د پند او عبرت ڪـــيــــسے:

د پند او عبرت ڪـــيــــسے:

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د پند او عبرت ڪـــيــــسے:, Library, Kabul.

14/08/2020

ص

25/06/2020

═══════════ ♥ೋღ☃ღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღ☃ღೋ♥ ══════════

24/04/2020
07/04/2020

کله چې امیرالمؤمنین د خپل ملت تر ټولو غريبې کورنۍ خدمت ته حاضر شو

د غم شریکۍ او مساوات په هکله د بشري تاریخ په نه هیریدونکو پیښو کې یوه هغه پیښه هم ده چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ته د خلافت په دوران کې یوه شپه پیښه شوه.

د حضرت عمر رضی الله عنه دا خوی او عادت ؤ چې د شپې له مخې به په کلیو او کورنو ګرځیده ترڅو د کلیو او کورنو حالات ځانته معلوم کړي، پدې لړ کې امیرالمؤمنین یوه شپه له مدینې منورې څخه بهر ووت او په یوه ژوره کې روان ؤ چې ناڅاپه یې د ژړا غږ واوریده، او د ژړا غږ له یوې داسې خیمې څخه راته چې د هغې په دروازه کې یو سړی هم ولاړ ؤ، امیر المؤمنین د خیمې لوري ته ورغی او په سړي یې سلام واچوه او پوښتنه یې ورځينې وکړه چې هغه څوک دی؟ او ولی ژاړی؟

سړي ورته وویل: زه یو اطرافي اوسیدونکی یم او دلته مدینې ته له امیر المؤمنین څخه د مرستې د غوښتو لپاره راغلی یم، حضرت عمر رضی الله عنه ورڅخه پوښتنه وکړه چې دغه غږ ولې او څنګه رادرومي؟ سړي امیرا لمؤمنین ته وویل چې ځه وروره خپله لار دې وهه، له کوم شي سره دې چې کار نه وي دهغه لټون مه کوه. سړي بیچاره ته څه معلومات ؤ چې دی له امیر المؤمنین او دمسلمانانو له خلیفه سره خبرې کوي، حضرت عمر رضی الله عنه په خپلې پوښتنې ټینګار وکړ، سړی مجبور شو او ورته یې وویل چې زما میرمن ده او د اولاد د زیږیدو دردونه یې دي او له هغې سره هیڅوک هم نشته.

ددې خبرې په اوریدو سره عمر رضی الله عنه په بیړه سره خپل کور ته درومي او خپلې میرمنې حضرت ام کلثوم بنت علي رضی الله عنهما ته یې وویل: ایا ته له هغه ثواب ګټلو سره مینه لرې کوم چې الله تعالی تا ته تیار کړی دی؟ بي بي ام کلثوم ترې پوښتنه وکړه چې هغه څه شی دی؟ عمر رضی الله عنه ټوله کیسه ورته تیره کړه او هغې ته یې وویل چې له ده سره لاړه شې، او له ځان سره د نوي پیدا کیدونکي ماشوم او د مور لپاره د ضرورت وړ توکي له ځان سره واخلي او ورسره د خوراک او څښاک مواد هم له ځان سره واخلي، هغې هم ټول شیان ترتیب او برابر کړل، عمر رضی الله عنه دا شیان ورسره واخیستل او خپله بي بي یې له ځان سره روانه کړه.

څو شیبی وروسته دواړه خیمې ته ورسیدل، بي بي ام کلثوم دننه خیمې ته ولاړه او عمر رضی الله عنه له هغه سړي سره بهر کیناست، اور یې بل کړ او د هغو راوړو شیانو په پخلو یې پیل وکړ، خو تر اوسه دغه اطرافی سړي ته دا معلومه نده چې د دې دنیا له یو عظیم شخصیت او د مسلمانانو له خلیفه سره ناست دی.

