د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority

د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority

Share

Kuchis Affairs Coordination Authority is an independent Authority dedicated to the welfare of Afghan Nomadic tribes Known as Kuchis.

04/03/2022

پۀ اوېستا او پښتو کې د « اوښ » د کلمې ريښه

اوشورو : دا ویی پۀ ۲۳ هات او ۱۶ بند کې او همدارنگه د اوېستا پۀ ځينو نورو برخو کې راغلې ده. دا کلمه یا ویی د پور داود پۀ اوېستا کې د « هوش » لۀ مخې معنا شوې ده او د فراخو پۀ پهلوي راپور کې د هوشیه پۀ بڼه راغلې ده، یعنې فراخ هوشي. همدارنگه ددې کلمې پۀ سپړنه کې داسې لیکل شوي دي: داناک هوشیه.

لکه څرنگه چې ددې کلمې پۀ ترکيب کې د « اوش - هوش » کلمه ليدل کيږي، دا هماغه کلمه ده چې پۀ پښتو ژبه کې د « اوښ » پۀ بڼه کارول کيږي. ما هم همدې کلمې ته پۀ کتو سره د زردُشتر ( زردشت ) نوم د هوش دارنده دل و شخص پۀ معنا اخیستې ده او همدارنگه د زَرِد کلمه پۀ اوېستا کې د زړۀ پۀ معنا ده. ( ریشه و معنی کلمۀ اوستا، ص 74 همین قلم) و ( آرامگاه مهر، ص 90 همین قلم )

لیکوال: محمد صالح گردش
ژباړن : سیلانی

09/08/2021

انسانانو د خپل اوږد تاریخ ۹۸ سلنه وخت په کوچ تېر کړی دی؛ خو له هغه وخته چې شاوخوا دولس زره کاله پخوا یې بوټي او ژوي اهلي کړي هم دي یوه برخه انسانان له خپلو مالونو سره پر څړځایونو ګرځي. د همدې وروستیو کلونو شمېرې ښیي چې د ځمکې پر مخ د دیرشو او څلویښتو میلیونو تر منځ انسانان کوچانی ژوند لري. د دغو دیرشو یا څلویښتو ملیونو یوه د پام وړ برخه په افغانستان کې دي.
د تاریخ په اوږدو کې کوچیانو چې د څارویو د روزنې او پالنې تر څنګ یې د ځای- مېشتو انسانانو تر منځ د تولیداتو د تبادلې د اسانولو چارې هم سمبالولې( د ترانسپورت وسایل- اوښان- یې تقریبآ په انحصار کې وو او له ځایي خلکو سره یې اړیکې نسل په نسل پېیل شوې او کلکې شوې وې). استرالیا ته د افغانانو اوښبنو مهاجرت د دغه انحصار او مهاجرت ښه بیلګه ده...
استاد نجیب منلی

Photos from ‎د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority‎'s post 05/08/2021

د پوهندوی ډاکتر میرویس احمدزي ستاینه وشوه.

د کوچیانو چارو سمون ادارې د پلان او پالیسي رئیس او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ استاد پوهندوی ډاکتر میرویس احمدزي د نوې علمي رتبې( پوهندوی) اخیستلو ستاینه وشوه.
په دغه ناسته کې چې د کوچیانو چارو سمون ادارې کیږدۍ تالار کې جوړه شوې وه استاد حبیب الرحمن ښاغلی میرویس احمدزی د هېواد کادر وباله او د نوې علمي رتبې مبارکي یې ورکړه. نوموړي استادي مقدسه او تلپاتې دنده وګڼله. هغه همدارنګه د ټولنې په سمون کې د معلمینو رول مهم یاد کړ. استاد ډاکتر میرویس احمدزي ته ډاډ ورکړ، چې د ترفیع کتاب چاپولو کې به یې مرسته وکړي؛ تر څو لوستونکي ترې ګټه واخلي.

د کوچیانو چارو سمون ادارې مرستیال عبدالقدیر دقیق ډاکتر میرویس احمدزی د ادارې ښه مدیر او د ادارې ویاړ یاد کړ. نوموړي احمدزي ته د مبارکي تر څنګ د نورو بریاوو دعا وکړه. د اقتصادي، جرګو او اسکانو رئیس زمرد خان منګل د ډاکتر میرویس احمدزي ځینې خاطرې او د ژوند بېلابیل اړخونه د ناستې ګډونوالو سره شریک کړل.

