کتاب ښار - شهر کتاب

کتاب ښار - شهر کتاب

Share

هغه کتابونه مو چې لوستي او خوښ کړي مودي را وپېژنئ - کتاب هاییرا که خوانده و پسندیده اید بما بشناسانید -

29/10/2014

المبسوط
======

دا کتاب د شمس الدین ابوبکر محمد بن ابی سهیل السَرَخسي تالیف دی چې د کتاب، باب او فصل په نوم شاوخوا شپږسوه اویا عنوانونه لري او د حنفي فقهې «موسوعه» یعنې دایرةالمعرف ورته ویل کېدلای شي.
شمس الائمه السرخسی د ماوراءالنهر له سترو علماوو څخه ګڼل شوی چې د ۴۳۸ هـ.ق. شاوخوا کې تېر شوی دی.
محمد بن الحسن الشیباني (په ۱۳۱ هـږق. کې زېږېدلی) د ابو حنیفه، ابو یوسف، زفر او حسن رضی الله عنهم څخه روایت شوي فقهي مسایل له خپلو مسایلو سره یوځای کړل او په شپږو کتابونو کې یې راټول کړل:
- المبسوط
- الزیادات
- الجامع الصغیر
- الجامع الکبیر
- ا السیر الصغیر
- السیر الکبیر.
په دغو شپږو کتابونو کې چې کوم مسایل راغلي دي، فقهاوو و رته «الاصول» او «ظاهرالروایه» مسایل ویلي دي.
د محمد بن حسن الشیباني رضی الله عنه په دغو شپږو کتابونو کې مسایل بیا، بیا او تکرار راغلي دي.
وروسته، محمد بن احمد بن عبدالله بن عبدالسید بن اسماعیل بن الحاکم المروزي چې په «الحاکم الشهید» هم مشهور دی او د ۳۳۴ هـ. ق. کال په شاوخوا کې تېر شوی دی، د یادو شپږو کتابونو له محتویاتو مکررات حذف کړل او شپږ واړه یې د «الکافی» تر عنوان لاندې په یو کتاب کې راټول کړل .
همدغه «الکفی»، شمس الائمه السرخسي په دېرشو اجزاوو کې شرح کړی دی چې د دې شرحې نوم هم «المبسوط» دی او د سرخسي په المبسوط شهرت لري.
شمس الائمه السرخسي د شمس الائمه ابوبکر محمد بن عبدالعزیز بن احمد خلوانی شاګرد دی چې د خپل استاد په تخلص متخلص شوی دی. دواړه، استاد او شاګرد، شمس الائمه بلل کېږي.
شمس الائمه السرخسی چې د خپل وخت تر ټولو ستر عالم و، وایي چې پر الله تعالی باندې تر ایمان درلودو وروسته، لوی او ستر فرض د علم طلب دی، لکه رسول الله صلی الله علیه و سلم چې فرمایلي دي: «طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة» او دا یې هم ویلي دي ، صلوة الله علیه و سلامه، چې «العلم میراث النبوة». رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي «ان الانبیاء علیهم الصلوة و السلام لم یورثوا د یناراً و لا درهماً و انما ورثوا العلم فمن اخذ به اخذ بحظٍ وافر».
علمونه دوه دي: یو د توحید او صفاتو علم دی او بل د فقهې او شرایعو علم دی.
د توحید علم له کتاب الله او سنة الرسول الله څخه زده کول کېږي نو توحید پر کتاب او سنت تمسک دی او له هواء او بدعت څخه ځان ساتل دي. صحابه، تابعین و صالحان سلف په همدې لاره روان ول. خو د فقهې او شرایعو علم «خیر کثیر» دی، لکه الله جل عظمته چې ویلي دي: «يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ» البقره – ۲۶۹.
ابن عباس رضی الله عنه ویلي دي: «الحکمة معرفة الحکام من الحلال و الحرام» چې دا حکم الله تعالی داسې بیان کړی دی: «وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ» التوبه – ۱۲۲. (مومنانو ته نه دي په کار چې له یو بل سره شخړه وکړي، له هر اړخه به یوازې هغه کسان سره مخامخ کېږي چې د دین په چارو پوهېږي او خپل قوم به وېروي نو دوی به ځان وساتي). د انذار او دعوت دنده علماوو ته ورکول شوې ده چې فقیهان وي او دا د انبیاوو دنده ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي:«من یرد الله به خیرا یفقهه فی الدین» او دا هم، صلی الله علیه و سلم ویلي دي: «خیارکم فی الجاهلیة خیارکم فی الاسلام اذا فقهوا»
لومړی کس چې په فقه کې یې تالیف کړی دی هغه سراج الامه ابو حنیفه رضی الله عنه دی چې بیا یې ابو یوسف یعقوب بن ابراهیم بن خُنیس الانصاری رحمة الله علیه او محمد بن حسن او زفر بن هذیل او بیا محمد بن حسن الشیبانی رحمةالله علیه ملګرتیا کړې ده.
د شمس الائمه السرخسی په کتاب، المبسوط، کې د هرې دیني او دنیوي ستونزې ځواب او حل موندل کېدلای شي. سمش الائمه السرخسی رحمةالله علیه خپل کتاب، المبسوط، په خوږه او اسانه عربي ژبه لیکلی دی. جزاّ الله تعالی خیر الجزاء. آمین.