په همدې وخت کې کوچنی دننه په خیمه کې پیدا شو، ام کلثوم له خیمې څخه بهر غږ وکړ چې امیرالمؤمنینه! خپل دوست ته د ځوي د پیدایښت مبارکي ورکړه. اطرافي سړي چې کله د ام کلثوم دا الفاظ واوریدل نو پوه شو چې څو شیبې وړاندې یې امیر المؤمنین ته ترخه خبره کړې وه او اوس له هغه سره ناست دی، په ده باندې د ویرې حالت راغی او په کرار دحضرت عمر رضی الله عنه له څنګ څخه لرې شو.

عمر رضی الله عنه هغه ته وویل: ویریږه مه او بې تکلفه کینه، عمر رضی الله عنه پخپله کټوه پخه کړه، ام کلثوم ته یې وویل چې درواخله او د ماشوم مور ته خواړه ورکړه، کله چې د ماشوم مور خواړه وخوړل او مړه شوه نو هغه پاتي یې د سړي مخې ته کیښودل او حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل چې واخله وخوره، ټوله شپه دې په ویښه تیره کړه او تکلیف دې وګاله، او بیا یې ورته وویل چې سبا بیا ماته راشه، زه به ستا د اړتیاوو د پوره کولو فرمان صادر کړم، کله چې سبا دغه سړی د خلافت دربار ته لاړ نو عمر رضی الله عنه دده کوچني ځوي لپاره ورځینی خرڅ مقرر کړ او ده ته یې هم ډیره بخششي ورکړه.

څوک خو دې یو مثال هم وړاندې کړی؟ چې، هغه د شپې خپل خوب او ارام پریښودل، او دخلکو د حالاتو د معلوملو لپاره له کور څخه ووت او چې کله هغه ته معلومه شوه چې یوه حامله ښځه په درد اخته ده او هیڅوک هم د هغې مرسته نه کوي نو دی بیرته خپل کور ته راځي او خپله میرمن له ځان سره بیایي، په خپله د خوراک او څښاک شیان اخلي او په توره شپه کې دواړه د هغه سړي کورته درومي (د چا چې میرمن ناروغه ده)، او هلته د حضرت عمر رضی الله عنه میرمن چې زمونږ په اصطلاح ملکه ده، د وینځې دنده ترسره کوي او پخپله عمر رضی الله عنه اشپزی کوي.

آیا په بشری نفس کې داسې کوم لوړ مثال شته؟ چې هغه تر اوسه پورې د ګردې نړۍ د سلطنت کوم رئیس داسې عمل ترسره کړی وی؟

د استاذ مصطفی سباعی له کتاب ( اسلامی تهذیب او تمدن) څخه

07/04/2020

عبرتنامه کیسی او حدیثونه*

🌹 *له پنده ډکه کیسه🌹*

یوې ډېرې ښکلې نجلۍ غوښتل چې واده وکړي، خو هغې داسې ځوان غوښته چې ډېر تقوا داره او پرهېزګار وي، په همدې توګه یې د خپل واده له پاره درې شرطونه کېښودل، لومړی دا چې خاوند یې باید ټول قرآن کریم تلاوت او تل یې ختم وکړي. دویم دا چې خاوند یې باید ټول کال روژه وي . درېیم دا چې خاوند یې باید ټوله شپه عبادت وکړي او تل د شپې له خوا ویښ پاتې شي، هر ځوان چې وکولای شول دا شرطونه پوره کړي او یا هم له یادو شرطونو سره سم عمل وکړي، نو له هغه سره به واده وکړي .

نجلۍ ډېره ښکلې وه او ډېر خلک ورته په مرکه راتلل، مګر هغوی پوهېدل، چې نه شي کولای دا شرطونه پرځای کړي، مګر یو ځوان حاضر شو، ترڅو دا شرطونه ومني او ترسره یې کړي .

