30/11/2020
د واش برنامی په اړه د د تمويل کونکو (ډونرانو) او تطبیق کوونکو دولتي او غیر دولتي ادارو سره د همغږی ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کی د یونسيف په ګډون د سویډن کمیټې، سرې میاشتې، ASA , آغا خان بنسټ، ESA او د کلیوپراختیا وزارت استازو ګډون درولود٠
ګډونوالو دراتلونکې کال لپاره د واش برنامې د تطبیق په برخه کی د ادارو تر منځ په همغږٸ غوره تطبیق او ددې برخې دموٸثریت په اړه مهم تصمیمونه ونیول.
26/11/2020
د پوهنې وزارت د ساختماني او ترميماتي چارو رٸيس انجنير سيد مخلص (بازون) د ولسي جرګې د رياست لخوا د پوهنې په ډګر کې د غوره خدمتونو او ښو کړنو په موخه وستايل شو ٠
د دغه رياست مشرتابه د ولسي جرګې له قدرمنو استازو څخه يوه نړۍ مننه کوي، او ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به ددغه رياست کړنې د لوى خداى ج په مرسته لا پياوړې او بريالۍ وي٠
06/08/2020
د پوهنې وزارت د ساختماني او ترميماتي چارو رٸيس ښاغلي انجنير سيد مخلص ((بازون)) د اقرأ برنامې د ولايتي انجنيرانو سره ناسته درلوده ٠
په دغه ناسته کی د اقرا برنامی تر چتر لاندی د ساختمانی پروژو دپرمختګ ، غوره نظارت، او ددی برنامی په وړاندی د شته ستونزو ،خنډونو او حل لارو لپاره پراخ مجلس ترسره شو ،او ددې برنامې انجنيرانو ته د پروژو د لاښه والي په موخه لازمې لارښونې وشوې.
انجنير سيد مخلص(( بازون)) د ساختماني او ترميماتي چارو رٸيس
30/07/2020
د لوی اختر د مبارکۍ پیغام!
---------------------------------------------------------------------
د پوهنې وزارت د ساختماني او ترميماتي چارو عمومي رئیس او مشرتابه پلاوی؛ د حضرت اسماعيل ع د قربانيو د ميراث او فداکارۍ ، نیکمرغه لوی اختر ؛ جلالتمـــأب د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر ، د جمهوري ریاست محترمو مرستیالانو، دکابینې محــترمو غـــړو، دملی شورا د دواړو مجلسونو محترمو ریيسانو، او د پوهنې د ګډ کور غړو د افغانستان مسلمانو خلکو او با عزته ملت ته د زړه له کومي مبارکي وایي؛ لوى څښتن تعالى د ددغه اختر په برکت ؛ زمونږ له ګران هیواد څخه د کرونا ناروغۍ او د جګړو دا تورې کرغیړنې ورېځې لرې او د ورورولۍ او يوالي سبب د وګرځي٠
-----------------------------------------------------------------------
پیام تبریکی عید سعید اضحی!
رئیس عمومی رياست ساختماني وترميماتي عید سعید اضحی؛ عید ميراث قربانى و فداکارى حضرت اسماعيل ع را محضر جلالتمآب محترم رئیس جمهوری اسلامی افغانستان، معاونان محترم، روٸسا و اعضای مجلسین شورای ملی، اعضای محترم کابینه، خانواده معارف و اعضاى آن ، مردم و ملت با عزت مسلمان افغانستان تبریک و تهنیت عرض نموده؛ و ازبارګاه متعال به فيض وبرکت اين عيد وروز هاى پاک رفع مرض کرونا، دورشدن سايه مهلک جنگ و ایجاد اتحاد و یکپارچگی مردم کشور عزیزمان را استدعا ميداريم٠
انجنير سيد مخلص (( بازون)) د ساختماني او ترميماتي چارو رييس٠
17/06/2020
د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!
په خورا خواشینۍ سره خبر شوم، چې د ساختماني او ترميماتي چارو رياست د محاسبې مدير يت غړي حاجي صيب محمد طاهر ((صالحي)) د ورپېښې ناروغۍ له کبله خپل روح حق ته سپارلى .
انا لله وانا الیه راجعون
په دې ستر غم کې زه د ساختماني او ترميماتي چارو رياست په استازیتوب د نوموړي له درنې او پتمنې کورنۍ سره ځان شریک بولم. دغه راز د لوی لایزال رب متعال(ج) سپېڅلي دربار ته د دعا په پار لاسونه لپه کوم، مرحوم ته د فردوس جنت او دوستانو ته یې د صبر جمیل او اجر عظیم غوښتنه کوم.
بشپړ درناوی
انجنير سيد مخلص ((بازون))
د ساختماني او ترميماتي چارو رٸيس
16/06/2020
د کابل ښار د وحدت د نجونـو ښونځي کې د يوه معياري کتابتون د بنسټ ډبره کيښودل شوه٠
--------------------------------------------------------------------------
دغه کتابتون به د SVA جاپاني موسسې په مالي مرسته جوړيږي٠
د ياد کتابتون د کار د پيل په مراسمو کې د ساختماني او ترميماتي چارو رٸيس انجنير سيد مخلص ((بازون)) ، د کابل ښار د پوهنې رٸيس احمد ضمير(( ګوارا ))او د يادې موسسې رٸيس وحيد احمد ((زماني)) ګډون درلود ، د يادولو وړ ده چې د ياد کتابتون ودانيزې چارې به د شپږو مياشتو په اوږدو کې بشپړې شي ٠
23/05/2020
د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د پوهنې وزارت د ساختماني او ترميماتي چارو رياست لوى رئيس انجنير سيد مخلص بازون د مبارکۍ پيغام!
بسم الله الرحمن الرحيم!
