02/06/2026
د پښتني بانک او حساب پې شرکت ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!
پښتني بانک د ډیجیټلي بانکدارۍ د ودې، عصري مالي چوپړتیاوو ته د لاسرسي پراختیا او د مالي ټېکنالوژۍ د پیاوړتیا په موخه د خپلو دوامداره هڅو په لړ کې، د حساب پې شرکت سره، چې د برېښنايي پیسو (EMI) او ډیجیټلي مالي چوپړتیاوو په برخه کې له مخکښو او باوري بنسټونو څخه شمېرل کېږي، د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک موخه د نوښتګرو ډیجیټلي چوپړتیاوو پراختیا، د برېښنايي تادیاتو د سیستمونو پیاوړتیا او د پښتني بانک د درنو پېرودونکو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو او غوره خدمتونو برابرول دي. دا همکاري په هېواد کې د ډیجیټلي بدلون د بهیر د چټکتیا، مالي شمولیت د پراختیا او بانکي چوپړتیاوو ته د خلکو د لاسرسي د لا ښه والي په برخه کې یو مهم او ارزښتناک ګام ګڼل کېږي.
پښتني بانک ژمن دی چې د نوې ټکنالوژۍ، عصري حللارو او نوښتګرو چوپړتیاوو پر مټ خپلو هېوادوالو ته خوندي، چټک، باوري او لوړکیفیته بانکي او مالي خدمتونه وړاندې کړي.
پښتني بانک – زموږ خپل بانک
--------------------------
امضاء تفاهم نامه همکاری های مشترک میان پشتنی بانک و شرکت حساب پی !
پشتنی بانک در ادامه تلاشهای خویش برای تقویت سیستم بانکداری دیجیتلی و گسترش دسترسی به خدمات مالی نوین، تفاهم نامه همکاری را با شرکت حساب پی، که یکی از نهادهای فعال در عرصه خدمات پول الکترونیکی (EMI) میباشد، به امضاء رسانید.
هدف از عقد این تفاهم نامه توسعه خدمات دیجتلی نوین، پرداختهای الکترونیکی و ایجاد تسهیلات بیشتر برای مشتریان محترم پشتنی بانک میباشد. این مشارکت گام مهمی در جهت تسریع روند تحول دیجیتلی و ارتقای سطح دسترسی به خدمات بانکی و مالی در کشور محسوب میگردد.
پشتنی بانک متعهد است تا با استفاده از فناوریهای نوین خدمات مصؤن، سریع و باکیفیت دیجیتلی را برای هموطنان عزیز خویش فراهم نماید.
پشتنی بانک – بانک خود ما
26/05/2026
لوی اختر مو مبارک
د پښتني بانک مشرتابه پلاوی او کارکوونکي د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د افغانستان ټول متدین او با عزته ولس ته د زړه له کومې مبارکي وايي.
******
عید سعید اضحی مبارک
هیأت رهبری و کارمندان پشتنی بانک فرا رسیدن عید سعید اضحی را به تمامی مردم متدین و باعزت افغانستان از صمیم قلب تبریک میگویند.
25/05/2026
ګرانو هېوادوالو!
د اختر د رارسېدو او د عرفې مبارکې ورځې په مناسبت، که څه هم سبا سه شنبه عمومي رخصتي ده، خو پښتني بانک د خپلو مراجعینو د اسانتیاوو لپاره سبا هم خپلو بانکي او رسمي چارو ته دوام ورکوي.
ټول هېوادوال کولای شي د اړتیا وړ بانکي چوپړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره زموږ اړوندو څانګو ته مراجعه وکړي.
موږ ژمن یو چې د هېوادوالو د مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر وخت ستاسو ترڅنګ واوسو.
پښتني بانک ـ زموږ خپل بانک
24/05/2026
انتقال و دریافت پول توسط شبکه معتبر منی گرام(Money Gram) به تمام کشور های جهان؛ سریع، امن و مطمئن در پشتنی بانک
به زودی...
ډېر ژر ...
23/05/2026
اوقات کاری پشتنی بانک در ایام عید سعید قربان!
23/05/2026
ارسال و دریافت سریع، امن و مطمئن پول از طریق شبکه جهانی (SWIFT) با پشتنی بانک❗
23/05/2026
د پښتني بانک د کورنۍ پلټنې آمریت له لوري د بانک کارکوونکو لپاره د «کیفیت ډاډ» تر سرلیک لاندې ځانګړې روزنیزه برنامه ترسره شوه.
کیفیت ډاډ د بېلابېلو سکټورونو ترڅنګ، په ځانګړي ډول د بانکي سکټور د پلټنې په برخه کې بنسټیز او ارزښتناک اصل ګڼل کېږي، چې د همدې اهمیت پر بنسټ یاده روزنیزه برنامه جوړه او وړاندې شوه.
په دې برنامه کې د کیفیت ډاډ اړوند مهم مفاهیم، معیاري کړنلارې او عملي میتودونه له ګډونوالو سره شریک شول، ترڅو د کورنۍ پلټنې په بهیر کې لا زیات مؤثریت، شفافیت او مثمریت رامنځته شي او د چارو د کیفیت د لوړوالي لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
پښتني بانک
زموږ خپل بانک
20/05/2026
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زده کړیالانو لپاره، د عملي زده کړو یو میاشتنۍ دوره په بریالیتوب پای ته ورسېده.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پښتني بانک د عامل پلاوي قدرمن رئیس ښاغلي عبدالواحد رحیمي، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو، د بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی ؤ.
په دغې یو میاشتنۍ عملي دوره کې زده کړیالانو ته د اسلامي بانکوالۍ، مالي چارو، قانون پالنې، بازارموندنې، بانکي چوپړتیاوو، اداري بهیرونو او د بانک د بېلابېلو فعالیتونو اړوند هر اړخیزې نظري او عملي زده کړې وړاندې شوې، ترڅو وکولای شي د بانکدارۍ له معاصرو اصولو سره له نږدې بلدتیا ترلاسه کړي.
د کابل پوهنتون استادانو او زده کړیالانو د یادو عملي زده کړو له پروګرام څخه خوښي څرګنده کړه او دا ډول علمي او مسلکي برنامې یې د محصلینو د عملي وړتیاوو، مسلکي تجربو او کاري مهارتونو د پیاوړتیا لپاره اغېزمنې وبللې.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو زده کړیالانو ته د دورې د بشپړولو تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.
پښتني بانک تل هڅه کوي، څو د علمي او مسلکي پروګرامونو له لارې د هېواد له علمي بنسټونو سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې او د ځوان نسل د ظرفیت لوړونې لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
17/05/2026
تداوم درخشان توسعه و موفقیت های پشتنی بانک!
پشتنی بانک در راستای گسترش خدمات بانکی خویش، بهگونهای مستمر و هدفمند، حضور خود را در ولایت های مختلف کشور تقویت بخشیده و این بار، نمایندگی جدیدی را در ولسوالی خان آباد ولایت کندز افتتاح نموده است.
این نمایندگی، زمینهی دسترسی هموطنان عزیز را به خدمات اساسی و مدرن بانکی، از جمله جمع آوری عواید، توزیع معاشات و سایر خدمات ضروری، بهصورت سریع و مؤثر فراهم میسازد.
پشتنی بانک با تعهد راسخ، در تلاش است تا با توسعهی خدمات معیاری بانکی در سراسر افغانستان، در کاهش چالش های شهروندان و تسریع روند ارائهی خدمات عامه، نقش ارزندهای ایفا نماید.
پشتنی بانک – بانک خود ما