د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست

د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست

Share

د احصايې او معلوماتو رياست په ټولنه کې د نفوس سر شماری او وګړو ته د تابعيت تذکرو خدمات وړاندې کوي.

11/01/2022

بسم الله الرحمن الرحیم
خبرتیا!
دکندهار ولایت داحصایې او معلوماتو ریاست د دې ولایت ټولو هغو محترمو اوسیدونکو ته خبر ورکوی!
چا چې مخکی د الکترونيکي تذکرو کاغذي فورمې د یاد ریاست د الکترونيکي تذکرو د توزیع دریم مرکز ته سپارلي دی خبر ورکول کیږی چې د خپلو فورمو دجمع آوری درسیدو سره دې یو ځای د الکترونيکي تذکرو د توزیع دریم مرکز ته چې د (۹) ناحیې دعیدګاه په ساحه کې موقعيت لري مراجعه وکړی ترڅو ستاسو د اسنادو دشتون او نه شتون معلومات وسی او په ضمن کی به تاسو ته دجمع آوری نوی رسید درکول سی.

Photos from ‎د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست‎'s post 09/01/2022

بسم الله الرحمن الرحیم
نېټه 1400/10/19
ورځ یکشنبه
دچارو دانسجام او نظارت په موخه دکندهار ولایت داحصایې او معلوماتو ریاست محترم ریس صاحب مفتی محمدخان د دې ولایت د میوند ولسوالیو د ثبت احوال نفوس د مدیریت څخه لیدنه وکړله، د یاد ریاست ریس صاحب د راغلو مراجعینو مشکلات او وړاندیزونه واوریدل او دحل لارو دتطبيق او د لا ښه خدماتو د وړاندې کولو په موخه د یادې ولسوالۍ دثبت احوال نفوس مدیریت کارمندانو ته لازمی سپارښتنې او هدايت وکړل او د یاد مدیریت د موجوده ستونزو د حل او د لا ښه هماهنګي په موخه د لوړه او کښته میوند ولسوالیو د محترمو ولسوالانو د ملا عبدالله جهادی صاحب او حفيظ سعید صاحب سره هم ولیدل.

Photos from ‎د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست‎'s post 02/01/2022

بسم الله الرحمن الرحیم
نیټه 1400/10/12
ورځ یکشنبه
دچارو دانسجام او نظارت په موخه دکندهار ولایت داحصایې او معلوماتو ریاست محترم ریس صاحب مفتی محمدخان د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ثبت احوال نفوس مدیریت څخه لیدنه وکړل، د یاد ریاست ریس صاحب د راغلو مراجعینو مشکلات او وړاندیزونه واوریدل او دحل لارو دتطبيق او د لا ښه خدماتو د وړاندې کولو په موخه د یادې ولسوالۍ دثبت احوال نفوس مدیریت کارمندانو ته لازمی سپارښتنې او هدايات وکړل.

Photos from ‎د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست‎'s post 10/10/2021

خبرتیا!!!
د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست به ډیر ژر خپل فعاليتونه پيل کړي.
اول فعالیت به د بایمترک سوی او چاپ سو تذکرو توزیع وی .
نور به د پخوا په څېر هر شخص یا فامیل ته د کارمندانو لخوا زنګ وهلی کیږی هغه شخص به مرکز ته مراجعه کوی .

Photos from ‎د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست‎'s post 08/06/2021

د کندهار ولايت د ۱۴۰۰ کال د نفوس مجموعه.

08/06/2021

د هېواد د ۱۴۰۰ کال د وګړو د اټکل په تړاو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې اعلامیه!

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وګړو اټکل کړی، چې د سه‌شنبې په ورځ (۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰) یې خپور کړ.

د دې اټکل له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د ټولو وګړو شمېر ۳۳٫۶ مـیليون تنه اټكل شــوی دی چې له دې ډلې ۱۷٫۱ مـیليون تنه (۵۱٫۰ سلنه) نارينه او ۱۶٫۵ مـیليون تنه (۴۹٫۰ سلنه) ښځينه دي. په ۱۴۰۰ كـال كې د هېواد د ۳۳٫۶ مـیليون تنو وګړو له ډلې څخه ۲۳٫۸ مـیليون تنه (۷۰٫۸ سلنه) كليوالي وګړي، ۸٫۳ مـیليون تنه (۲۴٫۷ سلنه) ښاري وګړي او ۱٫۵ مـیليون تنه (۴٫۵ سلنه) کوچيان تشکیلوي.

د ۱۴۰۰ کال د هېواد د وګړو اټکل د اداري واحدونو، ښاري، کلیوالي او جنس په توپیر د دموګرافيکي علمي اصولو او تخنيكونو په پام كې نيولو سره اټكل شوی، چې ۳۴ ولايتونه (۳۶۴ اصلي ولسوالۍ، ۲۴ مؤقتې ولسوالۍ او ۳۴ د ولايتونو مركزونه) په‌كې شامل دي.

د ویلو وړ ده چې په دې اټکل کې د ۴۲۲ اداري واحدونو په ډله كې، ۶۶ ښارونه هم شامل دي او د ۱۳۸۳کال نفوس د اساس کال په توګه په پام کې نیول شوی دی.

د ۱۴۰۰ کال د وګړو د اټکل خپرونه د هېواد د وګړو وضعیت ښکارندويي کوي او د پالیسیو، پروګرامونو او د لویو پرېکړو په برخو کې د وګړو اړوندو معلوماتو ته د ملي او نړیوالو بنسټونو د اسانه لاسرسي زمینه برابره‌وي. د احصايې او معلوماتو ملي اداره په پام کې لري چې د شراېطو له ښه کېدو سره ‎د وګړو ‎سرشمېرنه ترسره کړي، چې په پایله کې به یې نوي، كره او هر اړخيز ارقام د ګټه اخیستونکو په واک کې ورکړل شي.

د هېواد د وګړو د اټکل خپرونه چې د ټولو ولایتونو او ولسوالیو د وګړو اړوند جزییات په‌کې دي، له لاندې لینک څخه ترلاسه کولای شئ:https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2021/06/Estimated-Population-2-of-AFG-New-Design.pdf

27/05/2021

#خبرتیا!!!
دکندهار ولایت داحصایی او معلوماتو ریاست!
دکندهار ولایت داحصایی او معلوماتو ریاست دکندهار ولایت محترمو اوسیدونکو ته خبر ورکوی، هغه مراجعین چی دالکترونیکی تذکرو دپاره کاغذی فورمی او یاهم انلاین ثبت نام کړی وی دالکترونیکی تذکرو دمراکزو لخوا دهمدی مراکزو لخوا په پیږندل سوی نمبرونو باندی کم چی مخکی ددی ریاست لخوا نشر ته سپارل سویدی تماس نیول کیږی هیله ده چی کله ناپیږندل سوی نمبرونه ستاسو سره تماس نیسی او ستاسو دهویت د پیژندنی په اړه معلومات غواړی نو معلومات مه ورسره شریکوی
دضرورت په وخت کی کولایسی ددی ریاست دشکایتو دشمیری سره په اړیکه کی سی.

Photos from ‎د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست‎'s post 19/05/2021

#خبرتیا!
د کندهار ، هلمند او زابل ولايتونو د الکترونيکي تذکرو بستونو د امتحان لپاره بایومټریک پروسه جریان لری، اوس هم کولای سی او سبا سهار د اوو بجو څخه وروسته هم کولای سی خپل ځانونه د امتحان لپاره بایومټریک کړی.

#نوت:
د بایومتریک او امتحان لپاره باید اصلی تذکره له ځان سره ولری د اصلی تذکری په نه درلودلو سره د بایومتریک او امتحان له پروسې څخه پاته کیږی.
د بایومټریک ځای کندهار پوهنتون خوړنځای.

09/05/2021

#خبرتیا!!!
د کندهار ولايت د الکترونيکي تذکرو د بستونو د بایمټرک او ازموينې مهالویش.
د معلوماتو لپاره په لاندې شمیره تماس نیولی سی.
0704072791

02/05/2021

بسم الله الرحمن الرحیم
خبرتیا!
دکندهارولایت داحصایی اومعلوماتو ریاست دراسته اشترینګ لرونکو موټرانو مالکینو ته خبر ورکوی چی دهمدی ریاست او دترافیکو مدیریت ترمنځ دترسره سوی تفاهم لیک لمخی سبا دوشنبه دروان ١٤٠٠ه ش کال دثور میاشتی پر ١٣ نیټه د یک کلید راسته اشترینګ لرونکی وسایطو دمالکینو انلاین ترسره سوی ثبت نام فورمونو جمع آوری شروع کوی نو بنا دمراجعی پروخت لاندی ضروری ټکی په نظر کی ولری .
دالکترونیکی تذکرو دثبت نام انلاین ثبت سوی پرینت فورم دځانه سره ولری .
مراجعه کوونکی شخص باید دتشریح فارم چی دمتشکله هیت لخوا لاسلیک سوی وی دځانه سره ولری .
هغه اشخاص دی مراجعه وکړی چی مخکی یی دلیست لمخی یی مشخصات دترافیکو مدیریت لخوا دالکترونیکی تذکرو دتوزیع عمومی مدیریت ته سپارل سوی وی .
انلاین ثبت نام باید دالکترونیکی تذکرو دتوزیع لمړی زون کی ترسره سوی وی .
مراجعین کولایسی چی ثبت نام دلاندی لینک له لاری وکړی.
nid.nsia.gov.af

nid.nsia.gov

24/04/2021

ستاسو د پام وړ.

Photos from ‎د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست‎'s post 15/04/2021

د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د الکټرونیکي تذکرو د بستونو شارټ لیست .

Want your business to be the top-listed Government Service in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


District 14th Nazmi Khas
Kandahar
3802

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00