19/03/2026
ټولو هېوادوالو ته دې کوچنی اختر مبارک وي
الله مو ټول عبادات او صدفات په خپل در کې قبول وګرځوه
کتاب او قلم د جهل له تیارو سره د مبارزې یوازینۍ وسله ده. راځئ چې ټولنه په همدې وسله
سنبال کړو؛ ترڅو مثبت فکري بدلون رامنځته شي
19/03/2026
ټولو هېوادوالو ته دې کوچنی اختر مبارک وي
الله مو ټول عبادات او صدفات په خپل در کې قبول وګرځوه
14/02/2026
د کتاب ډالۍ نړیوالې ورځې په اړه
له ۱۳۹۲ هـ ل کال راهیسې مو ستاسو په مرسته ستاسو لپاره په ۲۹ عامه کتابتونونو کې په لسګونو زره ټوکه کتابونه ډالۍ کړي دي.
ان شاءالله نور به هم مخ پر وړاندې ځو
ایا تاسو هم د کلي عامه کتابتون خوځښت له لارې کتابونه ډالۍ کړي؟
له 25000 څارونکو نړۍ مننه
13/07/2025
د پرمختګ عامه کتابتون د ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو:
د تېرې جمعې په مبارکه ورځ چې د 1404 هـ ل کال د چنګاښ میاشتې له شلمې نېټې سره سمه وه، د چک ولسوالۍ، شیخ یاسین عالي لېسه کې د پرمختګ عامه کتابتون وداني د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ د سیمې د یوه با احساسه ځوان، د هوډ تعلیمي او ټولنیزو خدمتونو مؤسسې بنسټ اېښودونکي ښاغلي دکتور ننگیالي اتل په هڅو ورغول شوه، چې په یو وخت کې د سل تنه مطالعه کوونکو او 12000 عنوانه کتابونو لپاره ځای لري.
د یادونې وړ ده چې یاد کتابتون د (1398) هـ ل کال د مرغومي په 13مه نېټه د کلی عامه کتابتون خوخښت لخوا د (1100) ټوکه مختلفو کتابونو سره په داسې حال کې تأسیس شو، چې ودانۍ یې نه درلوده او د پرانیستې غونډه یې به سپینو واورو کې ترسره شوه.
خو دا چې ښاغلی اتل په همدې کلي کې نړۍ ته راغلی، همدلته یې خاپوړي کړي او همدلته د ده د روزنې او پالنې پیل شوی، نو دا یې پر ځان لازم وبلل چې د یاد عامه کتابتون لپاره په معیارونو برابره ودانۍ جوړه کړي، چې نن ورځ موږ او تاسو وینو، چې نوموړی په پوره ویاړ دغې هیلې ته ورسېد.
په غونډه کې ویناوالو د کتاب او مطالعې د ارزښت اړوند ویناوې وکړې او په وروستۍ برخه کې د ښاغلي اتل او هوډ تعلیمي او ټولنیزې مؤسسې لخوا د ستاینلیکونو او پګړیو ډالۍ د ده په ښوونکو او هغه کسانو ووېشل شوې، چې له ده سره یې د ده په تعلیمي بهیر کې هر اړخیزې مرستې کړې دي.
د کلي عامه کتابتون خوځښت له ښاغلي دکتور ننگیالي اتل څخه د زړه له تله مننه کوي، چې د خپلې ټولنې لپاره یې دغه لوی ټولنیز خدمت ترسره کړ، الله دې په دنیا او آخرت کې نېکه بدله ورکړي.
07/06/2025
د کتاب او مطالعې مینوالو!
اختر مو مبارک شه!
23/04/2025
د کتاب نړیواله ورځ دې د کتاب او مطالعې مینوالو، لیکوالو، ژباړونکو او د دې لارې هر خادم ته مبارک وي!
کتاب د پوهې خزانه ده، مطالعه ذهن روښانه کوي، فکر پراخوي او شخصیت جوړوي.
هغه څوک چې له کتاب سره ملګری شي، د ناپوهۍ له تیارو ځان ژغوري
او د بریا پر لور حرکت کوي.
هر کتاب، یو نوی ژوند دی.
د کلي عامه کتابتون خوځښت تاسو ته په کلیوالو سیمو کې عامه کتابتونونه جوړوي، راځئ د دې خوځښت ملګري شو، ان که د یو وړوکي کتاب په ډالۍ کولو سره هم وي.
30/03/2025
کوچنی اختر مو مبارک شه
الله دې وکړي چې ټول نېکمرغه او له خوشالیو ډک اختر ولرئ
امن عامه کتابتون
وېډیو راسره وګورئ او شریکه یې کړئ
05/10/2024
مطالعه ذهن تازه کوي د پوهې کچه لوړوي او د بدبینۍ حس د انسان له مغزو وباسي
(ستاسو مرسته کوونکو له برکته)
موسی شهید عامه کتابتون
04/06/2024
د هېواد د فرهنګي شخصیت ډاکټر محمد یحیی وردګ د دفتر مالي او اداري مسؤل ښاغلي فهیم "حبیبي" صاحب د کلي عامه کتابتون ته د "طب، انجنیري، اقتصاد، زراعت، ساینس او ارواه پوهنې" سلګونه ټوکه ګټور کتابونه د عامه کتابتونو د غني کېدو او مطالعې د فرهنګ د ترويج په موخه له (CD) ګانو سره ډالۍ کړل.
قدرمن ډاکټر يحيی وردګ صیب د هېواد د ټولو پوهنتونونو، اکاډميکو او علمي مرکزونو ته ګټور کتابونه چاپوي، له علمي بنسټونو او د کتابتونونو د غنامندۍ او مطالعې د تريج لپاره تل هڅې کوي، کور یې ودان..
رب تعالی یې دې په عمر کې برکت واچوي.
ان شاءالله موږ به دا کتابونه بېلابېلو علمي مرکزونو او عامه کتابتونونو ته ولېږو.