11/12/2025
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخیستنه په بانکدارۍ کې تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کړ
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د هېواد د بانکي، مالي او کوچنیو تمویلونکو ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) څخه ګټه اخیستنه په بانکدارۍ کې تر عنوان لاندې یو ورځنۍ روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کړ.
یاد پروګرام د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ اجرائیوی رئیس ښاغلی مصطفی صافی له لوري پرانیستل شو. ښاغلي صافي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د مصنوعي ځیرکتیا اهمیت، د هغې نړیوال بدلونونه، او د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د راتلونکو برنامو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
دغه روزنیز پروګرام د ښاغلي احمد میلاد امین له لوري پرمخ یوړل، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د مصنوعي ځیرکتیا د بنسټیزو مفاهیمو، د ماشین زدهکړې، د AI په مرسته د بانکدارۍ د پرمختیایي فرصتونو، د خطر مدیریت، د درغلیو د مخنیوي میکانیزمونو او د معلوماتو د تحلیل د نوې ټکنالوژۍ په اړه معلومات وړاندې کړل.
افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د هېواد د مالي سکټور د ظرفیت لوړونې په موخه خپلو روزنیزو پروگرامونو ته دوام ورکوي او ژمن دی چې د ټیکنالوژۍ، بانکدارۍ، مالي مدیریت او اسلامي مالیې په برخو کې نور مسلکي پروګرامونه هم وړاندې کړي.
02/12/2025
د اسلامي اقتصادي نظام ته کتنه تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره ترسره شو
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د بانکونو او کوچنیو تمویلوونکو ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د اسلامي اقتصادي نظام ته کتنه تر عنوان لاندې یوورځنی روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کړ.
یاد پروګرام د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، او وروسته د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ اجرائیوي رئیس، محترم مصطفی صافی، لخوا رسماً پرانیستل شو. ښاغلي مصطفی صافی محترم استاد خلیلالرحمن سعید او ټولو ګډونوالو ته د زړه له کومې ښه راغلاست ووایه او د اسلامي اقتصاد پر ارزښت، اهمیت او د هېواد د بانکي او مالي سکټور د ودې لپاره د دې ډول پروګرامونو پر اغېز ټینګار وکړ.
محترم استاد خلیلالرحمن سعید په یاد روزنیز پروګرام کې د اسلامي اقتصادي نظام اساسي مفاهیم، اصول او مهم موضوعات ګډونوالو ته تشریح کړل. همدارنګه، د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د پوښتنو او بحث کولو فرصت ورکړل شو، چې ډېرې ګټورې علمي خبرې اترې ترې وزېږېدلي.
په پای کې ګډونوالو د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ له دې هڅو څخه د زړه له کومې مننه او ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول علمي او مسلکي پروګرامونه د هېواد د بانکي سکټور د پرمختګ لپاره ډېر ارزښت لري او باید د تل په څېر همداسې دوام ومومي.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د بانکي سکټور د وړتیا لوړولو مخکښ بنسټ
30/11/2025
د اسلامي اقتصادي نظام ته کتنه
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د خپلو روزنیزو پروګرامونو له پلان سره سم، د بانکي سکټور او کوچنیو تمویلوونکو ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه، دا ځل «اسلامي اقتصادي نظام ته کتنه» تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز پروګرام په لاره اچولی دی.
یاد روزنیز پروګرام به د محترم استاد خلیلالرحمن سعید لخوا وړاندې کېږي، چې په ترڅ کې به د اسلامي اقتصاد اساسي مفاهیم، اصول، موخې او اړوندې چارې تدریس شي.
دغه پروګرام به د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ په ودانې کې ترسره شي.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د بانکي سکټور د وړتیا لوړولو مخکښ بنسټ
26/11/2025
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د خپلو روزنیزو پروګرامونو له پلان سره سم د مالي راپورونو د تحلیل او ارزونې روزنیز پروګرام، چې د هېواد د بانکونو د کارکوونکو لپاره ترتیب شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
یاد روزنیز پروګرام د ښاغلي احسان الله ځدراڼ لخوا تدریس شو، چې د بانکي او مالي سکټور له عملي مثالونو څخه په ګټې اخیستنې سره یې ګډونوالو ته مسلکي او تطبیقي زده کړې وړاندې کړې.
د پروګرام په وروستۍ ورځ له ګډونوالو څخه آزموینه هم واخیستل شوه، څو د هغوی د مهارتونو او زده کړو کچه وارزول شي.
انستیتیوت بانکداری و مالی افغانستان مطابق با پلان برنامههای آموزشی خویش، برنامه آموزشی تحلیل و ارزیابی راپور های مالی را که برای کارمندان بانکهای کشور ترتیب شده بود، با موفقیت به پایان رسانید.
