26/12/2017
په هلمند ولایت کې دټولنیز خوځښت اوشوراګانو دریاست لخوا د دپوهنې دکچې او مهارتونو دلوړاوي اونیز پروګرام لومړی درې ورځنی پړاو پای ته ورسېد
په دې پړاو کې چې د دهلمند ولایت اړوند نادعلي،نهرح سراج،لښکرگاه او ښاري سیمو دښوونځیو شوراګانو مشرانو او غړیو برخه درلوده ،چې په پای کې دیوې ژمنې
(مونږ لاسليک کوونکي تعهد کوو چې د ١٣٩٧ کال د اوري تر مياشتي پورى به کم تر کمه د يوى ولسوالى په خپل اړونده ولايت کى ټول د ښوونځى د عمر ماشومان په ښوونځيو کى شاملوو) سره خپلو سیمو ته د درې ورځنیو لاسته راوړنو او مهارتنو سره ستانه شول.
دوی دټولنیزخوځښت او شوراګانو دریاست سره دپوهنې بې برخې ماشومانو په ښوونځیو کې دبیا شمولیت تعهد وکړو او هرې شورا ژمنه وکړه چې په دې اړه به نه ستړي کېدونکي ګامونه پورته کړي.
ددې درې ورځني ورکشاپ موخه دا وه چې څنګه کولای شو خپله ولسي وګړي ،مشران او دټولنې بېلابېل توکمونه وهڅو څو دخپلو خلکو دستونزو حلولو ډاډ ترلاسه او په ښوونځیو کې دنجونو دشمولیت کچه لوړه کړي.
دیادونې وړ ده چې داپروګرام تېره شنبه دروان لمریز لېږدیز کال دمرغومي یا جدي میاشتې په دویمه نېټه په یاد ولایت کې دښوونځیو شوراګانو د غړیو دمهارتونو لوړولو او د باکیفیته معارف دکوښښونو لپاره پیل شوی، چې د اونۍ ترپایه به په دوه پړاونو کې دوام وکړي
زه د ټولنيز خوځښت او شورگانو رياست په نمايندگي د ټولو شوراگانو څخه مننه کوم،کور مو ودان،د خپل رياست کارکونکو څخه د زړه له تله مننه کوم چي دي دروند مسوليت ته يي غاړه ورکړي ده
25/12/2017
په ننګرهار ولایت کې دټولنیز خوځښت اوشوراګانو دریاست لخوا د دپوهنې دکچې او مهارتونو دلوړاوي اونیز پروګرام لومړی درې ورځنی پړاو پای ته ورسېد
په دې پړاو کې چې دننګرهار ولایت اړوند بهسود او ښاري سیمو دولسو دښوونځیو شوراګانو مشرانو او غړیو برخه درلوده ،چې په پای کې دیوې ژمنې
(مونږ لاسليک کوونکي تعهد کوو چې د ١٣٩٧ کال د اوري تر مياشتي پورى به کم تر کمه د يوى ولسوالى په خپل اړونده ولايت کى ټول د ښوونځى د عمر ماشومان په ښوونځيو کى شاملوو) سره خپلو سیمو ته د درې ورځنیو لاسته راوړنو او مهارتنو سره ستانه شول.
دوی دټولنیزخوځښت او شوراګانو دریاست سره دپوهنې بې برخې ماشومانو په ښوونځیو کې دبیا شمولیت تعهد وکړو او هرې شورا ژمنه وکړه چې په دې اړه به نه ستړي کېدونکي ګامونه پورته کړي.
ددې درې ورځني ورکشاپ موخه دا وه چې څنګه کولای شو خپله ولسي وګړي ،مشران او دټولنې بېلابېل توکمونه وهڅو څو دخپلو خلکو دستونزو حلولو ډاډ ترلاسه او په ښوونځیو کې دنجونو دشمولیت کچه لوړه کړي.
دیادونې وړ ده چې داپروګرام تېره شنبه دروان لمریز لېږدیز کال دمرغومي یا جدي میاشتې په دویمه نېټه په یاد ولایت کې دښوونځیو شوراګانو د غړیو دمهارتونو لوړولو او د باکیفیته معارف دکوښښونو لپاره پیل شوی، چې د اونۍ ترپایه به په دوه پړاونو کې دوام وکړي
زه د ټولنيز خوځښت او شورگانو رياست په نمايندگي د ټولو شوراگانو څخه مننه کوم،کور مو ودان،د خپل رياست کارکونکو څخه د زړه له تله مننه کوم چي دي دروند مسوليت ته يي غاړه ورکړي ده
24/12/2017
دټولنې ښکېلتیا او په ښوونځیو کې دماشومانو،په ځانګړې توګه دنجونو دشمولیت په موخه دټولنیز خوځښت درې ورځنی ټریننګ :
دا ټریننګ چې دهېواد دیارلسو ولایتونو لپاره پلان شوی او اوس مهال یې لومړی پړاو په پنځو ولایتونو کې جریان لري،د ښوونځيو ٩٦ شوراگاني چي ۱۴۴۰ غړي کيږي چې پنځه ویشت په سلوکې یې ښځې دي ګډون کړی دی
دورکشاپ مهم ټکی دا دی چې څنګه کولای شو خپلې نجونې اوهلکان دسوکاله راتلونکي لپاره ښونځیو ته وهڅو،ټولنه څنګه اړباسو چې په دې چاره کې زموږ سره په خلاص مټ او روڼه ټنډه ملګرتیا وکړي
په دې برخه کې دټولنې وګړي،په ځانګړي ډول دښونځیو شوراګانې او والدین کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
همدې پورته موخو ته درسېدو په پار،دټولنیز خوځښت او شوراګانو دریاست په نوښت او هڅو په ټول هېواد کې دټولنیزې ښکېلتیامهارتونه ،ترسرلیک لاندې پراخ کمپاین پیل کړی،چې دلومړي پړاو بشپړ راپور یې په لاندې ډول دی
داپروګرام چې د روان کال ۱۳۹۶لمریز لېږدیز د مرغومي په دویمه نېټه په ننګرهار،هلمند،کندهار، فراه او هرات ولایتونو کې پېل شوی؛ پکې به دشوراګانو دتېرو کارونو ارزونه اولاسته راوړنو راپور ترلاسه او هم به په راتلونکې کې دنجونو او نور هلکانو زده کوونکیو ښوونځیو ته دهڅونې په لاره کې دپېښو ستونزو حل لپاره یو له بله سره نظریات شریک شي.
داپروګرام چې دټولنیز ځوځښت او شوراګانو دریاست په نوښت جوړشوی پکې به د دې ریاست د ټرینرانو لخوا ګډونوالو ته دښوونځیو دکیفیت دښه والي په برخه کې نوي مهارتونه وښودل شي او هم به د شوراګانو د غړیو وړاندیزونه واورېدل شي چې دکومو لارو چارو په کارولو سره کولای شو په هېواد کې د پوهې کچه لا لوړه کړو او څنګه کولای شو، چې له زده کړې بې برخې ماشومان د بیلګې په توګه نجونی زده کړو ته وهڅوو او دپوهنې له روان بهیر سره یې مل کړو.
27/11/2017
یک تعداد مشکلات شاگردان عودت کننده با ادارات کمک کننده و موسسات شریک گردید و در این زمینه از سعی تلاش ریاست تحرک اجتماعی وشوراهای معارف تقدیر بعمل آمد.
دست آورد ها و یک سلسله مشکلات که در قسمت شاگردان عودت کننده در شش ماه گذشته به آن روبرو گردیده است از طرف ریاست تحرک اجتماعی و شورهای معارف بخصوص با ادارت کمک کننده و موسسات که در قسمت تقویت روند تعلیم و تربیه هموطنان عودت کننده فعالیت مینمایند شریک ساخته شد که از طرف کمک کننده و موسسات برای دریافت راه های حل مشکلات وعده و اطمینان داده شد.
در این مجلس به منظور بهبود امورات و شفافیت در فعالیت ها برای نماینده گان تمویل کننده گان و موسسات استرتیژی منظور شده ریاست تحرک اجتماعی و شوراهای معارف نیز بیان گردید. بر بنیاد این استراتژی منبعد موسسات به هماهنگی کامل با این ریاست کار خواهند کرد و نمیتوانند که در مکاتب به شکل خود سرانه شوراها ایجاد و فعالیت نمایند.
ضیاءالحق صافی ریس ریاست تحرک اجتماعی وشوراهای معارف از نماینده گان تمویل کننده و موسسات در قسمت همکاری شان با هموطنان عودت کننده و وزارت محترم معارف تشکری و قدردانی نمود
...................................................................................
دمرستندویه ادارو او موسسو له ځانګړو استازو سره دراستنو شوو زده کوونکو یوشمېرستونزې شریکې او په دې برخه کې دټولنیزخوځښت او دپوهنې شوراگانو رياست کوښښونه وستایل شول.
د مرستندویه ادارو او موسسو په ځانګړي ډول هغه موسسې چې دبېرته را ستنېدونکو هېوادوالو دپوهنیز بهیر د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي،د ټولنیز خوځښت او د پوهنې شوراګانو ریاست د تېرو شپږو میاشتو لاس ته راوړنې او هغه ستونزې چی هېواد ته راستانه شوي زده کونکي ورسره مخ و،شریکې شوې او د یادو ادارو لخوا ورته دستونزو دحل موندنې په برخه کې دبې پرې مرستو او هلو ځلو ډاډ ورکړل شوو .
په دغه ناسته کې دمرستندویه ادارو او موسسو ګډونوالو ته دچارو دلاښوالي او روڼتیا په موخه د ټولنیز خوځښت منظور شوې تګ لاره ( ستراتیژي) هم وړاندې شوه. دیادې ستراتیژۍ پربنسټ به له دې وروسته مرستندویه موسسې (NGOs )ددی ریاست سره په همغږۍ کار کوي او نشي کولای چی په خپل سر مکاتبو کې شوراگانې جوړې او فعاليت وکړي.
د ټولنیز خوځښت او دپوهنې شورګانو د ریاست رئیس، ضیاءالحق صافي له مرسته کوونکو ادارو او موسسو له استازو دزړه له کومې مننه وکړه، چې په دې برخه کې د پوهنی وزارت او راستنو شوو هېواد والو سره مرستې کوي
21/11/2017
د ټولنیز خوځښت او د پوهنې وزارت د شوراګانو ریاست د هلوځلو په نتیجه کې، په تیرو شپږو میاشتو کې زموږ ۱۲۱۸۶ افغان زدهکونکي هیواد ته راستانه شوي؛ چې په دې کې څلویښت په سلو کې (۴۹۳۲) نجونې، او شپېته په سلو کې (۷۲۵۴) هلکان دي، چې په ننګرهار، قندهار او کابل ولایاتونو کې د مکتب د شورګانو په مرسته په مکاتبو کې شامل او وروسته له دې نه، به خپل خوږ افغانستان کې خپلو درسونو ته ادامه ورکوې.
د قندهار، ننگرهار ، کابل ښار او ولسوالۍ ګانو څخه راغلي د مکتب د شوراګانو استازي او غړو پریزینټشنونه او بحث په دې هکله وو، چې څنګه د افغان ولس بچیان د علم په زیور سمبال کړي.
د ټولنیز خوځښت او شورګانو رئیس، ښاغلي ضیاءالحق صافي له ګدونوالو او شوراګانو د استازو څخه مننه وکړه، چې په دې هکله یې نه ستړی کیدونکی مرستي کړي دي او ډاډ یې ورکړ، چې موږ ټول به د معارف د ښهوالې لپاره کار کوو او د مکتب د عمر ماشومان چې دا مهال د خپل اساسي حقوقو څخه برخمن ندی؛ په شریکه به یی په ښوونځیو کې شاملوو.
د پروګرام ګدونوالو، علماو، مشرانو، خویندو او وروڼو په شریکه سره دا کار وستایه او ښاغلي صافي ته د لا نور پرمختګ او توفیق غوښتنه یې وکړه؛ په یاده غونډه کې لازم پیشنهادات د شوراګانو د غړو لخوا وشول او ښاغلي صافي، ژمنه وکړه چې لازمی لارې، چارې به ورته ولټول شي او اقدامات به وشي.
یاده غونډه د دعا وویلو سره پای ته ورسېدله او ټولو ګدونوالو د افغانستان د پرمختګ او معارف لپاره لاسونو پورته کړل.
...................................................................................
با همکاری و تلاشهای ریاست تحرک اجتماعی و شوراهای معارف در شش ماه گذشته، به تعداد ۱۲۱۸۶ تن از دانشآموزان افغان به وطن شان برگشتند. از این جمله ۴۹۳۲ متعلم دختر و ۷۲۵۴ متعلم پسر میباشد، که به همکاری ریاست شوراهای وزارت معارف، در ولایات ننگرهار، قندهار و کابل در مکاتب شامل شدند و بعد از این در کشور عزیز شان به درسهای شان ادامه میدهند.
نمایندگان و اعضای شوراهای مکاتب که از ولایات قندهار، ننگرهار، ولسوالیهای کابل و شهر کابل در این مجلس شرکت کرده بودند، روی معارف کشور و چگونگی شامل ساختن کسانیکه تعلیم حق شان است، در مکاتب بحث کردند و در این موارد پرزنتیشن ارایه کردند.
رئیس تحریک اجتماعی و شوراهای مکاتب؛ آقای محترم ضیاءالحق صافی، از تمام مهمانانیکه در این مجلس حضور داشتند، بهخصوص از شوراهای مکاتب، سپاسگزاری ویژه کرد و زحمات همیشهگی شان را تقدیر کرد و وعده سپرد که با شوراهای مکاتب یکجا، تمام اطفالی که سن قانونی آموزش را سپری کرده باشند، در مکاتب شامل و از آنها حمایت میکند.
اشتراک کنندهگان این مجلس، علما، بزرگان، خواهران و برادران این کار آقای صافی را ستایش کردند و توفیق پیشرفت بیشتر را برای شان خواستند.
در ضمن، از طرف مهمانان پیشنهادات مشخص صورت گرفت، که از سوی رهبری پذیرفته شد و در این زمینه وعده همکاری و اقدامات سپرده شد.
این برنامه با خواندن دعا به پایین رسید و تمام مهمانان به خاطر معارف و پیشرفت افغانستان عزیز دست دعا بلند کردند.
06/09/2017
محترمو والدینوته!
خپل ماشومان مو ښوونځيو ته ولیږي تر څو روښانه راتلونکي ولري
08/08/2017
د ټولنیز خوځښت او شوراگانو ریاست د مسلم اباد ا بتدایه ښوونځی اړوند قومی مشرانو، علماو ,ځوانانو ,د کنړ د پوهنی ریاست منسوبینو او په ځانگړی ډول د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست ولایتی ټیم څخه مننه کوی چی د نوموړى ښوونځى لپاره يي يو جريب ځمکه د ځايي خلکو لخوا مفت ترلاسه کړي ده .د ټولنیز خوځښت او شورگانو ریاست ټیم لیډر شاغلي الحاج يارملا خان ته دنده سپارل کیږی چی د داسی خلکو او شوراگانو لست د تقدير په خاطر زر تر زره رياست ته راوستوی.مننه
08/08/2017
د اوړي رخصتیو د تمدید په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
هوا د ګرموالي او له دې امله په ښوونځيو کې زده کوونکو ته د ورپېښو شویو ستونزو پر اساس د افغانستان د پوهنې وزارت د رهبري پلاوي پرېکړه وکړه، چې د هېواد په ټولو سړو سیمو کې سر له نن (۱۷ زمري) بیا د همدې میاشتې تر ۲۸ مې نېټې د ښوونځيو د اوړي رخصتي د لسو نورو ورځو لپاره تمدید شي.
د یادولو وړ ده، چې د رخصتۍ له پای ته رسېدو وروسته د زمري په ۲۹ مه نېټه تدریسي بهیر بېرته په عادي ډول پیلېږي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست
06/08/2017
مکتب ابتدایه حضرت عثمان یکی ازمکتب فعال ولایت بغلان بوده که دربغلان مرکزی درمنطقه جنگل باغ به مسیرولایت کندز موقیعت دارد دراین مکتب بتعداد 345 شاگردان ذکورواناث ازصنف اول الی صنف چهارم و8 شعبات درسی دارند وشاگردان عزیزمصروف فراگیری اموزش تعلیم وتربیه میباشد شورای اداری مکتب یکی فعالترین شوراهای معارف تحرک اجتماعی معارف ولایت بغلان میباشد درحل تمام مشکلات مکتب خود سهیم میباشد مکتب متذکره نداشتن زمین برای مکتب 2- نداشتن احاطه برای مکتب ونبودن خیمه ها برای شاگردان مکتب ابتدایه حضرت عثمان درسال 1395 تاسیس گردیده است ازطرف یک نفربنام متقاعد دگروال عبداشکورخان به اندازه 1جریب زمین برای مکتب اهدا نمود که البته قیمت یک جریب زمین درهمین منطقه مبلغ 500000 پنج لک افغانی میباشد ومبلغ 200000 دولک افغانی شورای اداری مکتب بخاطراحاططه مکتب ( جالی وپایه های جالی سیم خاردار و4 باب خیمه خریداری ونصب نمود .ه عملآ درعکس ها مشاهیده میشود جمله کمک های شورای اداری مکتب حضرت عثمان رض مبلغ 700000 هفت لک افغانی میشود. بنآ ریاست تحرک اجتماعی و شوراهای معارف،ریاست معارف ولایت بغلان خصوصآ تیم تحرک اجتماعی وشوراهای معارف ولایتی اظهاروسپاس وامتنان مینمایند
02/08/2017
۹/۵/۱۳۹۶
دټولنیز خوځښت اوپوهنی شوراګانو ریاست لخوا د ننگرهار ولایت دراستنیدونکو کورنیو پر هڅونه ترڅو خپل ماشومان ښوونځیوته واستوی عنوان لاندی د پوهنې رياست اړوند د ښوونځيو شوراګانو د غړو دظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو.
دورکشاپ د پېل په مراسموکې چې د جلال اباد ښار په بي بي حوا عالي ليسه کې جوړ شوي و لومړی دپوهنې سرپرست ريس سيد عيسي سادات په خپلو خبرو کې په ښوونځيو کې د شورا ګانو د رول او ارزښت په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې .
دپوهنې سرپرست رئیس دشورا ګانو پر غړو غږ وکړ، چې د کډوالو زده کوونکو په موندلو او په ښوونځيو کې يې دشاملولو په برخه کې د ښوونځيو له ادارو سره مرسته وکړي .
د پوهنې وزارت نه تللی پلاوي احسان الله نوري د تولنیز خوځښت او شورگانو ریس محترم ضیاآلحق صافی پیغام ولستو چی ټنگار پکی د معارف ولسی کیدل دی
او په ختيځو ولايتونو کې د يونيسف ادارې د معارف دبرخې مشرې اغلې انتيا حيدري,جميله اقبال هم خبرې وکړې او زده کړو ته د کډوالو زده کوونکو هڅول يې د دغو شورا ګانو تر ټولو مهم مسئوليت وباله.
په دغه څلور ورځني ورکشاپ کې دپوهنې رياست د ښوونځيو اړوند شوراګانو څه دپاسه 440 تنه غړو ته چې سل تنه يې ميرمنې دي روزنه ورکول کيږي چې هره ورځ به شاوخوا سل تنه وروزل شي.د هري ورځي په آخر کی د ټولنیز خوځښت اوپوهنی دشوراګانو ریاست استول شوو استازیو ، دیونیسف مرکزی همکارانو ،اودټولنیز خوځښت ولایتی همکارانو لخوا د ښوونځیو اداری شوراګانو ته دعمومی زده کړومعین ښاغلی محمد ابراهیم (شینواری ) دټولنیزخوځښت اوپوهنی دشوراګانو رئیس ښاغلی ضیاالحق (صافی) په امضأ ستاینلیکونه ورکړل شول .
اوپه پایله کی دښوونځیو اداری شوراګانو د برنامی دعملی کیدو وعده وکړه .
01/08/2017
خبرتیا
د هیواد په سړو سیمو کې د ښوونځیو د پیل خبرتیا!
لکه څرنګه چې مخکې د پوهنې وزارت دتدریساتو کمیسیون پریکړه کړې وه چې د روان ۱۳۹۶ کال د اسد دمیاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا داسد دمیاشتې تر ۱۰ نیټې پورې به دهیواد په سړو سیمو کې ښوونځی د اوړي د ګرمی له امله رخصت وي.
د خپلې مخکینی پرېکړې په اساس د ټول هیواد په سړو سیمو کې به د دولتي او خصوصی ښوونځيو پیل دچهارشنبې په ورځ د روان ۱۳۹۶ کال د اسد د میاشتې په ۱۱ نیټه کیږي، همدارنګه د پوهنې وزارت دتعلیمي نظارت لوی ریاست ته دنده سپارلې ترڅو دهیواد په ټولو ښوونځیو کې د ښوونې بهیر په جدي توګه له نیږدې وڅاري.
دیو سوکاله اباد او په ځان بسا افغانستان په هیله