اسلامي معلومات islamic information

اسلامي معلومات islamic information

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from اسلامي معلومات islamic information, Library, Kabul.

29/05/2023

کجورې ملاصیب رحمة الله علیه
خپل نوم یې الهام الدین و پلاریې حسام الدین دی د کجورې په کلي کې زیږیدلی و
کجوره ، کجوره د کابل جلال اباد په لویه لیاره د عزیز خان کڅ په سیمه کې پاس د تور غره په زړه کې اباد کلی و چې د ملاصیب پلار، نیکه هلته هستوګن و خو ملا صیب چې را لوی شو نو لاندې عزیزخان کڅ ته راښکته شو او دلته هستوګن شو د ژوند تر پایه دلته پاتې شو او همدلته دفن شو .
ملا صیب مرحوم د زده کړې لړۍ د خپل پلار سره پیل کړه او بیا تر هېندوستان د علم د زده کړې پسې پردېس شو زلمي ولاړ او عالم له هېنده راغي ، ملا صیب د علم د تحصیل سره سره د نړۍ او نورو کولتورونو سره هم اشنا شو ملا صیب ډیر منور او روحاني شخصیت و د دیني علم سره یې ډیر لوړ حمیده اخلاق درلودل ، د ولس روغه او جوړه کې لوړ ا غېز درلود ، ویل کیږي چې مرحوم ملا صیب مستجاب الدعوات و دده دعا باندې ډیرو شفا مېندلې ده .
عرفاني لیاریې د تګاو اخونزادہ او ستر غازي ملا نجم الدین اخوندزاده وه .
د تصوف له جامه یې مینوشي کړې وه .
دې روحانې مشر و مدرس و او غټه خبره دا چې فقیر و.
د انګریزې تجاوز په وړاندې اتل غازي و ، په غزاګانو کې د یو اتل مجاهد په څیر ننګیالی اوجنګیالی و
د خېبر په غزا کې مرحوم او مغفور ملاصیب ښه په زغرده وجنګیده او ددې غزا میړنی شو چې دې غزا کې دفاع وزیر صالح محمد خان او وزیر محمد ګل خان بابا مشري کوله .
ملا صیب د ژوند تر پایه فقیر پاتې شو د پیرۍ او مریدیه یې لکه د ګیلاني کورنۍ ناوړه ګټه وانخیسته سره ددې چې صدراعظم هاشم خان یې د مریدۍ ویاړ درلود خو ده یې دولتې ډالۍ وانه خیستې او د استغنا په خوي غني پاتې شو ، ددنیا مال نه اخیستل غټ زړه غواړي او ملا صېب دا زړه درلوده رحمة الله علیه
ده تل د تدریس لړۍ جاري ساتلې وه او زموږ د عصر نومیاليو لکه کوديخېلو عبدالمجید مولوی صیب ، د پښتو ادب ستوري ګل پاچا الفت ، مرحوم خالص بابارح استاد پاته شوی.
ملا صېب د خپل جایداده لنګر درلوده دې کې چندې نه را ټولیدې.
ملا صیب یو جومات هم اباد کړی و چې ده خپله په کې خطابت او هم یې په کې تدریس کاوه .
د ملاصیب ایکي یو زوي و چې وکیل شمس الحق پیرزاده نومیده کله چې دهډې مدرسې فارغ شو لا شه زلمی و چې د لغمان ولس ولسي جرګې ته ودراوه دوه دورې وکیل پاتې شو او دریم ځل شهید موسا شفیق د وکالت ودریدو نه منع او ورته کړل چې باید نو اداري سیستم ته را شي هما غه و چې مرحوم پیرزاده د شهید شفیق ومنله خو د داودخان انقلاب راغي ، پیرزاده مرحوم په کور پاتې شو بیا چې سره خلکیان راغلل پیرزاده مرحوم بندي شو او شفیق مرحوم شهید شو د روسانو د راتګ سره په عمومي بخښنه کې راخلاص شوخو مرحوم پیرزاده کډوال شو پیښورته ولاړ ، پیرزاده مرحوم د پيښور په ټولو سختو ا و تنګو کې خپل اولاد د تحصیل او تعلیم په ګاڼه وپسولل او په ټولو یې عالي تحصیلات وکړل خو د وطن ناامنۍ دده کورنۍ په دنیا وویشل اوس مهال ټول د هېواده بهر دي
د ټولو مرحومینو دې ارواح ښاده وي .
نو ټ :
ملاصیب د ختیز یاده او روحاني څیره ده خو دده یادونه د بده مرغه لږه شویده په کار دی ددوې کارنامې نوې پښت ته بیا بیا بیان شي
تصویر کې ولاړ کس پوهاند داکتر ازمون او ځلا خان د کڅ اوسیدونکی دی چې دا تصویر د شمشاد له راپورتاژه اخیستل شوی دی .
نوټ :
منځ کې قبر د ملاصیب ، ښي لاس ته د ملاصیب پلار او ګس لاس ته مرحوم پیرزاده قبر دی .

