د افغانستان غیور ملته #آزادي مو مبارک شه...!
الحمدالله نن د نړۍ زبر ځواک په تور مخ د دې ځوریدلي او کړیدلي ملت له ټاټوبی نه کډه شو، کوم چې د ټولو بدبختیو سرچینه وو.
ما درته ویل چې دا راتګ به درته ګران تمام شي. اوسیدل هم او بیرته تګ به درته ګران تمام شي.
تراب صیب.
د یوه خپلواک، سولیز او باثباته افغانستان په هیله..!
2021/Aug(8)/31 — 1400/6/9 د تاریخ پاڼې
𝓜 𝓠𝓪𝓼𝓮𝓶 𝓗𝓸𝓽𝓪𝓴
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from 𝓜 𝓠𝓪𝓼𝓮𝓶 𝓗𝓸𝓽𝓪𝓴, 3 Street, Kabul.
Embassador of peace in doha,qater
26/01/2021
چرا آنقدر آرامی.....؟
متن زیبا....
24/01/2021
د ساینس نوې تجربې...!!
* د ارواپوهنې او روغتیا په برخو کې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي چې د انسان شخصیت د هغه د وینې له ګروپ سره تړاو لري .
* څیړنو ښودلې چې د وینې د یو ډول ګروپ خاوندان په ډیرو صفاتو ، ځانګړو ، خویونو او عاداتو کې ورته والی او مشابهت لري .
* همدارنګه څیړونکي وايي چې د وینې هر ګروپ لپاره ځانګړې مناسبې غذاګانې شتون لري ، چې که پاملرنه ورته وشي د انسان په روغتیا او صحت کې مهم رول لوبولی شي .
* په لاندې ډول د وینې ګروپونه په څلورو کټه ګوریو ویشل شوي دي ، او د هرې کټه ګورۍ اړوند شخصیتونو رواني او روغتیايي حالت په لنډه توګه واضحه کیږي :
👈 د (O+ او O-) ګروپ وینه :
* د دې ګروپ ( مثبت یا منفي ) وینې درلودونکو کسانو مهم صفتونه سخاوت او قیادت بلل کیږي . تعامل ورسره اسانه او بې تکلفه وي ، په ژوندانه کې نشیط او منظم خلک وي ، په لوړ همت د خپل هدف د ترلاسه کولو کوښښ کوي که څه هم دا کار ورته په هر قیمت تمامیږي . مثبت فکر لري ، د هیچا څخه د مرستې او کومک غوښتنه نه کوي ، هیښوونکي واقعات خوند ورکوي . د دې ډول وینې درلودونکي کسان ډیرې خبرې کوي ، له خپل نظر څخه په ټینګه دفاع کوي . د ثبات او استقامت خاوندان وي او د مشرتوب او قیادت ترڅنګ ګڼ استعدادونو لري . په اسانه یې په خبره ذهن رسیږي ، همیشه د مشرۍ او زعامت غوښتونکي وي ، د درس له ویلو سره ډیره علاقه نه لري خو په درس یې ډیر ژر سر خلاصیږي ، خو له سپورټ او ورزش سره ډیر مینه لري . که څه هم د قوي ارادې خاوندان وي خو د راتلونکي ژوند په اړه ډیر اندیښمن وي .
* د ظاهري شکل او لباس ښه ساتلو ته تر اندازې زیاته توجه کوي ، د ښایسته غږ او آواز درلودونکي او د نري زړه خاوندان وي ، په ټولو چارو کې همیشه ګذشت ته ترجیح ورکوي ، بدي ژر هیروي او هیچا ته په زړه کې کینه نه ساتي ، آن د مایوسۍ او نا امیدۍ په وخت کې يې هم موسکا په شونډو غوړیدلي وي .
* له بلې خوا سر زوري او سركشه خلک وي ، د نورو خلکو د نظر مخالفه نظریه اختیاروي ، ډیر سیالي ګر وي او تنافس خوښوي ، ژر غوصه کیږي ، ځان تر نورو خلکو لوړ ګڼي او خلک تر ځان ټیټ بولي ، د نن کار سبا ته ځنډوي او کله کله په ( نن او سبا ) کې ډیر لوی چانسونه له لاسه ورکړي .
👈 روغتیايي حالت :
* د دې ګروپ وینې درلودونکي کسان د پیاوړي هاضمې سیستم خاوندان وي ، د بدن دفاعي ځواک یې قوي وي ، خو د الرجي او بندونو د پاړسوپ له ناروغیو سره مخ کیدای شي . غوښې ، کبان ، سبزیجات میوې او پروټین لرونکي خوراکونه د دوی د صحت لپاره مناسبې غذاګانې دي . خو له غنمو ، لبنیاتو ، لوبیا ، کچالو ، ممپلیو څخه باید پرهیز وکړي .
