اسلامي معلومات
اسلامي او دیني معلومات په همدغه پاڼه کې لیدلی شی. هیله کوو چې پاڼه خوښه کړئ.
اسلام علیکم
18/12/2025
کبيره ګناهونه ( لوى ګناهونه ) :
ګناهونه په دوه برخو ويشل شوى :
1: کبيره ګناه : هغه ګناه ته ويل کيږي چې په دنيا کې پرې حد جاري کيږي ، په اخرت کې پرې د سخت عذاب او زوروني وعده راغلې وي او د پېغمبر صلى الله عليه وسلم له لورې يې په کوونکي باندې لعنت ويل شوى وي .
کبيره ګناهونه بغير له توبې کولو نه معاف کيږي البته که الله تعالى يې په خپل فضل سره معاف کړې بيله خبره ده همدارنګه که د بنده حق وى هغه يې معاف کړى نو معاف کيږي خو شرک کونکى هيڅکله الله تعالى نه معاف کوى.
2: صغيره ګناه : کومه ګناه چې د کبيره ګناه په تعريف کې شامله نه وې صغيره ګناه ده مطلب چې په دنيا کې پرې حد نه جاري کيږي ، په اخرت کې پرې د سخت عذاب او زورني وعده نه وې راغلي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې يې په کوونکي باندې لعنت نه وې ويل شوي .
*په لاندې کارونو يوي ګناه سزا نوره هم سخته کيږې او صغيره ګناه پرې کبيره ګناه بدليږې :
1:صغيره ګناه کوچنې ګڼل چې کبيره ګناه ترې جوړيږي
2:صغيره ګناه هميشه کول چې کبيره ګناه ترې جوړيږي .
3: کبيره ګناه په ښکاره ډول کول چې سزا يې نوره هم زياتيږي لکه ږيره وهل . . .
* کبيره ګناهونو پريښودلو باندې انعامات :
الله تعالى فرمايي : [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 31]
إِن تَجْتَنِبُوا كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا
ژباړه: كه تاسي له هغو سترو ګناهونو څخه ډډه وکړئ چي تاسي ورڅخه منع کیږي؛ نو وړې وړې ګناوي به مو له حسابه وغورځوو او تاسي به د عزت ځاى ته ننباسو.
اول انعام : څوک چې کبيره مطلب لوى ګناهونو نه ځان ساتې نو وړه ګناهونه ورته الله تعالى معاف کوي .
نصيحت : که څوک کبيره ګناهونه کوي نو صغيره ګناهونه يئ نه بخښل کيږي بلکې اخرت کې به ټولو کبيره او صغيره ګناهونو سره حاضر وي نو ځان ترې وساتې .
دوهم انعام : جنت ته به داخل شي بره ايت کې عزت ځاي ننباسو نه مطلب جنت دې .
*کبيره ګناهونه څو دې :
ابن عباس رض فرمايلي : لوى ګناهونه تر 70 پورې رسيږې چې کم يې تر 7 پورې رسيږي .
دا چې لوى ګناهونه کوم کوم دې نو يوه يوه لويه ګناه به راتلونکو پوسټونو کې تشريح کوو ان شاء الله تر څو موږ مسلمانان له دې ګناهونو ځانونه وساتو .
دا درسره شیری کړه د الله درضا لپاره
نوی پوسټونه د لوی ګناه پیژندل
اسلام علیکم څنګه یی مسلمانان ورورنو الله تعالی دی وکی چی روغ او جوړ به یی
دا درود شریف درسره شير کړی
چي ټولو مسلمانانو ته ورسيګی
اسلام علیکم ورحمت الله
وبرکاته ګرانو دوستانو څنګه یی
30/05/2025
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
د رمضان په مياشت کي څلور کارونه زيات کوئ:
اول: د لاإله إلا اللهُ ذكر کول!
دوهم: أَستَغْفِرُ الله ويل!
دریم: د الله ﷻ څخه جنت غواړئ!
څلورم: له جهنم څخه پناه غواړئ!
صحيح ابن خُزيمة
د زړه سکون او اطمینان لپاره، دا قرآني نسخه درسره بار-بار واورئ، یقین وکړئ چې زړه به مو سکون شي. ✨📖💖
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul
