یو افغان سیک کيسه راته کوله، چې لومړیو کې به ط۱لبانو وهلم، چې ولې لمونځ نه کوم، بیا د روژې میاشت راغله، نه یوازې چې روژه یې راباندې نیوله، بلکې ۲۰ رکاته تراوې به یې هم راباندې کولې، یو وخت یې یو ځای د لمانځه د امامت لپاره مخکې کړم، ما ورته وویل: زه خو سیک یم! راڅخه ویې پوښتل: حنيفي سیک یې که وهابي؟ ما له دې ډاره، چې امامت ته مې ونه دروي، ورته وویل: وهابي سیک یم! بس په ټولو یې ښه وډبولم او نارې یې وهلې، چې وهئ یې! وهابی دی!! دا هر څه مې زغمل، خو خبره هله له زغمه ووته، چې کله مې یوه ورځ خپل زوی روغتون ته د ستوني د عملیات لپاره بوت، ډاکټر د ستوني له عملیات سره سنت کړی هم و، ما ته یې ډېرې سپکې سپورې هم وویلې، چې ولې مې زوی تر اوسه ناسنته پاتې و. له دې پېښې وروسته مې نوره حوصله ختمه شوه او کاناډا ته رابار شوم.
پښتو ناولونه
دلنډو کیسو اوښکلو ناولونو لپاره زمونږ پاڼه درسره خوښه کړئ
یوه ورځ عمران بن حطان خپل مېرمنې ته ورغی. عمران ډير بدشکله او ټیټ قد والا و، خو میرمن یې ډیره ښکلې وه او دغه وخت یې ځان هم جوړ کړی و. کله چې عمران ورته وکتل، نو سترګې یې نه ورڅخه ختې او همداسې ورته ځیر يې کتل😊
مېرمنې یې ترې وپوښتل: څه خبره ده؟
ولې داسې راته ګورې؟
عمران وویل: پر رب قسم چې نن ډیره ښکلې ښکارې!🤗
مېرمنې یې ورته وویل: نو زيری مې درباندې وي، زه او ته دواړه به په جنت کې یو.🤔
هغه وپوښتل: دا درته څنګه معلومه سوه؟
مېرمنې یې په ځواب کې وویل: ځکه چې تاته زما په څېر ميرمن درکړل سوه او تا پرې شکر ادا کړ.
او زه ستا په څېر مېړه باندې امتحان سوم او ما پرې صبر وکړ؛ او صبر کوونکی او شکر کوونکی دواړه ته د جنت زيری ورکړل سوی دی.!🥰
کتاب الظراف
ته شاکر یې که صابر ؟!
03/04/2026
یو سړي له ځان سره عهد وکړ او قسم یې وخوړ چې: «تر هغې به واده ونه کړم، ترڅو مې چې له سلو (۱۰۰) واده شویو کسانو سره مشوره نه وي کړې.»
هغه په مشورو پیل وکړ، یو په بل پسې یې له خلکو پوښتنې کولې تردې چې ۹۹ کسان یې پوره کړل او یوازې یو تن پاتې شو. سړي په خپل زړه کې وویل: «سبا سهار چې له کور نه ووځم، له هر چا سره چې لومړی مخ شوم، هغه به زما سلم کس وي او د هغه په خبره به عمل کوم، که هر څوک وي.»
کله چې سبا شو او له کوره ووت، له یو داسې سړي سره مخ شو چې خلکو ورته «لیونی» ویل. هغه په یوې لښتې (نی) باندې سپور و او داسې منډې یې وهلې لکه په اس چې سپور وي. سړی د خپل عهد له امله مجبور و چې له همدې سره مشوره وکړي. ور نږدې شو، لیوني ورته چغې کړې: «زما له اس نه لرې شه چې لغته درنه کړي!»
سړي ورته وویل: «خپل اس ونیسه چې یوه مهمه پوښتنه درڅخه وکړم.»
لیونی ودرېد. سړي ورته وویل: «ما له الله تعالی سره عهد کړی چې له ۱۰۰ واده شویو کسانو سره مشوره وکړم، ۹۹ مې پوره کړي او ته سلم یې. ما دا هوډ هم کړی و چې نن به له لومړي مخ شوي کس سره مشوره کوم او هغه ته یې. زه غواړم واده وکړم، ته ماته څه مشوره راکوې؟»
لیوني وویل: «ښځې په درې ډوله دي:
۱. یوه هغه چې ستا ده.
۲. یوه هغه چې ستا په زیان ده.
۳. یوه هغه چې نه ستا ده او نه ستا په زیان (بې طرفه).»
بیا یې وویل: «زما له اس نه لرې شه چې لغته درنه کړي» او په خپله لاره روان شو.
