20/03/2026
غزل
ته "سړۍ" وای اوسېدم به ستا په سيوري
ما به ولې ښکلولې ښځې نورې
دین جومات مې رنجيت سینګ تصرف کړي
لمونځ کوم د احمد شاه بابا پر لوري
چې غوسه سي ښایسته مخ يې جالب سي
څه ښه ورځ وي چې هم لمر وي او هم ووري
څه ناڅه وارخطايي ده راته پېښه
دواړه سترګې دې لېوان دي راته ګوري
دا ټيټ سري چاپلوسان که پټه خوله سي
درباریان به په هغه ورځ سي کمزوري
پرون لاړو د عیار سره دوزخ ته
د چا پام سو دروازه یې کړه راپورې.
ذبي عیار
06/03/2026
غزل
دل تنګه یمه ستوني ته مې سا راغلې ده
ما پرېږدئ چې لږ چغې کړم ژړا راغلې ده
د سرای په دروازه کې مو ګلپوش موټر ولاړ دی
ستا وړلو ته له بره کلي ورا راغلې ده
له سرو سترګو مې سپینې څاڅکي څاڅي ګریوانه ته
د درد څړیکه مې زړه کې په نڅا راغلې ده
شکومه په غاښونو له خپل ګوتو نه نوکان
په ما د لیونتوب علامه بیا راغلې ده
زه ناست یمه په خپلو زخـمو مالګه وهم خاندم
عادله! تماشې ته مې دنیا راغلې ده
امان الله عادل
03/03/2026
غزل
موضوع د مینې ده ملا، روژه ماتیږي که نه
جانان ته ګورمه، زما روژه ماتیږي که نه
په مېسنجر له یوه ښکلي سره چټ کومه
سره غږېږو تر سبا، روژه ماتیږي که نه
زه یې نه ګورمه، خو سترګې پسې خپله واوړي
که له ما وشي دا خطا، روژه ماتیږي که نه
په ماخوستن کې د مچکې فتوا څرنګه ده؟!
مثال که وشي دا له ما، روژه ماتیږي که نه
بې ځایه مخ ملنګه ښکلو پسې نه اړوي
بیا هم انسان دی خامخا، روژه ماتیږي که نه
18/01/2026
غزل
نه کېږي پخدای او راستي، هېڅ پرې نه پوهېږم
بې له تا زما زنده ګي، هېڅ پرې نه پوهېږم
څوک چې راته ووایي مئین یې؟ زه دا وایم
سخته ده ولا عاشقي، هېڅ پرې نه پوهېږم
وځنډوي قصداً، مې لېږلي پېغامونه
خدا چې څه مقصد د لالي، هېڅ پرې نه پوهېږم
زه لکه تمبل شاګرد حیران حیران ور ګورم
ژوند لکه پارچه د ریاضي، هېڅ پرې نه پوهېږم
څه یې دی لامل وصاله ووایه خو ما ته ؟
خوري مې دغه ستا خاموشي، هېڅ پرې نه پوهېږم
وصال ریان
14/01/2026
غزل
يخه هوا کې د تودې غېږې له سته ولا
محرومه شوی يم بېخي له دې جنته ولا
بس کله کله پرېښودل نور علتونه لري
نه زه ناځوانه يم، نه داده ملامته ولا
راځه! چې بيا هغې زَړې قهوه خانې ته لاړشو
ګټه به واخلو، نن د واورې له فرصته ولا
نه دې لاس راکړ، نه دې سترګه راته ووهله
بس بې رُخي دې مالومېږې نور اوچته ولا
د شبو خوښ يې او زه نغواړم اظهار وکړمه
در باندې غږ کولی نه شم له عزته ولا
هدايت الرحمن ډاډ
14/01/2026
غزل
جوړېدای شوه خو تا ياره جوړه نه کړه
زما زړه نه دې هينداره جوړه نه کړه
با وجود د دې چې تا ته لاره نه وه
ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه
چې ستا مخ به پکې ویني پردي خلک
ما غزل له دغه ډاره جوړه نه کړه
په رڼا ومه ډاډه د خپلو اوښکو
ما ډېوه د ځان د پاره جوړه نه کړه
ما وې ستا زندګي څنګه شوه دروېشه!