(زین الله منلی)

Photos 07/08/2014

د حلیم تنویر له پاڼې په مننه:

کتاب: زنان سخنور و نامور افغانستان
نوشته و تحقیق دکتور محمد حلیم تنویر
Eloquent & Famous Women of Afghanistan
By: Dr.M.Halim Tanwir

کتاب زنان سخنور و نامور افغانستان برای بار دوم در افغانستان به نشر رسیده و جهت استفاده علاقمندان کتاب عرضه شد. این کتاب ادبی -تاریخی بیانگر شرح حال، نونه کلام و نقش زنان را در مورد افغانستان در ۳۰۰ صفحه شرح نموده است، یکی از منابع مستند ادبی افغانستاناست .دراین کتاب از مشاهیر زن در ادبیات دری و پشتو و بازگو کننده تاریخ افغانستان نیز است. در مقدمه کتاب تاریخ مختصر ادبیات افغانستان نیز شرح شده است.
انستیتوت تحقیقات افغانستان Research & Reconstruction Institute of Afghanistan (RRIA) در هالند و همکاری ریاست جمهوری افغانستان در نشر این کتاب همکاری نمودند و (بنیاد فرهنگی تنویر) Cultural Foundation of TANWIR را در تحقق آرمان های فرهنگی افغانستان با نشر این کتاب باری نموده اند.
جهت دسترسی باین کتاب با ایمیل : [email protected] با ذکر خصوصیات تان در تماس شوید.
فهرست مطالب این کتاب:
زنان سخنور و نامور افغانستان
فهرست
پیشگفتار
سخن کوتاه در باب زبان وادبیات دری
بخش یکم
تاریخ مختصرادبیات دری
سیر زبان ادبی از اوائل گسترش اسلام تا امروز
زبان دری قبل از اسلام
خراسان(افغانستان قدیم) و ادبیات دری
1 - دورهء طاهریان پوشنج . 2 – دورهء صفاریان سیستان . 3 – دوره سامانیان بلخ. 4 – دورهء غزنویان غزنه. 5 – دوره سلجوقیان بلخ و سمرقند و هرات و دورهء غوریان غور. 6 – دورهء خوارزمشاهیان خوارزم و بلخ. 7 – حکمروایی چنگیز و اولاده اش. 8 – دورهء تیموریان هرات.
دونیم قرن تجاوز و سلطه بیگانگان
1 – تجاوز صفوی ها و انحطاط ادبیات دری
2 – هجوم شیبانی ها به شمال افغانستان
3 – تسلط مغول ها (اولاده تیموری) و انتقال تمدن و ادبیات از افغانستان به هند
تأثیر زبان دری از قرن پنج تا به امروز در هند
بابری ها وتأثیر پذیری فرهنگی
ادبیات دری از دوره احمد شاه بابا ابدالی تاکنون
دری و پشتو زبان مشترک و رسمی افغانستان
بیدل شناسی در افغانستان
ادبیات معاصر افغانستان
- ادبیات دری در افسانه و فلکلور
- ریشه لغوی زبان دری
-علل تشابه زبان های دری و فارسی
- استفاده نابجای کلمه فارسی به عوض دری
دری فارسی قدیم نیست
زبان دری نه (فارسی دری) و نه (دری فارسی) است
فارسی بازمانده زبان پهلوی و لهجه ء متأثر شونده از زبان دری است
- نفوذ کلمات بیگانه در زبان های دری و فارسی
زبان دری از دیدگاه شاعران
مآخذ و پی نوشت ها بخش یکم
بخش دوم
تاریخ و اصالت زبان پشتو
- پشتو در کتیبه های هخامنشی ها
- وجه تشابه زبان های پشتو و دری
- خوشحال خان ختک
مآخذ و پی نوشت های بخش دوم
بخش سوم
زنان نامدار افغان قبل از اسلام
مآخذ و پی نوشت های بخش سوم
بخش چهارم
زنان سخنور ادبیات (دری و پشتو) افغانستان
(از آغاز قرن چهارم هجری تا استرداد استقلال افغانستان در 1298ش/1919م.)
بخش پنجم
زنان نامدار افغانستان بعد از اسلام
(مآخذ و پی نوشت ها بخش چهارم و پنجم)
بخش ششم
زنان نامور معاصر افغانستان
داستان نویسان زن در ادبیات جدید
شاعران معاصر ادبیات (دری-پشتو) افغانستان
مآخذ و پی نوشت های بخش ششم
فهرست الفبایی زنان سخنور و نامور افغانستان
نقشه های تاریخی افغانستان
1 – نقشه افغانستان در ازمان مپراتوری غزنویان و غوری ها.
2 – نقشه افغانستان در دوره امپراتوری تیموری ها
3 – نقشه افغانستان در دونیم قرن تجاوز صفوی ها، شیبانی ها و مغول ها
4 – نقشه امپراتوری احمد شاه بابای ابدالی
کتاب: زنان سخنور و نامور افغانستان
نوشته و تحقیق دکتور محمد حلیم تنویر
Eloquent & Famous Women of Afghanistan
By: Dr.M.Halim Tanwir
کتاب زنان سخنور و نامور افغانستان برای بار دوم در افغانستان به نشر رسیده و جهت استفاده علاقمندان کتاب عرضه شد. این کتاب ادبی -تاریخی بیانگر شرح حال، نونه کلام و نقش زنان را در مورد افغانستان در ۳۰۰ صفحه شرح نموده است، یکی از منابع مستند ادبی افغانستاناست .دراین کتاب از مشاهیر زن در ادبیات دری و پشتو و بازگو کننده تاریخ افغانستان نیز است. در مقدمه کتاب تاریخ مختصر ادبیات افغانستان نیز شرح شده است.
انستیتوت تحقیقات افغانستان Research & Reconstruction Institute of Afghanistan (RRIA) در هالند و همکاری ریاست جمهوری افغانستان در نشر این کتاب همکاری نمودند و (بنیاد فرهنگی تنویر) Cultural Foundation of TANWIR را در تحقق آرمان های فرهنگی افغانستان با نشر این کتاب باری نموده اند.
جهت دسترسی باین کتاب با ایمیل : [email protected] با ذکر خصوصیات تان در تماس شوید.

