Ahmadshah Hashimi

Ahmadshah Hashimi

Share

Education

14/06/2025

؟

؟

د خوراک په شيانـو کښي د مالګي، بورې او خوږو شيانو سره په خپل ټول عمر کښي احتياط کوه، مالګه او غوړ ډېر کم کړه ولي بوره پر مخ بنده کړه، د بورې څخه ستا په بدن کښي بېرته غوړ جوړيږي

ګازي مشروبات، انرجياني او په بوره خواږه سوي جوسان ستا د صحت دپاره مضر دي هيڅ ګټه نلري دا بند کړه،

سپينه غوښه ډېر کمه کړه د توري غوښي خوراک هم په هفته کى يو ځل کړه، غوښه يخني يا داسي پخه کړه چه غوړ او مالګه يى ډېره کمه وي، د غوښي د خوراک په وخت کښي د ترکاري خوراک او وروسته قدم وهل مه هېروه.

د شپې د 7 بجو وروسته ثقيله غذا مه خوره ځان په تازه مېوه او د ترکارۍ په خوراک عادت کړه، که هيڅ نه کېدل نو په اوبو کښي اېشولې حبوبات وخوره،

د سهار لخوا شه خوراک کوه د غرمې لخوا ناوخته يو موټ وچه مېوه او ماشام فقط ترکاري.

د اوبو چيښل مو يو مهم او لازمي کار وبلۍ همېش ځانونه په ډېرو اوبو چيښلو عادت کړي،

د وچي ډوډۍ خوراک، غوړي وريجي، د ډېري غوړي اشپزي خوراک د ځانو د پاره مه خوښوۍ همېش توصيه کوي چه چه پورته خوراک کم کړل سي يا د غوړو مقدار يى کم کړل سي.

په غوړو کښي سره کړي شيان يا پر اور کباب سوي خواړه د نورو خطرونو سره سره د مرۍ او معدې د سرطانونو يو علت کېدلاى سي.

هميش په ډکه خېټه خوراک مه کوه او کوښښ وکړه چه د دسترخوان څخه تر وخت مخکي ولاړ سې.

صحت مند خلګ هميش سالم دماغ لري، د الله ج شه بندګي کوي د خپل فاميل او دوستانو ترمينځ هميش د يووالي او اتفاق سمبول کرځېدلي وي.

څرګند

10/08/2023

ایا زړه دی بې سکونه دی ؟
ژباړه او اواز : احمدشاه هاشمي

13/05/2023
13/05/2023

ما ھو الفراق؟
جلا والی چیشي دی؟

لیس السفر
جلا والی په سفر سره نه دی

ولا فراق الحب
او نه د محبوب، په جلا کېدلو سره دی

حتی الموت لیس فراقا
تر دې، چي مرګ هم د جلا والي سبب نه دی

سنجتمع فی الآخرۃ
عنقریب (نژدې) ده، چي موږ ټوله په آخرت کي سره جمع سو

الفراق ھو
جلا والی خو دادی

ان یکون احدنا فی الجنة
زموږ څخه یو جنت ته ولاړ سي

والاخر فی النار
او بل اور (جهنم) ته.!

#ژباړه
Muhibullah Zakir

14/09/2022

د زړونو دسردار حضرت محمد ‌ﷺ مینه دخپل امت سره

14/09/2022

دفکري جګړې پېژندنه او اهداف

فکري جګړه تر پوځي جګړې او وسایلو تر استعمال زیاته خطر ناکه او ناوړه جګړه ده ځکه چې دپوځی جګړې تلفات ښارونه او ودانۍ دي او ودانول یې لږ وخت غواړي خو دفکري جګړې تلفات ایمان ، عقیده او اراده دي او بیا ودانول یې ډیر وخت اوپیړۍ غواړي کفارو د صلیبی او پوځی جګړو ترماتي خوړلو وروسته دمسلمانانو داسلامی ارزښتونو ، ددین څخه دلري کولو او د اسلام څخه دانحراف په خاطر دمسلمانانو دژوند څخه دنېکبختې له منځه وړلو لپاره فکري جګړه راپیل کړه ترڅو مسلمانان تجزیه کړي قوت او اتحاد یې ضعیف کړي په فکري یرغل کې دکفارو هغه پلانونه چې د جګړې له لاري یې نه سواې پلی کولاې عملی کوي
لکه څرنګه چې پوځي وسایل لکه پوځیان ، توپ او طیاره دپوځی جګړې سامان الات دي همدا ډول فکري جګړه هم وسایل او الات لری چې په کارولو سره یې انسانان تر اغیز لاندي راځي ځنې هغه وسایل یې چې دماهرو او روزل سوو افرادو لخوا په کار لویږي
لکه رسني ، میډیا ، ښوونځۍ ، تفریحي ځایونه ، انټر نیټ ، ښځی او داسی نور ډیر وسایل ...
مسلمان ځوانان باید دغربی ټولني دفکري جګړې دپټ او ښکاره اهدافو څخه ځانونه خبر کړي او په وړاندي یې تدابیر ، حل لاري او مبارزه وکړي ترڅو دغرب د دې ناوړه جګړې څخه په امن کې سي