پوهندوی ډاکتر میرویس احمدزي له استاد حبیب الرحمن څخه مننه وکړه، چې د ستاینې غونډه یې ورته جوړه کړې او علمي فعالیتونو ته یې وهڅوه. احمدزي دا ډول ستاینغونډې مهمې وبللې او ژمن شو، چې خپلو لیکنو کې به کوچیانو ته پاملرنه زیاتوي.
د غونډې پای کې استاد حبیب الرحمن ښاغلي احمدزي ته درېیمه درجه تقدیرنامه ډالۍ کړه.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رسنیز دفتر

Photos from ‎د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority‎'s post 04/08/2021

دلغمان ولایت مرکز او ولسوالیو میشتو کوچي مالدارانو ته د طاعون واکسین او چینجیو ضد درملو کمپاین پیل شو.

د لغمان ولایت د کوچیانو چارو سمون امریت، د کرهنی، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او RPSF-A(افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې د کوچي کلپ برنامې)له لوري په لغمان ولایت کې د څارویو لپاره د طاعون واکسین او چينجيو ضد درملو کمپاين پيل شو.
دلغمان مالدارۍ امر محمدجواد ،لغمان د کوچیانو چارو سمون امر مولوي عبدالقاهر"تره خیل" او د لغمان هالنډ کمیټې کوچي کلپ برنامې مسؤل ‌ډاکټر حبیب الرحمان لخوا د کوچیانو او کوچي سرخیلانو پر وړاندې یاد پروګرام پرانیستل شو.

د کوچیانو امریت امر په وینا: د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې د کوچي کلپ برنامې له لوري ۳۵ زره وړو شخوند وهونکو حيواناتو لپاره د طاعون واکسين تطبيق او۳۱۳۰۰ راسه لويو او وړو شخوند وهونکو حيواناتو ته د داخلي پرازيتونو ضد درملو ویش ننی کمپاین پیل کړی چې دا واکسين او درمل به د دې ولايت په ولسولیو او مرکز (قرغیو،الیشنګ،الینګار او مهترلام)کې مالدارانو ته د عامه پوهاوي سره یو ځای تطبیق شي.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رسنیز دفتر

Photos from ‎د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority‎'s post 04/08/2021

کله چې میندې صحتمندې وي ماشوم یې سالم وي. او سالم ماشوم د کورنۍ او ټولنې روح دی.

دغه خبرې د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن په هغه ورکشاپ کې وکړې چې د کوچیانو ادارې کارمندانو ته د ماشومانو تغذیې او د مور شیدو د ارزښت په هکله جوړ شوی و. استاد همدارنګه د کوچیانو روغتیایي برخې مسؤلینو ته آمر وکړ چې د کوچۍ مور او کوچي ماشوم د سلامتیا برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي. نوموړي له عامې روغتیا وزارت او د روغتیا برخه کې له داخلي او بهرنیو مؤسسو وغوښتل تر څو د کوچۍ مور او ماشوم روغتیا ته پاملرنه او کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ د کوچیانو چارو سمون ادارې د روغتیایي او جندر چارو آمریتونو په همغږۍ او د بشري کمکونو د ټولنې له خوا جوړ شوی و.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رسنیز دفتر

Photos from ‎د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority‎'s post 02/08/2021

کوچیانو د ولسمشر له پروګرامونو ملاتړ اعلان کړ.

د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن په زیار د کوچیانو ستره غونډه جوړه شوه، چې د کوچیانو مشرانو، وکیلانو، سرخیلانو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.
د غونډې ګډونوالو د ولسمشر محمد اشرف غني له پروګرامونو، د زیربناوو له جوړولو او د سولې له طرحې خپل ملاتړ اعلان کړ. کوچیانو همدا راز له ولسمشر څخه مننه وکړه چې دوی ته ځانګړی پام کوي.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رسنیز دفتر

Photos from ‎د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority‎'s post 01/08/2021

د کوچیانو مشرانو او استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د کوچیانو یو شمېر مشرانو او استازو سره په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې د کوچیانو استازو له نظام، بیرغ، د جمهوررئیس ملي برنامو او سولې پروسې څخه خپل ټینګ ملاتړ اعلان او ډاډ یې ورکړ، چې د تل په څېر د هیواد دفاع ته چمتو دي. دوی د سولې، ملي پروژو او کوچیانو ته د پاملرنې له امله د جمهوررئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ د سولې لپاره ډېر څه وکړل، خو د جګړې، وژنو او ورانیو مسوول طالبان دي، که دوی افغانان وي، را دې شي چې د هیواد په اړه پایلې ته ورسېږو.

د هیواد جمهوررئیس د کوچیانو مشرانو ته په خطاب کې وویل، زما له لوري عام واک لرئ، طالبانو ته په جرګه ورشئ، ملا هیبت الله که ژوندی وي پیدا یې کړئ چې په کوم غار کې دی او د سولې جرګه ورسره وکړئ.

محمداشرف غني وویل، زما دنده د نظام ساتل دي، چې د نظام په چوکاټ کې سوله وشي. ما بار بار طالبانو ته ویلي چې واک به ولس ته ورکړو، ټاکنو ته به زمینه برابره کړو، هرڅوک چې ولس زما د ځایناستي په توګه انتخاب کړ، زه به واک ور وسپارم.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د دې وخت راغلی چې له ټوپک سره مخه ښه او د هیواد دابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره ګډ کار وشي.

Photos from ‎د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority‎'s post 31/07/2021

کارمندانو ته د پلان جوړونې برخه کې ورکشاپ جوړ شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له لوري د کوچیانو چارو سمون ادارې کارمندانو ته د پلان جوړونې برخه کې دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن د ورکشاپ پرانیسته کې وویل چې هوډ لري د ادارې کارمندان یې ګڼ مهارتونه ولري. هغه د بشري سرچینو مسؤلینو ته د دا ډول نورو ورکشاپونو او لنډ مهاله کورسونو د جوړیدو هدایت هم ورکړ.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رسنیز دفتر

Photos from ‎د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority‎'s post 31/07/2021

لوګر کې د کوچیانو څارویو ته د PPR واکسین او چنجیو ضد درملو د تطبیق کمپاین پیل شو.

لوګر ولایت کې د کوچیانو چارو سمون آمريت په همغږۍ د کوچي کلپ پروژې له لورې د کوچیانو څارویو ته د PPR واکسین او چنجیو ضد درملو د تطبیق کمپاین پیل شو. دغه کمپاین کې به د کوچيانو اویا زره (70000 ) واړه څاروي په مرکز، محمدآغه، ازره، خوښۍ، څرخ او برکي برک ولسوالیو کې واکسین شي.
کوچیانو د واکسین له تطبیق څخه د خوښي تر څنګ د نورو دا ډول مرستو د ډیروالي غوښتنه وکړه.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رسنیز دفتر

Photos from ‎د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority‎'s post 29/07/2021

د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ ده.
دغه ورځ موږ ته د هېوادپالنې او هېواد جوړونې احساس راکوي او متوجه کوي مو چې د خپلې مور وطن د آبادۍ او سوکالۍ لپاره شپه او ورځ هلې ځلې وکړو.
زموږ ملي بیرغ په نړۍ کې تر ټولو ښکلی او معنی لرونکی بیرغ دی. دغه بیرغ موږ ته د خپل هېواد تېر تاریخ، د نیکونو مېړانې او مبارزې راښيي.
د افغانستان غیرتي او په وطن میینو کوچیانو د ملي بیرغ د رپانده ساتلو لپاره تل قربانۍ ورکړي دي. زه یو ځل بیا په خپلو ټولو کوچیانو غږ کوم چې د بیرغ ملي ورځ په پار د دغه بیرغ ویاړ او وقار راژوندی او د تېر په څېر یې ورپوي. پای کې ټولو افغانانو ته د ملي بیرغ د ورځې مبارکي وایم.
تل دې وي افغانستان!
رپانده دې وي زموږ درې رنګه ملي بیرغ!
درنښت
استاد حبیب الرحمن
د کوچیانو چارو سمون ادارې لوی رئیس

Photos from ‎د کوچیانو چارو سمون اداره - Kuchi's Affairs Coordination Authority‎'s post 28/07/2021

د کابل ولایت اړوند ولسوالیو کې د کوچیانو 70000 زره څارویو ته د PPR واکسین او د چینجیو ضد درملو کمپاین پېل شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند کوچي کلپ پروژې په همکارۍ او د کابل ولایت د کوچیانو چارو سمون امریت په همغږۍ 70000 اویا زره د څارویو PPR واکسین او د چینجیو ضد درملو کمپاین پېل د کابل ولایت اړوند کوچي میشته ولسوالیو کې پیل شو.

د کوچیانو چارو سمون ادارې رسنیز دفتر

27/07/2021
Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Kabul