فهرست مطالب این کتاب:

زنان سخنور و نامور افغانستان

فهرست
پیشگفتار
سخن کوتاه در باب زبان وادبیات دری

بخش یکم

تاریخ مختصرادبیات دری
سیر زبان ادبی از اوائل گسترش اسلام تا امروز
زبان دری قبل از اسلام
خراسان(افغانستان قدیم) و ادبیات دری
1 - دورهء طاهریان پوشنج . 2 – دورهء صفاریان سیستان . 3 – دوره سامانیان بلخ. 4 – دورهء غزنویان غزنه. 5 – دوره سلجوقیان بلخ و سمرقند و هرات و دورهء غوریان غور. 6 – دورهء خوارزمشاهیان خوارزم و بلخ. 7 – حکمروایی چنگیز و اولاده اش. 8 – دورهء تیموریان هرات.
دونیم قرن تجاوز و سلطه بیگانگان
1 – تجاوز صفوی ها و انحطاط ادبیات دری
2 – هجوم شیبانی ها به شمال افغانستان
3 – تسلط مغول ها (اولاده تیموری) و انتقال تمدن و ادبیات از افغانستان به هند
تأثیر زبان دری از قرن پنج تا به امروز در هند
بابری ها وتأثیر پذیری فرهنگی
ادبیات دری از دوره احمد شاه بابا ابدالی تاکنون
دری و پشتو زبان مشترک و رسمی افغانستان
بیدل شناسی در افغانستان
ادبیات معاصر افغانستان
- ادبیات دری در افسانه و فلکلور
- ریشه لغوی زبان دری
-علل تشابه زبان های دری و فارسی
- استفاده نابجای کلمه فارسی به عوض دری
دری فارسی قدیم نیست
زبان دری نه (فارسی دری) و نه (دری فارسی) است
فارسی بازمانده زبان پهلوی و لهجه ء متأثر شونده از زبان دری است
- نفوذ کلمات بیگانه در زبان های دری و فارسی
زبان دری از دیدگاه شاعران
مآخذ و پی نوشت ها بخش یکم

بخش دوم

تاریخ و اصالت زبان پشتو
- پشتو در کتیبه های هخامنشی ها
- وجه تشابه زبان های پشتو و دری
- خوشحال خان ختک
مآخذ و پی نوشت های بخش دوم

بخش سوم
زنان نامدار افغان قبل از اسلام
مآخذ و پی نوشت های بخش سوم

بخش چهارم
زنان سخنور ادبیات (دری و پشتو) افغانستان
(از آغاز قرن چهارم هجری تا استرداد استقلال افغانستان در 1298ش/1919م.)

