28/01/2026
شعبان، روژې ته د چمتو والي مياشت!
په دغه مياشت کې چې الله سبحانه وتعالی ته اعمال وړاندې کيږي؛ دا به څومره غوره وي چې د تقوا داره بنده ګانو په څېر په روژه نيونکو کې وګڼل شو. کله چې د رسول ﷺ څخه پوښتنه وشوه، چې ولې په دغه مياشت کې تر نورو زياتې روژې نيسې؟ هغه ﷺ وفرمایل: په دغه مياشت کې زموږ اعمال الله سبحانه وتعالی ته وړاندي کيږي، زه دا خوښ لرم، چې زما اعمال د الله لوري ته ځي او زه روژه نيونکی اوسم. «مسند احمد: ۲۱۷۵۳»
او په دغه میاشت کې باید لاندې اعمال ترسره کړو تر څو مو د روژې لپاره غوره ښه راغلاست کړی وي.
• روژه نیول
• د زکات او مالي حقوقو ادا کول
• د قرآنکريم تلاوت
• صدقه ورکول او د اړمنو لاسنیوی
ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
ايکس پاڼه:👇👇👇
https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r
14/01/2026
د ټرمپ منافقت؛ بهر ملاتړ، د ننه سرکوب
ټرمپ د ایراني معترضانـو د ملاتړ شعارونه ورکوي او ایران ګواښي، خو په امریکا کې د یوې ۳۷ کلنې ښځې له وژل کېدو وروسته، په ګڼو امریکایي ښارونو کې اعتراضونه په زور وځپل شول، معترضان د پولیسو له مرمیو، اوښکو بهوونکي ګاز او تاوتریخوالي سره مخ شول.
دا د لوېدیځ سیاستوالو پخوانۍ لوبه ده: چې آزادي، بشري حقونه او ډموکراسي د ارزښتونو په توګه نه، بلکې د فشار او اشغال د وسیلې په توګه کاروي. افغانستان، عراق او سوریه یې ژوندي شاهدان دي؛ شعارونه د آزادۍ وو، پایله يې ویجاړي، وینه او بېکوره کېدل.
ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
ايکس پاڼه:👇👇👇
https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r
13/12/2025
ایا پوهېدئ؛ د هغه ساعت کیسه څه ده چې اروپا یې ګيچ او حیرانه کړه؟!
په هغه زمانه کې چې اروپا د منځنیو پېړیو د جهل او وروستهپاتېوالي په تیارو کې لاساوپښې وهل، اسلامي خلافت د تمدن، ځواک او علمي لوړوالي په اوج کې ځلېده. عباسي خلیفه، هارونالرشید د مسلمانانو پر ځواک او علمي وړتیا دومره ډاډه و، چې د فرانسې پاچا یې په یوه داسې حیرانوونکې ډالۍ حېران کړ، چې اروپا یې آن تصور هم نه شوای کولای؛ یو میخانیکي او هوښیار ساعت.
دغه عالي ساعت د منظم حرکت او حسابشویو انجینري محاسباتو پر بنسټ جوړ شوی و. هره ګړۍ به فلزي ګولۍ راولوېدې او د برونزو جوړ سرتېري به له وړو دروازو راووتل، څو د وخت تېرېدل څرګند کړي. اروپایان، چې د دې کچې له ټکنالوژۍ سره یې هېڅ اشنايي نه لرله، هکحېران پاتې شول او داسې یې وانګېرله چې ګواکې په دې ساعت کې پټ پيریان او غیبي ځواکونه کار کوي.
دا کیسه یوازې د یوې ډالۍ کیسه نه ده؛ بلکې د اسلامي امت د هغه ځلانده تاریخ نښه ده، چې مسلمانانو د خلافت تر سیوري لاندې داسې سترې اختراعګانې کولې. او په مقابل کې، هماغه اروپا چې نن د علم او ټکنالوژۍ دعوه کوي، هغه مهال د منځنیو پېړیو د جاهليت په ژور خوب کې ډوبه وه، او وروسته یې د مسلمانانو د ریاضیاتو، میخانیک او نجوم د کتابونو په ژباړه سره د علمي پرمختګ لارې وموندلې.
ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
ايکس پاڼه:👇👇👇
https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r
24/11/2025
په دې نړۍ کې موږ (اسلامي امت) چېرته ځای لرو؟!
په داسې نړۍ کې، چې قدرتونه د خپلو ګټو لپاره يو له بل سره سيالي کوي، او ملتونه د لویو سیاستونو د لوبو وسيلې ګرځول شوي دي، د اسلامي امت مقام چيرې دی؟ ايا موږ د خپلو ګټو د دفاع ځواک او اراده لرو، که يوازې د نړې د کفري قدرتونو د وېش او واکمنۍ تماشاگران پاتې شوي يو؟ دا یوه جدي پوښتنه ده چې د اسلامي امت په راتلونکې پورې تړلې ده.
ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
ايکس پاڼه:👇👇👇
https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r
22/11/2025
نړیوال سوله ساتي ځواکونه که نوي اشغالګران؟
په ښکاره يې نوم «نړيوال سوله ساتي ځواکونه» دي، خو په حقيقت کې د دوی مأموريت د غزې له (اشغال) پرته بل څه نه دی. دوی د سولې د راوستلو لپاره نه دي راغلي؛ بلکې د دې لپاره راغلي چې د صهيونيستي رژيم په ګټه يو نوی نظم ټينګ کړي؛ داسې نظم چې د جهاد او مقاومت غږ پرې غلی شي او اشغالګر ځان په امن کې احساس کړي. دا سوله نه ده، بلکې د هماغه اشغال دوام دی ــ يوازې په يوه نرم او پټ مخ کې.
ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
ايکس پاڼه:👇👇👇
https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r