دفکري جګړې پېژندنه

فکري جګړه عبارت له هغه جګړې څخه ده چې کفار یې دمسلمانانو په وړاندي دپوځی وسایلو پرته دمسلمانانو څخه داسلامي ارزښتونه ، اخلاقو ، کلتور او له دین څخه دانحراف کولو لپاره استعمالوي

فکري جګړه عبارت له هغه جګړې څخه ده چې په دې جګړه کې دوه مذهبونه یا ډلي دیو او بل ذهنونه ښکار کړي

دفکري جګړې تاریخ

لومړې فکري جګړه ابلیس علیه لعنه دجنت څخه د آدم علیه السلام او بي بي حوا دایستلو لپاره د فکري جګړې څخه کار واخیست آدم علیه السلام ته یې ځان ناصح او خواخوږی ښکاره کړ
او تر نن ورځي پوري صلیبیان دمسلمانانو دماتولو لپاره داستشراق ، تبشیر او تنصیر په نامه فعالیتونه داسلام په ضد روان کړې دي

دفکري جکړې اهداف

۱: مسلمان ځوانان له سپېڅلي او مبارک دین څخه انحراف کول

۲: مسلمانان پر خپله عقیده او ایمان بې باوره کول

۳: داسلامی امت په تاریخ کې شک پیدا کول

۴: دمسلمانانو اوسنې حالت یا اقتصادی نظام ضعیف معرفي کول
ترڅو دغرب اقتصادی نظام ته مراجعه وکړي

۵: داسلامی امت هویت له منځه وړل

۶: داسلامی امت په تېر اوسنې او راتلونکې تاریخ کې شک پیداکول

۷: اسلامی ارزښتونو له منځه وړل

۸: غربیان هڅه کوی چې دمسلمانانو تر منځ دغوټی په څېر یوالی او وحدت دړی وړی کړي او په مذهبونو تکمنو او ژبو یې وویشی ترڅو دویشل سوي ملت څخه استفاده وکړي

لیکنه: احمدشاه هاشمي

19/07/2022

موضوع : دکولرا ناروغي(cholera)
لیکنه : احمدشاه هاشمي

کولرا یوه خطر ناکه او وژونکي ناروغي ده چې په ۱۹ پیړۍکې دهند څخه ټولي نړۍ ته خپره شوه اوپه ټولو هیوادونو کښې یې ملیونونه خلګ ووژل
کولرا اوس هم په ډیری هیوادونو کې په پراخه کچه شتون لري تر ټولو زیات کوچنیان پرې اخته کیږي اوکه یې ژر درملنه ونسي په څو ساعتونو کې یې وژنی

دکولرا تعریف یا پیژندنه:

• کولرا یوه حاده اسهال لرونکي ناروغي ده که چیري یې ژر درملنه ونشی نو انسان په څو ساعتو کی وژنی

• کولرا یوه انتانی باکتریایی ناروغي ده چې دشدید اسهالاتو سبب کیږی

• کولرا یوه باکتریایی ناروغی ده چی دکولمو دانفکشن یا ناروغي له امله رامنځ ته کیږی

دکولرا اعراض (symptoms)

۱ : اوبه لرونکی اسهالات (watery Diarrhea)
۲ : دعضلاتو دردونه (muscle cramps)
۳ : خواګرځی( vomiting)
۴ : دجلد وچوالی(dry mouth)
۵ : دسترګو ننوتل (sunken eye)
۶ : دمایعاتو کمښت(dehydration)

لاملونه (causes)

۱ : خپله vibrio cholera باکتریا
۲ : ناپاکی او ککړی اوبه
۳ : غذایی تسمم
۴ : دحفظ الصحی نه مراعت کول

مخنیوی (prevention)

۱ : پاکی او خوندی اوبه وڅیښئ
۲ : خپل لاسونه په مکرر دول په صابون او پاکو اوبو ومینځئ
۳ : خواړه ښه پاخه کړئ ( په ځانګړی توګه سمندری غذا)
۴ : حفظ الصحه مراعت کړئ
۵ : دکولرا واکسینونه تطبیق کړی

تداوی (treatment)

لومړی درملنه کښې دخولی دلارې مایعات(ors)په یوه لیټر اوبو کښې ورکوو
په شدیدو حالاتو کښې دورید یا رګ دلارې مایعات ورکوو
د انټی بیوټیک سپارښتنه ورته کوو
د zinc ورکول

تشخیصیه مېتود (diagnostic method)

دغایطه موادو ټیسټ
یا(stool test)

دکولرا پیښي (frequency)

په کال کښې د درې څخه تر پنځه میلیونه پیښي ثبتیږی

16/03/2022

زما دفیسبوک خوږو او درنو ملګرو
که واقعي محبت راسره لري نو دهدایت او مغفرت دعاء راته وکړي

16/03/2022

اې مؤمینه وروره
څومره چې دجسم لپاره غذا اړینه ده داسې د روح لپاره هم اړینه ده

Want your business to be the top-listed Government Service in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Kandahar
3803