Kalemzai wardak

Kalemzai wardak

Share

درنو دوستانو دغه زما ځانګړې ویب پاڼه ده کولای شی چې خوښه یې کړی...

Photos 21/12/2015

ټولو درنو دوستانو ته سلامونه او درنښت ستاسو د پوره روغتیا او خوشحالی په هیله:
بد بختانه ووایم او که متأسفانه زمونږ په ټولنه کې داسې کسان هم ژوند کوی چې په ټولنیزو نارغیو مبتلا دی، دا په دې معنا چې هغه کس په ټولنیز ژوند کې د کار توانایی نلری، او کله چې نور وینی چې تر ده ښه او فعال دی، او په ټولنه کې يې خپل قوم او خلکو ته تل خیررسیدلی، نو سخت مایوسه کیږی او د کم لیدلو یو بد او مغرضانه احساس ورته پیدا کیږی، همد لامل کيږی چې په یو چا پسې بد او رد ووایې، او کوښښ کوی چې په ټولنه کې هغه د خپل قوم او اولس تر نظر بد ورولی .
ښه بیلکه يې تاسې قدرمنو ته وایم: څو ځله په ټولنیزه رسنۍ یعنې فیسبوک کې چې تاسې به هم لیدلی وی په ما پسې ځینې کسانو له خپلو مستعارو اکونټو او يا یې زما په نوم اکونټ جوړ کړی، داسې څه لیکلی دی: چې ماته او زما وجدان ته د منلو وړ ندی، چې ګواکې زه د قوم او اولس پروا نلرم او نه ماته اهمیت لری او داسې ورته مسایل،دغه ناوړه کارونه زه په کلکو ټکوغندم زه خپل قوم ، قدرمن اولس ته پوره درناوی لرم او تل به یې په خدمت کې وم، ما مخکې هم څو ځله په خپله فیسبوک پاڼه لیکلی چې زمونږ دروازی تل د خپلو درنو اولسونو، مشرانو، ځوانانو خویندو او ورڼو په مخ خلاصې دی او تل يې په چوپړ کې یم، منم چې کله به مو رسیدګی نه وی کړی، خو دا پدې معنا نشي کیدای چې خدای مکړه زه خپل قوم ته سپکاوی وکړم،
یو ځل بیا هم غواړم چې یادونه وکړم قوم زما د سترګو تور دی او زه که د خپل درانه او عزتمند قوم وکیل په ملی شورا کې وم که نه وم، تل به د خپلو درنو اولسونو په خدمت کې وم، هیله ده چې ددغه مغرضه او بی کفایته کسانو په ناسمو لیکنو ناسمه پریکړه ونکړی (مننه)
ستاسو کشر ورور:
داکترعبید الله کلیمزی وردګ

Photos 13/12/2015

خوښ يم چې له کلونو وروسته د ټاپي پروژه پرانستل شوه،هيله مند يم چې چارې يې هم زر پيل شى او ددغه خاورې او ملت په خير وى

Photos 10/12/2015
Photos from Kalemzai wardak's post 04/12/2015

سلامونه او نیکې هیلې درنو دوستانو لکه څرنګه چې تاسې هم په جریان کې یی چې نن سهار د میدان وردګو ولایت، سیدآباد ولسوالی د اوتړیو په کلی کې د ملی اوردو لخوا د یوې لويې مرمۍ د پیر له امله یوه غمناکه او درد کوونکې غمیزه را منځ ته شوه چې زمونږ آته تنه معصوم او بې ګناه وروڼه په شهادت ورسیدل. د میدان وردګو درنو او عزتمندو اولسونو او د شهیدانو قدرمنو کورنیو سره په دغه غمیزه کې ځان شریک بولم ، او تاسو قدرمنو ته د خيلې کورنی لخوا هم تسلیت وایم.
دا چې کله ددغه درد ناکې غمیزې څخه خبر شوم نو کوشش مو وکړو ترڅو د ملی دفاع وزارت او د ولایت له مقام سره په اړیکه کې شوم او جنازو ته مو ځان ورسولو چې د ولایت والی، امنیتې اورګانونه، قومی مشران، د ملی شورا غړیو او د ولایتی شورا وکیل صاحبانو هم حضور درلود، د یادې پیښې د شهیدانو او زخمیانو قاتلین نیول شوی چې ډیر ژر به په خپله سزا ورسیږی او د ملی دفاع وزارت، د ولایت مقام، قومی مشران د ملی او ولایتی شورا وکیلانو پدې پریکړه وکړه چې ډیر ژر به د میدان وردګو ولایت د ملی اردو ټول کنډکونه تبدیل او په ځای به یې نوی کنډوکونه ځای پر ځای کیژی د میدان وردگو ولایت قدرمنو او عزتمندو اولسونو تاسی ته اطمینان درکوم چی دغه موضوع به په جدی ډول تعقیب او وڅیړل شی، تر څو بیا داسی غمجنه غمیزه را منځ ته نشی.

Photos 05/10/2015

ښوونکي دی چې ټولنې ته ډاکټر، انجينیر، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ساتونکی سپاهي ...او نورو ته روزنه ورکوي او پدې ډول د راتلونکې ټولنې بنسټ ږدي،په همدې مناسبت ټولو درنو ښوونکو ته د ښوونکی د ورځې مبارکی وایم ورځ مو مبارک شه..

Photos 18/08/2015

درنو او قدرمنو هیواد والو د هیواد د خپلواکی د بیرته گتلو 96 کلیزی مبارکی درته وایم د یوه خپلواک،سوکاله او پر مخ تللی افغانستان په هیله

Photos 23/07/2015

بریا مو مبارک گرانو دوستانو...

23/04/2015

Kalemzai wardak درنو دوستانو دغه زما ځانګړې ویب پاڼه ده کولای شی چې خوښه یې کړی...

Photos 23/04/2015

درنو او قدرمنو دوستانو سلامونه او نیکې هیلې الله متعال د وکړی چې د پوره روغتیا څخه برخمن او خوشحاله شیبې ولری ځای دی چې د وردګو د قومی شورا له مشرتابه او درنو استازو څخه مننه وکړم چې د وردګو د پوهنتون څخه یې له نږدې لیدنه وکړه او د پوهنتون د ودانئ له کارونو څخه یې څارنه کړی قدردانی یې کوو کور یې د ودان وی...

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Kabul