Eng Sardarahmad Haqmal

Eng Sardarahmad Haqmal

Share

مرگ همیشه به یادتان باشه که مرگ حتمی است ویک روز می‌میریم .

01/12/2024
31/07/2024

رسول الله ص د لاندې شيانو څخه منع کړې ده،
راځئ چې ځانونه ورڅخه وساتو!

او شئير کول یی صدقه یی جاریه ده،
1 ــ د جنابت په وخت کې خوراک مه کوئ ځکه دا فقر رامنځته کوي.
2ــ ميوه دارې ونې لاندې او لاره کې بولې (متيازې) مه کوئ
3ــ په چپ لاس او تکيه په حالت کې خوراک مه کوئ.
4ــ ښځې دې د جنازې لمانځه ته نه راځي،
5ــ تصوير مه جوړوئ.
6ــ حيوانات ژوندې په اور مه سوزوئ
7ــ چرګ ته کنزلې مه کوئ
8ــ کثافات کور کې مه ساتئ ځکه شيطان همدلته کينې،
9ــ ښځه دې د خاوند د اجازې پرته د کور نه نه اوځي
10ــ ښځه دې د خاوند پرته بل چاته ځان نه سينګاروي.
11ــ غيبت مه کوئ او مه ورته غوږ ږدئ.
12ــ د سرو او سپينو زرو په لوښو کې څښاک او خوراک مه کوئ
13ــ چغلې (شيطانې) مه کوئ.
14ــ شراب مه څښئ او هيڅ قسم کارو بار يې مه کوئ
15ــ د سود ګټه مه خورئ او مه يې تړون ليکئ.
16ــ په مخ وهل مه کوئ
17ــ د بل مسلمان عورت ته مه ګورئ که چا ورته سوچ سره وليدل 70زره ملائکې به پرې لعنت ووايې استغفرالله
18ــ خوراک او څښاک ته پوکى مه کوئ
19ــ په هديره ، لاره ، د اوښانو تړلو ځاى او کعبې د پاسه لمونځ مه کوئ
20 ــ د الله ج پرته په بل شي قسم مه کوئ
21ــ د جمعې په ورځ د خطبې پر وخت خبرې مه کوئ
22ــ د لمر خاته ، لمر پريواته او زوال وخت کې لمونځ مه کوئ
23ــ د واړه اختر ، غټ اختر ، د شک په ورځ او د اشراق په ورځ کې روژه مه نيسئ
24ــ اوبو څښلو په وخت کې په اوبو مه ورڅملئ
25ــ د څښلو اوبو کوهي کې لاړې مه تو کوئ
26ــ مزدور ته چې مو تر څو مزدورې نه وي ټاکلي کار پرې مه کوئ،

Photos from Eng Sardarahmad Haqmal's post 20/07/2024
25/05/2024

قدم په قدم د حج تمتع طریقه:
۱- کله چې حاجي صاحب په مکه مکرمه کې د هغې عمري له اعمالو څخه فارغ شي کومه یې چې له خپل وطن څخه را تړلي وه، بیا به تر ۸ د ذی الحجي پوري په مکه مکرمه کې طوافونه او عمري او نور اعمال کوي.
۲- د ذي الحجي د میاشتي په ۸ ورځ به په مکه مکرمه کې د خپلې کوټې (کمرې) په غسل خانه کې غسل وکړي، بیا به احرام وتړي بیا به دوه رکعته لمونځ وکړي بیا به دا دعا وکړي 《اللهم إني أريد الحج فيسره لي وتقبله مني》 اي الله¡ زه د حج اراده لرم ته يې ماته آسانه کړي او له ما څخه یې قبول کړي، بیابه تلبیه پیل کړي وایې به《لبيك اللهم لبيك لبيك لاشريك لك لبيك إن الحمد والنعمة لك والملك لاشريك لك》 په تلبیه ویلو سره به دی په احرام کې داخل شي.
۳- بیا به له خپلو ملګرو سره په بس کې یا پیاده د منی په لور په تلبیه ویلو ویلو سره روان شي د ماسپیښین له لمونځ څخه مخکې به ځان هلته ورسوي، هلته به په اعمالو دعاګانو ذکرونو او نوافلو مشغول شي تلبیه به جاری وایي.
۳- چې دا ورځ او شپه په منې کې په خیمه کې تیره کړي سبا په ۹ د ذي الحجي د میاشتې سهار له لمر راختلو څخه پس به له ملګرو سره په بس کې یا پیاده په تلبیه ویلویلو سره د عرفات په لور روان شي، که د غټ مبایل او انټرنیټ سهولت ورسره وي د خپلې خیمي (موقعیت) لوکیشن به واخلي او که نه وي په لاسکې یې چې په کومې (پټۍ) بنګړي کې ادرس لیکل شوی هغه به له زانه سره وساتي.
۴- کله چې عرفات ته له ماسپښین نه مخکې ورسیږي هلته به یا په خپله خیمه کې په تلبیه او ذکر او دعا او نور نیکو اعمالو کې مشغول پاتي او یا به مسجد (النمرة) ته لاړ شي(په مسجد النمرة کې په یو وخت کې لس زره کم او زیات کسان لمونخ کونکي ځایږي هلته اکثره خلک په دې ورځ په اوچت اواز سره تلبیه وایي چې دا یو خپل خوند لري) هلته به د ماسپښین تر لمونځ پوري په جومات کې په تلبیه او لمونځ او ذکر او دعا باندې مشغول شي.
۵- کله چې ماسپښین شي په جومات کې به لمړی له امام نه خطبه واوری بیا به ورپسي پیوسته د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه یو په بل پسي پیوسته په جمع ادا کړي.
۶- بیا به یا خپلې خیمې ته لاړ شي هلته په تلبیه او ذکر او دعا کې مشغول شي او یا به بهر (بیرون) کوم سیوري لاندې په دعا او مناجات کې مشغول شي او که هغه وړوکې غونډۍ ته چې په عرفات کې ده عوام خلک ورته (جبل الرحمة) وایي ورځي هم ورتلی شي خو ضروری نه ده.
۷- د مازدیګر له لمونځ څخه پس دې وخت ته (عشیة عرفة) ویل کیږي دا ډیر مهم وخت دی حاجي صاحب به الله پاک ته په دې وخت کې تر ماښام پوري ډیري دعاګاني او ژړاګاني کوي.
۸- دا ذکر به ډیر كوي: 《لا إله إلا الله وحده لاشريك له له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير》.
9- كله چې ماښام شي د تلبیه او تکبیر په ویلو او زمزمه کولو سره به پرته له ځنډ څخه د مزدلفې په لور په بس کې یا پیاده روان شي.
۱۰- کله چې مزدلفې ته ورسیږي د مزدلفې په حدودو کې چې هرځای کې وي لمړی به د ماښام لمونځ او بیا به ورپسي پیوسته د ماخستن لمونځ اداکړي که له (مشعر الحرام) جومات سره یې نزدي شپه تیره کړه د سبا لپاره به ورته آسانه وي.
۱۰- د شپې په اوله برخه کې به دوه کاره وکړي لمړی به ۴۹ دانې پاک صفا زیګه واړه واړه کاڼي په یوه کڅوړه یا بوتل کې راټول کړي ځینې خلک دا کاڼې پاک مینځي خو دا ضروري نه ده، بیابه اوده شي، بیا به د شپې په ورستۍ برخه کې را پاڅیږي تهجد او ذکر او دعا به وکړي، تر سهاره پوري به په اعمالو کې مشغول شي،
کله چې د ذي الحجې د میاشې په ۱۰ یعني د اختر په لمړۍ ورځ د سهار لمونځ په جمع ادا کړي بیا به له (مشعر الحرام) جومات سره په خواکې یا په هغه ځای کې چې (جبل القزح) ورته ویل کیږي یا په په هرځای کې ورته آسانه وی ښي ډیرې دعاګاني او ذکر وکړي تر دې چې ښه رڼا شي.
۱۱- بیا به له لمر راختلو څخه مخکې د (الجمرات) د شیطانانو ویشتلو ته روان شي (نن سبا خو جمراتو ته سیده ښایسته لاره جوړه شوي چې (طریق المشاة) ورته وایي د هوا یخې کولرې او پکې ورباندې لګیدلي تشنابونه او غسل خانې هم ورباندې شته) په لار کې به تلبیه او تکبیر وایي کله چې هلته ورسیږي (الجمرة الصغری) او (الجمرة الوسطی) وړوکی او درمیانه شیطانان چې منی لورته دي له هغو به تیر شي نه به یې ولي کله چې (الجمرة العقبة) چې د مکې مکرمې لورته چې کوم شیطان دی هغه به ۷ کاڼو وولي له هر کاڼي سره به (الله اکبر) وایي د لمړي کاڼي په وارولو سره به تلبیه بنده کړي.
۱۲- بیا به یا پیاده او یا په موټر کې مکې مکرمې ته لاړشي.
۱۳- لمړی به (الهدیة) قرباني وکړي بیا به خپل ویښتان کل کړي(که بلد وي چې قرباني په خپل لاس واخلي او بیایې هلته په منډي یې کې ذبح کړي ښه خبر ده) .
۱۴- بیا به خپلې کوټې ته لاړ شي هلته به خپل (کالي) جامي واغوندي بیابه حرم شریف ته د (طواف الافاضة) چې فرضي طواف دی د ادا کولو لپاره تره لاړ شي بیا به (السعي) په صفا او مروی منډې وکړي، د فرضي طواف او سعي په کولو سره د حج اعمال پای ته ورسیدل حاجي صاحب له ګناهونو څخه داسي پاک شو لکه له موره چې نوی زیږیدلی وي.
۱۶- بیا که خپلې کوټي ته ځي لږه آرام کوي هم کولی یې شي خو له ماښام څخه به تر مخه هڅه وکړي چې منی ته لاړ شي او هلته شپه ورسوي که د مبایل او انټرنیټ سهولت ورسره وي چې له خیمو سره په خواکې له ګاډي کوز شي لوکیشن دي خلاص کړي سیده به یې خپلې خیمې ته ورسوي.
۱۷- د ذي الحجي په ۱۱ یعني د اختر د ورځې په سبا به پس له ماسپښین لمونځ څخه بیا شیطانانو ته ورشي لمړی به (الجمرة الصغری) اول شیطان ۷ کاڼي وولي په هر کاڼي به (الله اکبر) وایې بیابه دعا وکړي، بیابه (الجمرة الوسطی) منځنی شیطان ۷ کاڼي وولي بیابه دعا وکړي، بیا به (الجمرة العقبة)غټ شیطان ۷ کاڼي وولي دلته به سیده په لار لاړ شي دعا به نه کوي بیا به بیرته را وګرځې او منی ته به خپلي خیمې ته راشي.
۱۸- د ذي الحجي په ۱۲ یعني د اختر په دوهمه ورځ به بیا پس له ماسپیښین څخه په همدغه ترتیب درې واړه شیطانان وولي بیایې خوښه چې منی ته خپلې خیمې ته راځي چې د سبا ورځې ۱۳ د ذي الحجي د شیطانانو د ویشتلو لپاره پاتې کیږي او که سیده مکې مکرمې ته خپلې کوټي ته ځي دواړه جائز دي که پاتي شي ښه خبر ده.
۱۹- بیا به طواف الوداع وکړي حج نور پای ته ورسید که مدینې منوري ته اول نه وي تللی هلته به لاړ شي اوکه هلته لمړی تللی وي خپل وطن ته به راستون شي.

23/05/2024

دانجه یا هنګ دکرلو اوروزلوطریقه

انجه څوکلن علفی طبی نبات دی علمی نوم یی Ferula assafoetida دی په انګلیسی کی د Hing او فارسی ژبه کی د آنغوزی نومونو یادیږی.
اصلی ټاټوبی یی افغانستان ، ایران ، هند اومنځنی اسیا هیوادونه دی.
دغه نبات دځمکی پرمخ د 2-2.5 مترولوړوالی پوری وده کولی شی.
ددغه نبات یوه ځانګړنه داده چی مونوکارپیک دی یعنی انجه د 4 - 7 کالووده ایزه دوره کی یوازی یوځل ګل کوی او تخمونه تولیدوی اووروسته یی ریښی ورستیږی اونبات په بشپړډول له مینځه ځی.
دانجه ریښی پنډی ، غوښینی اوفایبرلرونکی دی چی په ځان کی شیره جوړه وی اوذخیره کوی یی.
دانجه تنی ځیږی ، پنډی ، محکمی اواستوانه یی دی،
په لمړیو کالونوکی معمولا کمی پاڼی لری.
پاڼی یی مرکبی او څو فرعی ویشونه اودندانی لری او معمولا دتنی ورستی پاڼی غټی وی.
ددغه نبات دتنی یا ریښی دننه شیره دارزښت لرونکی اودګټی اخیستنی وړګرځی.

دانجه کرلو لپاره دآب اوهوا مناسب شرایط:

انجه دمناسبی ودی اوګل کولو لپاره بښپړه لمرته اړتیا لری.
دغه نبات وچه آب او هوا ،یخه هوا اوکم باران خوښوی.
دسانتی ګراد د 40 درجو څخه لوړه تودوخه نشی زغملی اودجوزا په میاشت کی یی پاڼی وچیږی اورژوی.
انجه په ژمی کی داستراحت مرحله سرته رسوی.
دغه نبات دخاوری د pH په پراخه طیف کی په ښه ډول سره وده کولی شی خوآهکی او قلوی خاوری ډیری خوښوی.
که چیری خاوری ډیری تیزابی وی ډیره کمزوری وده به ولری.
انجه دودی لپاره مناسبی زهکشی شوی خاوری ته اړتیا لری.
په درنوخاوروکی دنبات ریښه په ښه ډول وده اونفوذ نشی کولی.
دانجه دپراخه کښت اوتجارتی ګټی اخیستنی لپاره باید لمړی دخاوری جوړښت اصلاح کړی.
ریګ لرونکی لومی خاوری Sandy Loam ددغه نبات دودی لپاره دمناسب جوړښت لرونکی دی.

دانجه دکرلو عمده طریقی:

دانجه تخم کرنه په منی یا دپسرلی په لمړیوکی ترسره کیږی اومعمولا په لاندی طریقو یی کرنه ترسره کیږی:
١. په ګلدانیو او ټری ګانوکی دتخمونو کرنه: په دغه طریقه کی تخمونه لمړی په ګلدانیو اوپتنوسونو یا ټری ګانو کی کرل کیږی اودتیغ وهلو څخه وروسته اصلی کروندی ته انتقالیږی.
٢. په غوچوکی دتخمونو کرل: په دغه طریقه کی دیوه اوبل څخه دیوه متر فاصلی سره غوچی ایستل کیږی اوپه هره غوچه کی د 3 - 5 پوری تخمونه کرل کیږی اومخ یی دنرمی خاوری یا میده ریګ په وسیله پوښل کیږی.
٣.دځمکی پر مخ دتخم پاشل: په دغه طریقه کی لمړی ځمکه همواریږی ، تخمونه دځمکی پرمخ پاشل کیږی وروسته دمیده ریګ یوه نرمه طبقه ورباندی پاشل کیږی.
دتخم پاشلو په وخت کی باید پام وشی چی تخمونه په مساویانه ډول ترسره شی ترڅو دځمکی په یوه برخه کی دبوټو دګڼوالی اوبله برخه کی دڅنګه والی سبب وګرځی.
دتخمونودکرلو مناسب ژوروالی باید دتخم دقطر دوه برابره وی اودبوټو ترمینخ مناسبه فاصله د 50 - 70 سانتی متره وی.
ددغه نبات تخمونه دسانتی ګراد د 10 - 15 درجوکی په ښه ډول تیغ وهنه ترسره کوی.
غوره داده چی دانجه تخم کرلو خاوره دتخم دتیغ وهنی تر وخت پوری مرطوبه اولنده وساتل شی.
دتخمونو دتیغ وهلو څخه وروسته آبیاری هغه وخت ترسره کیږی چی خاوره په بشپړډول سره وچه شوی وی ځکه له اندازی زیاته آبیاری دریښو دورستیدو اودتیغونودودی ددریدو سبب ګرځی.
٤. دقلمو یا ریښو کرنه: په دغه طریقه کی تخموته په منی یا دپسرلی په لمړیوکی دنرسری یا بوزغلی په ډول کرل کیږی اوپه راروان منی یا پسرلی کی داستراحت په مرحله کی اصلی ساحی ته انتقالیږی.
خولمړی باید اصلی ساحه ژوره یوی ، جویی اوپشتی یی جوړی اودآبیاری څخه وروسته داوبو په ګل کی په پشته باندی دیوه اوبل څخه د 25 سانتی مترو په فاصلی سره دDibbler په وسیله دانجه دریښو دژوروالی په پام کی نیولو سره سوری جوړ ، ریښی ځای پر ځای اودپاسه یی میده ریګ واچوی.
یادونه: له نرسری څخه دانجی دریښو راایستلو په وخت کی بهتره داده چی نرسری یوڅه تږی شی ترحو ریښی سختوالی پیداکړی اودراایستلو په وخت کی ډیری ماتی اوضایع نشی اوبل داچی له ایستلو وروسته پلاستیکی پارسلانو اوکارتن کی اصلی ساحی ته انتقال شی اوپرته له ځنډه کښینول اوآبیاری شی.

