القرآن والحديث اسلامي پاڼه

القرآن والحديث اسلامي پاڼه

Share

پدې صفحه کې ستاسو لپاره په زړه پوړې تلاوتونه، احاديث، ?

07/05/2022

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دي:
هر هغه څوک چې د فرض لمونځ څخه وروسته دغه کلمات:

(۳۳ ځله - سبحان الله ).

(۳۳ ځله – الحمدالله ).

(۳۳ ځله - الله آکبر ).

( يو ځل - لااله الاالله وحده لا شريك له له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير ) وويل.

که ګناهونه يې د درياب يا سمندر د ځګ په اندازه هم کړی وی ، بغير له شرک څخه ، الله جل جلاله به ورته بخښنه وکړی.(مسلم)

له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی ، چې رسول الله صلی الله عليه و سلم له لاس څخه و نيولم او راته وې وفرمايل: معاذه!

قسم په الله جل جلاله سخته مينه درسره لرم ، ګوره د هر لمانځه څخه وروسته دا دعا هېڅ وخت مه پرېږده:(اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ) .

ژباړه: يا الله! ستا په يادولو ، شکر پر ځای کولو او ښايسته عبادت کې مرسته راسره وکړې .
[ صحيح أبي داؤد الباني رحمه الله]

شېر يې کړی ، چې نور مسلمانان به هم تري خبر شي ، چا چې پري عمل وکه ، نو تاسو ته به يې ان شاءالله پوره اجر در رسېږي.
منار

Photos from ‎القرآن والحديث اسلامي پاڼه‎'s post 12/04/2021

د مدینې منورې په نبوي مسجد کې د روژې لپاره چمتووالی روان دی.

رب دې زمونږ او تاسې ديدار رانصيب کړي.

19/03/2021

کوم عملونه شيطاني دي!

اللَّه جل جلا له فرمايلي دي: ای مومنانو بېشکه شراب، قيمار، بدپرستي او دغشو په واسطه فال معلومه ول ګنده او دشيطان له عملونو څخه دی بس تاسو له هغې څخه ځان وساتئ ترڅو تاسو کامياب شئ.

سورة المائده 90

18/03/2021

رسول اللَّه صلی اللَّهُ عليه وسلم فرمايلي دي: غوره په تاسو کې هغه څوک دی چې قران کريم زده کړي او بيا يې نورو خلکو ته ورسوي(وښايي).
The Prophet (peace and blessings of Allaah be upon him) said: The best of you is the one who learns the Qur'aan and teaches it to others.

20/02/2021

ماشاﺀاللَّه ډېر کم تلاوت دی لکن دزړه سکون پرې حاصلېږي.

Photos from ‎القرآن والحديث اسلامي پاڼه‎'s post 05/02/2021

د اسټرالیا یو انځور اخیستونکي د سمندر له یاغي څپو څخه داسې مهال انځورونه اخیستي چې څپې یې داسې ښکاري لکه غرونه.
د دې جالبې صحنې په لېدلو د انسان ذهن ته د آیات راشي:
وَهِىَ تَجْرِى بِهِمْ فِى مَوْجٍ كَالْجِبَالِ
[سُوۡرَةُ هُود : 42]
ژباړه: بېړۍ هغه خلګ راخيستي روانه وه او هره څپه لكه د غره په شان راپورته كېدله.💚
وقار