بالاخره نجلۍ هم ومنله، ترڅو له هغه سره واده وکړي، د نکاح مراسم یې ترسره شول، د واده لومړۍ شپه تېره شوه او نجلۍ متوجه شوه، چې خاوند یې نه د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړ او نه هم د عبادت له پاره ټوله شپه ویښ پاتې شو؛ نجلۍ پرېښوده، ترڅو یو څو میاشتې نورې هم تېرې شي او وګوري، چې په خاوند کې یې بدلون را منځته کېږي او که نه؟ مګر په خپل خاوند کې یې هېڅ بدلون ونه لیده او حتا پرله پسې روژه یې هم ونه لیده؛ بالاخره نجلۍ د طلاق غوښتنه وکړه او دواړه محکمې ته لاړل، قاضي پوښتنه وکړه : د واده شرایط څه وو ؟ ځوان ځواب ورکړ : د تل له پاره د قرآن کریم تلاوت او ختم، د کال ټولې ورځې روژه نیول، ټوله شپه عبادت کول . قاضي وپوښتل : آیا ټول شرایط دې پرځای کړي دي ؟

ځوان ځواب ورکړ : هو ښاغلیه !

قاضي وویل : درواغ مه وایه، مېرمن دې وایي، چې له شرطونو څخه یو شرط دې هم نه دی عملي کړی، مګر ځوان په ټینګار سره ویل، چې ټول شرطونه یې ترسره کړي دي .

قاضي وپوښتل : آیا ټول قرآن عظیم الشان دې تلاوت کړی ؟

ځوان ځواب ورکړ : هو .

قاضي په تعجب وپوښتل : څنګه او څه ډول ؟

ځوان ځواب ورکړ : ښاغلیه ! زه د ورځې درې ځله د اخلاص سوره لولم او حضرت نبي کریم (ص) فرمایلي : هر هغه څوک چې درې ځله د اخلاص سوره ولولي، نو د قرآن کریم د یوه ختم معادل دی .

قاضي پوښتنه وکړه : څه ډول دې روژه ونیوله ؟

ځوان ځواب ورکړ : ښاغلیه ! ما د رمضان له میاشتې وروسته د شوال شپږ ورځې روژه ونیوله او حضرت رسول الله (ص) فرمایلي : څوک چې د رمضان میاشت او د شوال میاشتې شپږ ورځې روژه ونیسي، نو داسې ده لکه ټول کال یې چې روژه نیولې وي .
قاضي وغوښتل، ترڅو خپله وروستۍ پوښتنه له ځوان څخه وپوښتي او ښه پوهېده، چې دې پوښتنې ته به یې ځوان ځواب ونه لري او وې ویل : آیا ټوله شپه دې عبادت کاوه ؟ ځوان په ډېره سړه سینه د یوې شېبې له پاره چوپتیا اختیار کړه او په موسکایې وویل : هو ! مېرمن یې او قاضي دواړه د دې ځواب په اورېدو حیران شول او قاضي وپوښتل : څه ډول؟ ځوان ځواب ورکړ : زه تل د ماخوستن او سهار لمونځ په جماعت ادا کووم . په دې اړه نبي کریم (ص) فرمایلي : هرڅوک چې د ماخوستن او سهار لمونځونه په جماعت ادا کړي، نو معادل د دې ده، چې ټول شپه یې په عبادت تېره کړې وي. قاضي ځوان ته په حیرانتیا سره وکتل او هوډ یې وکړ، ترڅو خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، مېرمنې او خاوند ته یې وویل : لاړشئ، ستاسو په واده کې هېڅ ستونزه نه شته
#عــبـــرت
که ټوله شپه عبادت نسی کولی فقط دماخستن اوسهارلمونځ په جماعت وکړه که ټول قران کریم هره ورځ نسی لوستلی فقط دری ځله داخلاص مبارکه سوره(قل هوالله احد)خوحداقل وولوله که ټول کال دروژی نیولوتوان نلری فقط شپږورځی دشوال(کوچنی اختر)میاشتی روژه ونیسه ترڅوالله هومره اجردرکړي ...

