د Period Circadian Protein پروټينو چې په لنډ نوم PER يادېږي تنظمېږي، د شپې په اخره برخه کې چې ډېر ويښ شئ، ستاسې ددې پروټينو سطحه رالوېږي، د وينې فشار مو کمېږي، د زړه درزا سوکه کېږي ، او افکاردرڅخه بې ليکې کېږي او دا ټول ددې سبب کېږي ،چې تاسې د خوب احساس وکړئ.
که چېرته تاسې له خوبه د راويښېدلو او ويده کېدلو دا دوران سم پرځای نه کړئ، بدن مو هماغسې چې تاسې ويده کېدل او جګېدل غواړئ په يو څو ورځو کې يادوي چې د سهار لخوا څه وخت ستاسې د بدن د PER پروټينو کچه لوړه کړي، چې يو ساعت له راويښېدلو مخکې پيل کېږي او تاسې فېکس په هماغه وخت ددې پروټين په ډېرښت سره له خوبه راجګ شئ.
او هغه وخت چې تاسې د فشار او کوم مهم کار له امله کله،کله غواړئ سهار وختي ويښ شئ ، ستاسې بدن د سټرېس هورمون يا کورتيزول ترشح کوي چې دا ددې باعث کېږي چې ستاسې خوب په تدريج سره سوکه،سوکه سپک شي او تاسې مخکې له دې چې کوم ځای ته مو دسفر لپاره ساعت وختي برابر کړی وي راويښ کړي.

21/01/2025


13/07/2024

په حيواناتو او انسانانو کې د انترکس په اړه بشپړ معلومات په پښتو ژبه، د نورو ملګرو سره يې هم شير کړي.

مننه
لينک👇
https://ketabton.com/books/16417

28/01/2024
Photos from ‎Knowledge-پوهه‎'s post 08/08/2023

هغه حیوانات چې په قرآن شريف کې ذکر شوي دي!

03/08/2023

01/07/2023

د نړۍ په ۱۱۳ هېوادونو کې د دنيا له نيمايي څخه ډېر نفوس حشرې خوري، پوهان وايي حشرې د‌دوی وزن او جسامت ته په کتلو له پروټينونو بيخي ډکې او ډېرې يې بې خطره دي.
افغانان خو په حشرو کې يوازې د تاز په نامه حشره خوري چې د کال په مخصوص موسم کې ډله ييزې الوتنې او ډېر شور او چغار يې جوړ کړی وي.

17/06/2023

ژوند په دوو نيمايي برخو وېشل شوی!
لومړۍ نيمايي: د‌ دويمې نيمايي په انتظار او تمه چې په هغه کې به کار وکړم او هدف ته به ورسېږم او دويمه نيمايي: بيا په اولې نيمايي پسې زړه چاودن او خپګان چې کاشکې هغه وخت بيرته راګرځېدلی وای او موخې ته رسېدلی وای.
نو همدا مو وخت دی بې له‌هغو کارونو چې په اخلاقي او عقيدوي لحاظ ناسم دي نور ټول کارونه وازمويئ! کتابونه ولولئ، ورزشونه وکړئ، ملګري پيدا کړئ ، مينه وکړئ ، بالاخره هرڅه چې مخې ته درځي سرپه مه پرې کوئ.
که يې نه منئ؟

16/06/2023

په پلورنځيو او مغازو کې يخه هوا او د‌سانټي ګرېډ ټيټه درجه د احساساتي تصميمونو لامل کېږي او لوړه او ګرمه درجه د تحليلي او فکري غبرګون لامل کېږي، له همدې امله چې مشتريان ډېره سودا واخلي نو مغازې يخې ساتي.

دې ته د مشتريانو ارواپوهنه وايي!

دوکانداران ورته رامنشن کړي!

15/06/2023

په انسانانو کې د غومبوري لاندې د ژورځای Dimples د رامنځ کېدلو لامل د انسان په وجود کې د يوې عضلې د له کار لوېدلو په نتيجه کې رامنځ ته کېږي او دا په نړۍ کې د عضلې تر ټولو ښکلی معلوليت دی، چې د انسان په لا ښکلي ښکارېدو کې ډېره ونډه لري.
تاسې څه پکې وايئ صوفيانو؟!
هغه ملګري مو رامينشن کړي چې دا رقم ډيمپل لري👇

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul