ادارهٔ ملی امتحانات - NExA - د ازموینو ملي اداره

ادارهٔ ملی امتحانات - NExA - د ازموینو ملي اداره

Share

په افغانستان کې د ټولو ټولیزو ازموینو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو پاڼه
صفحه معلوماتی تمام امتحانات جمعی در افغانستان .

05/06/2026

د درېیم پړاو کانکور ازموینې ګډونوالو د شهرت لینک!
لینک شهرت داوطلبان امتحان کانکور دور سوم!
https://nexa.gov.af/ps/candidate/21/search

05/06/2026

د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو ازموينې ګډونوال، که د ازموینې په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې تردوشنبې ورځې (غبرګولي/جوزا ۱۸مې)نېټې پورې د مل لینک له طریقه ازموینو عمومي ادارې ته ثبت کړي.
https://sites.google.com/view/nexa-links/home
اشتراک‌کنندگان امتحان دور سوم کانکور عمومی سال ۱۴۰۵ ولایت کابل که در رابطه به امتحان شکایت داشته باشند، می توانند شکایت خویش را از طریق لینک ضمیمه الی روز دوشنبه، تاریخ (۱۸ جوزا) به اداره عمومي امتحانات ثبت نماید.
https://sites.google.com/view/nexa-links/home

Photos from ‎ادارهٔ ملی امتحانات - NExA - د ازموینو ملي اداره‎'s post 05/06/2026

د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو دوېمې ورځې ازموينه په بشپړ شفافیت سره واخیستل شوه.

د یادې ازموینې پرانیسته نن په کابل پوهنتون کې د ازموینو عمومي ادارې استازو، د کابل پوهنتون مسؤولینو او استادانو په حضور کې ترسره شوه.
د ازموینو عمومي ادارې مسؤولینو له لوري د عمومي کانکور ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې د ازموینې پوښتنې د متخصصو او تجربه لرونکو استادانو له لوري ترتیب شوي او ټول علمي او مسلکي معیارونه په کې په پام کې نیول شوي دي.
اړونده ازموینه نن جمعه د جوزا ۱۵مه نېټه په کابل پوهنتون کې د بشپړ شفافیت، عدالت او منظم بهیر په ترڅ کې واخیستل شوه.

د ازموینو عمومي اداره د شفافو پروسو له لارې ټولې ډله ييزې ازموينې په شفافه توګه اخلي او پايلې يې د عدالت پر بنياد چمتو او اعلانوي.
ـــــــــــــــــــــــ
از سوی اداره عمومی امتحانات، امتحان روز دوم دور سوم کانکور عمومی سال ۱۴۰۵ ولایت کابل با شفافیت کامل اخذ شد.

مراسم افتتاح این امتحان امروز در پوهنتون کابل با حضور نمایندگان اداره عمومی امتحانات، مسؤولین و استادان پوهنتون کابل برگزار شد.
مسؤولین اداره عمومی امتحانات به اشتراک‌کنندگان کانکور عمومی اطمینان دادند که سؤالات امتحان توسط استادان متخصص و باتجربه تهیه شده و تمام معیارهای علمی و مسلکی در آن رعایت گردیده است.
امتحان مذکور امروز، جمعه ۱۵ جوزا، در پوهنتون کابل در فضایی کاملاً شفاف، عدالت و نظم برگزار شد.

اداره عمومی امتحانات تمام امتحانات جمعی را از طریق روندهای شفاف برگزار می‌کند و نتایج آن‌ها را بر اساس عدالت، ترتیب و اعلان می‌نماید.

Photos from ‎ادارهٔ ملی امتحانات - NExA - د ازموینو ملي اداره‎'s post 04/06/2026

د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې له نږدې(۱۲۰ زره) تنو څخه ازموینه اخیستل کېږي.

د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال کانکور درېیم پړاو ازموینې پرانیسته، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، د پوهنې وزارت، تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت، کابل پوهنتون او بېلابېلو ادارو مسؤولینو، ممتحن استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې ترسره شوه.

په یاده پرانیستغونډه کې د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني وویل:(( د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه په څلورو پړاونو کې تنظیم شوې، چې درېیم پړاو یې د کابل ولایت دولسمو ټولګیو فارغانو ته ځانګړی شوی او نن یې د لومړۍ ورځې او سبا(جمعه) به د دویمې ورځې ازموینه واخیستل شي)).

ښاغلي حقاني زیاته کړه:(( لومړي پړاو کې د هېواد(۱۵) ولایتونه او دویم پړاو کې(۱۸) ولایتونه شامل ول او نن د درېیم پړاو ازموینه اخیستل کېږي، چې له دې سره د لومړنیو درې پړاونو د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ګډونوالو شمېر(۱۱۰ زره) تنو ته رسېږي او د څلورم پړاو ازموینې لپاره تر دامهال(۹ زره) تنو نوملیکنه کړې، چې د نوملیکنې لړۍ یې د جوزا میاشتې تر (۱۸ مې) نېټې پورې دوام لري)).

دغه راز د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني وايي، چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې به نږدې(۱۲۰ زره) تنه ګډون وکړي.

همدارنګه په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د تعلیم او تربیې معین شیخ عبدالمالک حقاني، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې معین مولوي غلام سعید احساس او د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اُسامه عزیز ویناوې وکړې او د ازموینو عمومي ادارې د ډله ییزو ازموینو اخیستلو ټولې پروسې یې شفافې وبللې او داوطلبانو ته یې سپارښتنې وکړې، چې په پوره اطمینان سره ازموینه کې ګډون وکړي او خپل استعدادونه وازمايي.

د ۱۴۰۵ کال کانکور درېیم پړاو، چې د کابل ولایت دولسمو ټولګیو فارغانو ته ځانګړی شوی دی، د دې ولایت د دویمې ورځې ازموینه به سبا(جمعه، د جوزا ۱۵مه) نېټه په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
در امتحان کانکور سال ۱۴۰۵، بیش از (۱۲۰ هزار) تن امتحان گرفته می‌شود.

مراسم افتتاح دور سوم امتحان کانکور سال ۱۴۰۵ از سوی اداره عمومی امتحانات، با حضور شیخ رحیم‌الله حقانی معاون اداری و تخنیکی اداره عمومی امتحانات، مسؤولین وزارت معارف، معینیت تعلیمات تخنیکی و مسلکی، پوهنتون کابل، استادان ممتحن و اشتراک‌کنندگان امتحان برگزار شد.

در این مراسم، شیخ رحیم‌الله حقانی معاون اداری و تخنیکی اداره عمومی امتحانات، گفت: امتحان کانکور سال ۱۴۰۵ از سوی اداره عمومی امتحانات در چهار دور تنظیم شده است که دور سوم آن به‌خصوص فارغان صنوف دوازدهم ولایت کابل می‌باشد. امروز امتحان روز اول و فردا (جمعه) امتحان روز دوم آن برگزار می‌شود.
محترم حقانی صاحب افزود: در دور اول، (۱۵) ولایت و در دور دوم، (۱۸) ولایت کشور شامل بودند و امروز امتحان دور سوم برگزار می‌شود. با برگزاری این دور، شمار اشتراک‌کنندگان سه دور اول کانکور عمومی سال ۱۴۰۵ به (۱۱۰ هزار) تن می‌رسد. همچنان تاکنون (۹ هزار) تن برای امتحان دور چهارم ثبت‌نام کرده‌اند و روند ثبت‌نام شان تا (۱۸ جوزا) ادامه دارد.
وی همچنین افزود که در امتحان کانکور سال ۱۴۰۵ حدود (۱۲۰ هزار) تن اشتراک کرداند.
همچنان در این مراسم، شیخ عبدالمالک حقانی، معین تعلیم و تربیه وزارت معارف، مولوی غلام سعید احساس معین اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی، و دوکتور اسامه عزیز رئیس پوهنتون کابل، سخنرانی کردند و تمام مراحل برگزاری امتحانات جمعی اداره عمومی امتحانات را شفاف خوانده و به داوطلبان توصیه نمودند که با اطمینان کامل در امتحان اشتراک کرده و استعدادهای خود را بیازمایند.

دور سوم امتحان کانکور سال ۱۴۰۵ که به خصوص فارغان صنوف دوازدهم ولایت کابل است، ادامه دارد و امتحان روز دوم این ولایت فردا (جمعه، ۱۵ جوزا) در پوهنتون کابل برگزار می شود.

03/06/2026

ثبت معلومات بایومتریک داوطلبان امتحان کانکور ولایت کابل که به مدت چهار روز ادامه داشت، امروز (چهارشنبه) الی ساعت ۴ بعد از ظهر به پایان رسید.

در امتحان کانکور عمومی سال ۱۴۰۵ که از سوی اداره عمومی امتحانات در دور سوم برگزار می‌شود، فارغان صنوف دوازدهم ولایت کابل شامل می باشند.

امتحان این دور فردا (پنجشنبه، ۱۴ جوزا) و (جمعه، ۱۵ جوزا) در پوهنتون کابل برگزار می‌شود.
همچنان امتحان داوطلبان مدارس دینی، پوهنځی‌های شبانه و اختصاصی (چهارده پاسان) ولایت کابل که در دور چهارم کانکور سال ۱۴۰۵ تنظیم شده است، به تاریخ ۲۲ جوزا در شهر کابل برگزار می‌شود.

03/06/2026

د کابل ولايت د کانکور ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو د ثبت لړۍ چې څلور ورځې يې دوام وکړ نن(چهارشنبه) د مازديګر (۴) بجې پای ته ورسېده.

د ازموينو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو ازموینه کې د کابل ولایت د دولسمو ټولګیو فارغان شامل دي.

د دغه پړاو ازموینه سبا(پنجشنبه، جوزا ۱۴ مه) او (جمعه، جوزا ۱۵ مه) نېټه په کابل پوهنتون کې اخيستل کېږي.

همدارنګه د کابل ولايت د ديني مدارسو، شپې پوهنځيو او اختصاصي(څوارلسم پاسانو) ازموينه، چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموينې په څلورم پړاو کې تنظيم شوې، د جوزا مياشتې په (۲۲ مه) نېټه په مرکز کابل کې اخيستل کېږي.

Photos from ‎ادارهٔ ملی امتحانات - NExA - د ازموینو ملي اداره‎'s post 03/06/2026

د مالیې وزارت اړوند بست ازموینې خبرتیا!
اطلاعیه امتحان بست مربوط وزارت مالیه!

03/06/2026

از سوی اداره عمومی امتحانات روند ثبت معلومات بایومتریک داوطلبان روز چهارم دور سوم امتحان کانکور عمومی سال ۱۴۰۵ ولایت کابل آغاز شد.

این روند امروز (چهارشنبه، ۱۳ جوزا ۱۴۰۵) از ساعت (۶) صبح آغاز شده و تا ساعت (۴) بعد از ظهر ادامه دارد.

در این روند، معلومات بایومتریک داوطلبان دور سوم امتحان کانکور عمومی ولایت کابل مطابق اصول و معیارهای تعیین‌شده اداره عمومی امتحانات ثبت می‌شود تا روند امتحان به‌گونه شفاف، منظم و قابل اعتماد برگزار گردد.

امروز (چهارشنبه، ۱۳ جوزا ۱۴۰۵) آخرین روز ثبت معلومات بایومتریک داوطلبان دور سوم در کابل است و در روزهای برگزاری امتحان، روند ثبت معلومات بایومتریک انجام نمی‌شود.
بنابراین، اگر کدام داوطلب تا هنوز این پروسه را تکمیل نکرده اند، هرچه زودتر به پوهنتون کابل مراجعه کند و معلومات بايومتريک خود را ثبت نمايد.

03/06/2026

د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو د څلورمې ورځې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت لړۍ پيل شوه.

دغه بهیر نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۱۳مه) نېټه د سهار له (۶) بجو څخه پیل او د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام وکړي.
په یاده پروسه کې د کابل ولایت د عمومي کانکور درېیم پړاو ازموينې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د اصولو او ټاکلو شویو معیارونو له مخې ثبتېږي، څو د ازموینې بهیر په شفاف، منظم او باوري ډول ترسره شي.

نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ کال غبرګولي (۱۳مه) نېټه په کابل کې د درېیم پړاو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت وروستۍ نېټه ده او د ازموینو په ورځو کې د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه نه ترسره کېږي.
که کوم ګډونوال تر اوسه یاده پروسه نه وي بشپړه کړي، ژر تر ژره دې کابل پوهنتون ته مراجعه وکړي او خپل د بايومتريک معلومات دې ثبت کړي.

Photos from ‎ادارهٔ ملی امتحانات - NExA - د ازموینو ملي اداره‎'s post 03/06/2026

د کابل ولايت د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکورازموينې
ګډونوالو د پام وړ!
ـــــــــــــــــــــ
قابل توجه داوطلبان امتحان کانکورعمومی سال 1405 ولایت کابل!

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


G5J7+2M9 House#3, Shahrara Road
Kabul
1001

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 13:30
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00