19/05/2023

د حلال رزق ګټل هم عبادت دی. (حضرت مُحَمَّد ﷺ)

12/04/2023

د مسلمانانو د نفوس سنجونې نړیوال بنسټ:
ټوله نړۍ کې د مسلمانانو شمېر له ۲ میلیاردو واوښت.
وایي، د نړۍ ۲۵ سلنه وګړي مسلمانان او دویم د ډېرو پیروانو لرونکی دین اسلام شو.

12/04/2023

له درې ډوله اوښکو څخه سخت وډار شۍ!
١ - د یتیم له اوښکو
٢ - د مظلوم اوښکو
٣ - د مور او پلار اوښکو.

12/04/2023

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي سږ کال د فطر صدقې يعنې سرسايی د توان مطابق په لاندې ډول ورکول کيږي.
که د غنمو سرسايه ورکوئ نو د 1900 ګرامو قيمت 70 افغانۍ کيږي.
د توان مطابق بايد د غنمو 1900ګرامه/ قيمت يی 70 افغانۍ، د غنمو اوړو 1900 ګرامه/ قيمت يې 74 افغانۍ، اوربشې 3800ګرامه/ قيمت يې162 افغانۍ، اوربشو وړه/ قيمت يی172 افغانۍ، خرما 3800 ګرامه/ قيمت يی 434 افغانۍ او مميز 3800 ګرامه/ قيمت يې 760 افغانۍ کيږي، سږ کال بايد سرسايه ورکړل شي.
هيله ده د خپل توان مطابق سرسايه د تېر نظام سخت ناچاره سرتېرو او پخپله سيمه کې بې وزله وګړو ته ورکړئ.
ملا امامان دې هم انصاف وکړي، که چا ورته سرسايه ورکوله، ورته دې ووايه چې زه يې مستحق نه يم، يو بې وزله ته يې ورکړه.

26/03/2023

مَرَجَ البَحرَينِ يَلتقِيَانِ بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ

دوه بحرونه چه څنګ په څنګ بهیږي او ترمنځ یی پرده ده چه یو له بل سره نه ګډیږي او د الله ج د امر څخه سرکشي هم نه کوي.
دا د اتلانتیک او پاسیفیک بحرونه دي چه سره نه یوځاې کیږي.
سبحن الله یوه ستره الهي معجزه ده.

21/03/2023

دې ته د الله تعالی وحدانيت وايي او الله په هر څه قادر ذات ده ، چې په یوه ثانیه کې تقریباً د 9 هېوادونو انسانانو ته وويل چې ”زما یو نوم القهار دی“.
#الله‌اکبر

15/03/2023

دقیامت 28 علامات چې پیغمبر ﷺ تقریباً 1500 کاله وړاندې بیان کړې دي:

①: نارينه به کم او ښځې به زياتې شي.
②: خلک به قرآن کریم د موسيقي په شکل تلاوت کوي .
③: د مال د محبت له وجهې نه به ښځه هم د مېړه سره په تجارت کې برخه واخلي.
④: هر څوک به غواړي چې خپل ځان چاغ او مظبوط وګرځوي.
⑤: په لمانځه او ژوند کې به د خلکو سکون ختIم شي.
⑥: د سود کاروبار به عام شي.
⑦: ريا کاره عابدان به پيدا شي، خلک به عبادت د رياکارۍ او شهرت پيدا کولو د پاره کوي.
⑧: فتنې به زياتې شي او ديني علم به کم شي.
⑨: خلک به قرآن کريم د معاش و سيله وګرځوي.
⑩: درواغ به عام شي او خلک به په درواغو شهادت ورکوي.
⑪: خلک به د صحيح حديثونو نه انکار کوي او غلط حديثونه به بيانوي.
⑫: مسلمانان به مالداره شي، مګر ديندارې به نوي.
⑬: کفر به آسانه شي، انسان به سهار مسلمان ماښام کافر او ماښام مسلمان او سهار به کافر ترينه جوړ شوى وي.
⑭: هر راتلونکې زمانه به د تيرې زمانې پر تله بد تره وي.
⑮: د اسلام په دين عمل کوونکو باندې به خلک تعجب کوي او ورته نوى شى به ښکاري.
⑯: قتل او قتال به زياد شي، قاتل او مقتول ته به معلمومه نه وي، چې زه ئې ولې وژنم او ولې وژل کيږم.
⑰: کافران به په مسلمانانو غالب شي، مسلمانان به زيات وي، مګر غلامان به وي، ځکه دوى به له دنيا سره محبت لري او د مرګ څخه به ډاريږي.
⑱: په دين باندې به عمل داسې وي، لکه د اور سکروټه چي په موټي کې نيسې.
⑲: ګناه کول به ډير آسانه وي او ګناه به د ګناه په شکل نه منل کيږي.
⑳: د دنيا مالداره خلک به بخيلان وي.
21: د زمانې نه به برکت ختم شي، کال به د مياشتې غوندې، مياشت به د هفتې غوندې، هفته به د ورځې غوندې او ورځ به دساعت غوندې تيريږي.
22: مسلمانان به په هر عمل کې د کافرانو پيروي او تابعداري کوي.
23: د عربو په خاوره به پراخي راشي او د مدينې منورې نفوس به زيات شي.
24: خلک به د زکات آخستلو مستحق نه وي، خو بيا به هم زکات غواړي.
25 ښځو به جامې اغوستې وي، خو بيا به هم لوڅې وي، يعنې جامې به ئې دومره نازکې وي، چې د هغې څخه به ئې وجود ښکاريږي.
26: زنا کول به آسانه او د زنا کولو وسايل به زيات شي.
27: جهالت به عام شي، خلک به ددنيا په علم پوه وي، ليکن د جهالت له وجهې نه به د ديني علم څخه غافله وي.
28:بې حيا ښځې او د موسيقي آلات به زيات شي.
اخذ

27/12/2022

يوازې د خنزیر غوښه حرامه نده ،
بلکې په حرامو پیسو خوراک اخیستل هم حرام دي !

27/12/2022

تاسې ډاډه اوسۍ!
ستونزې ناڅاپه راځي همداسې خلاصون هم ناڅاپه راځي !
الله ﷻ تل يادوۍ، نااميده کېږۍ مه.

26/12/2022

له يو عالم څخه يې پوښتنه وکړه چې هغه کومې حق خبرې دي چې بايد ونه کړل شي؟
عالم جواب ورکړ!
هغه د ځان ښه بيانول (د ځان صفت کول) دي .

25/12/2022

رسول الله صل الله علیه وسلم 1400 کله مخکي ويلي وه:
د جنت د دوو دروازو تر منځ فاصله دومره لويه ده؛ لکه د مکې او هجري تر منځ، يا د مکي او بصري ترمنځ.

مګر د نن ورځې سټلایټ ټيکنالوژي اوس کشف کړه؛ چي ددي دواړو ځايونو تر منځ فاصله يو شان ده.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul