Badloon-بدلون

Badloon-بدلون

Share

د ذهن بدلون مو ژوند بدلوي!

خوندور #کوميډي شعر دی، په #خوله مو حتما #خندا درولي! 05/11/2022

د کانکور بریالیو ځوانانو ته دې زر ځله مبارک وي.
حد اقل نن خو د یو څو غم ځپلو کورنیو هیلې او امیدونه را ویښ ښکاري.
دا په خوستۍ لهجه کې کومیډي شعر زما له لوري ډالۍ!
چې سخر کور کې تا وویني، تا نه پېژني
دغه سپی ونیسه ویې ډبوه ویې ډبوه کندې ته یې واچوه 😄

خوندور #کوميډي شعر دی، په #خوله مو حتما #خندا درولي!

04/11/2022

د پرمختګ مرحلې:

خپله ارزونه وکړئ او وګورئ چې کومه حلقه کې ياست. ځان له وړې، سترې حلقې ته ور اچول، انسان د پرمختګ لوړو پړاوونو ته رسوي. د هغو لپاره چې په انګريزي نه پوهيږي لنډه ژباړه.

خړه حلقه: آرام ځای/له تکليف په امان ځای
دلته ميشته خلکو باندې سهار راځي، ماښام راځي او وخت ورڅخه ځغلي. دا خلک ژمی په پيتاوي کې او اوړی سيوري ته تيروي.

توره حلقه: د ويرې ځای
دې حلقې کې پراته خلک په تخيل کې لوړې ماڼۍ جوړوي، د پرمختګ ارمان لري خو عمل يې صفر وي. په ځان باوري نه لري، دا خلک به څه وايي تل زمزمه وي، او خپلې هر ناکامۍ دپاره ورسره د دلايلو او بهانو انبارونه وي.

د زدکړې حلقه: د‌دې حلقې ميشته هر وخت هلې ځلې کوي، نوي مهارتونه زده کوي، ننګونو سره مقابله کوي، ويرې ته ماتې ورکوي، ځان تکليف ته ورکوي، خپل د شوق او ساعتيرۍ قرباني ورکوي، خپل آرام قرباني کوي.

د ودې او پراختيا حلقه: د دې حلقې استوګن ته موخې، د ژوند هدف روښانه وي. پوهيږي چې له خپل ژوند څه غواړي. د ژوند هره مرحله وی هدف او موخه لري او ترلاسه کولو دپاره يې هلې ځلې کوي. د ژوند ارمانونو پسې يې خوب ورک وي، تکل او منډه ورته انرژي ورکوي.

د خپلې ټولنې مطالعې نه زما شخصي برداشت دا دی چې زمونږ حالات مونږ ته په آرام حلقه کې د اوسيدو اجازه نه راکوي او ټولنيز برخوردونه مو د ويرې د حلقې بنديان جوړوي. ويرې ته ماتې ورکول مو د زدکړې حلقې ته رسوي او دلته وخت تیرول مو په خپل سر د ودې حلقې ته ليږدوي.
زما شخصي تجربه دا ده چې د وطن ډير ځوانان د خړې او تورې حلقې منځ کې اوسيږي یا هم د دواړو ترمنځ تګ راتګ کوي. خړې حلقه ته ډيری مهال له ويرې څخه ماتې خوړلو وروسته پنا وړي.
#بدلون

31/10/2022

له ژونده ګیله مو هیڅکله ژوند نه اسانوي، ژوند رښتیا هم د زخم نوم دی؛ نو پکې پایه!
د خپګان په اوج کې مسکان اوسه.
#بدلون

Photos from ‎Badloon-بدلون‎'s post 21/12/2020

پکتیا، اریوب د ښکلا ټاټوبی!
زړونه ورکړئ!
#سیکارام

Photos from ‎Badloon-بدلون‎'s post 13/12/2020

دلته دومره اوبه نشته، چې څوک وکري ګلونه
دلته غرونه غرونه واورې، دلته واورې واورې غرونه


نوراجان بهیر

04/09/2020

د وطن په تيږه د ګران هېواد نقشه.
که له وطن سره مینه لرئ شییر یې کړئ.
#سیکارام

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Kabul