Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي

Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي

Share

راځي دکندهار ښاروالۍ سره د ښار په بيارغوونه کښي برخه واخلئ

04/06/2026

د کندهار ښاروالۍ پراخ فعاليتونه او د عام اولس نظر

Photos from ‎Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي‎'s post 04/06/2026

په کندهار ښار کي د سرسبزۍ د ساتني او پالني چاري په منظم ډول رواني دي
پنج شنبه ۱۴ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د ښاري زرغونتیا، سمسورتیا او د چاپیریال د ښکلا په موخه د سرسبزۍ د ساتني او پالني چاري په منظم او دوامداره ډول رواني دي.
دا مهال د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ آمریت کارکونکي د ښار پر عمومي ګلدانونو، پیاده رونو او عمومي جادو د ایښودل سوو نهالانو، ګلانو، چمنونو او زرغونو ساحو ته د اوبو ورکولو، پالني او ساتني چاري ترسره کوي، ترڅو د ښار ښکلا، پاکوالی او ښاري چاپیریال لا ښه او منظم وساتل سي.
درنو ښاریانو!
د ښار زرغونتیا او سمسورتیا د ټولو ګډ مسؤلیت دی، له همدې امله له تاسو درنو ښاریانو څخه په درنښت غوښتنه کیږي، چي د ښار له عامه شنو ساحو، ایښودل سوو نهالانو، ګلانو او چمنونو ساتنه وکړئ او د هغوی د زیانمنېدو مخه ونیسئ. ستاسو همکاري کولای سي د ښار د ښکلا، پاکوالي او سالم چاپیریال په ساتنه کي مهم رول ولوبوي، ترڅو زموږ ګډ ښار د ژوند، کار او اوسېدو لپاره لا ښکلی، زرغون او مناسب پاته سي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

03/06/2026

کندهار ښاروالۍ په لسمه ناحيه کي د مينابرج سړک جوړ او کټي اخيستني ته وسپارئ

02/06/2026

د کندهار ښاروالۍ له فعاليتونو څخه د عام اولس خوښي

Photos from ‎Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي‎'s post 01/06/2026

د لوی اختر په شپو او ورځو کي د ښار په ټولو ناحیو کي تنظیفاتي چاري په منظم ډول ترسره سوې
دوشنبه ۱۱ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د لوی اختر په شپو او ورځو کي د کندهار ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت اړوند تنظیفاتي ټیمونو د یوه منظم پلان له مخي د ښار په ټولو ناحیو کي د کثافاتو د راټولو او انتقالولو چاري په دوامداره او منظم ډول ترسره کړي. د دغو هڅو په پایله کي د تنظیف زحمت کښو کارکونکو له خوا د ښار له بېلابیلو ناحیو څخه ۴۵۴ موټره کثافات چي ټولټال ۴۷۵۲ متره مکعب کیږي راټول او ټاکل سوو ځایونو ته انتقال سوي دي.
همدارنګه د لوی اختر په شپو او ورځو کي د ښار د عمومي سړکانو، واټونو او عامه ځایونو د پاکولو او صفایي چاري هم د تنظیف کارکوونکو له لوري په منظم او دوامداره ډول ترسره سوي دي، ترڅو ښاریانو ته پاک او مناسب ښاري چاپیریال برابر سي.
درنو ښاریانو!
د کندهار ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت کارکوونکي د ښار د پاکوالي، ښکلا او سالم چاپیریال د ساتني په موخه شپه او ورځ نه ستړي کېدونکي هڅي کوي، له همدې امله له ټولو درنو ښاریانو څخه په درنښت غوښتنه کیږي چي د ښار د پاک ساتلو، سمسورتیا او ښاري نظم د پیاوړتیا په برخه کي له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

25/05/2026

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتيا!
کندهار ښاروالي ټولو پر شرايطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چي د کندهار صنعتي پارک سړک د لومړي فاز جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کي ګډون وکړئ. غوښتونکي دي شرطپاڼه په سافټ ډول د کندهار ښاروالۍ د ودانيزو چارو او مشورتي خدماتو د تدارکاتو عمومي مديريت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان بايد خپل آفرونه په شرطپاڼه کي د ذکر سوو شرايطو مطابق ترتيب او په سرتړلې توګه يې د آفر پرانيستي مجلس په ورځ د مجلس د دايريدلو تر وخته پوري په تدارکاتو آمريت کي د آفر پرانيستني ټاکل سوي پلاوي ته و سپاري، ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړنه دي. د آفر پرانيستني غونډه د ۳۰ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش نېټه د سهار پر ۱۰:۰۰ بجې د تدارکاتو او قراردادونو په آمريت کي دايريږي او د آفر تضمين د بانکي تضمين په ډول مبلغ / ۸۸۱۰۰۰ اته سوه يو اتيا زره افغانۍ دي.

Photos from ‎Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي‎'s post 25/05/2026

د کندهار ښار په دريمه ناحيه کي يوه کوڅه په اساسي شکل جوړه سوه
دوشنبه ۴ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو دوامدارو رغنیزو او پرمختیایي فعالیتونو په لړ کي د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د کوڅو، چریو او سلبونو د جوړولو پروژې عملي کوي.
د همدې لړۍ په دوام، دا ځل د دریمي ناحیې اړوند بای‌پاس سیمه کي یوه کوڅه د چریو په شمول په اساسي او معیاري ډول ورغول سوه.
یاده کوڅه شاوخوا ۴۷۰ متره اوږدوالی او څلور متره پلنوالی لري، چي د ۲۰ ورځو په موده کي د ټاکل سوو تخنیکي او معیاري اصولو له مخي جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
د دې پروژې د تطبیق پر مهال لسګونو کسانو ته په فني او غیرفني برخو کي د کار زمینه هم برابره سوې وه.
د یادي کوڅې او چرۍ په جوړېدو سره د سیمي اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او د کندهار ښاروالۍ له مسؤلینو څخه ئې د دغو رغنیزو فعالیتونو له امله مننه وکړه.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

24/05/2026

د تخريب سوو سړکونو په بيا رغوونه د عام اولس خوښي

Photos from ‎Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي‎'s post 24/05/2026

د یوولسمي ناحیې اړوند عینومېنه کي له هوټلونو او خوړنځایونو څخه د نظافت ساتني په موخه نظارت ترسره سو
يک شنبه ۳ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکیټونو تنظیم آمریت د محیطي روغتیا او چاپیریال ساتني عمومي مدیریت له لوري د هیوادوالو د روغتیا د خوندیتوب او د روغتیايي اصولو د لا ښه تطبیق په موخه د کندهار ښار د یوولسمي ناحیې اړوند عینومېنه کي له بېلابیلو هوټلونو او خوړنځایونو څخه نظارت ترسره سو.
د یاد نظارت په جریان کي مسؤلینو د هوټلونو او خوړنځایونو له مسؤلینو او کارمندانو ته د نظافت مراعتولو، د خوړو د پاکوالي او د روغتیايي اصولو د عملي کولو په اړه لازمي او جدي سپارښتني وکړې.
همدارنګه هغه هوټلونه او خوړنځایونه په موقتي ډول وتړل سول، چي د پاکوالي، روغتیايي او چاپیریالي اصولو مراعت ته ئې پام نه وو کړی.
د یاد مدیریت مسؤلینو د هوټلونو او خوړنځایونو پر مسؤلینو او کارمندانو ټینګار وکړ، چي د پاکوالي او روغتیا ساتني اصول په جدي توګه مراعت کړي او ښاریانو ته پاک، سالم او معیاري خواړه وړاندي کړي.
د دې ترڅنګ، مسؤلینو په جدي توګه یادونه وکړه چي که چا د نظافت، چاپیریالي او روغتیايي اصولو مراعت ونه کړ، له هغه سره به قانوني او اصولي چلند وسي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

Photos from ‎Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي‎'s post 24/05/2026

کندهار ښار کي د سرسبزۍ د پالني چاري په منظم شکل مخته رواني
يک شنبه ۳ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ اړوند د سرسبزۍ آمریت له لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د زرغونتیا د پراختیا، ساتني او پالني چاري په دوامداره او منظم ډول ترسره کیږي.
اوس مهال د یاد آمریت کارکوونکي د ښار پر عمومي جادو، پیاده روونو، ګلدانونو او شنو ساحو کي د ایښودل سوو نهالانو او ګلانو د اوبولو، پالني او ساتني چاري پر مخ وړي، ترڅو د ښار ښکلا، پاکوالی او ښاري چاپیریال لا ښه او منظم وساتل سي.
کندهار ښاروالي هڅه کوي، چي د ښاري زرغونتیا د پراختیا ترڅنګ عامه شنې ساحې په معیاري ډول وساتي او ښاریانو ته سالم او مناسب چاپیریال برابر کړي. د همدې موخي لپاره د ښار په بېلابیلو برخو کي د شنو ساحو د ساتني او پالني چاري په دوامداره توګه تعقیبیږي.
همدارنګه له درنو ښاریانو څخه غوښتنه کیږي، چي د لوی اختر په شپو او ورځو کي د شنو ساحو، ایښودل سوو نهالانو او ګلانو په ساتنه کي له کندهار ښاروالۍ سره همکاري وکړئ، ځکه د ښار ښکلا، پاکوالی او زرغونتیا د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
په درنښت
دکندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

Want your business to be the top-listed Government Service in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


Kandahar. Afghanistan
Kandahar