د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا

د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا

Share

د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا په کابل کې د اڅکزو ځوانانو له خوا د ۱۳۹۶ د مرغومي (جدي) د میاشتي په لومړۍ نیټه پرانیستل شوه.
شورا د لاندې موخو د ت

28/01/2022

عزیزانو او ددې پاڼې درنو مینوالو د جمعي ورځ مو پخیر. موږ د یوالې لپاره موټې را نغښتې دي. انشاالله یوالۍ به راولو البته ستاسو په همکارۍ او ملتیا. الله ج دې دغه درانه قام ته خیر پیښ کړي.

درنښت

01/10/2021

د اڅکزو د دروند قام یوالی به تل ساتل کیږي.

Photos from ‎د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا‎'s post 17/09/2021

د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د اچکزيو کلي تازه انځورونه.
ښکلا ته خو مو پام دی؟

Photos from ‎د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا‎'s post 26/07/2021

د خواشنی پیغام!

قالو انا لله و انا الیه راجعون

په ډیري خواشینی سره مې خبر تر لاسه کړی چي ډګرجنرال جمعه خان اڅک د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق و رسید.

ښاغلی جمعه اڅک یو پاک نفس، پر وطن مین او یو د ښه نوم خاوند شخصیت وو په مړینه یې خورا خواشینی سوو د خدای ج له دربار څخه ښاغلي اڅک صاحب ته د جنت فردوس غوښتنه کوو او کورنی ته یې د تسلیت مراتب وړاندي کوو کورنی او دوستانو ته یې صبر جمیل غواړو.

د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا

Photos from ‎Environmental Volunteer Network - شبکه رضاکاران محیط زیست‎'s post 23/06/2021

په کابل کې د شهید ستر جنرال عبدالرازق خان اڅکزی په نامه فامیلي پارک.

Photos from ‎د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا‎'s post 22/06/2021

د خواشنۍ پیغام!
په ډیري ژوري خواشینۍ سره مو تیره ورځ خبر تر لاسه کړ چې د لر او بر پښتون قام پیاوړي زړه ور او پر قام مین شخصیت عثمان کاکړ په شهادت رسیدلي دي. نوموړي د دوښمن لخوا په مرموز ډول زخمي سوی وو چې د ژورو زخمونو له امله یې په روغتون کې حق ته لبیک ووایه. د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا رهبري او غړي په دي ستر غم کې ځانونه شریک بولي او شهید لالا ته د جنت فردوس غوښتنه کوي، کورنۍ او ملګرو ته د زړه صبر دوعا کوي.

Photos from ‎د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا‎'s post 12/06/2021

د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا نوبتې غونډه دایره سوه
نیټه: ۲۱/ غبرګولی / ۱۴۰۰
وخت: ۳:۰۰ بجې ماپښین
د اجنډا سره سم غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه او وروسته د اڅکزو ځوانانو پر یوالي او د ولایتونو پر کمیټو بحث وسو.
د غونډی په جریان کې د اڅکزو قوم د ولایتې کمیټو او همدا رنګه د شورا د مختلفو کمیټو پر جوړولو نظرونه تبادله سوه او بحث وسو. د نومړي شورا رئیس جمع خان اڅکزی په خپلو خبرو کې د یوالې تر څنګ د عملي کارونو یادونه وکړه چې د قوم د پرمختګ سبب کیږي.

د غونډي په اخیر کې پریکړه وسوه چې د اڅکزو ځوانانو شورا به پر یوه ستره ناسته پلانونه جوړ کړي او په نژدي راتلونکې کې به د مختلفو اقشارو د استازو ترمنځ لویه ناسته دایره سې.

په درنښت
د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا

Photos from ‎د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا‎'s post 08/05/2021

د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا د يو شمير بيوزلو کورنيو سره مرسته وکړه!
نن د شنبې ورځ په کابل کې د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا خيريه څانګې له خوا ۸۰ بيوزلو کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
ياده مرسته د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا د بډاينه غړو له خوا د خپلو بيوزلو هيوادوالو د لاسنیوي په موخه ټوله شوې وه.
په ترسره شويو مرستو کې يو بوجۍ اوړه، يو بوجۍ وريجې، چای او بورې ترڅنګ لس قلمه خوراکي مواد شامل و. دغه مرسته د ولسمشر سلاکار او د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا د رئیس ښاغلي جمعه خان اڅکزي په مشرۍ د نوموړي په دفتر کې بيوزلو کورنيو ته وويشل شوه.
درنښت
دارالانشاء

Photos from ‎د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا‎'s post 09/04/2021

د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا ټاکني ترسره سوي
نیټه: ۲۰ حمل ۱۴۰۰
ورځ: د جمعي ورځ

د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا د ۱۳۹۶ کال څخه په کابل او ۲۱ ولایتونو کې فعالیت لري. یاده شوار د اڅکزو ځوانانو د یوالي او اتفاق لپاره کار کوي تر څو په هیواد کې د پوهنې، سولې او ټولنیز عدالت د تأمین په رامنځته کولو کې هر اړخیزه خدمت وکړي.

د شوراګانو د پالسۍ او میکانیزمونو پر بنسټ د اڅکزو شورا هر کال ټاکني ترسره کوي او په بشپړ اخلاص، صداقت او د ډیموکراتیکو بهیرونو په نظر کې نیولو سره د شورا رئیس، اول او دویم مرستیالان او منشې د ازادو او عادلانو ټاکنو پر بنأ ټاکې چې سږ کال (۱۴۰۰) یې دریمه ډیمکراټیکه مرحله په بشپړ بریا سره ترسره سوه.

نن د جمعي ورځ چې د ۲۰ حمل ۱۴۰۰ کال سره برابر دي د اڅکزو ځوانانو شورا په خپل دفتر کې آزادي او عادلانه ټاکنې د رهبري د غړو ترمنځ ترسره کړي چې په پایله کې یې لاندي ځوانان بریالي سوه.

ـ په قومي او ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر الحاج جمعه خان اڅکزی د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د شورا د رئیس په توګه.
ـ عبدالبصیر رحماني د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د شورا لومړي مرستیال په توګه.
ـ عبدالحی خاکسار د اکثریت رایو په تر لاسه کولو سره د شورا د دویم مرستیال په توګه.
ـ انجنیر محمدین اچکزی د اکثریت رایو په تر لاسه کولو سره د شورا د منشې په توګه.

د یادونې وړ ده چې په راتلونکي اونۍ کې به د یوي پرتمني غونډي په ترڅ کې په معرفي او په دنده پیل وکړي.

درنښت
د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا

Photos from ‎د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا‎'s post 03/04/2021

د مبارکۍ پيغام!
الحاج مولوي منظور حسيني د کندهار ولايت د حج او اوقافو د رییس په توګه او تکړه ځوان ښاغلی نقيب الله عرفاني د ارزګان ولايت مالي او اداري مرستيال ټاکل شوی دی.
د اڅکزو ځوانانو سر تاسري شورا دواړه ښاغليو ته د نويو دندې مبارکي وايي او په ورسپارل شويو دندو کې ورته د بریا هيله کوي.
مولوي صاحب حسيني او ځوان عرفاني صاحب کې د کار وړتيا او د ښه مديريت له ظرفيت څخه برخمن دي، هيله ده چې په ورسپارل شويو دندو کې ښه وځليږي او ټولو ولسونو د خدمت ښې بیلګې نندارې ته وړاندې کړي.
درنښت

Photos from ‎د اڅکزو ځوانانو سراسري شورا‎'s post 03/04/2021

د مبارکۍ پيغام!
د نن ښه خبر دا دی چې د هرات ولايت مخور شخصيت او قومي مشر ښاغلی محمد سلیم خان ااڅکزی او د هلمند ولايت پيژندل شوې څهره ښاغلی الحاج اختر محمد خان بادیزی په مافوق بست او په ولسي چارو کې د ولسمشر د سلاکارانو په توګه گمارل شوي دي.
د اڅکزو ځوانانو سرتاسري شورا لومړی دواړه قدرمنو سلاکارانو، قدرمنو کورنيو ته يې، د هرات او هلمند درنو ولسونو او بيا په ټول هيواد کې خپلو دوستانو ددغه ګمارنو ته مبارکي وايي.
ښاغلی سليم خان اڅکزی او ښاغلی اختر محمد خان باديزی وړ شخصيتونه دي او ډاډه يو چې په ورسپارل شويو دندو کې به ښه وځليږي.
د اڅکزو ځوانانو سرتاسري شورا دواړو ښاغلو ته په چارو کې بريا او د ښه خدمت هيله کوي.
درنښت

18/03/2021

صاحب جان اڅکزی!

په دریشي کې د سردار محمد داود خان څنګ ته ولاړ کس صاحب جان اڅکزی نومیږي.
نوموړی د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسیدونکی او په افغانستان کې دجمهوریت د بنسټګر ولسمشر شهید سردار محمد داودخان د ارګ دقطعې (پي پي اس) قوماندان وو.
شهيد صاحب جان د ارګ قوماندانۍ تر څنګ د شهید سردار محمد داود خان د ریاست دفتر او ډیري نوري چارې هم مخته وړلې.
نوموړی د خلقيانو په دکودتا کې د افغانستان د عزت او شرف څخه ددفاع پر مهال په شهادت ورسیده.
روح يې ښاد او ياد يې تل پاتې

درنښت.
نصیب الله ( سعادت)

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

د اڅکزو ځوانانو شورا یوه خپلواکه مستقیله او د رسمې جواز لرونکې ده چې موخه یې د ځوانانو یوالې اتفاق او اتحاد دي.

د اڅکزو ځوانانو شورا په هیچا پوري تړلې نده بلکې خپلو خلګو ته د خدمت په موخه پرانیستل سويده، او ټول قومونو ته درناوي لري.

Location

Category

Telephone

Website

Address


قوای مرکزی، باستان بګرامې بلاک ۶ پوړ
Kabul
0093