21/04/2023
اختريز پيغام!
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت د نړۍ ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول تاسو او ستاسو درنو کورنيو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم.
اختر مو مبارک او بختور شه!
ټول فرضي او نفلي عبادتونه مو د الله ج په دربار کې قبول شه!
هيله ده چې دغه اختر په ګران هيواد کې د دايمي سولې، امن، مينې او ورورګلوۍ اختر شي.
په درنښت
21/01/2023
په لمړی مرحله کی چی طالبانو کابل فتحه کړ
په امریکا او اروپا کی د انتقام لمبی بلی سوی
د ډیر ظلم او وحشت سره یی افغانستان اشغال کړ
د کبر او غرور او ټکنالوژی سره ناکامه او مات ټوله بیرته وتښتیدل
نو تاسی فکر وکړی چی دوی به څومره سوځی
دا سوخت او سوز نه ختمیږی نور هم ډیریږی
30/12/2022
مور بـــــ.ــــم، ډرون، بي۵۲، صفر۱،۲،۳ کمانډو، چاپې، بمبارۍ او لنډه دا چې شپږ لکه مجهز وطني او خارجي لښکرې ونتوانېدې چې په دې ملت پردۍ ایډیالوژۍ او بېګانه نظام تطبیق کړي
د دې ملت په ویــــــ.ـــنو او رګونو کې اسلام ګډ ده په بل څه نه راضي کیږي
نړۍ دې دا پلاستیکي فشارونه بل ځاۍ وازمایي موږ اســــــــــــــــلام په هر قیمت غواړو ولو که د وجود په قطرو مو هم وي!
خدای دې وکړي چې مغلوبې نړۍ زموږ عزم درک کړی وي او نور مو په چارو کار ونلري!!
27/12/2022
د جدې شپږم پر افغانستان د شوروي یرغل د ۴۳ مې کلېزې په اړه د اسلامي نظام اعلامیه.
👇
22/12/2022
سکوت تمرین کړئ، د چوپتیا هنر زده کړئ او په تر ټولو سختو او ناسازو شېبو کې د اطاعت په رسۍ د منګولو ټینګولو اړتیا درک کړئ.
د نظام د پایښت او بقا راز په اطاعت کې نغښتی، په داسې اطاعت کې چې ولې او څنګه پکښې ځای ونه لري.
په نورمال حالت او په هغه اوامرو کې چې د مامور له نفس او طبیعت سره عیار وي، اطاعت ډیر هوسا وي؛ خو ممتاز هغه دي چې په یوه داسې زماني مقطع کې اطاعت وکړي چې ماحول د بغاوت اور ته پوکی وهي او خلک د بې اطاعتۍ په لور ور مات وي.
#اطاعت
18/12/2022
سالنګ کې د ترافیکې حادثې په اړه د نظام د خواخوږۍ پیغام.
🚉🚥
👇
14/12/2022
عـــ ــالیـ ــقدر امیرالـــ. ـمـــ.ــ.ـؤمنین حفظه الله د پنجشیر ولایت د یو شمېر مسئولینو، علماء کرامو او متنفذینو سره وکتل
👇
👇
👇
12/12/2022
د کابل په شهرنو سیمه کې په یوه هوټل باندې برید د ۳ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید.
د هوټل ټول میلمانه ژغورل شوي او هيڅ کوم بهرنی تبعه ندی وژل شوی.
صرف ۲ تنه بهرني میلمانه هغه مهال ټپيان شول چې له لوړ چټ څخه يې ځان را وغورځاوه.
12/12/2022
د سالنګ نوی بڼه،
دغه ډول انځورونه روح ته سکون وربښې!
د سالنګونو رغونه او ښکلاه تاریخی یادګار دی.
#افغانستان
11/12/2022
کابل پوهنتون وايي، چې څلور زره محصلین د لېسانس له څلور کلنې دورې وروسته فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کې د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه له فارغو شویو زدهکړیلانو غوښتي، چې د هېواد ابادولو لپاره کار وکړي.
06/12/2022
ان شاءالله سبا چهارشنبه (لېندۍ ۱۶مه) په کابل او ولایتونو کې د دولسم ټولګي له نجونو (اناث) زدهکوونکو څخه د ارتقا په موخه ازموینه واخیستل شي.