سکالو
gives realities, thoughts
دین ادب ساینس تاریخ فلسفه ارواپوهنه
15/01/2022
اغزن سیم!
دا ناول زموږ د هېواد جادوګر ناول لیکونکي د نصیر احمد احمدي یو ډېر خوندور ناول دی، چې په ۱۳۹۱ل کال په ۸۱ مخو کې لیکل شوی دی. ددې ناول کیسه له مینې تر مهاجرت او مرګه غزېږي، کیسه له دې پیلېږي، چې لیکوال ته د مریم په نوم یوه نجلۍ له اېټالیا پر برېښنالیک مسېج پرېږدي، چې:
ـ مرم د ژوند کیسه کې ولیکه.
له څو ورځو مکالماتو او غږېدا وروسته د دواړو سلا مشوره په دې راځي، چې نجلۍ به لیکوال ته وخت نا وخت ظبط کړې خبرې اېمل کوي او لیکوال به یې د ژوند دردونکی داستان لیکي، په دې ډول کیسه پیلېږي، چې مریم د وحید په نوم په خپل یوه ټولګیوال زړه بایلي، هغه اړیکه او خبرې ورسره کوي، خو د مینې اظهار نه ورته کوي، مریم له هر څه لاس په سر شي، ژوند پرې راتنګ شي، په رښتیا مینېږي، خو له بده مرغه وحید ته یې د وروڼو لخوا د لندن وېزه راځي، له مریم مشوره غواړي، خو دا پټه خوله ترې ځي، وحید درې میاشتې وروسته له لندنه زنګ ورته راوهي، د مریم بیا ژوند ته په دې تمه پيدا کېږي، چې ګواکې وحید یې تر اوسه د مبایل شمېره درلوده، فکر کوي، چې هېره یې نه ده. له دې پس پلار ته د لندن خوبونه تېروي، چې په نتیجه کې دوی لندن ته قاچاقي ځي او پر لاره ټوله کورنۍ یې تباه کېږي، مریم په یوه روغتون کې د کورنۍ له شدید ژور خپګان او ناروغۍ سره مخېږي، تر خوله یې تل وینې راځي، بلاخره خپله ساه له لاسه ورکوي.
درنښت
عبدالوهاب مومند
ماشوم مه پرېږدئ چې عقده پیدا کړي
نذیر احمد نذیر
له ټولګيواله ډار
په څلورم ټولګي کې دوهم نمره وم، خو له بده مرغه چې ښوونځی مو تر څلورمه و، ورسته له هغه مې پنځم او شپږم څو کلیه وړاندې په یوه بل کلي کې پیل کړل، له لومړۍ ورځې د یوه ټولګیوال راسره ورانه شوه، نپوهېږم ولې، خو لکه زما وهلو او ځورولو چې خوند ورکاوه، هره ورځ به یې وهلم ، کلی یې په لار کې پروت و، او یوازینۍ لاره وه چې باید زه پرې را تیر شوی وای. د درس له پیل تر پایه به مې په دې فکر کاوه چې نن به له لارې څنګه تیریږم. خو هیڅکله مې له چاسره خپله دا ستونزه شریکه نه کړه او نه هم چا رانه وپوښتل چې ستونزه لرم او کنه، له ازموینو وروسته له شلمې نمرې هم ولویدم.
ماشوم ډېر حساس وي / نذیراحمد نذیر
د ډیرو یتمیانو غوندې د ماما کور کې اوسیدو، ماما مې یو موټرسایکل درلود چې دوکان، میلمستیا او نورو کارونو ته به پرې تلو، خو هر وخت به مې یې مشر ورور ورسره بیولو، داسې وخت هم راغی چې کله به مو ټرسایکل چالان شو، نو ما به دواړه غوږونه پټ ونیول او سترګې به مې پټې کړې چې اوس به مې مشر ورور ته غږ کوي چې څه شوې راځه. ما ما مې راته ډیر ګران و، مخا مخ مې ورته څه نه ویل خو د زړه له درده مې بس یو خدای خبر و ، یوه ورځ یې راته وویل چې پلانی کار وکړه، ما ویل زه یې نه کوم، په حیرانۍ یې وویل ولې؟ ما ویل شوتلو پنډو ته دې زه نیولی یم او چکرونه بشیر وهي … له هغه وخت کلونه تیر دي، خو اوس هم چې له چا سره کوم ماشوم ووینم، نو فکر کوم چې د دې ماشوم په راتگ به یو بل ماشوم څومره ځوریدلی وي.
د ماشوم په ماته مه خوشالېږئ/ نذیراحمد نذیر
مشرانو به ډیری وخت دوه ماشومان یو بل ته په غیږ وروستل، زه هم یو له هغو نه وم چې باید له خپل یو همزولي سره مې غیږ نیولې وای،یوه ورځ یو هلک چې عنایت نومیده خو مشهور په ( نوقلا) و، په غیږو يې وروستلم، را چپه یې کړم ، او بیا زه خړې سترګې پاڅیدم کالي مې وڅنډل ، ښه مې په زړه دي د شپې تر ناوخته پورې لټ په لټ اوښتم او له خپګانه خوب نه راتلو ، د ماشومتوب په ټوله دوره کې به مې ډير نور همځولي را څملولي وي، خو هغه درد مې کم نشوای کړای، هغه عقده مې ختمه نشوای کړای او بلاخره هغه د خجالت احساس مې ورک نشوای کړای کوم چې یو ځل چا څملولي وم، نه پوهیږم چې مشرانو ته د یوه زور کیدل او د بل چپه کیدلو ولې خوند ورکاوه
07/08/2021
نقل دی چې عبدالله بن مبارک رحمه الله تازه حج وکړ او ویده شو څه ګوري چې دوه پرښتې له اسمانه راښکته شوې یوې بلې ته وویل سږکال په کوم شمیر خلک حج ته راغلي وو؟ هغې ځواب ورکړ چې (۶) سوه زره. بیا یې وپوښتله چې الله تعالی د کوم شمیر راغلیو کسانو حج قبول کړ؟ ځواب یې ورکړ د یوه حج هم قبول نه شو ، چې ابن مبارک دا خبره واوریده وبوږنیده او پوښتنه یې وکړه دا شمیر حاجیان چې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه په ستونزمنو حالاتو کې پر ستونزمنو لارو راغلي وو د ټولو خواري اوبو یوړه؟ پرښتې وویل په دمشق کې یو موچي دی علی بن موفق نومیږي هغه حج ته نه و راغلی خو حج یې قبول شو او ټول ثواب هغه ته وبښل شو.
وايي چې دا خبره مې واوریده دمشق ته لاړم اواز مې وکړ هغه له دروازې راووت ورته مې وویل زه درسره لږ کار لرم؟ ومې پوښته چې نوم دې څه دی؟ ویل یې علي بن موفق بله پوښتنه مې وکړه چې څه کار کوې ویل یې زړې څپلۍ بوټان ګنډم، له ما یې پوښتنه وکړه چې ته څوک یې ومې ویل علي عبدالله مبارک ! یوه چغه یې وکړه او بې هوشه شو، چې په هوش راغی ورته مې وویل له خپله رازه مې خبر کړه؟؟
ويې ویل له ( ۳۰ ) کلونو مې د حج اراده لرله په موچیتوب کې مې ( ۳۵۰) درمه ټول کړل او سږ کال حج ته تلم.
یوه ورځ مې میرمن میندواره وه او د ګاونډي له کوره د طعام بوی راته مرمینې مې راته وویل ورشه او لږ طعام ترې ماته راوړه، چې دروازې ته لاړم او له ګاونډي مې غوښتنه وکړه، په ژړا شو راته یې وویل درې ورځې کیدې چې ماشومان مې نهر و لاړم او لږه د خره غوښه مې راوړه تاسو ته دا څنګه درکولی شم؟ دا مې چې واوریدل په تن بدن کې مې اوربل شو او ( ۳۵۰ ) درمه مې ټول رواخستل او ګاونډي ته مې ورکړل ورته مې وویل دادې ماشومانو ته نفقه کړه زموږ حج همدا دی،
عبدالله مبارک وویل چې پرښتې په خوب کې رښتیا وویل او پرښتې په حکم او قضا کې رښتیا وویل.
.....................
تذکره الاولیا د شیخ عطار رحمه الله
#ممتاز اورکزی
13/12/2020
خ.خ.خ
خوب
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
All Mind Street
Kabul
1210
