02/03/2024
بسم الله والحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله ﷺ ... و بعد :
د معلم الخیر خپرونو قدرمنو څارونکو ! السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
د دعوت او شرعي مبارزې په میدان کې ټولو ته له الله تعالی څخه اخلاص، ثبات او بریالتوب غواړو، دا چې د مختلفو لاملونو له کبله د معلم الخیر ګروپ خپرونې دریدلې وې او ډیری مخلصینو د هغې د بیا پیل غوښتنه درلوده، د الله په فضل او توفیق او ستاسې د مبارکو دعاګانو په نتیجه کې دا خپرونې یو ځل بیا پیل کوو، امید ده چې راسره مل به اوسی او د خیر پدې کار کې به له مونږ سره همکاري کوی او د نورو لپاره به تاسې هم معلم الخیر جوړیږی او دا خپرونې به د ثواب او اصلاح په نیت تر نورو هم رسوی... و اجرکم علی الله، و جزاکم الله خیر
ټیلګرام چینل:
https://t.me/moalem_ul_khair
ټویټر اکونټ:
https://x.com/moalemulkhair?t=wnnBLzwi1toOMAgXDQaaXw&s=09
معلم الخیر خپرندویه اداره
Telegram: Contact @moalem_ul_khair
18/06/2023
✳️۲- د زندان د درسونو سلسله ✳️
✨ فقة الدعوة لومړی درس✨
🔹مولوي عبدالرحمن آخندزاده حفظه الله🔹
🔈Telegram|تلیګرام
🔉Twitter| تویتر
https://t.me/moalemulkhair/56
20/01/2023
د هدایت شپږ اسباب:
۱- انبياءکرام:
هر قوم ته اللهﷻ یو نبي او رسول رالېږلی تر څو ورته د اللهﷻ دین ورسوي او هغه ورته بیان کړي مونږ ته یې آخري پیغمبر محمدﷺرالیږلی.
۲ -آســـــماني کتاب:
د انسانانو د هدایت او انساني ژوند تېرولو لپاره یو جامع، مقدس او مبارک کتاب رالیږلی چې د انسان د ټول ژوند لپاره لارښوونې او قوانین پکې موجود دي(قال الله تعالی:﴿الم ذلِكَ الكِتابُ لارَيبَ فيهِ هُدًى لِلمُتَّقينَ﴾ [البقرة: ١-۲]
۳- ســـــنت نبوي او احادیث:
کوم احکام چې په قرآن کې په صراحت سره نه دي ذکر شوي او د هغې تفصیل د نبي کریمﷺپه مبارکه ژبه مونږ ته پکې بیان شوی وي احادیث او سنت بلل کېږي.
۴- د هدایت ملائکې:
نبي علیه السلام فرمایي:(أن الشیطان لمّة بابن آدم و للملک لمّة) ژباړه: بېشکه شیطان لره دا وس (توان) شته چې بني آدم ته ورنږدې شي ( څه خبره ورته وکړي)او ملکې لره هم شته چې ورنږدې شي( څه خبره ورته وکړي)«جامع الترمذي»
د ملکې خبره داده چې نېکیو او د حق منلو ته یې وربولي نو چا چې دغه د ملکې خبره په زړه کې وموندله نو پوه دې شي چې دا د اللهﷻ له پلوه ده چې الهام ورته ویل کېږي (عزیزالتفاسیر۱/۳۵۰)
۵- رباني علماء او اسلامي دعوتګران:
نبي علیه السلام آخري پیغمبر دی له هغه نه وروسته په هره زمانه کې د اسلامي امت وګړو ته داسلام دعوت او شرعي احکامو بیان د رسول الله ﷺ جانشین(ځای ناستي)رباني علماءکرام،د ژبې،قلم،او هر ډول قربانیو له لارې بیانوي.
۶- سلیم او روغ عقل:
الله عز وجل انسان ته سالم او روغ عقل ورکړی او ددې عقل له لارې هم د ښه او بد، ضرر او فایدې تر منځ فرق کولی شي، خو په دې باید پوه شو چې عقل به د پورته پنځو لارو څخه وروسته د دین په امورو کې استعمالوو(دا په دې معنی چې د یوه کار شرعي حکم راته په قرآن،سنت،رباني علماوو په کتابونو(فقه) او فتواګانو کې پیدا نه شي بیا به هغه کار د عقل له لارې معلومووچې په دې کې فایده ده که تاوان).
د اصلاح القلوب له درسونو څخه
شیخ عبدالرحمن آخندزاده حفظه الله
08/01/2023
شیخ عبدالرحمن آخندزاده نوی درس:مبارک چاته ویل کیږی؟
د مبارک انسان صفات د شیخ عبدالرحمن آخندزاده نوی درس