بخش پنجم
زنان نامدار افغانستان بعد از اسلام
(مآخذ و پی نوشت ها بخش چهارم و پنجم)

بخش ششم
زنان نامور معاصر افغانستان
داستان نویسان زن در ادبیات جدید
شاعران معاصر ادبیات (دری-پشتو) افغانستان
مآخذ و پی نوشت های بخش ششم

فهرست الفبایی زنان سخنور و نامور افغانستان

نقشه های تاریخی افغانستان
1 – نقشه افغانستان در ازمان مپراتوری غزنویان و غوری ها.
2 – نقشه افغانستان در دوره امپراتوری تیموری ها
3 – نقشه افغانستان در دونیم قرن تجاوز صفوی ها، شیبانی ها و مغول ها
4 – نقشه امپراتوری احمد شاه بابای ابدالی
LikeLike · · Share

29/07/2014

کونت دو مونتې کریستو : د الساند دږما ناول - د محمود حبیبي ژباړه او لنډون - د کتاب ښار چاپ


الکساندر دوما (Alexandre Dumas) ستر فرانسوی لیکوال په ۱۸۰۲ زېږدي کال کې زېږېدلی او په ۱۸۷۰ کې مړ دی. دوما ګڼ شمېر ناولونه، د تیاتر ډرامې او تاریخي کتابونه لیکلي او مقالې یې د وخت په مطبوعاتو کې خپرې شوې دي. خو د الکساندر دوما نړۍوال شهرت د هغه د تاریخي ناولونو له برکته دی.

په تاریخي ناول کې لیکوال یوه تاریخي پېښه یا تاریخي دوره د خپلې کیسې د زماني او مکاني چاپېریال په توګه ټاکي ، ریښتینې تاریخي څېرې او خیالي کرکټرونه په کې یو ځای لوبوي او هڅه کوي چې کیسه د امکان تر حده واقعیتونو ته نېږدې و ښیي. تاریخي ناول لیکنه په اتلسمه پېړۍ کې پیل شوې، په نولسمه پېړۍ کې یې وده کړې او تر اوسه لا خپل مینه وال لري.

الکساندر دوما په لسګونو تاریخي ناولونه لیکلي چې تر ټولو مشهور یې «درې ټوپکچيان»، «کونت دو مونتې کریستو»، «د ملکې غاړه کۍ» او «تورغاټول»[1] دي.


کاندید اکادیمیسین محمود حبیبي د هېواد نامتو لیکوال، ژورنالیست او سیاستوال په ۱۳۰۳ لمریزکال کې په کابل کې زېږېدلی دی.ثانوي زده کړې یې د کابل په «استقلال لېسه» کې کړې دي او دکتورا یې په فرانسه کې اخیستې. د هېواد په مطبوعاتو کې یې د پام وړ کارونه کړي دي، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت، د مشرانو جرګې د ریاست او د افغانستان د ژورنالیساتنو د اتحادیې د مشر تابه په شمول یې لوړې دولتې دندې هم اجرا کړې دي.
د الکساندر دوما تاریخي ناول «کونت دو مونتې کریستو» په ۱۸۴۵ – ۱۸۴۶ کلونو کې په نېږدې یونیم زر مخونو کې چاپ شوی دی. د کتاب د کیسې مهال له ۱۸۱۵ څخه پیلېږي. ناپلیون بونپارت چې د فرانسې تر انقلاب وروسته یې د امپراتور په نامه نېږدې ټوله اروپا تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه، لومړی څل د ۱۸۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې ماتې و خوړه، له واکه ایسته شو او د اېلب په ټاپو کې بندي شو. د بوناپارت پلویانو (چې «بوناپورتیستان» بلل کېدل) لا هڅه کوله چې يو ځل بیا د ناپلیون د واکمنۍ له پاره زمینه برابره کړي په داسې حال کې چې د اتلسم لویي شاهي حکومت د بوناپارت او د انقلاب پلویان په شدت ځپل. ناپلیون بوناپارت په ۱۸۱۵ کې د اېلب له ټاپو خخه په تېښته بریالی کېږي او یو وار بیا د همدغه کال د مارچ په شلمه قدرت ته رسېږي خو دا ځل یې امپراتوري له سلو ورځو ډېر دوام نه کوي او د ۱۸۱۵ د جون په ۱۸ د واترلو په چګړه کې ماتې خوري او تر مرګه د «سنت هېلین» په ټاپو کې بندي ساتل کېږي. ورپسې شل، دېرش کاله په فرانسه کې د سیاسي نا ارامیو او اختناق دوره بلل کېدای شي چې د دې کیسې ټولې پېښې په همدې دورې کې دي.
محمود حبیبي دغه خورا ستر او پېړ اثر هغه مهال چې لا د نولس کلو و او په استقلال لېسه کې یې زده کړه کوله له فرانسوي څخه پښتو ته را لنډ کړ. د وخت د مطبوعاتو مستقل ریاست (چې وروسته د «طلاعاتو او کلتور وزارت» شو) دې اثر ته د ژباړې لومړۍ جایزه هم ورکړه.
په ۱۳۸۷ کال کې - هغه مهال چې زه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د فرهنګي معینیت سرپرست وم – استاد حبیبي را ته په یوه تلېفوني تماس کې د خپل دغه اثر یادونه وکړه. له نېکه مرغه ما وکړای شول چې دغه اثر په ملي ارشیف کې و مومم او د چاپولو له پاره یې اماده کړم.
په تېرو شاوخوا شپېتو کلونو کې د پښتو ژبې په املا او انشا کې ډېر بدلونونه راغلي دي نو د استاد حبیبي په اجازه ما د دې اثر د بیا کتلو چاره پرغاړه واخیسته، له اصل فرانسوي متن سره مې پرتله کړ. هڅه مې کړې ده چې د امکان تر حده د ژباړن د لیکلو سبک او طرز پر خپل حال پرېږدم. یوازې یو نیم ځای چې د ژباړڼ لیکنه را ته له اوسني دود څخه ډېره لېرې ښکاره شوه، هغه مې په ډېر لږ بدلون له نوي دود سره برابره کړې او په څو مواردو کې چې ژباړل شوی متن له اصل سره همغږه نه و، اصل ته مې رجوع وکړه.
همدا راز د محمود حبیبي لنډه کۍ مقدمه او د کیسې د چاپېریال توضیح چې له دغو
کرښو سره یې تداخل درلود زموږ په چاپ کې نه دي راغلي خو د دې له له پاره چې د اثر تاریخي ارزښت مو خوندي کړی وي او لوستونکو ته مو د راغلو بدلونونو یوه بېلګه وړاندې کړې وي، دغه څو پاڼې د کتاب په سر کې په عکسي بڼه ځای شوې دي.