دانجی تخم رانیولو، ساتلو اوکرلوپه وخت کی باید لاندی ټکی په پام کی ونیسی!

1. دانجی تخم دعمراوږدوالی دګدام د محیطی شرایطوپه پام کی نیولوسره 3کاله دی اوپه څلورم کال که چیری دګدام دتودوخی درجه راتیته نه شی تخمونه مړه کیږی.
2. دانجی دکرلو لپاره غوره تخمونه دهم هغی سیمی تخمونه دی ، خوکه چیری پیدانشی کولی شی دنوروسیمو څخه تخمونه رانیسی خوکوښښ وکړی چی دهم هغی سیمی دآب اوهوا شرایط دانجی دکرلو سیمی سره ورته وی.
3. دانجی یوکلن اودوه کلن تخمونه غوره تیغ وهنه کوی ځکه نو دتازه راټول شوی یوکلن تخم دکرلو سپارښتنه کیږی.
4. دانجی تخمونه له بوټوڅخه دراټولولو وروسته پرته له ځند څخه دګدام په غولی دمناسبی تهویی اوپنډوالی یا ضخامت په پام کی نیولو سره خپاره کړی چی دامکان ترحده دهغوی هغه تیز بوی یا اسانس تبخیر شی.
5. هڅه وکړی دانجی تخمونه دمیزان په میاشت کی وکری ترڅو دمنی موسم داورښتونوڅخه دهغوی مینځلواودرکود یا استراحت مرحلی په له مینځه وړلوکی ګټه واخیستل شی. همدارنګه دهغوی داسانس دتبخیر لپاره زیات فرصت شتون و لری ( د طبیعی راشنه کیدو پرځای کی دتخمونودراشنه کیدو یودلیل هم همدادی)
6. دانجی دتخمونو دنه راشنه کیدو یو ډیرمهم عامل د ( دلوه ) په میاشت کی دهغوی بشپړ وچیدل دی، که چیری په دغه میاشت کی کرل شوی تخمونه مرطوب پاتی شی اوهمدارنګه نورشرایط لکه دتخم ژوروالی مراعت شی حتما راشنه کیږی.
7. په یووار مصرفه بوتلانواونورولوښوکی دانجی دتخم کرلو سپارښاتنه نه کیږی ځکه په دغو لوښوکی دنبات ریښه پیچل کیږی اومستقیمه وده نشی کولی.
8. دانجی تخمونو دکرلو څخه وروسته په لمړیو دوو کالونوکی دپسرلی په موسم کی په دغه ځمکه دپسونو دڅړ سپارښتنه نه کیږی.
9. دانجی بوټو وده هغه وخت مطلوبه ده چی دکاله 3.5 دری نیمی میاشتی نمویی وده ولری ( حوت ، حمل ، ثور او جوزا ) اووروسته یی پاڼی ژړی اووچی شی. خودوچکالی سره دمخ کیدو په صورت کی دانجه پاڼی ډیرژ

23/05/2024

چقدر زیبا .

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Kabul