👈 د (A+ او A-) ګروپ وینه :
* د دې ګروپ وینې درلودونکي کسان ټینګ او کلک شخصیتونه وي ، همیشه په واقعي شیانو باندې ترکیز کوي ، هر شی د عقل په تله کې تلي او د عقل پر اساس هر ګام اوچتوي ، د هر کار عملي نتایجو ته ګوري او احساساتي چلند نه کوي ، خو کله کله یې عقل پر عاطفې غالب شي .
* پیسې ، کټه خرچي ، سفر ، سیاحت او ښه ژوند خوښوي ، ډیر زیات کوښښ کوي چې د خپل ژوندانه وضعیت ورځ تر بلې ښه کړي ، په ژوند کې بانظمه او په مینه کې مخلص وي ، په هر کار کې موازنه او بیلانس ساتي ، نوي ابتکارات کوي .
زړه سواند او نرم زړي خلک وي ، یوازې په خپل شاوخوا کسانو باندې مهربانه وي ، په محبت او ازدواجي ژوند کې د ډاډ او اطمنان احساس کوي ، د چلونو او چلینجونو په وړاندې مقابله کوي او شعور او احساسات یې نه متزلزل کيږي . نمیمت او د یو چا خبره بل ته انتقالولو څخه نفرت کوي ، غوصه او واضحه خبره کوي او صریح اقدام کوي . که څه هم د بل چا لپاره قرباني ورکول خوښوي خو د ستونزې پر مهال ځان ګوښه کوي او په هر کار کې د ځان لپاره برتري او امتیاز غواړي .
* له بلې خوا د منفي سوچ درلودونکي شخص وی ، سرکشي کوي ، ګوښه توب او یوازیتوب خوښوي ، د سستۍ او تنبلۍ خوا ته میلان لري ، په ځان پوره باور نه لري، د خجالت او شرم له وجې د ځینو کارونو جرئت نه کوي او د یوازیتوب په وخت کې آسانه ژړا ورځي .
👈 روغتیايي حالت :
* د هاضمې سیستم یې ډیر حساس وي ، د بدن دفاعي ځواک یې کمزوری دی . د کولیسټرول ، سرطاني ناروغیو ، کم خونۍ ، روماتیزم او شکر ناروغیو له ګواښ سره مخ کیدای شي . سبزیجات ، میوه جات ، غله ، سپینه غوښه ( وازده ) ، د چرګانو سینه ، کبان یې د صحت لپاره مناسبې غذاګانې دي ، او له سرې غوښې ، لبنیاتو ، شین مرچ ، لوبیا ، کچالو ، رومي بانجان ، کیلې او غنمو څخه یې پرهیز یې د روغتیا لپاره ګټور دی .
👈 د (B+ او glasses emoticon ګروپ وینه :
* د دې وینې خاوندان په نوښتګرو او مبتکرو شخصیتونو پیژند کیږي ، په هر کار کې خپلواکي او استقلال غواړي ، هیڅکله دا نه خوښوي چې څوک پرې انتقاد وکړي ، په ځان باندې د ویاړ او افتخار احساس لري ، په ډیر لوړ همت د مقصد د ترلاسه کولو کوښښ کوي ، خو د ځان لپاره مشرتوب او زعامت نه خوښوي . د دې وینې درلودونکي کسان رومانتیک ( مینه ناک ) ، عاطفي او نرم مزاج لري ، زیاتې هیلې او امیدونه لري . کله ناکله د بل چا نظر ته اهمیت نه ورکوي او د بل چا په نظر اعتماد نه کوي ، ځکه خو بعضي وخت په وچ مزاج او عدم اطاعت تورنیږي . د ځمکنیو واقعیتونو سره ټکر کوي چې له کبله یې کله ناکله د خفګان او تشویشونو ښکار ګرځوي . ځیرک ، نوښتګر او مبتکر شخص وي ، د هر ډول وضعیت سره په اسانۍ عیاریدلی شي ، نوې تجربې خوښوي ، غواړي چې د نورو په نسبت بدل وي او په بدله طریقه خپل نظر څرګند کړي . راښکونکی ( جذاب ) شخصیت لري ، د خلکو پام یې پر لور وراوړي ، د غلي او خاموش مزاج څښتن وي ، کار په دقت سرته رسوي ، په خپل ځانګړي اسلوب او خاص میتود د کارونو ترسره کول خوښوي او همیشه هیښوونکې فیصلې کوي . فکر او سوچ کول خوښوي ، او هغه کار یې خوښیږي چې د سوچ او تفکر ګنجایش په کې وي ، څوک یې د عکس العمل تخمین او اټکل نه شي کولی او ډیر وخت یو ناڅاپي عکس العمل ښیي .