سړي له ځان سره وویل: «ما خو د ده د خبرې په مطلب سر خلاص نه کړ.» بیا ورپسې شو او غږ یې کړ: «ای سړیه! خپل اس ودروه.» هغه ودرېد.
سړي ورته وویل: «خپلې خبرې راته تشرېح کړه، زه ستا په مطلب پوه نه شوم.»
لیوني وویل:
هغه چې ستا ده: دا «پېغله» نجلۍ ده. د هغې زړه او مینه یوازې ستا لپاره وي، له تا پرته یې بل سړی نه وي لیدلی. که ښه ورسره وکړې وایي: «مېړه همداسې وي»، او که بد ورسره وکړې هم وایي: «مېړه همداسې وي.»
هغه چې ستا په زیان ده: دا هغه «کونډه» ده چې اولاد ولري. هغه ستا مال اخلي او خپل اولاد ته یې ورکوي، ستا پیسې مصرفوي خو تل خپل لومړی مېړه یادوي او په هغې پسې ژاړي.
هغه چې نه ستا ده او نه ستا په زیان: دا هغه «کونډه» ده چې اولاد نه لري. که ته ورسره ښه وکړې، وایي: «دا مېړه مې تر لومړي ښه دی»، او که بد ورسره وکړې، وایي: «هغه لومړی مېړه مې تر ده ښه و.» که ته ورته تر لومړي مېړه ښه ثابت شې، ستا شوه او که نه، ستا په زیان شوه.
بیا لیونی روان شو. سړی حیران پاتې شو او ورپسې یې غږ کړ: «افسوس پر تا! د حکیمانو په څېر خبرې کوې او د لیونیانو په څېر عمل؟»
لیوني ځواب ورکړ: «ای سړیه! زما قوم غوښتل چې ما قاضي کړي، ما ونه منله. کله چې هغوی ډېر ټینګار وکړ، ما ځان په لیونتوب وواهه ترڅو د هغوی له لاسه وژغورل شم.»
څوک پوی شو 🤔🤨
02/04/2026
په حمام کې
ملا نصرالدین چې حمام ته ولاړ، حمامیانو يې خدمت ونکړ او په څه سترګه يې ورته ونه کتل. ده د راوتلو په وخت نوکرانو ته، د يوې روپۍ په ځای چې د حمام کولو بيه وه، پنځه روپۍ کېښودې. هغوی يو بل ته حيران، حيران وکتل او د ملا له وتلو وروسته يې په خپلو کې سره وويل چې دا که يې دوی خدمت کړی وای، څومره به يې نازولی وو!
بله جمعه چې ملا بيا حمام ته لاړ، نوکرانو ورسره پوره سړیتوب وکړ خو ملا د راوتلو په وخت پر مېز يوازې يوه روپۍ کېښوده. يو حمامي ورته وويل: تېره اوونۍ دې په نه خدمت پنځه روپۍ راکړې او دا ځل زموږ له دومره منډو رامنډو سره په ايله کې يوه روپۍ راته کېښوده. ملا ورته وويل: دا د هغه تېرې اوونۍ د حمام پيسې دي، د نن د حمام پيسې مې تېره جمعه پېشکي ورکړې وې چې له خلکو سره سړيتوب زده کړي.
کتاب: ځنګل
لیکوال: اسدالله غضنفر
پښتو ادب
02/04/2026
زه د ښار په ګڼه ګوڼه کې د يو کوچني هوټل مالک وم، له سهاره تر شپې پورې به د خلکو ډېر رش و. مزدوران، دوکانداران، مسافر او زده کوونکي ټول به زما هوټل ته د خوړو لپاره راتلل. کاروبار ښه روان و، خو د همدې مصروف ژوند تر منځ يو داسې مخ و چې هره ورځ به مې ليده او زما په زړه کې به يې عجيبه درد پرېښود.
هغه يوه کم عمره نجلۍ وه، ښايي دولس يا ديارلس کلنه. جامې يې خيرنې وې، ويښتان يې ګډ وډ وو او په سترګو کې يې عجيبه ستړيا ښکارېده. هغه به هر ماښام زما د هوټل مخې ته راتله او په چوپتيا به کېناسته. کله به چې ميلمنو ډوډۍ وخوړه او ولاړل، دهوټل کارمند به پاتې شوې ډوډۍ په يوه پليټ کې راټوله کړه او هغې ته به يې ورکړه. نجلۍ به بې له څه ويلو هغه اخيسته او لږ لېرې به کېناسته او ورو ورو به يې خوړله.
په پيل کې ما ډېر پام نه ورته کاوه. په بازار کې داسې ډېر ماشومان وو چې د لوږې له امله به يې د نورو پاتې شوې ډوډۍ خوړله. خو څو ورځې وروسته ما احساس کړه چې دا نجلۍ هېڅکله له چا څه نه غواړي. نه لاس غځوي، نه شور کوي. يوازې په چوپتيا کېني او انتظار باسي.
