لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْك
له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه چې کوم حج غوره دی؟ هغه ورته وویل: العج والثج. یعني حج په تلبیه سره غږ لوړول او د قرباني وینې تويول ده. رواه الترمذي.
تلبیه:
لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لاَ شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ، وَالنِّعْمَةَ، لَكَ وَالْمُلْكَ، لاَ شَرِيكَ لَكَ .
نن د لوی اختر د میاشتې اتمه ورځ ده د حج په اصطلاح کې دې ورځې ته (الترویه) وایې، نن به حاجيان د ماسپښین لمونځ مني ته رسوي هلته شپه او پنځه لمنځونه کول سنت دي، په ساده سپین لباس پوښلې د انسانانو دا لویه ډله د الله د توحید شعارونه پورته کوي: لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْك.. الله دي د ټولو حج قبول کړي او الله دي مومنان د حج په حقیقي مفهوم پوه کړي.
http://zdakra.com/pand/
ژوند ښکلی دی
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ژوند ښکلی دی, Government Organization, Kabul.
د مهربانې مور کیسه ګۍ
عائشه رضی الله عنها وایې: ماته یوه غریبه ښځه راغله دوه لوڼې یې هم ورسره وې، ماهغې ته دری کجیرې ورکړې، هغې خپلو لوڼو ته یوه یوه کجیره ورکړه، اویوه کجیره یې په لاس کې وه خولې ته یې پورته کړه چې ویې خوري هغه یې لوڼو ورنه وغوښتله، هغې کجیره په خپله ونه خوړله، دوه ځایه یې کړه نیمه یې یوې لورته اونیمه بلې ته ورکړه.
عائشه وایې: د هغې دې کارماته ډیرخوند راکړ، او د دې کیسه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، اوهغه وویل: بې شکه الله دهغې ښځې په دې کارسره هغې ته جنت واجب کړ او په دې کار سره یې له جهنم نه وساتله. رواه البخاري.
له مور او پلار سره ښېګڼه د اولاد تر منځ نوبتي دنده نده، بلکي د جنت دروازو ته له یوه بل نه د مخته کیدلو مقابله ده... متأسفانه ځیني له دې حقیقته ناخبره دي.
http://zdakra.com/pand/
د قضایي روژو غوره وخت
عمربن الخطاب رضی الله عنه وایې: زه ډیره مینه لرم چې د لوی اختر په لومړیو لسو ورځو کې د رمضان قضایي روژې ونیسم،
عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ أَنَّهُ قَالَ: مَا أَيَّامٌ أَحَبُّ إلَيَّ أَنْ أَقْضِيَ فِيهَا شَهْرَ رَمَضَانَ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ لِعَشْرِ ذِي الْحِجَّةِ .أخرجه البيهقى (4/285 ، رقم 8178) و كنز العمال 24316 .
امام الکاساني رحمه الله وایې: ځکه په دې ورځو کې روژې نیول مستحب دي نو په دې ورځو کې قضایي روژې نیول د نورو ورځو په نسبت غوره دي. وَلِأَنَّهَا وَقْتٌ يُسْتَحَبُّ فِيهَا الصَّوْمُ فَكَانَ الْقَضَاءُ فِيهَا أَوْلَى مِنْ الْقَضَاءِ فِي غَيْرِهَا. بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع (4 / 297) ، المبسوط (4 / 95).
http://zdakra.com/pand/
په کره توګه کار کول عبادت ده
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : بېشکه الله ستاسو له هغه کس سره مینه لري چې کله کوم کار کوي نو په کره او سمه توګه یې کوي . عن عائشة رضي الله تعالى عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم " إن الله يحب إذا عمل أحدكم عملاً أن يتقنه. "السلسلة الصحيحة ( 1113).