------------------------------------------------------------------------
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهور رييس جلالتمآب محمد اشرف غني او معاونینو، ټولو وزير صاحبانو په ځانګړي ډول د پوهنې محترم وزير صيب ، د پوهنې وزارت د ټولو ولايتونو محترمو رئېس صاحبانو ، د پوهنې وزارت د ساختماني او ترميماتي چارو رياست ټولو غړو ،دپوهنې وزارت ټولو کارکونکو ،د هېواد د ننه او بهر ټولو افغانانواو د نړۍ ټول مسلمه امت ته د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ او خوښۍ مراتب وړاندې کوم.
په لومړي سر کې له لوى خداى ج نه د هېواد د وروستيو پېښو ټولو شهيدانو ته جنت فردوس ، ټپيانو ته يې عاجله او بشپړه شفا او درنو کورنيو ته يې صبر جميل او اجر کبير غواړم .
خدای ج د وکړي چې په ګران هيواد کې دا اختر د ټولو افغانانو تر منځ د یووالي او ورورولۍ پيلامه وګرځي، او ددې ښو ورځو او شپو په برکت د (کرونا) وژونکې ناروغۍ ټغر د ګران هيواد افغانستان او ټولې نړۍ څخه ټول شي .
انجنير سيد مخلص (بازون)
د ساختماني او ترميماتي چارو رياست لوى رئېس
20/03/2020
نوی کال مو نيکمرغه او بختور شه!
د 1399 لمريز کال د رارسيدو له امله خپلې نيکې هيلې او پېرزوينې د هيواد ټولو وروڼو او خويندو ته وړاندې کوم . او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه غواړم چې نور زموږ په هيواد کې د ورور وژنې جگړه بنده ،د ريښتينې او باعزته سوله خاوندان شو .
انجنير سيد مخلص (بازون) د ساختماني او ترميماتي چارو رييس
10/02/2020
د پوهنې وزارت د ساختماني او ترميماتي چارو رييس انجنير سيد مخلص (بازون) وردګ ولايت ته د خپل سفر په لړ کې ددې ولايت له محترم والي ښاغلي ډګرجنرال مظفر الدين يمين سره وکتل ٠
--------------------------------------------------------------------------
په ياده کتنه کې په دغه ولايت کې د پوهنې د وزارت د ښونځيو د ودانيزو چارو په روان حالت خبرې وشوې ، په همدې حال کې د وردګو والي د ودانيو د پراختيا رٸيس ته ډاډ ورکړ چې په نوموړي ولايت کې د ادارو ترمنځ غوره همغږي موجوده ده چې له امله يې د ښونځيود ودانيزو چارو کارونه په چټکۍ او ښه ډول مخ ته ځي ٠
د ېادولـو وړ ده چې په ياده ناسته کې د ښاري پراختيا رييس،کلو پراختيا رييس،سکتور رييس،اداري رييس،او پوهنې رياست مرستيالانو هم ګډون درلود٠
د يادې ناستې په پاى کې هغه کميټه چې د څلور اړخيز تفاهم ليک له مخې د ښونځيو ودانيزو چارو دغوره پرمختګ او پوره همغږۍ په موخه د ولايتونو په کچه په نظر کې نيول شوى په عملي ډول جوړه او کار يې پيل کړ٠
06/12/2019
انجنير سيد مخلص (بازون ) رئيس انکشاف تعميرات وزارت معارف طى سفر که به ولايت کنړ داشت ازپروژه هاى ساختماني وترميماتي مکاتب اين ولايت در مرکز و ولسوالى هاى نورګل،څوکۍ وخاص کنړ ديدن نمود.
05/12/2019
د پوهنې وزارت د ودانيو د پراختيا رئېس کونړ ته د خپل کاري سفر په لړ کې ددې ولايت له والي محترم عبد الستار ميرزکوال سره وکتل . په ياده ناسته کې په کونړ کې د پوهنې وزارت د ښونځيو د ودانيزو چارو د وضيعت په اړه خبرې وشوې.
په همدې حال کې د کونړ والي د ودانيو د پراختيا رئيس ته ډاډ ورکړ چې په نوموړي ولايت کې د اداراتو ترمنځ غوره همغږي وجود لري چې له امله يې د ښونځيو ودانيزې چارې په ښه توګه پر مخ ځي.
د يا دولو وړ ده چې په ياده ناسته کې د ښاري پراختيا رئيس ، کليو پراختيا رئيس،ولايتي شورا رئيس ، د سکتور رئيس او د پوهنې محترم رئيس مجيب الرحمن مجيب هم ګډون درلود .
د يادې ناستې په پاى کې هغه کميټه چې د څلور اړخيزو تفاهم ليک له مخې د ښونځيو ودانيزو چارو د غوره پرمختګ او پوره همغږى په موخه د ولايتونو په کچه په نظر کې نيول شوى وه په عملي ډول جوړ ه او خپل کار يې پيل کړ .
05/12/2019
انجنير سيد مخلص بازون رييس انکشاف تعميرات وزارت معارف جهت مرور پلان سوم استراتيژيک معارف و بررسى وضيعت پروژه هاى ساختمانى با هيئت همراى ايشان به ولايت کنړ سفر نمود.
رييس تعميرات با هيئت مختلط از ادارات مختلف مرکزى وزارت معارف در ورکشاف يک روزه که جهت مرور پلان استراتيژيک معارف اشتراک نموده روى موضوعات مرتبط بحث وګفتګو کرد ، قابل ياد آورى ميباشد که ورکشاف متذکره با حضور مسئولين ادارات مختلف ، موئسسات همکار،اتحاديه مکاتب خصوصى ونمايندګان جامعه مدنى ولايت کنړ تدوير يافت .