16/12/2020

بســــــــــــــــم الله الـــــرحمن الــــــرحـــــــــــــــیم♥…

① المــــــقــــادیـــــــــر الشرعــــــیــــــــة

۱/یو وسق شپیته صاعه دی او یو صاع څلور مده دی بالاتفاق او یو¹ صاع دری کیلو دی.
۲/یو مد دوه رطله دی عندالاحناف.
۳/مد عندالجمهور یو رطل او ثلث رطل ⅓ ۵ دی.
۴/یو رطل پاو کم څلور دېرش تولی ¾ ۳۳ دی
۵/ صاع کوفی اته ۸ رطله دی عندالاحناف او صاع حجازي پنځه رطله او ثلث رطل ⅓۵ دی.
۶/صاع کوفی د صاع حجازي څخه (⁹⁰)تولي زیات دی.
۷/یوه توله دولس(¹²)ګرامه کېږی.
او همدا شان یوه توله مساوی کیږی د دولسو¹² ماسو سره.
۸/یوه ماسه اته⁸ رتۍ کېږی.
۹/ یوه رتۍ پاو کم دری³ وربشي کېږی.
۱۰/ یو دینار مساوی کېږی د څلورنیمو¾۴ ماسو سرو زرو سره.
۱۱/ یو درهم مساوی کېږی د دری³ ماسو، یوی¹رتۍ، او دوه² وربشو سره.

اوســـــــــنی عربـــــــــی اصــــطلاحـــــــــــــــات

۱/ تولی ته په اوسنۍ اصطلاح کی تولجه وایې چی دولس¹² ګرامه کېږی.
۲/ ماسی ته ماهجه وایی.
۳/ رتۍ ته جزء وایی.

② نصـــــــــــــاب الفضـــــــــــــة
نصاب الفضة . (سپن زر) دوسوه²⁰⁰درهم دی چی مساوی کېږی د پنځه اوقیو سره چی دوه پنځوس نیمی½۵۲ تولی تری جوړیږی
د دینه شپږسوه دیرش⁶³⁰ ګرامه جوړیږی
²/یوه اوقیه څلویښت⁴⁰ درهمه کېږی.

③ نصــــــــــــاب الـــــــــــــــذهــــــــــب

نصاب الذهب شل²⁰ مثقاله دی چی دا برابریږی د اونیم.½۷ تولو سرو زرو سره،چی دا په اوس وخت کی اوه اتیانیم½۸۷ ګرامه کېږی.

④ نصـــــــــــاب العـــــــــــــشر

نصاب العشر(زکات) د پنځه وسقو نه ادا کېږی، یو وسق شپیته⁶⁰ صاعه دی.او یو صاع دری³کیلو دی

پنځه وسقه⁵✖۶۰ صاعه = ۳۰۰ صاعه
۳۰۰ صاعه ‌✖۳ کیلو= ۹۰۰ کیلو ګرامه

⑤ مســــــــــــاحــــــــــــــــت

۱/یو برید مساوی کېږی د دری³ فرسخو سره او یو فرسخ څلور⁴ میله دی.
۲/ یو میل مساوی کېږی د یو کیلو متر او شپږسوه نهه⁹ یا لس¹⁰ متره سره
۳/ د سفر د پاره بعضي علماو اته څلویښت⁴⁸ میله اندازه ټاکلی ده ، چی دا مساوی کېږی د اوه اویانیم½۷۷ کیلو متره سره
۴/یو کیلو متر زر¹⁰⁰⁰ متره دی
۵/ یو متر سل¹⁰⁰ سانتی دی

ترتیب کونکي:الشیخ ابومحمد حفظه الله ورعاه.

✍....... سعد الذهبی

04/12/2020

!
د ثواب په نیت یې شیر کړی
صدقه جاری ده شیر کول یی

۱ - پر لار باندي يې په ارامي او عزت تګ کاوه
۲ - د تګ په وخت کي يې قدمونه پر مځکه نه کشول.
۳ -نظر يې کښته اچاوه او مځکي ته يې کتل .
۴ - ﻫﺮ څوک چه به يې ليده سلام به يې وراچاوه او چا ده تر مخه سلام ندى وراچولى.
۵ -کله چه به يې چاته لاس په لاس کي ورکړى ژر به يې د هغه لاس نه خوشي کاوه.
۶ -د خلګو سره يې داسي ژوند کاوه چه هرچا به فکر کاوه چه د هغه حضرت هغه نژدي کس دى .
۷ - ﻫيچاته به يې د سترګو تر بيخو نه کتل او مخامخ به يې ورته کتل.
۸ - هيچاته به يې برګ برګ نه کتل .
۹ -چه کله به يې اشاره کوله په لاس به يې اشاره کوله نه په وريځو او سترګو .
۱۰- اوږده مهال يې پټه خوله (ﺳﮑﻮت) درلود د اړتيا پرته يې خبره نه کوله.
۱۱- ﻫﺮکله چه به يې د چا سره خبري کولي د هغه خبرو ته يې ډير غوږ نيوى
۱۲- د هر چا سره چه به يې خبري کولي په بشپړ ډول به يې سينه ورګرځوله او مخامخ به ورته کښينستى.
۱۳-د هر چا سره چه به کښينستى تر څو چه هغه به د ولاړيدو اراده نه وه کړي ﺣﻀﺮﺕ به نه ولاړيدو.
۱۴- د خداى ج د يادولو پرته نه په مجلس کي کښينستلى او نه ځيني ولاړ سوى دى .
۱۵- مجلس ته د داخليدو په وخت کي د مجلس په ﺁﺧﺮ او دروازى ته نژدي کښينستى نه د مجلس په منځ کي .
۱۶- په ﻣﺠﻠﺲ کي به يې ځانته ځاى نه ځانګړى کاوه او منعه يې ځينى کوله .
۱۷- هيڅکله يې د خلګو په حضور کي ﺗﮑﻴﻪ نه کوله.
۱۸- ﺍﮐﺜﺮه ناستي يي مخ پر قبله وي.
۱۹- که به دده په مخکي دده ناخوښه کار پيښ سو ده به ﻧﺎﺩﻳﺪﻩ نيوى .
۲۰- که به د چا څخه ﺧﻄﺎ ﺻﺎﺩﺭه سوه هغه يې نه نقلوله .
۲۱- د چا څخه يې په خبرو کي غچ نه اخيستى .
۲۲- هيڅکله يې د چا سره جنګ او جګړي نه کولي .
۲۳- هيڅکله ېي د چا خبري نه پريکولي ﻣﮕﺮ که يې ﻟﻐﻮ اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حرف نه واى ويلي.
۲۴- د سوال ځواب يې څو ځله تکرار کوى ترڅو په جواب کي يې اوريدونکى شکمن نسي.
۲۵- کله چه به يې د چا څخه ﻧﺎﺻﻮﺍبي خبري اوريدي نه يې ورته ويل چه « ولي پلاني داسي ويل » ﺑﻠﮑﻪ فرمايل يي چه « په ﺑﻌﻀﻲ خلګو څه کيږي چه داسي وايي؟ »
۲۶- د غريبانو سره يې زياته ناسته او ولاړه درلوده او ډوډۍ بٙه يې هم ورسره خوړله.
۲۷- د ﺑﻨﺪﮔﺎنو اﻭ ﻏﻼﻣﺎنو بلنه يې هم منله.
۲۸- ﻫﺪﻳﻪ يې ﻗﺒﻮلوله که څه هم به د شيدو يو جام وو.
۲۹- تر هر څه زياته يې صيله رحمي پر ځاى کوله .
۳۰-د خپلوانو سره يې نيکي کوله بيله دي چه پر نورو بهتري ورکړي .
۳۱- ښه کار ته يې ﺗﺤﺴﻴﻦ اﻭ ﺗﺸﻮﻳﻖ فرمايل او بد کار به يي غندى او نهي کاوه به يي.
۳۲- هغه څه چه د خلګو د ﺩﻳﻦ اﻭ ﺩﻧﻴﺎ د اصلاح موجب کيدل دوى ته به يې وفرمايل : کوم څه چه حاضران يې له ما اوري غايبانو ته يې هم وروسوئ.
۳۳- ﻫﺮچا چه به ﻋﺬﺭ راوړى دهغه عذر يې قبولاوه .
۳۴- هيڅوک يي سپک نه ګاڼه .
۳۵- هيڅکله يې چاته ښکنځل ندي کړي او چاته يې په بدو نومونو نه ويل .
۳۶- هيڅوک يې د خپلو ﺍﻃﺮﺍﻓﻴﺎنو اﻭپه ده پورې د تړلي کسان يې نفرتي نه کړل.
۳۷- هيڅکله يې د چا عيبونه نه پلټل .