له حدیث نه دا معلومولی شو چې الله تعالي ته کره او سم کارونه ګران دي او کمزوري او خام کارونه ښه نه ګڼې ، انسان باید خامخا کارونه په کره او پخه توګه سر ته ورسوي ، په حدیث کې مطلق کار یاد شوی ده که دنیوي کارو وي او که د اخرت کار وي یعني هر کار باید سم او په کره توګه ترسره کړل شي .
http://zdakra.com/pand/
معرفت
تعامل او چلند د پېژندلو او معرفت په تناسب سره تر سره کېږي، د بېلګې په توګه که یو شخص په الوتکه کې سفر کوي او په خوا کې له ناست شخص سره مجلس پیل کړي او د خبرو په جریان کې ورته معلومه شي چې په خوا کې ناست شخص یې د ملک یو حکومتي وزیر دی تاسې څه فکر کوئ چې د خبرو او تعامل په بڼه کې به یې د وزیر د احترام یا ډار له امله بدلون راشي او که به په پخواني ډول سره خپلو خبرو او تعامل ته دوام ورکړي؟ له پېژندلو وروسته به یې هرو مرو په تعامل، چلند او خبرو کې بدلون راځي.
نو د تعامل بڼه د معرفت او پېژندلو په کچه پورې تړلې ده هر څومره چې معرفت زیاتېږي په هماغه اندازه تعامل تغیر خوري او دا هغه څه دي چې موسی علیه السلام ته په غره باندې د الله تعالی جل جلاله د عظمت او لويي د اثارو له لیدلو وروسته ور پېښ شول او بې هوښه پرېووت، کله چې را بیدار شو نو ويي ویل: (فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ) الاعراف ۱۴۳. د معرفت د زیاتیدلو لامله یې وویل چې زه تر ټولو لومړی مومن یم، که اوسني مسلمانان هم الله تعالی جل جلاله په رښتتینې توګه سره وپېژني نو بیا به یې له الله تعالی جل جلاله سره تعامل دا رنګه نه وي.
http://zdakra.com/pand/
لوی دروغژن
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: تر ټولو خلکو لوی دروغژن هغه دی چې په یوه سړي پسي بد وایې نو ټول قوم یې بد یاد کړي. او هغه لوی دروغژن دی چې د خپل پلار له پلارتوب نه انکار وکړي او خپله مور زنا کاره وبولي.
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "إِنَّ أَعْظَمَ النَّاسِ فِرْيَةً لَرَجُلٌ هَاجَى رَجُلًا فَهَجَا الْقَبِيلَةَ بِأَسْرِهَا وَرَجُلٌ انْتَفَى مِنْ أَبِيهِ وَزَنَّى أُمَّهُ". أخرجه البخاري فى الأدب المفرد (1/302 ، رقم 874) ،و ابن ماجه ( 2 / 411 ) و البيهقي ( 10 / 241 ).
http://zdakra.com/pand/
د عمربن عبدالعزیز د زامنو میراث
عباسي خلیفه منصور چې کله خلیفه وټاکل شو مقاتل بن سلیمان رحمه الله ورغی منصور ورته وویل: نصیحت راته وکړه، مقاتل ورته وویل د خپلو لیدلو حالاتو له مخې که د اوریدلو؟ منصور وویل: نه د لیدلو، مقاتل ورته وویل: ای امیرالمؤمنین! عمربن عبدالعزیز یولس زامن لرل، او په میراث کې یې اتلس دیناره ورته پرېښودل، پنځه دیناره یې په کفن ولګیدل، څلور په قبر ولګیدل، او پاته یې په زامنو ووېشل شوو، او هشام بن
عبدالملک هم یولس زامن لرل او هر زوی ته یې د پلار له میراث نه یو ملیون دیناره ورسیدل. په خدای قسم ای امیرالمؤمنین! یوه ورځ مي د عمر بن عبدالعزیز یو زوی ولید د الله په لاره کې یې سل اسان خیرات کړل، او د هشام یو زوی مي ولید په بازار کې یې سوال کاوه!.
عمر بن عبدالعزیز رضي الله عنه د مرګ په بستر پروت و چا پوښتنه ور نه وکړه چې ای عمر! اولاد ته دي څه شی پرې ایښي دي؟ هغه ورته وویل: هغوی ته مي له الله نه ویره (تقوي الله) پرې ایښې ده، که دوی صالحان وو نو الله د صالحانو سرپرست او ولي دی، او که هغوی صالحان نه وي نو زه که هغوی ته مال پرېږدم له هغوی سره به مي په ګناه کې مرسته کړې وي.
http://zdakra.com/pand/
خوږه خبره صدقه ده
چاته د ورکړې له پاره ضروري نده چې خامخا به شتمن یې؛ څوک چې هیڅ شی نلري هغوی د ورکړې ارزښت ښه پیژني او تر ټولو غوره ورکړه هم د دوی ده او د دوی ورکړه "خوږه خبره " او "موسکا " ده.
رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: ښه خبره صدقه ده، عن أبي هريرة - رضي الله عنه - قال: قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم -: والكلمة الطيبة صدقة، متفق عليه.
http://zdakra.com/pand/
د یتیم ساتونکی
رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: زه او د یتیم ساتونکی به په جنت کې د دې دوو ګوتو په شان سره نږدې یو او په منځنۍ او د شهادت په ګوتو یې اشاره وکړه. عن سهل بن سعد قال : قال رسول الله :أنا وكافل اليتيم في الجنة كهاتين وأشار بالسبابة والوسطى. رواه البخاري .
حافظ ابن حجر رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وایې: ابن بطال رحمه الله یلي دي: څوک چې دا حدیث واوري باید عملي یې کړي تر څو په جنت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګری شي او په جنت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا تر ټولو لوړ مقام دی.
http://zdakra.com/pand/
استقامت
عمر بن الخطاب رضي الله عنه وایې: پر دین استقامت دې ته وایې چې د الله امرونه ومنې او له کومو شیانو یې چې منعه کړې ده له هغو منعه شې او د ګیدړو په څیر چلونه او فریبونه نه کوې. قال عمر - رضي الله عنه - الاستقامة: أن تستقيم على الأمر والنّهي، ولا تَرُوغُ رَوَغَانَ الثّعالب [انظر: مدارج السالكين (2/104)، وتفسير الطبري (24/115) ] .
http://zdakra.com/pand/
مه ناامیده کیږې
که د الله ابتلاوې او ازمویښتونه هرڅومره زیات شي باید انسان هر وخت په الله ښه ګومان ولري او هیڅکله ناامیده نشي، له یعقوب علیه السلام نه ګران زوی یوسف علیه السلام ورک شو بیا یې د بنيامين په نوم بل زوی ورک شو او ورپسې یې د سترګو لید ختم شو خو له دې ټولو سختو ازمویښتونو وروسته بیاهم دی وایې:ِ وَلَا تَيْأَسُوا مِن رَّوْحِ اللَّهِ ۖ (یوسف87). یعني د الله له رحمته مه ناامیده کیږئ.
http://zdakra.com/pand/
خپل کار پخپله کوه
ابوذر رضي الله عنه وایې: شپږ ورځې به رسول الله صلي الله علیه وسلم راته ویل: زه چې کومه خبره درته کوم په هغه ځان پوه کړه، په اوومه ورځ یې راته وویل: وصیت درته کوم چې په پټه او ښکاره له الله نه ویریږه، او کله چې کوم بد کار درنه وشي له هغه وروسته ښه کار کوه، او له هیچا سوال مکوه آن که تازینه درنه ولویږي هم، د امام احمد په روایت کې راغلي چې که تازینه درنه ولویږي ورکوز شه پخپله یې درواخله خو چاته شوال مکوه چې زما تازینه راکړه.
عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، قَالَ : قَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ عَلَيْهِ السَّلامُ سِتَّةَ أَيَّامٍ : ” اعْقِلْ يَا أَبَا ذَرٍّ مَا أَقُولُ لَكَ ” , ثُمَّ لَمَّا كَانَ فِي الْيَوْمِ السَّابِعِ , قَالَ : ” أُوصِيكَ بِتَقْوَى اللَّهِ فِي سِرِّ أَمْرِكَ وَعَلانِيَتِكَ , وَإِذَا أَسَأْتَ فَأَحْسِنْ , وَلا تَسَلْنَ أَحَدًا , وَإِنْ سَقَطَ سَوْطُكَ , رواه احمد في مسنده والطحاوي في مشکل الاثار.
http://zdakra.com/pand/
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kabul