این برنامه آموزشی توسط احسانالله ځدراڼ تدریس گردید که با استفاده از مثالهای عملی سکتور بانکداری و مالی، برای اشتراککنندگان آموزشهای مسلکی و کاربردی ارائه کرد.
در روز آخر برنامه نیز از اشتراککنندگان آزمون اخذ شد تا سطح مهارتها و آموختههای آنان ارزیابی گردد.
21/11/2025
د مالي راپور تحلیل او ارزونې روزنیز پروګرام
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټيوټ یو ځل بیا د خپلو روزنیزو پروګرامونه له پلان سره سم د مالي راپور د تحلیل او ارزونې روزنیز پروګرام په لاره اچولې.
دا روزنیز پروګرام به د دوه ورځو لپاره د ښاغلی احسان الله ځدراڼ لخوا ترسره کیږی. ښاغلی احسان الله ځدراڼ چې خپلې زده کړې په مسلکي محاسبه کې د ماسټري تر کچې ترسره کړی دی، او اوس مهال په مالیي وزارت کې د مالې چارو ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کوي. د یادونې وړ ده چې ښاغلی ځدراڼ د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړی ده او اوس د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ سره د روزونکی په توګه همکار دي.
دا روزنیز پروګرام به د روان کال د لینډۍ میاشتي په ۴مه او ۵مه چې د جمادی الثانی په ۵مه او ۶مه د ۱۴۴۷ کال سره سمه د سهار له ۹:۰۰ څخه تر ۳:۰۰ د ماسپښین به د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ کې ترسره کیږي.
19/11/2025
د افغانستان بانک او د ترکیې مشارکتي بانکونو د ټولنې سره په همغږۍ د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د اسلامي بانکوالۍ تر سرلیک لاندې پنځه ورځینې روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره پاې ته ورسید.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ اجرائیوی رئیس ښاغلی مصطفی صافی د دې روزنیز پروګرام د پاې خبرو کې د افغانستان بانک له رهبري څخه مننه او قدر دانې وکړه، چې د دې روزنیز پروګرام چارې یې د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ ته وسپارلي او دا چې د تل په څیر یې لدې انسټیټیوټ څخه دوامداره ملاتړ کړي دي. ښاغلی صافی زیاته کړه چې د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ بیا فعالیت د افغانستان بانک د رهبري د کلک هوډ استازیتوب کوي تر څو د بانکونو د کارکوونکو پوهه او ظرفیت د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې لوړه کړي. له همدې سره د افغانستان بانک او د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د روزنیزو پروګرامونو روزونکو ته هر یو ښاغلی عمر چکن او مصطفی آفشین سانچر ته ستاینلیک او ډالې ورکړه.
ښاغلی عمر هم په خپل وار سره د افغانستان بانک او د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ څخه مننه وکړه او لدې سره یې ټولو ګډون کوونکو ته تصدیق پاڼې وویشلي او یادونه یې وکړه چې دا روزنیز پروګرام یې د ژوند یو له خوږو خاطرو څخه وو.
17/11/2025
د اسلامي بانکدارۍ روزنیز پلان له مخې، د روزنیز پروګرام درېیمه ورځ د ښاغلي عمر چکن لهخوا پرانېستل شوه.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ اجرائیوي رئیس، ښاغلي مصطفی صافي، د غونډې په پیل کې ښاغلي عمر چکن ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د ښاغلي مصطفی افشین سنچار لهخوا دوه ورځني روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ شو او د هغه د هڅو او ارزښتناکو زدهکړو څخه یې د افغانستان بانک د کارکوونکو لپاره ستاینه او مننه وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د دې پروګرام موخه د اسلامي بانکدارۍ او مالي چارو په برخه کې د کارکوونکو مسلکي پوهه لا پیاوړې کول دي، او هیله یې څرګنده کړه چې د ښاغلي عمر چکن د پاتې ورځو روزنیز پروګرام به د ګډونوالو لپاره لا زیات علمي او عملي ګټور ثابت شي.
د مهالویش سره سم، محترم عمر چکن به د روزنیز پروګرام پاتې درې ورځو ته دوام ورکړي. د نن ورځې د غونډې په پیل کې، محترم عمر چکن له هر ګډونوال سره معرفت وکړ او وروسته یې خپل روزنیز پروګرام پیل کړه.
ښاغلی مصطفی آفشین سانچر او عمر چکن د ورځې په پاې کې د افغانستان بانک او د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د مهمان نوازۍ څخه یې قدردانۍ وکړه او زیاته یې کړه چې تل به لدې انسټیټیوټ سره د روزنیزو پروګرامونو لپاره په اړیکه کې اووسي.
مطابق پلان برنامه آموزشی بانکداری اسلامی، روز سوم برنامهٔ آموزشی توسط آقای عمر چکن رسماً افتتاح گردید.
رئیس اجرائیوی انستیتیوت بانکداری و مالی افغانستان، محترم مصطفی صافی، در آغاز برنامه به آقای عمر چکن خوشآمدید گفت و افزود که برنامهٔ دو روزهٔ آموزشی ارائهشده توسط محترم مصطفی افشین سنچار با موفقیت به پایان رسید. وی از تلاشها و آموزشهای ارزشمند محترم سنچار برای کارمندان د افغانستان بانک قدردانی و سپاسگزاری نمود.
آقای صافی در سخنان خود تأکید کرد که هدف این برنامه، تقویت ظرفیتهای مسلکی کارمندان در بخش بانکداری اسلامی میباشد، و ابراز امیدواری کرد که روزهای باقیماندهٔ برنامه آموزشی توسط محترم عمر چکن برای اشتراککنندگان از لحاظ علمی و عملی مفیدتر واقع شود.
طبق جدول زمانی، آقای عمر چکن روزهای باقیماندهٔ برنامه را ادامه خواهند داد. در آغاز جلسهٔ امروز، ایشان با هر یک از اشتراککنندگان آشنایی مختصر نموده و سپس برنامهٔ آموزشی خویش را آغاز کرد.
در پایان روز، آقای مصطفی افشین سنچار و آقای عمر چکن از مهماننوازی د افغانستان بانک و انستیتیوت بانکداری و مالی افغانستان قدردانی نموده و اظهار داشتند که در آینده نیز برای برگزاری برنامههای آموزشی با این انستیتیوت در تماس خواهند بود.
15/11/2025
د ایکو د سوداګریز او پراختیایي بانک په وړاندیز او د افغانستان بانک د محترم ریاست د حکم پر بنسټ، د افغانستان بانک کارکوونکو ته د اسلامي بانکوالۍ تر سرلیک لاندې پنځه ورځینې روزنیز پروګرام د ترکیې مشارکتي بانکونو د ټولنې لخوا د دوه تنه ترکیي روزونکو لخوا په افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ کې پیل شو.
یاد روزنیز پروګرام د ښاغلی مصطفی صافی د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ اجرائیوی ریئس لخوا پرانیستل شو. نوموړی د افغانستان بانک کارکوونکو او د ترکیي هېواد څخه راغلی روزونکی ښاغلی مصطفی آفشین سانچر ته ښه راغلاست ووایه، او د افغانستان بانک د رهبري له دوامداره ملاتړ څخه یې مننه وکړه.
د اسلامي بانکوالۍ روزنیز پروګرام به د پنځه ورځو لپاره دوام ومومي چې د ترکیي هېواد دوه نوموتو روزونکو مصطفی آفشین سانچر او عمر چکین لخوا به ترسره شي.
د روزنیز پروګرام د لومړې ورځې په پای کې د افغانستان بانک کارکوونکو د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوت د روزنیز پروګرام د ښه مدیریت څخه خوښی څرګنده کړه او د لابریاوو هیلې یې وکړي.
بر اساس پیشنهاد بانک بازرگانی و انکشافی ایکو و حکم ریاست محترم د افغانستان بانک، برنامهٔ پنجروزهٔ آموزشی تحت عنوان «بانکداری اسلامی» برای کارمندان د افغانستان بانک، توسط انجمن بانکهای مشارکتی ترکیه از سوی دو تن از اساتید ترک در انستیتیوت بانکداری و مالی افغانستان آغاز شد.
این برنامهٔ آموزشی توسط آقای مصطفی صافی، رئیس اجراییوی انستیتیوت بانکداری و مالی افغانستان افتتاح گردید. ایشان برای کارمندان د افغانستان بانک و همچنان برای استاد مهمان از کشور ترکیه، آقای مصطفی آفشین سانچر، خوشآمدید گفت و از حمایتهای دوامدار رهبری د افغانستان بانک قدردانی کرد.
برنامهٔ آموزشی بانکداری اسلامی به مدت پنج روز ادامه مییابد که توسط دو اساتید نامدار کشور ترکیه، مصطفی آفشین سانچر و عمر چکین، ارائه خواهد شد.
در پایان روز نخست این برنامهٔ آموزشی، کارمندان د افغانستان بانک از مدیریت خوب برنامهٔ آموزشی از کارمندان انستیتیوت بانکداری و مالی افغانستان ابراز خرسندی نموده و برای ایشان موفقیتهای بیشتر آرزو کردند.