* له بلې خوا حساس طبعیت لري ، جنجالي سړی وي ، سم اطاعت نه کوي ، کله کله ځمکني واقعیتونه هم نه مني، د غوصې په حالت کې یوازیتوب خوښوي او د دردناکو پیښو په صورت کې ډیر سخت تشویش او خفګان کوي . په کار کې په استقلال او خپلواکۍ باندې دومره ټینګار او افراط کوي چې کله ناکله یې دغه صفت په عیب بدل شي .
👈 روغتیايي حالت :
* د غذا او هوا له بدلون سره ځان عیارولی شي ، د بدن دفاعي ځواک یې پیاوړی دی ، الرجي نه لري ، خو د ستړیا او شكر له ناروغیو سره مخامخ کیدای شي . غوښې ، کبان ، لبنیات ، سبزیجات ، میوه جات یې د روغتیا لپاره مناسبې غذاګانې دي . خو د چرګانو غوښه ، آم ، انګور ، جوار ، د آفتاب پرست غوړي ، غله ، نخود یې د صحت لپاره مناسب خواړه نه دي .
👈 د (AB+ او AB-) ګروپ وینه :
* د دې ګروپ وینې څښتنان په بخل او اجتماعي ژوند سره پیژند کیږي . خیالي شخصیت لري ، د خیالونو په دنیا کې ژوند کولو سره مینه لري خو ځمکني واقعیتونه هم له پامه نه غورځوي . اجتماعي مزاج او شخصیت لري ، په اجتماعي ژوند کې صداقت او امانت خوښوي ، د شعر ، ادبیاتو او هنر په برخه کې کامیاب شخصیت وي ، کارونه په سرعت سرته رسوي ، خو په مهمو فیصلو کې متردد او دوه زړي وي ، همدا علت دی چې کله ناکله ډیر لوی چانسونه د لاسه ورکوي . د غلي مزاج خاوند دی ، که څه هم اجتماعي شخص دی خو په کور کې کیناستل یې خوښیږي . همیشه د نوو ملګرو د پیدا کولو په لټه او کوشش کې وي ، د ډیپلوماسۍ قوي استعداد لري ، د قوي حافظې خاوند ، مهربانه او ځیرک شخص وي ، شاوخوا کسان ورسره د ډاډ او اطمنان احساس کوي ځکه چې تعامل یې په صداقت او انصاف ولاړ وي ، بیروبار او د خلکو ګڼه ګوڼه یې خوښیږي . خلکو ته نصیحت کول خوښوي خو خلک یې په اسانۍ په نصیحت نه پوهیږي ، د مشکلاتو څخه د راوتلو په چل ډیر ښه پوهیږي او ځان چلینجونو ته نه ورکوي ، ډیر محتاط شخص وي . یو شی یې په اسانۍ نه خوښیږي خو کله چې يې خوښ شي بیا یې همیشه خوښ وي ، خپل مور او پلار پرې تر بل هر چا زیات ګران وي ، د ځینو کسانو په مخ کې بې زړه خو د ځینو نورو په وړاندې بیا ډیر جرئتمند او زړور وي .
*خو له بلې خوا چندان مهارت نه لري ، په پریکړو او فیصلو کې متردد او دوه زړی وي ، ډیر ژر غصه کیږي ، جنجالي شخص وي ، د زړه خبرې چا ته نه بربنډوي ، خفګان او خوشالي دواړه یې تر اندازې زیاته وي . د چا څخه ډیر نه متاثر کیږي خو په اسانۍ تسلیمیږي او کله کله داسې کارونه کوي چې هیڅوک یې په معنی نه پوهیږي .
👈 روغتیایي حالت :
* د هاضمې سیستم یې ډیر حساس دی ، د بدن دفاعي ځواک یې کمزوری دی ، د سرطان ، کولیسټرول او کم خونۍ له ناروغیو سره مخامخ کیدای شي . کبان ، سبزیجات ، میوه جات ، او لبنیات یې د روغتیا لپاره مناسب خوراکونه دي ، اما د چرګانو غوښه ، آم، انګور ، جوار ، نخود ، او د افتاب پرست غوړي یې د صحت لپاره غیر منا سب دي .
C...New Science...!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Contact the business
Telephone
Website
Address
3 Street
Kabul