07/04/2020

ولید بن عبد الملک د وخت خليف يوه مسجد ته ورننوتی ، هلته يې يو سړي وليدي چي عمر یې ډیر زیات ؤ ، د لوري او مسکنت علامې پر ښکاره وې ، د زوړ واله څخه يې هډوکي خوړه سوي او ملا یې کړه سوې وه ، وریښتان يې سپین سوي وه او په دعاء مشغوله ؤ ، کله چي وليد ور نژدې سو وایې ورېدل چي دغه ضعيفه او سپین ږیري سړئ په دعاء کی د عمر د اوږدوالي او ډېروالي خواست او غوښتنه کوي ، وليد غوښته چي خوش طبعي یا ټوکه ور سره وکړي نو یې ورته و ویل : اې سپین ږیرې ! ستا نور هم ژوند خوښ دی ؟ سره د دې چي ته دغه د ضعف او سپین ږیرتیا په حالت کې یې ؟ سړي وویل : یا امیرالمؤمنین ! کوچنیوالی او عبث کارونه يې تېر سوه ، ځوانۍ او لهوولعب يې شا راوګرځول ، اوس لوی واله او عقل یې راغله ، ضعف او فضیلت یې راغله ، که مي په ځان کی صحت او قوت حس کړه د رب شکر او حمد وایم ، که مي ضعف او کمزوري حس کړه خپل رب را په یادیږي او عبادت يې کوم ، نو دا زما خوښه ده چي دغه دوه خویونه دوام وکړي او تر ډېره را سره پاته سي .

Photos from ‎د پند او عبرت ڪـــيــــسے:‎'s post 07/04/2020

"It's just one straw, it's just one disposable cup, it's just one plastic bag" - 7.4 billion people.

07/04/2020

کله چي په تيره غشی هوسۍ زخمی شوه
نو د خکاری په لور یی وکتل
او وی ویل
همدا تاسی اشرف المخلوقات یاست
😢😢😢

31/03/2020

*د انساني بدن په اړه ښکلی معلومات :*



① • معده(Stomach) هغه وخت په تکلیف وي کله چې انسان د سهار ناشته نه کوي.

② • پوښتورګي (Kidneys) هغه مهال په وېره کې وي، کله چې انسان په ۲۴ ساعته کې یو ګلاس اوبه هم نه چیښي.

③ • تریخی(Gall Bladder) هغه وخت په مشکل کې وي کله چې انسان د شپې تر ۱۱ بجو ویديږي نه او له لمر راختلو مخکې راپورته کیږي نه.

④ • کوچنۍ کولمې(Small Intestines) هغه مهال پرېشانه وي کله چې تاسې یخ مشروبات چیښئ او سړه ډوډۍ خورئ.

⑤ • غټي کولمې(Large Intestine) هغه مهال ستړي وي کله چې انسان ډېر زیات سور شوی یا مصاله لرونکی شی خوري.

⑥ • سږي(Lungs) هغه وخت زیات تکلیف احساسوي کله چې تاسې د سګریټ او بیړۍ له دود ډکه فضا کې سا اخلئ.

⑦ • اینه(Liver) هغه وخت تکلیف احساسوي کله چې تاسې ډېر درانه خواړه او فاسټ فوډ خورئ.

⑧ • زړه(Heart) هغه وخت د مشکل سره مخ کیږي کله چې انسان ډېر تریو یا ډېر کولیسټرول لرونکي خواړه خوري.

⑨ • سترګي(Eyes) هغه وخت په تکلیفیږي کله چې په تیاره کې پر هغوی د کمپیوټر او موبایل تېزه رڼا پرېوځي.

⑩ • دماغ(Brain) هغه مهال ډېر ستړی وي کله چې تاسې منفي فکر کوئ.

👌 يادونه موږ په خپلو سپېڅلو دعاګانو کې مه هېروئ

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul