Obaidullah Esmatyar/ عبيدالله عصمتيار

Obaidullah Esmatyar/ عبيدالله عصمتيار

Share

صفحه معلوماتی

02/09/2022

غــوټې د زړګي کــه درتـه وسپړم
نغښــتي د وطــن پــکې دردونه دي
اوښکو د يتيم جــوړتــوپانونــه کړل
سرو وينو نه جـــوړ يې سيلابونه دي
هره خـــوا دى ظلــم او وحشت دلته
ټولې نـــارواوې نـــاورينـــونه دي
وژني مــو د دين او د مـذهب پـه نوم
غوڅ د يــو بـــدن ټول انـدامونه دي
دغه يــو بدبختــه او کمبخت قــوم تـه
هره خوا د مــرګ جــوړ پـــلانونه دي
کرښه پــه ټټر ورتـه کښل شـويده
لــر او بـــر اخــته پـــه عـذابونه دي
ورور په ورور وژنــه ده پـه يو کورکې
جـــوړ پـــه نارواو يــې قتلــونه دي
دغــه د پښتون سـرکښه قـوم په سر
حتــا ټکــولي يې ميـخـــونـــه دي
ړنګ يــې د مــلالې شنــه خالونه کړل
څيـــرې د نـــازو د ســـرشـالونه دي
کوم د ســر سـړي که دلته سرنيغ کـړ
بــيا ورتــه چيــچلي يې غــاښونه دي
کـډه يــې امان تـــه ورپــه شا کــړله
شنډ يې پرمختګ تـه ټــول فکرونه دي
ټــول دا جهــالــت د مــلايــانــو دى
حورو د جنـــت تـــه يې خيــالـونه دي
بيايې د اميــن پــه ســر ســودا وکـړه
تانــد يې ځوانـي مرګ ټول اميدونه دي
دا د (مــينه وال) سيــنه که څيرې کړئ
ښخ يې پــه زړګي ډيــرآرمــانونه دي

عاشق الله مينه وال ـ 1397/12/2

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul