M Karim Atal محمد کریم اتل

M Karim Atal محمد کریم اتل

Share

الحاج محمدکريم اتل
د ولسي جرګې وکيل
Mٰohammad Karim Atal
Member of Parliament

10/04/2026

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کي پر عامو خلکو د ترهګرو له لوري سوی برید، چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال د ښځواو ماشومانو په ګډون شهیدان او ټپیان سوي، په کلکو ټکو غندم او دا یو ښکاره اسلام ضد، بشر ضد عمل بولم
دا ډول وحشیانه کړنې نه یوازې داسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دي، بلکې د ټولنې د امن او ثبات پر وړاندې جدي ګواښ هم ګڼل کېږي
زه د دې غمجنې پېښې د شهیدانو درنو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

26/03/2026

د تسلیت پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي سورګل اکا له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد یو مهربانه او ښه انسان وه ، چې د خپلې کورنۍ او سیمې لپاره یې ښه نوم پرېښود.
موږ د الله تعالی له دربار څخه ارواښاد ته د جنت الفردوس غوښتنه کوو، او محترم فامیل او دوستانو ته یې د زړه له کومې صبر جمیل غواړو.

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

18/03/2026

کوچنی اختر مو مبارک او بختور سه!

د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول خپلو ګرانو افغانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې زموږ روژې، تراویح، زکات او ټول عبادات قبول کړي.
په پیل کي، د هېواد ټولو هغو شهیدانو ته چې په دې وروستیو ورځو کي په شهادت رسېدلي، د الله تعالی له درباره جنت الفردوس غواړم، او ټپیانو ته عاجله او کامله شفا.
هیله ده چې د اختر په دغو مبارکو ورځو کي د خپلو بې‌وزلو او اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړو، د هغوی لاس ونیسو او د اختر خوښۍ ورسره شریکې کړو، ترڅو هغوی هم د دې نېکمرغه ورځو خوښي احساس کړي.
لوی خدای دې زموږ پر کړیدلي ولس او غمځپلي وطن رحم وکړي. هېواد مو له سختو حالاتو سره مخ دی؛ الله تعالی دې د دې وطن ټولې ستونزې هوارې کړي او زموږ مظلوم ولس ته سوله، ثبات او ارامي ور په برخه کړي. همداراز د هېواد پر دښمنانو دې د خپلو ناوړه اعمالو سخته سزا راولي، چې زموږ بې‌ګناه خلک یې شهیدان کړل او ګڼ شمېر کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېنولې.
په پای کي، یو ځل بیا له ټولو غمځپلو هېوادوالو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم او ځان د دوی په دې دروند غم کې شریک ګڼم.
په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

16/03/2026

‏پاکستان د تیرو جنایتونو په دوام یو ځل بیا پر کابل بریدونو وکړل زموږ بې ګناه ماشومان، میرمنې او نور وطنوال یی شهیدان کړل .
‏دوی په دا سی ظالمانه کړنو سره نور هم د پاکستان د رژیم په وړاندې زموږ نفرت زیات کړ او د افغانانو ترمنځ یې یوالي او اتحاد زیات کړ
‏د پاکستان کریه کښ رژیم د پردیو پروژی پرمخ وړی پخپل کور کې د پورونو امنیت سیاسی مشکلاتو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او په نورو برخو کې ناکامه سوی ورځ تربلی د پاکستان د ملت فاصلې اخیری حد ته رسیدلی.
‏دغه رژیم اوس خپل ناکامي په داسی وحشیانه کړونو سره پټه وی
‏اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی ټول افغانان باید یوه ږغ د پاکستاني رژیم د تېرو جنایتونه او نن شپی وحشی کړونو په مقابل کی په پوره یوالی او اتحاد ودریږی بیله شکه زموږ ترمنځ واړه او د نظرونو توپیرنه موجود دی باید نن هرڅه شاته پریږدو او په واضح ډول بیګانه دښمنانو ته پيغام ورکو چې ستاسې په وړاندې د افغانانو بې سارې نفرت او کرکه به ژر ددې لامل سی چې د هر تجاوز او تیری غچ به در څخه واخلی
‏یو ځل بیا شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوم
دداسی ورځو په هیله چی د ټولو افغانانو تر منځ ټولی موجوده ستونزی حل او دپردیو په مقابل کی یو موټی اویو ږغ اوسی

07/03/2026

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې مدیر صاحب خان زمان فیضي د تل لپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
زه خپله ژوره خواخوږي او غم‌شریکي د هغه له محترمې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره شریکوم. له الله تعالی څخه د مرحوم لپاره د جنت الفردوس غوښتنه کوم، او د هغه درنې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د جمیل صبر دعا کوم.
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.
په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

01/03/2026

د تسلیت پیغام

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

په ډېرې خواشینۍ سره مې د الحاج عبدالستار داروی د وفات خبر تر لاسه کړ ارواښاد د هلمند يو دروند، باوقاره قومي شخصیت و
مرحوم ته د لوی څښتن له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوم او محترمې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته یې د زړه له کومې صبر جمیل او اجر عظیم غواړم

الله تعالی دې مرحوم وبخښي، قبر دې یې روښانه کړي، او کورنۍ ته دې حوصله او زغم ور په برخه کړي.

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

26/02/2026

افغانان د جنګ څخه ستړي سوي دي، خو که څوک یې مجبوره کړي، داسي تاریخي جواب به ورکړي چي نسلونه نسلونه به یې یاد ساتي.

زه د پاکستان د پوځي رژیم په وړاندي د خپلو اتلانو کلک ملاتړ کوم او پر ولسونو ږغ کوم چي خپل اتلان په دعاګانو کي یاد ولري او د ضرورت په وخت کي هر ډول قربانۍ ته اماده اوسو.

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

26/02/2026

الله اکبر.❤️🤲🏻

22/02/2026

د افغانانو دایمي قسم خوړلی دښمن یو ځل بیا د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ پر سیمو بریدونه ترسره کړي دي.

په دغو بریدونو کي زموږ بې ګناه ماشومان او لویان په شهادت رسېدلي دي، چي دا یو ډېر دردونکی او د خواشینۍ ډک خبر دی. ترسره سوي بریدونه په کلکو ټکو غندم.

دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل دی. د پاکستان دا ډول بریدونه نه یوازي د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب خلاف دي، بلکي دا د هغوی د کمزورۍ او زوال ښکاره نښه هم ده.

موږ له نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له ادارو غواړو چي د ملکي وګړو پر ضد دا ډول بریدونه په کلکه وغندي او د دې ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

الله تعالی دي زموږ شهیدانو ته جنت الفردوس ور نصیب کړي او ټپیانو ته دي عاجله شفا ورکړي.

په درنښت،
الحاج محمد کریم اتل

21/02/2026

إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

د تسلیت پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د ناوی ولسوالۍ قومي مشر محمد اکبر خان بارک له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او خپل پاک روح یې لوی رب ته سپارلی دی.

مرحوم محمد اکبر خان یو نیک، د خیر ښېګڼي انسان وو، چي تل یې د خلکو تر منځ د یووالي، ورورولۍ او خدمت هڅه کول.
د هغه مړینه یوه ستره ضایعه ده.

الله جل جلاله دي د روژې مبارکي میاشتي په برکت هغه ته جنت الفردوس نصیب کړي، قبر دي یې روښانه او له رحمتونو ډک کړي. آمین.

د مرحوم درنې کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته د زړه له کومي د تسلیت مراتب وړاندي کوم او د الله تعالی له درباره ورته د صبر جمیل غوښتنه کوم.

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

18/02/2026
29/12/2025

د تسلیت پیغام

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور پخواني رئیس، ښاغلي علي شاه مظلومیار د مړینې خبر مې په ډېرې خواشینۍ تر لاسه کړ

ښاغلی مظلومیار د هلمند ولایت له معنوي خستیو څخه و یو وتلی شاعر، لیکوال او فرهنګي شخصیت و. الله تعالی دې مرحوم ته جنت الفردوس ور په نصیب کړي او کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته دې صبرِ جمیل عطا کړي.

مرحوم مظلومیار صاحب پر خپل وطن ډېر مین، خواخوږی او انسان‌دوست انسان و. روح دې یې ښاد وي.

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Kabul