يوه ورځ عجيبه پېښه وشوه.
هغه ورځ په هوټل کې ډېر رش و او خواړه دومره په حساب پاخه شوي وو چې هېڅ هم پاتې نه شول. کله چې ماښام نجلۍ راغله، ویټر هغه تش لاس بېرته ولېږله. ما له دروازې وکتل، نجلۍ څو شېبې هلته ولاړه وه. د هغې په سترګو کې هيله وه، خو کله چې يقين يې وکړ چې نن به څه نه ترلاسه کوي، نو ورو ورو يې سر ټيټ کړ او روانه شوه.
د هغې په مخ کې داسې خپګان و چې زما زړه بې قراره شو. ما يو څه وخت لا په هغې پسې کتل چې لېرې روانه وه.
لږه شېبه وروسته زه د يو کار لپاره بهر ووتلم، نو د کوڅې په کونج کې مې شور واورېد. ورنږدې شوم، ومې ليدل چې يو سبزي پلورونکی له همدې نجلۍ سره بد چلند کوي. د نجلۍ لوپټه د هغه په لاس کې وه او له ګرېوانه يې نيولې وه. د نجلۍ کمیس شلېدلی و او هغه له وېرې رپېده.
سبزي پلورونکی چيغې وهلې:
دا غله ده! زما له لاس ګاډي نه يې رومیان غلا کول!
نجلۍ په ژړا ويل:
ما هېڅ نه دي اخيستي… د خدای لپاره مې پرېږدئ.
خلک شاوخوا ولاړ وو، خو هېڅوک مخکې نه راتلل.
دا منظر چې مې وليد، زما په زړه کې يو څه مات شول. زه په بيړه ورمخکې شوم او د هغه سړي لاس مې لېرې کړ.
ما وويل:
شرم نه لرې؟ له دومره کوچنۍ نجلۍ سره داسې چلند کوې؟
سبزي پلورونکي وويل:
"دا غله ده، زما ټماټر يې پورته کول.
ما نجلۍ ته وکتل. هغه په ويره يو کونج ته ولاړه وه او له سترګو يې اوښکې روانې وې.
ما په نرمه لهجه ترې وپوښتل:
"رښتيا ووايه، ايا تا څه غلا کړي دي؟"
نجلۍ سر وخوځاوه او ويې ويل:
نه… ما يوازې ترې وغوښتل چې يو ټماټر راکړي. ډېره وږې وم."
د هغې غږ دومره کمزوری و چې زما زړه پرې ډک شو.
ما سبزي پلورونکي ته څو پيسې ورکړې او ورته مې وويل:
"دا واخله، که کوم زيان شوی وي نو پوره شو. اوس يې پرېږده.
هغه سړی غوسه غوسه روان شو.
ما نجلۍ خپل هوټل ته دننه راوبلله. هغه لږه شرمېده، لکه باور يې نه راتلو چې څوک به ورسره ښه چلند هم وکړي.
ما ويټر ته وويل:
د دې لپاره تازه ډوډۍ راوړه.
لږه شېبه وروسته د تودې ډوډۍ، غوښه او سبزي پليټ د هغې مخې ته کېښودل شو. نجلۍ لومړی پليټ ته کتل بيا ورو ورو په خوړلو پيل وکړ. هغه دومره وږې وه چې لاسونه يې رپېدل.
کله چې ډوډۍ يې وخوړه، ما ترې وپوښتل:
ته چېرته اوسې؟ ستا مور او پلار چېرته دي؟
د نجلۍ سترګې له اوښکو ډکې شوې.
هغې وويل چې نوم يې عايشه دی. پلار يې يو مزدور و چې څو مياشتې مخکې په يوه پېښه کې وفات شوی و. مور يې ناروغه وه او له کټ څخه نشوه پورته کېدای. په کور کې څوک نه وو چې کار وکړي، نو ځکه به هغه بازار ته راتله او که له کومه څه د خوړلو پيدا شول، کور ته به يې وړل.
دا خبرې چې مې واورېدې، زړه مې ډېر دروند شو.
له هغې ورځې وروسته ما پرېکړه وکړه چې عايشه به نور وږې نه پرېږدم.
ما ورته وويل:
"که ته وغواړې، دلته کار کولای شې. لوښي به مينځې يا مېزونه به پاکوې. په بدل کې به ډوډۍ هم درکول کېږي او لږې پيسې هم."
د نجلۍ په سترګو کې د لومړي ځل لپاره د هيلې رڼا وځلېده.
هغه هره ورځ راتله. ورو ورو يې جامې پاکې شوې، په مخ يې موسکا راغله. څو مياشتې وروسته ما هغه د نږدې ښوونځي کې داخل کړه.
کلونه تېر شول.
نن زما هوټل تر پخوا ډېر لوی شوی دی. خو زه تر ټولو زيات هغه ورځ خوشحاله شوم چې يوه ځوانه نجلۍ په سپينو جامو کې زما د هوټل دروازې ته راغله.
ما ښه ورته وکتل… و مې پېژندله.
هغه عايشه وه.
اوس هغه يوه نرسه شوې وه.
هغې په موسکا راته وويل:
که هغه ورځ تاسو زه نه وای ژغورلې… ښايي زما ژوند هماغلته پای ته رسېدلی وای.
زما سترګې له اوښکو ډکې شوې.
هغه ورځ ما د لومړي ځل لپاره دا احساس وکړ چې کله کله د يو انسان د ژوند د بدلون لپاره يوازې يو پلېټ ډوډۍ او لږ انسانيت بس وي.
02/04/2026
دغه بس موټر د مکتب د شاګردانو دي .
چی یو کال مخکی پر دغه لار تیر شوی وه !
خو دا ځلی چی کله دا بس دا ځای ته رارسیږی نو پدا غره کی بندیږي !
استادانو چی هر څه کوښښ وکـه موټر نه مخته ځی نه شاته !
پدی وخت کی یو شاګرد راولاړیږي او استادانو ته وایي چی ماته د وتلو لار رامعالومیږي !
هغوی ویل چي څنګه ؟
شاګرد وویل چی د موتر د ټیرو څخه به هوا وکاږو چی ددی موټر قد راټیټ شی او پدی سره به موټر وباسو .
نو ددي مطلب دادی که چیری په ژوند کی یو ځای داسی بند راغلي !
نو د خپل غرور او تکبر هوا لږ د ځانه کمه کړي نو کیدای شی چی هغه ستونزه مو حل شي ؟
حجاج بن یوسف د قرآن حافظ و. ویل کېږي چې په یوه رکعت د تهجدو لمونځ کې به یې لس سپارې تلاوت کولې. لمونځ به یې له جماعت سره ادا کاوه، له شرابو او زنا څخه به یې ځان ساته، خو سره له دې هر څه، ډېر ظالم انسان و.
کله چې د هغه د مرګ وخت رانږدې شو، ډېر عبرتناک حالت ورپېښ شو.
حضرت سعید بن جبیر، چې یو لوی تابعی عالم و، یوه ورځ پر منبر ناست و او ویې ویل:
«حجاج یو ظالم سړی دی.»
کله چې دا خبره حجاج ته ورسېده، هغه سعید بن جبیر خپل دربار ته راوبللو او ترې یې وپوښتل:
«ایا تا زما په اړه دا خبرې کړې دي؟»
سعید بن جبیر وویل: «هو، بالکل. ته یو ظالم انسان یې.»
دا خبره چې حجاج واورېده، په قهر شو او سمدستي یې د هغه د وژلو حکم ورکړ.
کله چې سعید بن جبیر د قتل لپاره له دربار څخه بهر وړل کېده، هغه موسکی شو. دا کار حجاج ته ډېر دروند تمام شو او ویې پوښتل:
«ولې موسکي کېږې؟»
سعید بن جبیر وویل: «ستا په ناپوهۍ او هغه فرصت چې الله تا ته درکړی، زه ورباندې موسکې کيږم.»
حجاج بیا امر وکړ: «د هغه سر زما مخې ته قطع کړئ.»
کله چې توره د هغه پر غاړه کېښودل شوه، سعید بن جبیر خپل مخ د قبلې پر لور واړاوه او ویې ویل:
«ای الله! زما مخ ستا پر لور دی، زه ستا په رضا راضي یم. دا حجاج نه د مرګ مالک دی او نه د ژوند.»
حجاج وویل: «د هغه مخ بلې خوا ته واړوئ.»
کله چې یې مخ واړاوه، سعید بن جبیر بیا وویل:
«ای الله! مخ هرې خوا ته واوړي، ته هر ځای موجود یې. مشرق او مغرب ټول ستا دي. زما دعا دا ده چې زما قتل د هغه وروستی ظلم وي، او له ما وروسته دې پر چا باندې واکمن نه شي.»
کله چې دا خبرې یې پای ته ورسولې، سمدستي یې قتل کړ. دومره وینه بهېده چې دربار پرې لوند شو. یو هوښیار کس وویل:
«دومره وینه هغه وخت بهېږي، چې یو انسان د الله په رضا خوشاله او راضي وي.»
حجاج بن یوسف د تاریخ یو پېژندل شوی شخصیت دی. عبدالملک بن مروان هغه د مکې، مدینې، طائف او یمن والي ټاکلی و، او وروسته یې عراق ته ولېږه. هغه شاوخوا شل کاله واکمني وکړه.
د هغه په وخت کې مسلمان مجاهدین تر چین پورې ورسېدل. همدارنګه قرآن کريم ته تورو ورکولو (اعراب او نقطې) کار هم د هغه په وخت کې وشو. الله تعالی هغه ته فصاحت، بلاغت او زړورتیا ورکړې وه. هغه د جهاد مینهوال و او د فتوحاتو شوق یې درلود.
خو د دې ټولو ښو کارونو سره سره، یوه بده ځانګړنه یې هر څه پټ کړل، او هغه «ظلم» و.
حجاج ډېر ظالم و. هغه د وینې تږي ښکارچي په څېر ژوند کاوه. یو لور ته موسیٰ بن نصیر او محمد بن قاسم د کفارو پر وړاندې جګړې کولې، خو بل لور ته حجاج د الله د بندګانو او خلکو وینه تویوله.
هغه به هر هغه څوک واژه په زندان کې اچوه چې د حکومت پر ظلم به يي خبري کولي ، چا به د خپل مظلومیت حق نشو غوښتلاي ، چا به د حکومتي چارواکو او حجاج ملګرو د ظلم او فساد پر وړاندې څرګندونې نشو کولای
ویل کېږي چې هغه شاوخوا یو لک او شل زره انسانان وژلي وو. د هغه په زندانونو کې به په یوه وخت کې تر اتیا زره پورې بندیان موجود وو، چې له هغو څخه دیرش زره ښځې وې.
وروستی کس چې حجاج وواژه، همدا ستر تابعی عالم سعید بن جبیر و.
د سعید بن جبیر له شهادت وروسته، حجاج ته سخت وېرې او وحشتونه پیدا شول. هغه رواني ناروغ شو. کله به چې ویده شو، سعید بن جبیر به یې په خوب کې ورته راغی، لمن به یې ورونیوله او ورته به یې ویل:
«ای د الله تعالی دښمنه! تا زه ولې ووژلم؟ ما ستا څه تاوان کړی و؟»
حجاج به چغي وهلي: «زما او سعید تر منځ څه روان دي؟»
وروسته هغه په یوې سختې ناروغۍ اخته شو چې «زمهرير» ورته ویل کېده. له زړه څخه به سړه څپه راپورته کېدله او ټول بدن به یې نیوه. هغه به کانګې کولې.
د درملنې لپاره به یې ورته د اور سکروټې راوړلې، دومره نژدې به یې ساتلې چې پوستکی به یې سوځېده، خو هغه به یې احساس نه کاوه.
کله چې حکیمانو ته وښودل شو، هغوی وویل چې د هغه په ګېډه کې سرطان دی. یو طبیب د غوښې یوه ټوټه په تار وتړله او د هغه له ستوني یې ښکته کړه. کله چې یې بېرته راویستله، عجیب چینجي پرې نښتي وو او دومره بد بوی ترې خپور شو چې چاپېریال یې ککړ کړ. خلک او درباریان وتښتېدل.
حجاج وویل: «ولې ځې؟ زما درملنه وکړه!»
طبیب وویل: «ستا ناروغي د ځمکې نه ده، اسماني ده. له الله تعالی پناه وغواړه.»
کله چې حجاج له هر ډول درملنې مایوس شو، نو حضرت حسن بصري یې راوغوښت او ترې یې دعا وغوښته. حسن بصري د هغه حالت ته په کتو وژړل او ویې ویل:
«ما ته منع کړی وي چې د الله پر نېکو بندګانو ظلم مه کوه، خو ته ونه درېدلې... نن ته د عبرت مثال ګرځېدلی یې.»
حجاج دننه او بهر سوځېده. د هغه بدن له دننه ټوټې ټوټې شوی و. د سعید بن جبیر له شهادت څخه څلوېښت ورځې وروسته، حجاج مړ شو.
کله چې پوه شو چې نور ژوندی نه پاتې کېږي، خپل خپلوان یې راوغوښتل. هغوی په سختۍ سره راغلل. هغه وویل:
«کله چې زه مړ شم، زما جنازه په شپه کې وکړئ، او سهار مې د قبر نښه هم له منځه یوسئ، ځکه خلک به ما ته له مرګ وروسته هم آرام را نه کړي.»
بله ورځ یې ګېډه پړسېده او هماغه وخت مړ شو.
قدرمنو او محترمو ورونو:
يو شمېر په خپلو ظاهري نېکو اعمالو داسې مغرور شي چې ګواکې د حق معیار هم دی، خو حقیقت دا دی چې د عبادت روح عدالت دی، نه یوازې رکوع او سجده. که لمونځ د انسان له لاسه د ظلم مخه ونه نیسي، نو هغه عبادت د ظاهر ښکلا لري، خو د باطن حقیقت نه لري.
ظلم یوازې د چا وینه تویول نه دي؛ ظلم هغه دی چې د بل انسان حق تر پښو لاندې شي، د الله تعالی بندګان توهین او تحقير کړي ترڅو د حق غږ غوښتي او فرياد غږ چوپ شي، او د قدرت په نوم د الله تعالی بندګان وځپل شي. دا هغه اور دی چې انسان یې لومړی په نورو بلوي، خو وروستی یې خپله پکې سوځي.
تاریخ اخطار راکوي چې قدرت، علم، جهاد او حتی عبادت—هیڅ یو د انسان د نجات تضمین نه شي کېدای، که عدالت ورسره نه وي. الله تعالی د خپلو بندګانو له حقه نه تېرېږي، ځکه د بندګانو حق د الله په دربار کې تر ټولو دروند امانت دی.
ظالم ته مهلت ورکول د هغه د بریا نښه نه ده، بلکې د حساب د ورځې د سختوالي لپاره یو پټ تمهید دی. کله چې د عدل تله وخوځېږي، نو نه قدرت پاتې کېږي، نه لښکر، نه منبر او نه محراب—یوازې عمل پاتې کېږي او حساب.
نو اصلي بریا دا نه ده چې انسان څومره عبادت کوي، بلکې دا ده چې څومره له ظلم څخه ځان ساتي او د نورو حقونه خوندي کوي. ځکه چې د الله په میزان کې، د یو مظلوم اوښکه تر زرګونو نفلي عبادتونو درنه ده.
الله تعالی دې موږ ټول د ظلم څخه وساتي… آمین 🤲
حوالې:
البدایہ والنہایہ
تاریخ طبری
الکامل فی التاریخ
حافظ ابن حجر عسقلاني – تہذیب التہذیب
یادونه: دا کیسه په ډېرو تاریخي کتابونو کې راغلې، خو ځینې جزئیات لکه شمېرې او خوبونه په روایتونو کې لږ په مختلفو تعبيراتو توپیر لري.
24/03/2026
باچا او شمايله لومړۍ برخه!
وو نه وو يو باچا وو بچي يې نه کېدل.
يو ملنګ اوازه ګډه کړه زه باچا ته داسې بوټی ښيم چې بچي به يې وشي که چېرې يې نتيجه ورنکړه زه حاضر يم چې په عام محضر کې مې په دار کړي.
خو زما په دارو کې يوه ستونزه ده چې يو بچی به يې کېږي که نر وي يا ښځه.
دا خبر تر پاچا ورسېد. ماڼۍ يې ته يې را وغوښت او خپله ستونزه یې ورته وويله.
باچا ښه وګڼله چې له نشته اولاد يې چې يو اولاد هم وي ښه به وي.
ملنګ دارو ورکړل او کال وروسته د باچا زوی وزېږېد نوم يې خالد په کېښود.
خالد ورو ورو لويېده، دومره په ټولو ګران و چې ورځ کې به پنځه منټه چا په ځمکه نه کېښود.
کلونه تېر شول خالد لوی شو او پاچا غوښتل چې واده ورته وکړي. ستونزه دا وه چې خالد واده نه کاوه.
باچا مجبور شو د کلي سپين ږيري يې ورته جرګه کې کېنول چې خالد واده ته حاضر شي. پرلپسې ناستو د خالد رضايت حاصل نکړ او باچا مجبور شو چې له ده پټ واده ورته وکړي.
خالد په لوی سفر وتلی و، مخکې له دې چې راشي پلار يې د ازبکستان باچا لور ورته وکړه. کله چې له سفر را ورسېد ټولو مبارکي ورکړه او غاړې ته يې ګلان ور واچول.
خالد حيران شو چې دا په کومه خوشالي کې؟
خلکو يې د کوژدې په اړه ورته وويل. بله لاره نه وه اوس يې که کړې کوژدنه پرېښوده هم بده وه.
خو د واده لپاره يې يو شرط کېښود. شرط يې دا و چې زه يو بل سفر ته ځم چې له هغه را وګرځم بيا به واده کوم.
اس، پيسې او د سفر اسباب يې برابر کړل، له ټولو پټ او يوازې د ازبکستان په لور هغې کوڅې ته ورسېد چې د باچا لور په کې اوسېده.
همدې کوڅه کې د يوې زړې ښځې کور ته ورغی. ځان يې ورته تجار معرفي کړ چې مسافر يم څو ورځې وروسته بېرته ځم. د خوراک څښاک به يې چې څه پکار و بوډۍ ته به يې د وخت سل افغانۍ ورکړې باقي پاتې شوې پيسې به يې بوډۍ ته ور وبخښلې.
د شپې يې پام شو چې د باچا له کوره يوه ښکلې پېغله چې له طلا ډکه ده، د همدې کوڅې اخير سر ته د يو سيک کور ته ننوته.