۳۸- دخلګو د شر څخه يي پرهيز کاوه د دوى څخه نه ګوښه کيدى او د ټولو سره ﺧﻮﺷﺨﻮى وو .
۳۹- هيڅکله يې د خلګو بد نه ويل او د هغوى زيات صفت يې هم نه کاوه .
۴۰- د نورو پر ګستاخي يې ﺻﺒﺮ کاوه او د ﺑﺪۍ جزا يې په ﻧﻴﮑﻲ سره ورکوله .
۴۱- د ناروغانو ﻋﻴﺎﺩﺕ يې کاوه که څه هم به د مديني شريفي په ليري نقطه کي وو.
۴۲- د خپلو ﺍﺻﺤﺎبانو خبر يې اخيستى او ددوى د حالاتو پوښتنه يې کوله.
۴۳- ﺍﺻﺤﺎبانو ته به يي په ښو نومونو ور ږغ کاوه.
۴۴-د ﺍﺻﺤﺎبانو سره به يې په ﮐﺎرونو کي ډيري مشوري کولي او پر هغه به يې ټينګار کاوه.
۴۵- ﺩ يارانو په منځ کي به کښينستى که به کومه ستونځه راتله چا نسواى کولاى چه ددوى په منځ کي پيغمبر وپيژني .
۴۶- د خپلو ﻳﺎﺭﺍنو په منځ کي به يي ﺍﻧﺲ اﻭ ﺍﻟﻔﺖ راوستى.
۴۷- وعدي او تړون ته ﻭﻓﺎﺩﺍﺭﺗﺮﻳﻦ انسان وو.
۴۸- کله چه به يې ﻓﻘﻴﺮ ته کوم شي بخښي پخپل لاس يې ورکاوه او چاته يې نه حواله کاوه .
۴۹- که به پر لمانځه وو او دده مخي ته څوک راغلى واى لمونځ يې لنډ وايه
۵۰- که به پر لمانځه وو او ماشوم به ژړل لمونځ يي لنډ وايه .
۵۱- پر د هغه کسان زيات ګران وو چه خير يې نورو ته زيات رسيدى
۵۲- هيڅوک دده د ﻣﺤﻀﺮ څخه ﻧﺎ ﺍﻣﻴﺪ نه وو او فرمايل به يي « د هغو کسانو حاجتونه راوروسئ څوک چه يي تر ما نسي رارسولاى . »
۵۳- ﻫﺮکله چه به چا دده څخه د حاجت خواست کاوه که سم وو روا يې باله او که نه وو په ښو خبرو يې راضي کاوه.
۵۴- د هيچا درخواست يې نه رداوه ﻣﮕﺮ که به په ﻣﻌﺼﻴﺖ کښي وو .
۵۵- دسپين ږيرو يي زيات عزت کاوه او پر کشرانو ډير ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ وو .
۵۶- د ﻏﺮﻳﺒﺎنو يي زيات ﻣﺮﺍﻋﺎﺕ کاوه .
۵۷-د شرخوښو زړونه يې په ﻧﻴﮑﻲ باندي ترلاسه کول او ﻣﺠﺬﻭبول يي.
۵۸- په ښکاره به ﻣﺘﺒﺴﻢ (پر شونډو خندان) وو او په ﻋﻴﻦﺣﺎﻝ کي يې په زړه کي د الله ج څخه بيره ﺯﻳﺎته وه .
۵۹- کله چه به خوشحال وو سترګي يې يوه پر بله ايښودي او د خوشحالۍ ﺍﻇﻬﺎﺭ يي کاوه
۶۰- دده ﺍﮐﺜﺮه ﺧﻨﺪا د ﺗﺒﺴﻢ ﻭه خندا يې ږغ نه درلودي.
۶۱- کله کله به يې ﻣﺰﺍﺡ کوله اما د مزاح او خندا په ﺑﻬﺎﻧﻪ يي نامناسب اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حروف نه ويل.
۶۲-ﺑﺪ نوم ته يي ﺗﻐﻴﻴﺮ ورکاوه او د هغه پر ځاى يي ښه نوم کاراوه .
۶۳-ﺑﺮﺩﺑﺎﺭﻱ او سړه سينه يي هم مهاله پر خښم وړانديوالى کاوه .
۶۴- د شتمنۍ د هلاکت پر وخت خښم نه ورتلى او نه هم ناارامه کيدى .
۶۵- د خداى ج لپاره دومره په قهر کيدى چه بل چا به نه پيژندى.
۶۶- هيڅکله يې د ځان غچ نه اخيستى ﻣﮕﺮ بغير له هغو چه د ﺣﻖ حريم يې ماتوى.
۶۷- د محمد ص په وړاندي تر ټولو ﻣﻨﻔﻮﺭﺗﺮين خوى درواغ ويل وو.
۶۸- د خوشحالۍ او خفګان پر مهال يې د حق د يادولو پرته بل څه پر ژبه جاري نه وو .
۶۹- هيڅکله يې پيسي نه ذخيره کولي .
۷۰- په ﺧﻮﺭﺍﮎ اﻭ ﭘﻮښاﮎ کي تر خپلو خدمت ګارانو زيات شى نه درلودي .
۷۱-پر خاورو کښينستي او ډوډۍ يې هم ورباندي خوړله مګر پاکي يې تر هر څه خوښيده.
۷۲- پر مځکه بيديدى .
۷۳- بوټونه او کالي يې خپله اغوستل .
۷۴- پخپلو لاسونو يي شيدي څښلى او د اوښ پښي يې پخپله تړلي.
مکرر

03/11/2020
02/11/2020

یو جالب انځور، او ستر درس!

دغه مرغه یو مار ښکار کړی دی؛ خو مار یې ججوره څیرې کړې ده، چې همدا یې هلاکت دی، دا په هوا کې د خپل ناکاره ښکار له امله مړ کېږي.

هر ډول رزق، خواړه چې ستا نفس یې له تا غواړي، حتمي نه ده چې په هغې کې دې ستا فایده وي، هغه څه چې لاس ته دې نه راځي مه ورپسې خفه کېږه، او د هغه څه چې ستا په قسمت کې نه وي ځان ورپسې مه ستړی کوه؛ ځکه په ځینې رزقونه، او شیان د هلاکت سبب ګرځي.

په هر حالت کې "الحمد لله" وایه!

نورو ملګرو سره یې شریک کړئ

Photos from ‎القرآن والحديث اسلامي پاڼه‎'s post 28/10/2020

پام مسلمانه زېرک اوسه!

د پاکستان نجسه استخباراتي اداره (ISI) یو اصل/ او ماده لري، چې اختلاف واچوه او بیا حکومت کوه!
اول یې د اهل سنت علمآء تر منځ د بې مقصده/ بې نتیجو مناظرو مېدان دومره ګرم کړی و، چې د یو بل تر تکفیره خبره ورسېده...
اوس یې تر ټولو پۀ خطرناک پلان عملي کېدلو باندې شروع وکړه، چې پۀ دیني علمآء کرام او مراکزو باندې مرګوني بریدونه حملې کول چې، نن ورځ پۀ زبیریه مدرسه باندې برید یې یوه بیلګه ده.
او پړه یې د مسلمانانو پۀ یو جماعت ور اچول چې ګویا دا کار دوی کړی دی. همدارنګه بله ورځ به د هغوی د جماعت پۀ یو عالم مدرسه باندې برید وکړي او پړه به یې پر دوی واچول شي. چې دا کار به د بغض او حسد ورور وژنې بازار نور هم ګرم کړي، او فایده به یې د کفر او د هغوی غلامې (ISI) ادارې ته ورسیږي.
اوس بدبختي دا ده چې زموږ ځینې ساده فسبوکي مبارزین بیا د هغوی دغه شوم هدف ډېر ښه تر خلکو تر غوږونو رسوي او برید سمدستي د مسلمانانو پۀ یو ټولي/جماعت باندې ورتپي!
والی الله المشتکی

پام مسلمانه زېرک اوسه!

لیکنه؛ محمد سعید الحنفي.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ، تر څو ټولو مسلمانانو ته ورسېږي او د کفري دسیسو ښکار نه شي.

یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

23/10/2020

دا بيان حتمن واورئ او دنورو ملګرو سره يې شريک کړئ!!

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul