19/05/2026
د نجات څلي د ړنګېدو په اړه د «منډیګک تاریخي بنسټ» اعلامیه
کابل ښاروالي پلان لري چي د کابل ښار په ختیځه برخه کي د ترافیکي ګڼيګوڼي د کمولو په موخه د نجات څلی له منځه یوسي او پر ځای یې هوايي پل جوړ کړي.
د نجات څلی د اعلیحضرت نادر شاه او د هغه د متحدو جنګیالیو له بریا وروسته، د حبیب الله کلکاني مشهور په «بچه سقاو» پر ضد د جګړې د بریا او پکتیا او جنوبي سیمو د خلګو د قربانۍ په یاد، د هغه وخت د فواید عامې وزارت له لوري د کابل په ښار کي جوړ سو او دا ورځ جشن به هم دلته لمامځل کېده.
د دې څلي مخامخ سړک هماغه جنوبي لاره وه چي له چهارآسیاب څخه د افغانستان جنوبي ولایتونو ته غځېدلې وه. د سړک ښي لور ته لاره د لاهوري دروازې، تخته پل او سراجي پر لور او چپ لور ته د شاه شهید سیمي او کارته نو بګرامي خواته غځېدلی وه.
دغه څلی د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال قصدا ویجاړ سو، او د تېر حکومت په دوره کي په نادولتي ډول بېرته ورغول سو. اوس یو ځل بیا ړنګېږي.
دلته تر ټولو مهم بحث د یوه څلي نه، بلکی د هغه د تاریخي کیسې او حافظې دئ. که کابل ښاروالي پر دې ځای هوايي پل جوړوي، نو مناسب به دا وي چي نوم یې «نجات پل» کښېښوول سي، څو د دې تاریخي ځای نوم او یاد خوندي پاته سي.
© منډیګګ تاریخي بنسټ
www.Mundigak.com
ـــــــــــ
شپېته کاله پخوا د دې څلي عکسونه
14/05/2026
جرمنی، بون، ۱۹۹۸ع:
کله چي افغانان په کورنۍ خونړۍ جګړه بوخت وه، د جنګي نظرياتو په منځ کي يوه نسبتاً منځلاری نظر د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه وو چي د لويي جرګې له لاري يې د افغانستان د شخړي هوارول غوښتل خو د افغانستان ګاونديانو، لوېديځ او روسيې دغه موضوع ته په شريکه د ملنډو په نظر کتل او تر پايه بريالی نسو. دلته د جرمنی هیواد په بن ښار کي د یوی جوړی سوي غونډی ګدونوال وينو چي اوس يې اکثره مړه دي.
دې کسانو کي عزيزالله واصفي
مصطفی ظاهر
عبدالاحد کرزی
ډآکټر رهين
او نور ښکاري
تاسي پکښي څوک پېژنئ؟
representatives of Ex.King Muhammad Zahir Shah and members of the understanding and national unity of Afghanistan
اشتراک کننده گان مجلسی برگزار شده درشهری بن کشور جرمنی. ۱۹۹۸
04/05/2026
د افغانستان د شاهي دورې د راکټ وسلې
د افغانستان شاهي دولت د پرمختللو وسلو د پېرلو له لاري ځانګړي پاملرنه درلوده. مهم یې د مځکي څخه هوا ته راکټونه وه چي پرمختللو او قوي رادارونو د افغانستان فضا تر کنټرول لاندي ساتله.
د سردار محمد داود خان د جمهوريت په دوره کي دغه نظامي ځواکونه د «لواي راکټ» په نوم لا پسي پرمختللي سول.
د افغانستان د ديموکراتيک خلق ګوند په واکمنۍ کي تر ټولو پرمختللي راکټونه د شوروي اتحاد له خوا افغانستان ته ورکړل سول.
خو د جهادي حکومتونو له پيل سره، لواي راکټ د حزب وحدت لاس ته ولوېد او وروسته بيا د دغو راکټونو هېڅ نښه پاته نه سوه.
ممکن مشرانو دا اسلحې یادي وي؟
26/04/2026
ټول افغانان دا غږ بدرګه او مسؤلو چارواکو ته ورسوئ !
محقق او حفیظ منصور د نظام نه بلکې د افغانستان سره دښمنۍ ته ملا تړلي ده ، دوی په ښکاره د عاصم منیر او شهباز شریف د خوشالولو او ملاتړ خپلولو لپاره دا نارې وهي چې موږ ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان سره د رسمي سرحد په حیث پېژنو او له ډیورنډ کرښې ها خوا تر اټکه مستعمره پښتونخوا د پاکستان برخه بولي ، د افغانستان د اوسني حکومت د ریاست الوزرا له عالي مقام څخه هیله کیږي چې د ملي خیانت پر اساس د دغو دوو ملي خاینینو افغاني تابعیت لغو او د هغوی ټول منقول او غیر منقول جایدادونه مصادره او دولتي اعلان کړي تر څو په راتلونکي کې بل څوک دا ډول ملي خیانت ته زړه ښه نکړي .
23/04/2026
د قصه خوانۍ د پېښې د شهیدانو د تلین په مناسبت
۲۳ اپریل ۱۹۳۰
۲۳ اپریل ۱۹۳۰ زموږ د ازادۍ د تاریخ او د ازادۍ د مبارزې یو خونړی باب دی. ویل کېږي چې تاریخ ډېر بې رحمه دی، نه څوک بښي او نه هم بدلېدلی شي، ځکه تاریخ د قومونو حافظه ده. د ۱۹۳۰ کال د اپریل ۲۳ دا خونړۍ ورځ زموږ د ازادۍ په تاریخ کې یو تور او دردناک باب دی، چې د برتانوي استعمار د دوه سوه کلن واکمنۍ په اوږدو کې به تل د یو شرموونکي او د انسانیت ضد واقعې په توګه پاتې شي.
په دې پېښه کې د خیبر پښتونخوا زړورو خلکو او د ازادۍ د مبارزې مینه والو خپل سرونه قربان کړل او د انګرېز له ستر ځواک سره یې مقابله وکړه؛ هغه ځواک چې ویل کېدل لمر پکې هېڅکله نه پرېوځي. کله چې په صوبه کې د مدني نافرمانۍ غورځنګ پیل شو، ډېر داسې مشران چې لا تر اوسه د کانګرس برخه نه وو، هغوی هم پکې ګډون وکړ.
له دې نه یوه اوونۍ وروسته، د اپریل په ۱۸ مه ۱۹۳۰ په اتمانزو کې د افغان جرګې له خوا د بزګرانو تر نوم لاندې یو لویه غونډه وشوه، چې زرګونو کسانو پکې ګډون وکړ. په همدې غونډه کې د “خدایي خدمتګار” په نوم د رضا کارانو د تنظیم پرېکړه وشوه. هلته د ویناوو تر څنګ یو پښتو مشاعره هم وشوه چې د ګل احمد مرغزي د دې مصرع پر بنسټ وه:
“جګړه د ازادۍ له پاره تل ځوانان راوتلي دي”
په دې مشاعره کې د صوبې ډېرو شاعرانو برخه واخیسته او د ازادۍ یوه قوي څپه خپره شوه. لږ وروسته د اپریل ۲۳ تاریخي پېښه رامنځته شوه او ټول سیاسي مشران او فعالان ونیول شول.
د اپریل په ۲۰ مه، د صوبایي کانګرس کمېټې پرېکړه وکړه چې په پېښور کې د شراب خانو پر وړاندې د احتجاج له لارې د مدني نافرمانۍ رسمي پیل وکړي. خو په همدې مهال خان عبدالغفار خان چې هغه وخت د افغان جرګې مشر و، غوښتنه وکړه چې د اپریل ۱۸ د بزګرانو په غونډه کې دې ګډون وشي. کانګرس دا غوښتنه ومنله او خپل پروګرام یې وځنډاوه.
وروسته د اپریل په ۲۱ مه بیا پرېکړه وشوه چې د اپریل ۲۳ به د مدني نافرمانۍ ورځ وي او یو پلاوی وټاکل شو. خو حکومت له دې پلان خبر شو او د شپې د نیولو پلان یې جوړ کړ. کانګرس پرېکړه وکړه چې رضا کاران دې د شپې ځانونه نه سپاري، خو دا پیغام ټولو ته ونه رسېد، نو ډېری کسان د شپې ونیول شول.
د اپریل ۲۳ سهار، غلام رباني سېټهي او الله بخش برقي له کانګرس دفتره ونیول شول. خلک ورسره یو ځای شول او یو لوی لاریون جوړ شو. کله چې پولیس غوښتل هغوی موټر ته پورته کړي، خلکو مقاومت وکړ او د پولیسو موټر یې خراب کړ. بالاخره پولیس وتښتېدل او دواړه رضا کاران له شاوخوا شلو زرو خلکو سره کابلي تاڼې ته ولاړل او ځانونه یې وسپارل.