ده وې خدای هغه بېماره جوړه نه کړه
درویش درانی
28/12/2025
غزل
وايي هره ورانه، چې نفلونه سموي
خدای به کله دا برباد ذهنونه سموي
زه خو خپه شوې ورنه هم نه يم سړيه!
ولې المارۍ کې - كتابونه سموي؟
اې هوا بدله په سیلۍ ښه خوند کوي
پېغلې چې اوترې شي شالونه سموي
مونږه سموي، په دې مې نشته اعترض
سوال لرم، چې دوی کله ځانونه سموي؟
نن ممتاز نشه دی ګیله مه کوئ سړو
ګډوډ يې پراته دي، بوتلونه سموي
ممتاز اورکزی
25/12/2025
غزل
تاته به لفظونو کې غم څنــګ بيانوي سړی
تا پسې خپه نه مړه، تا پسې خو مري سړی
تا پسې به تيـــر شي زاهــــدان د ايمـــانـونـو نـه
تا پسې خو نيم لمونځ کې سلام را ګرځوي سړی
تا پسې په غرونو کې مشکلې لارې څه معنـا
تا پسې که شي، پل صراط به هم وهي سړی
تا پسې افسوس څه وي، ماتم درپسې فرض دی
تا پسې د خوب څله، د زهرو ګــولۍ خوري سړی
ستا د نوم الـــزام به ياره هم باعث د فخـــر وي
ستا نامه په لاس نه مړه، ليکلي په تندي سړي
تا پسې درمـــانه صوابـــۍ په يو قــدم کې ده
تا پسې خو ياره هندوستان نه هم راځي سړی
جاويد شاه درمان
29/11/2025
غزل
چې پرېماني مې غوښته، دغه پرېماني مې غوښته
شعر، شراب او لس، اته سپرلي ځواني مې غوښته
ربه یو یار مې غوښتۀ باید چې راکړی دې وای
دومره بې نیازه شولې ته وا چې خدایي مې غوښته
زما د یار د سترګو تمه وه په تا مې څه وو؟؟؟
چې په دعا ستا د خدایۍ سلامتي مې غوښته
ما چې جامونه ماتول، ما چې زخمونه شکول
مارسوایي غوښته خوډېره رسوایي مې غوښته
تا خو لۀ درده نڅېدو ته پیدا کړی ومه
څومره ساده ومه چې ستا مهرباني مې غوښته
ستاسو په ښار پورې تړلې کیسې خلاصې وې خو
چې تلم راتلمه د زخمونو تازه ګي مې غوښته
نصير شهاب
26/11/2025
غزل
نه مې ګیله شته نه له چا یمه خپه، مات یمه
د زور دې نه یم، خدای ته وګوره راځه، مات یمه
مات بوتلونه مې په قبر د شرابو کېږدئ
زه په نازکو پسې بد ښیښه ښیښه، مات یمه
غږ مې را اونه ختو، غږ به مې را ونه خیژي
خاموش خاموش لکه د دوو زړونو رشته، مات یمه
تا سترګې واړولې، وران دې کړمه، ړنګ دې کړمه
په بدل شوي تال کې زه لکه نغمه، مات یمه
ممتازه اوښکه شوم، په خپل رخسار مې لیکه وکړه
دومره تحریر یم او په دغه حاشیه، مات یمه
ممتاز اورکزی
16/11/2025
غزل
خپګان پرېمانه ښه دی، جام اړولی ښه دی
جانان ناځوانه ښه دی، زړګی بایللی ښه دی
زه زړه خوړلی ښه یم، ما زړه خوړلی ښه دی
یو سړی تللی ښه دی، بیلتون راغلی ښه دی
تا مچو کړی یمه، په خپلو ښکلو شونډو
لالیه نه یې مینځم، مخ مې ناولی ښه دی
سترګې هر وخت توروه، خلګو ته شر جوړوه
دا شر پرېمانه ښه دی، دا شر شیندلی ښه دی
تاسې که هر څه وایاست، زه دا خبره کوم
ساقي د قدر وړ دی، شېخ سپو خوړلی ښه دی
زه یو عیار هلک یم، او زما مذهب وایي دا
سر پرې شیندلی ښه دی، وطن ساتلی ښه دی،
ذبيح عیار