خالد شاته ورو ورو پسې روان و چې وې څاري. د سيک او د باچا د کور څخه وتلې انجلۍ خبرې يې اورېدې.
سيک: دا څو ورځې چېرې وې ولې نه راتلې؟
انجلۍ: درې ورځې کېږي زما کوژده یې کړې ده، نو له مېلمنو سره بوخته وم او وخت مې پيدا نکړ چې ستا احوال مې اخيستی وای.
درځه چې کور کې نوره کيسه درته وکم. دوی کور ته ننوتل د باچا زوی يې کړکي ته غوږ نيولی و.
نور وروسته!
23/03/2026
په بس کې ناست وم چې يوه معذوره نجلۍ راپورته شوه، هغې سره د کرایې پیسې نه وې. کلينر پرې غوسه شو او نورو مسافرو یوازې تماشه کوله. هغه نجلۍ په امساء ولاړه وه، په سترګو کې یې اوښکې وې او پر مخ یې عجیبه خودداري ښکاره کېده.
زه په شا څوکۍ کې ناست وم او دا هر څه مې لیدل: نه پوهېږم ولې، خو زړه مې سخت وخوږېد. ما له جېبه پیسې راوایستلې، کلینر ته مې ورکړې او ومې ویل:
د دې ټکټ جوړ کړه.
نجلۍ زما لور ته وکتل، لکه خبرې چې یې په ستوني کې بندې شوې وي. ورو یې وویل:
الله دې د دې بدله درکړي.
ما موسکا وکړه.
هیڅ خبره نه ده خورې، سفر خو د ټولو یو شان وي.
کله چې هغه په بل تمځای کې کوزېده، لږه شېبه ودرېده. له خپلې وړوکي بیګ څخه یې د کاغذ یو ټوټه راوویستله او ما ته یې ونیوله.
دا درسره وساته! ترهغې يې مه پرانېزه کله چې ډېر مجبور شې، نو دا پرانیزه.
ما په خندا وویل:
سمه ده چې مجبور شم:
هغې یوازې موسکا وکړه. د هغې په سترګو کې عجیبه باور و. ما هغه کاغذ جېب ته واچاوه او خبره هماغسې پای ته ورسېده.
وخت تېر شو. د ژوند بوختیاوې، واده، د ماشومانو زېږېدنه، د روزګار منډې… هر څه روان وو. ما په یوه شخصي شرکت کې کار کولو. تنخوا ډېره نه وه خو ژوند پرې تېرېده.
بیا یوه ورځ ناڅاپه شرکت بند شو! مالک بهرني هېواد ته ولاړ او موږ ټول یې بې له تنخوا له کاره لرې کړو.
هغه ورځ چې زه تش لاس کور ته ستون شوم، د ماشومانو فیس، د کور کرايه او د برېښنا بیلونه ټول زما د سترګو مخې ته ګرځېدل. ښځې مې حوصله راکوله، خو د هغې د سترګو اندېښنه مې پټه نه شوه. څو میاشتې مې هڅه وکړه خو کار مې ونه موند. پورونه زیاتېدل او خپلوانو هم مخ اړاوه.
یوه شپه زه ډېر اندېښمن وم. جېب ته کې ګوتې وهلې، ناڅاپه هماغه زوړ کاغذ مې ګوتو ته ولګېد! سمدستي د بس هغه نجلۍ راپه یاد شوه. ما کاغذ راوویست کاغذ زوړ شوی و، خو پته پرې روښانه لیکل شوې وه او لاندې یو جمله وه:
کله چې ټولې دروازې وتړل شي، نو دې دروازې ته راشه.
بله ورځ مې پرېکړه وکړه چې دې پتې ته ولاړ شم. زړه مې عجیبه اندېښنه لرله. پته د ښار د شتمنو سیمې وه. زه حیران وم چې هغه غریبه او معذوره نجلۍ څنګه هلته اوسېدای شي.
کله چې زه هلته ورسېدم، نو قدمونه مې ودرېدل. زما مخې ته یو لوی ماڼۍ ته ورته کور ولاړ و. لوړ ګېټ، ښکلی باغ او دننه عصري موټرونه ولاړ وو. ما په احتیاط د کور ګېنټې ووهله.
چوکیدار پوښتنه وکړه:
له چا سره کار لرئ؟
ما کاغذ ور وښود. هغه دننه ټیلیفون وکړ او لږه شېبه وروسته یې ګېټ پرانیست.
صاحبه ستاسو انتظار کوي.
زړه مې تېزه درزا کوله، زه دننه ولاړم یو لوی هال و، په دېوالونو قیمتي انځورونه او په ځمکه نرم قالینونه غوړېدلي وو.
ناڅاپه مې ولیدل چې له زینو څخه هماغه نجلۍ راکوزېږي خو اوس امسا ورسره نه وه. هغه په وقار روانه وه، پر مخ یې اعتماد او په سترګو کې هماغه ځلا وه.
زه حیران شوم.
تاسو…؟
هغې موسکا وکړه.
هو، زه هماغه یم چې تاسو یې په بس کې ټکټ واخیست.
زه بې خبرو پاتې شوم هغې راته د ناستې اشاره وکړه.
تاسو به سوچ کوئ چې زه دلته څنګه؟ هغه ورځ مې ځکه پته درکړه چې باور مې وو یوه ورځ به خامخا راشئ.
ما ورو وویل:
خو تاسو خو معذوره وﺉ؟”
هغې لږه موسکا وکړه.
هغه یو امتحان و.
زما حیرانتیا لا زیاته شوه. هغې وویل:
زما پلار یو لوی صنعتکار و. د هغه له وفات وروسته ما د هغه کاروبار سمبال کړ. خو تل مې دا فکر کاوه چې په نړۍ کې رښتیني او مهربان خلک څومره دي. ما به اکثره ساده کالي اغوستل، امساء به مې نیوله او په بسونو کې به مې سفر کاوه. خلکو به راته مخ اړاوه، کلينر به راته بدې خبرې کولې، هېچا به مرسته نه کوله. خو تاسو بې له سوچ څخه زما کرایه ورکړه. تاسو ما ته د ترحم په سترګه نه بلکې د احترام په سترګه وکتل.
زما سترګې ښکته شوې.
ما خو یوازې د انسانیت فرض ادا کړی و.
هغې جدي وویل:
او همدې فرض تاسو نن دلته راورسولئ. زه د خپل شرکت لپاره یو ایماندار او باوري انسان لټوم. ما ته شتمني نه، بلکې نیت مهم دی.
زه چوپ وم. هغې یوه دوسیه زما لور ته راوړاندې کړه.
دا زموږ د نوي پروژې تفصیل دی، زه غواړم تاسو یې منېجر شئ. تنخوا، کور، موټر… هر څه به د شرکت له خوا وي.
زما سترګو ته اوښکې راغلې.
خو زه خو د دې وړ نه یم،
هغې موسکا وکړه.
ويې ويل وړ هغه وي چې زړه یې شتمن وي. نور هر څه زده کېدای شي.
ما په رپېدلو لاسونو دوسیه ونیوله، داسې احساس مې وکړ لکه د اوږدې تیارې شپې وروسته لمر راوخوت.
په څو میاشتو کې ژوند بدل شو. پورونه خلاص شول، د ماشومانو زده کړې بېرته پیل شوې او کور ته خوشالي راستانه شوه. خو تر ټولو لوی بدلون دا و چې زما په زړه کې یو یقین پیدا شو:
نیکي هېڅکله ضایع نه ځي.
یوه ورځ مې له هغې وپوښتل:
که ما هغه کاغذ هېڅکله نه وای پرانیستی نو؟
هغې موسکا وکړه:
بیا به هم الله درته بله لاره پیدا کړې وه. خو زه پوهېدم چې مجبور انسان ته د امید یو څرک پکار وي. هغه کاغذ امید و.
ما په زړه کې سوچ وکړ چې رښتیا هم د انسان اصلي شتمني کردار دی. موږ ډېر وخت فکر کوو چې وړه مرسته ارزښت نه لري، خو کله کله هماغه کوچنی کار د انسان تقدیر بدلوي.
نن هم چې کله په بس کې کوم اړتیا لرونکی کس ووینم، هغه ورځ مې ذهن ته راشي. زه خپلو ماشومانو ته تل دا سبق ورکوم:
زویه، نیکي د حساب لپاره نه کېږي.
ځکه ما په خپلو سترګو لیدلي چې کله کله د یو ټکټ قیمت هم د ټول ژوند بڼه بدلوي.
02/08/2024
یوه میږاتون په ځمکه دشاتو یو څاڅکی ولېد،یوڅه یې ورڅخه وسکل اوروان شو.
او له ځان سره یې و ویل:دومره خوږ شی باید یو نور څه هم وڅښم،نوریې هم وڅښل ،اخر دشاتوخوږوالي دې ته مجبورکړ چې دشاتوډنډ ته ورګډشو.
میږي ډیر شات وڅکل کله چې یې د وتلو اراده وکړه ویې نشول کړای چې دشاتود ډنډ نه ځان روباسي،ډیرې هڅې یې وکړې خو ګټه یې نه لرله اخر دشاتو په ډنډ کې مړ شو.
نوټ: دهرشی خوږ والي په کتلو سره یې اخر ته هم فکرکوئ چې بېا بند پکې پاتی نشئ.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
دعاشقانو کوڅه
Kabul