هلته د قصه خوانۍ په بازار کې لویه ګڼه ګوڼه جوړه شوه، خلک شعارونه ورکول او د بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله. ناڅاپه پوځي زغروال موټر راغی او یو ځوان یې تر پښو لاندې کړ، چې له دې سره د خلکو قهر نور هم زیات شو.
وروسته برتانوي پوځ پر بې وسلې خلکو ډزې پیل کړې. خلک لکه د اوسپنې دېوال ولاړ وو، خو د درنو وسلو ډزو هغوی تیت کړل. پوځ خلکو پسې کوڅو او کورونو ته ورننوت او وژنې یې وکړې. قصه خوانۍ بازار د مړو او ټپیانو څخه ډک شو او هر طرف ته د جګړې صحنه ښکاره وه. دا ډزې څلور ساعته روانې وې.
په ښار کې مارشل لا ولګېده، خو درې ورځې وروسته پوځ وویستل شو. په دې موده کې ښار د کانګرس د رضا کارانو له خوا اداره کېده او هغوی نظم وساته.
په دې پېښه کې سلګونه کسان شهیدان شول. ځینې جسدونه وسوځول شول، ځینې سیند ته وغورځول شول او ګڼ شمېر ټپیان روغتونونو ته یوړل شول. دا پېښه د برتانوي حکومت لپاره نړیواله رسوايي شوه.
کله چې خان عبدالغفار خان ته د دې پېښې خبر ورسېد، هغه پېښور ته روان شو خو په لاره کې ونیول شو او درې کاله بندي شو.
نن ورځ موږ ته دا پېغام راکوي چې د دې شهیدانو ارمانونه ژوندی وساتو، د خپلو حقونو لپاره یو موټی شو او د ظلم پر وړاندې ودرېږو.
16/04/2026
ایا د کابل او مونیخ ترمینځ کوم وخت د بس په واسطه سفرونه کیدل؟
په ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو کې داسې اوږده ځمکني سفرونه عملي کېدل چې کابل یې له اروپا، په ځانګړي ډول جرمني (مونیخ ښار) سره نښلاوه. د افغانستان وګړو المان ته د ننوتلو لپاره ویزې ته اړتیا نه لرله.
۱) دا سفرونه څه ډول وو؟
دا سفرونه عموماً د Hippie Trail یا د ځمکني سفر د لارې برخه وو.
مسافر به له اروپا (جرمني، اتریش، ایټالیا) څخه حرکت کاوه
د بس، مینيبس یا ګډ ټرانسپورټ له لارې
وروستی یا منځنی تمځای به کابل و
دا سیاحتي، شخصي یا نیمهسوداګریز سفرونه وو، نه د دولت لخوا منظم عامه بسونه.
۲) وخت: له څه وخت نه تر څه وخت پورې؟
تقریباً:
له ۱۹۵۸ / ۱۹۶۰ څخه
تر ۱۹۷۸ / ۱۹۷۹ پورې
اصلي بدلونونه چې دا لاره بنده کړه:
د ایران انقلاب (۱۹۷۹)
د افغانستان سیاسي بېثباتي
وروسته د شوروي یرغل (۱۹۷۹)
له دې وروسته دا ډول ځمکني سفرونه په مکمله توګه قطع شول
۳) عامه مسیر (Route)
یو عام مسیر داسې و:
مونیخ / ویانا
یوګوسلاویا (هغه وخت)
ترکیه (استانبول)
ایران (تهران، مشهد)
افغانستان (هرات → کندهار → کابل)
د یو طرف دا ډول سفر به اونۍ او حتی میاشتې وخت نیولو.
۴) شرایط او وضعیت
اسانتیاوې:
ساده بسونه یا مینيبسونه
محدود آرام او خدمات
ارزانه بیه
امنیت:
هغه وخت په مسیر کې غله نه او امن و
مسافرو ته ویزې اسانه ورکول کېدې
سرحدونه خلاص وو
مسافر:
اروپایي سیلانیان
زدهکوونکي
هنرمندان
د ارزانه سفر پلویان
۵) ایا افغانانو هم دا لاره کاروله؟
هو، خو زیاتره افغانان د سوداګرۍ یا شخصي سفر لپاره کاروله. ځینې محصلین هم په دې بسونو کې اروپا ته تلل خو اصلي کاروونکي اروپایي سیلانیان وو
10/04/2026
دا د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محد داود خان د وزیرانو کابینه ده . څوک په کې پېژنئ ؟