[۱] د تور غاټول یو لنډون د ښاغلي آرینزي په قلم، په پښتو ژبه چاپ شوی دی

د مونټې کرسټو نواب | Safia Haleem: صفيه حليم 29/07/2014

کونت دو مونتی کریستو : د الکساندر دوما ناول : صفیه حلیم یې را پېژني
یادونه: د دې ناول یو بل لنډیز مرحوم محمود حبیبي تیار کړی و چې د کتاب ښار له خوا خپر شوی دی.

http://www.safiahaleem.com/?p=1809

د مونټې کرسټو نواب | Safia Haleem: صفيه حليم کاونټ اوف مونټې کرسټو د فرانسوي ژبې ناول دې چې اليگزانډرډوما په ۱۸۴۴ م کی وليکلو. ک...

29/07/2014

د ګارسیا مارکېز شهکار ناول «سل کاله یوازې والی» : صفیه حلیم یې را پېژني.

http://www.safiahaleem.com/?p=2759

Photos from ‎کتاب ښار - شهر کتاب‎'s post 22/07/2014

اژدهاى خودي ، ځانځاني ښامار او ego monstre
===========================

د پوهاند مجروح اثر اژدهاى خودي په ١٣٥٢ کال کې په کابل کې چاپ شو او ورپسې په ډېره کمه موده کې بيا په وږمه مجله کې يې ټوټې ټوټې پښتو متن خپور شو او څو کاله وروسته په فرانسه کې همدغه اثر په فرانسوي ژبه چاپ او خپور شو. زه د اژدهاى خودي سره تقريباً له ٣٥ کالو راهيسې اشنايي لرم او زما دپاره همېشه يو سوال موجود و هغه دا چې تر کومه ځايه چې زه د ترجمې په فن پوهېږم دغه پښتو اثر د دري ترجمه نه ده او فرانسوي نه د پښتو او نه د فارسي ترجمه ده. ډېر زيات فرقونه سره لري. په دې باندې ما ډېر چورت وواهه او بالاخره دې نتيجې ته ورسېدلم چې دا يو اثر نه دى. درې اثره دي. درې بېل بېل کتابونه دي چې په يوه موضوع ليکل شوي دي. د يوه موجود درې بېل عکسونه دي چې د درې بېلابېلو زاويو نه اخيستل شوي دي.
د اژدهاى خودي اول چاپ په دري ژبه و. دا د پوهاند مجروح يعنې د افغانستان د يو ستر علمي مرکز چې په هغه وخت کې په آسيا کې ستر علمي مرکز و د استاد يو اثر و . په دې اثر کې هغه غوښتل چې د سنايي ، مولانا او قبال او تر يوه حده د عطار د خودۍ پيغام خپلو شاګردانو ته وروپېژني. خودي يو ډېر پېچلى مفهوم دى. په دري ادبياتو کې او په اسلامي تصوف کې خودي تر ډېره حده متضاد مفاهيم لري. منصور چې د خودۍ خبره کوي وايي : (( اناالحق )) ، سنايي بيا خودي ((ځان غوښتنې او خود پرستۍ)) ته وايي ، مولانا چې د خودۍ خبره کوي وايي : (( آنچه اندر وهم نايد آن شوم. )) ، اقبال چې د خودۍ خبره کوي ((د جوانان عجم د پاره د آزادۍ پيغام)) لري. دغه ټولې خودۍ سره بېلې دي مګر ټول د خودۍ په يوه کلمه افاده کېږي.
پوهاند مجروح افغان دى ، سنايي پېژني ، مولانا پېژني ، اقبال سره آشنا دى ، خوشحال سره يې لوبې کړې دي ، مګر غرب ته هم تللى ، سارتر يې هم لوستى ، افلاتون هم پېژني د افلاتون سمڅې ته هم ورننوتى دى. نو هغه چې غواړي چې خپلو شاګردانو ته دغه مفهوم ، دغه پېچلى مفهوم په يو وار وراوروي د دې د پاره ډېر سليس ، روان او فصيح دري نثر کاروي او په دغه اثر کې د خودۍ بېل بېل اړخونه څېړي. په هغه وخت کې په افغانستان کې سور ښامار لا نه و راغلى ، په افغانستان کې اور نه و بل شوى. هغه وخت افغانان د فکر کولو وخت درلود نو د اژدهاى خودي اول دوه څرخونه د انسانيت په باره کې فکر دى. انسانيت څېړي.
وروسته بيا استاد مجروح د اژدهاى خودي يوه بله بڼه د ځانځانۍ ښامار وړاندې کوي. دلته له بلې زاويې ورته کتل شوي دي. اول د ځانځانۍ ښامار ژبه بدله ده. د ځانځانۍ ښامار فلسفي ژبه نه ده. دلته فيلسوف نه غږېږي ، دلته شاعر غږېږي. او ويلي يې دي چې : (( الشعرا تلاميذ الرحمن )) نو تر دې حده يې ځان په تلاميذ الرحمن کې راوستى دى چې د ځانځانۍ ښامار غونډ يو فصل د سورة الرحمن په وزن باندې ليکل شوى دى. دلته مجروح هماغه مفهوم ، هماغه د خودۍ مفهوم د قبيلوي جامعې د اړخه څېړي. خودۍ ته نه ګوري ځانځانۍ ته ګوري ، تفرقې ته ګوري يعنې د يو انسان د شخصيت جوړېدل دلته مطرح نه دي. دلته د يو انسان د جوړ شخصيت ورانېدل مطرح دي. دلته د انسانو د پاره او خصوصاً په قبيلوي ټولنه کې د انسان فردي مسوليت مساله مطرح ده. په متمدنه ټولنه کې انسان فردي مسوليت لري. په قبيلوي ټولنه کې انسان دسته جمعي مسوليت لري. جزا فردي ده مګر مسوليت دسته جمعي دى. نو دلته د ځانځانۍ خبره رامنځ ته کېږي. هر څوک خپلې خواته ځي هر څوک په بېله لار ځي. لارې سره بېلېږي. او هماغه د خودۍ احساس چې په دري کې اژدها شوى و او ښار يې خوړ، په پښتو کې ښامار ترې نه جوړېږي بيا هم ښار خوري مګر په بل ډول يې خوري.
د فرانسوي ego monstre بيا يو بل رنګ لري. هلته مجروح د هغه چا سره خبرې کوي چې سارتر او افلاتون يې خپل دي. په متن کې يې لوستي دي. د نژدې نه يې پېژني، مګر سنايي سره آشنايي نه لري ، مولانا نه پېژني ، خوشحال سره آشنا نه دي. د هغوى د پاره په بله ژبه خبرې کول پکار دي. د منطق په ژبه ورته خبرې کول پکار دي ، د استدلال په ژبه ورته خبرې کول پکار دي. دلته شايد يو بل مشکل هم پيدا شي او هغه دا چې که ژبې ته وګورې د دري په ډېر ساده ، روان ، فصيح او سليس دري نثر ليکل شوى و. پښتو اثر چون د مجروح احساسات پکې د مجروح تر فلسفې غالب دي د کونړ په پښتو ليکل شوى دى، تر يوه حده نامعياري پښتو ده. په ټول کتاب کې ((سره)) (( سه )) لوستل کېږي ، ځکه چې هلته مجروح خپل ځان ښکاره کوي. هغه څه چې د ده په تل کې دي هغه ښکاره کوي او د بېلګې په توګه د ځانځانۍ ښامار په پيل کې د يوې درې خبرې کېږي چې هغې درې کې ځوانان او پېغلې سره يو ځاى ژوند کوي او د سيند په غاړه سره لوبېږي. په نا آشنا سندرو کې د کونړ سيند ته وايي :
ستا ساحل کې کړې ما ډېرې خاپوړې
کلاګۍ د شګو ما کړې ډېرې جوړې
ستا په غاړه ما وهلي ډېر دانګونه
ما په خوب همېش ليدلي ستا موجونه
ستا بهير ته ما کتلي په وار وارې
ستا ګودر ځاى د ديدار و د دلدارې
همدغه تصوير چې دى د کونړ سيند ته يې وايي د ځانځانۍ ښامار کې هم همدغه تصوير شته. يعنې کله چې دى ځانځانۍ ښامار ليکي ،دى هماغه ماشوم دى چې په کونړ کې د سيند په غاړه کې لوبې کوي.
په فرانسوي باندې چې ليکل کوي، مجروح په فرانسوي باندې حاکم دى ، مشکل پکې نه لري، مګر خپل کتاب پخپله نه ژباړي. بل چا ته وايي چې ويې ژباړي.دا هم علت لري. زما په نظر علت يې دا نه دى چې دى پخپله فرانسوي شک لري. علت يې دا دى چې دى غواړي چې هغه څوک چې دى ورته خبرې کوي د ده په خبره پوه شي او د دې د پاره بهترينه د اطمينان د حاصلولو وسيله دا ده چې هغه څوک يې چې ليکي هغه پخپله ښکاره کړي چې پوه شوى دى پرې. نو مجروح د ځانځانۍ ښامار يا اژدهاى خودي په کابل کېاو ته لولي ، پخپله يې ورته ترجمه کوي مګر بيا هغوى ته کامله آزادي ورکوي چې په فرانسوي يې هغوى وليکي. نو په حقيقت کې موږ د درې کتابونو په مخ کې يو . درې بېل کتابونه چې درې بېل اړخونه يې پکې څېړلي دي. ما خو د خودۍ په موضوع باندې خبرې وکړلې. په دري کې مې په خودۍ خبرې وکړلې او د پښتو په ځانځانۍ مې خبرې وکړلې . په فرانسوي کې د ځانځانۍ ښامار ايګو مونست ( ego monster) راځي. دلته د ايګو مساله مطرح کېږي. ايګو په لاتيني کې (( زه )) يعنې بيا هماغه د عنانيت مساله ده. مګر ايګو په غربي فلسفه کې او په غربي سايکولوژۍ کې په غربي ارواپوهنه کې ډېر تحول کړى دى. د انسان د شخصيت د رشد يوه مرحله ده. دغه مرحله زموږ د خودۍ سره ډېر فرق لري. نو ځکه په ايګو مونست کې هغه څه نشته چې زموږ په ځانځانۍ ښامار کې دي يا اژدهاى خودي کې دي. يو بل ټکى چې په درې واړو آثارو کې بېل دي هغه د لاروي ټکى دى. په دري کې (( رهگذر)) دى. که د رهگذر کلمې ته وګورو يوه لاره ګورو او يو انسان ګورو چې د يوه ټکي نه بل ټکي ته ځي. دلته د يوې مرحلې نه بلې مرحلې ته د ګذار مساله مطرح ده. انتقال مطرح دى ، تکامل مطرح دى ، پرمختګ مطرح دى.
پښتو کې چې خبرې کوي لاروى يادوي. لاروى د لارې سره تړلى دى. هغه د لارې سره يو دى. په لاره ځي مګر د لارې نه بېل نه دى. کله چې موږ لاروى ګورو هم لار ګورو هم لاروى ګورو. رهګذر کې د حرکت ټکى ګورو ، درسېدلو ټکى ګورو او په منځ کې يو څوک ګورو چې حرکت کوي مګر کله چې لاروى ګورو پخپله دا د حرکت جريان تر آخره پورې تعقيبوو.
په فرانسوي کې بيا دا په (voyageur) ترجمه کېږي. voyageur يعنې مسافر يو څوک چې سفر کوي هغه يوازې د دې دپاره سفر نه کوي چې له يوه ځاى نه بل ځاى ته لاړ شي. د دې لپاره هم سفر کوي چې يو څه وګوري ، چې يو څه زده کړي. هر څه ته د شک په سترګه ګوري ، هر څه ته د تعجب په سترګه ګوري. نو دلته بيا هم درې بېل ديدونه رامنځ ته کېږي.
او دريمه خبره چې زه غواړم خپله خبره هم پرې ختمه کړم او خپله مدعا ثابته کړم چې دا درې بېل کتابونه دي ډېره ساده کلمه ده : (( رهگذر نيمه شب))، (( د نيمې شپې لاروى )) او ((le voyageur de minuit )) . دلته بيا هم نيمه شب يو فزيکي مفهوم دى مګر په پښتو ، دري او فرانسوي کې يوه معنا نه لري. کله چې مونږه په دري کې د نيمه شب خبرې کوو زياتر زموږ ذهن ته عبادت تداعي کېږي، رياضت تداعي کېږي ، آه نيمه شب تداعي کېږي او د آه نيمه شب نتيجه گريۀ سحر گاه ده.
په پښتو کې نيمه شپه د شپې منځ دى. مجلس خو پس د نيمو شپو وي يعنې هغه وخت چې شپه پخه شي. هلته د زړه راز ښکاره کېږي ، احساست ښکاره کېږي ، د احساساتو بيان کېږي.
د نيمو شپو اورونه بل شول
زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
دغلته خلک مرور پخلا کوي. دلته چوپتيا ده. دلته تياره ده ، دلته دشومه ده ، دلته وېره ده. دغه ټول مفاهيم سره په يو ځاى کې راټولېږي او هغې نه د نيمې شپې لاروى جوړېږي.
په فرانسوي کې voyageur de minuit ، minuit د شپې منځ ته وايي. د شپې دوولسو بجو ته وايي. يوه ډېره حساسه نقطه ده په شپه کې چې د هغې نه مخکې يوه ورځ ده او د هغې نه وروسته بله ورځ ده. يعنې د عطف ټکى دى. نو دلته بيا هم زموږ ديد فرق کوي. کله چې د نيمې شپې لاروي ته ګورو يو څوک ګورو چې په لاره روان دى ، تياره ده ، خپله ورکه لټوي او دغه ورکه چې لټوي پخپل ټول وجود يې لټوي. رهگذر نيمه شب په لاره روان دى ، پوهېږي چې يو ځاى ته ځي. تياره ده شاوخوا ورته نه ښکاري مګر سره له دې هم ها کوم ځاى ته چې ځي ځاى ورته معلوم دى.او هغې ځاى ته ځان رسول غواړي په هر قيمت چې وي.
په فرانسوي کې voyageur de minuit د شپې نيمايي ته رسېدلى دى. د نن نه سبا ته اوړي او دغه د نن نه سبا ته اوښتل د ده دپاره د يوه نوي ژوند پيل دى. نو که د هر خوا نه يې وګورو دغه درې کتابونه درې بېل مفاهيم افاده کوي. او درې بېلو لوستونکو ته ليکل شوي دي.
د مجروح اثر اژدهاى خودي ، د مجروح بل اثر ځانځانۍ ښامار او د مجروح دريم اثر ego monster ، دا داسې درې فلسفي آثار دي چې يو واقعيت د بېلابېلو زاويو نه ګوري، بېلابېل مفاهيم افاده کوي او په بېلابېل ډولونو باندې لوستل کېږي. نو فکر کوم چې د يوه په لوستلو د چا غاړه نه خلاصېږي بايد درې واړه ولولي.

ستاسې غږ - BBC Pashto - د دري ‌ژبې یو په زړه پورى ناول 22/07/2014


ليکوال علم گل سحر : دري ناول اشکهای تورنتو در پای درخت انار
========================================

http://www.bbc.co.uk/pashto/interactivity/2013/12/131209_afghan-dari-novel-book-review.shtml

ستاسې غږ - BBC Pashto - د دري ‌ژبې یو په زړه پورى ناول ليکوال علم گل سحر دري ناول ((اشکهای تورنتو در پای درخت انار)) په دې ليکنه کې ارزولى دى او وايي پر افغان ادبياتو ښه زياتونه ده.

نړۍ - BBC Pashto - 'ولسمشر زما ملګری و'، نظام افشاکوونکی ناول 22/07/2014

د سوري لیکوال عدنان فرزات "ولسمشر زما ملګری و" تازه ناول
=====================================

http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2014/05/140501_hh-new-arabic-novel.shtml

نړۍ - BBC Pashto - 'ولسمشر زما ملګری و'، نظام افشاکوونکی ناول د سوري لیکوال عدنان فرزات "ولسمشر زما ملګری و" تازه ناول د دغه هېواد د روانو ناخوالو پر بېلابېلو اړخونو چمتو شوی دی،‌ چې د "راکان" په نامه یو افسر په کې د یوه رسام هنرمند په پنځونو یو با احساسه انسان ګرځي.‌

22/07/2014

حمایت بین المللی حقوق پناهنده گان
شفیقه حقانی
===================
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/haqani_shafiqa_hemayat_bainolmelali_hoquq_panahendagan.pdf

www.afghan-german.net

22/07/2014

چهار اثر ارزشمند از یک محقق دانشمند اعظم سیستانی
==============================

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/a_kazem_sistani_books_review.pdf

www.afghan-german.net

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Cinema Pamir 2nd Floor
Kabul