16/05/2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تېرې اوونۍ لاسته راوړنې.
زموږ اداره یوه دولتي ملکي خدمتي اداره ده چې عامو خلکو ت?
16/05/2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تېرې اوونۍ لاسته راوړنې.
13/05/2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته چې د وزارت مرستیالانو، د مخابراتو وزارت د اترا ادارې رییس او د ګڼو برخو رییس صاحبانو ګډون درلود ترسره شوه.
یاده ناسته د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه او وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د خپلې وینا په ترڅ کې د وزارت په مهمو برخو او چارو خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې ټول به په ګډه او همغږۍ خپلې چارې پر مخ وړو، ښاغلي وزیر صاحب ټینګار وکړ چې دلته د ژبې، سمت او ملګرتیا په اساس چارې پر مخ نه وړل کېږي بلکې مسلک، تجربه، پوهه او اطاعت دی چې زمونږ ستاسې په کارونو کې به چټکتیا او موثریت پیدا کوي.
ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي استاد احمد مسعود لطیف رای دغې ناسته کې د وزارت اړوند د سیسټم جوړونې، مخابراتي پوښښ، پوسټي آسانتیاو، زیربنايي پروژې، ډېټا سنټر، نوري فایبر، سټلایټ او همدا راز د ټکنالوژۍ په برخو کې د څېړنو او پراختیاو په تړاو معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ چې د هېواد په کچه هغه تخنیکي کادرونه چې دې وزارت کې په دندو بوخت دي له فتحې وروسته ټولې هغه تخنیکي چارې چې یو وخت بهرنیو موسسو او یا هم شرکتونو پر مخ وړلې په ډېر ویاړ دوی په غاړه اخیستي او په پوره اخلاص یې پر مخ وړي.
همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري هم په خپلو خبرو کې په ګډ کار او همغږۍ ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې مخابرات او ټکنالوژۍ د اوسني عصر له اساسي غوښتنو څخه دي او هڅه باید وکړو چې د خپلو شته منابعو او ظرفیتونو څخه په استفادې خپل هېواد په خپله د نړۍ سیال وګرځوو.
د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند اترا ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم او مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل او د وزارت د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي عنایت الرحمن حقاني هم ګډون درلود.
/////////////////////
برگزاری نشست هیئت رهبری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی
جلسه هیئت رهبری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی تحت ریاست محترم الحاج ملا عبدالاحد فضلی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با حضور معینان محترم، رئیس محترم اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) و رؤسای محترم این وزارت برگزار گردید.
این نشست با تلاوت آیات مبارک قرآن کریم آغاز گردید و پس از آن محترم الحاج ملا عبدالاحد فضلی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، در سخنان خویش پیرامون بخشها و امور مهم وزارت صحبت نمود. او تأکید کرد که همه امور به صورت مشترک و هماهنگ پیش برده خواهد شد. محترم وزیر صاحب خاطرنشان ساخت که امور بر اساس زبان، سمت و روابط شخصی پیش نمی رود، بلکه مسلک، تجربه، دانش و اطاعت است که در فعالیتهای ما و شما سرعت و مؤثریت ایجاد میکند.
به همین ترتیب، محترم پوهنیار احمد مسعود لطیف رای معین تخنیکی و پالیسی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، پیرامون بخشهای سیستم سازی، پوشش خدمات مخابراتی، تسهیلات خدمات پُستی، پروژههای زیربنایی، مرکز معلومات (دیتاسنتر)، فایبر نوری، ماهواره (ستلایت) و همچنان در زمینهٔ تحقیقات و توسعه در بخشهای تکنالوژی معلومات ارائه نموده و اطمینان داد که در سطح کشور، آن کادرهای تخنیکی که در این وزارت مصروف اجرای وظیفه اند، پس از فتح، تمامی امور تخنیکی وزارت را که قبلاً توسط مؤسسات خارجی یا شرکتها پیش برده میشد، با افتخار به دوش گرفته و با کمال اخلاص آن را انجام میدهند.
همچنین، محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمری معین مالی و اداری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، ضمن سخنان خویش بر کار مشترک و هماهنگ تأکید نمود و یادآور شد که مخابرات و تکنالوژی از نیازهای اساسی عصر کنونی به حساب میرود و باید تلاش نماییم تا با استفاده از منابع و ظرفیتهای موجود، کشور خود را به طور مستقل در صف رقابت جهانی قرار دهیم.
قابل یادآوریست که در این نشست، محترم الحاج مولوی سید برات شاه آغا ندیم رئیس ادارهٔ اترا وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، محترم مفتی نجمالدین ملاخیل معاون مالی و اداری اداره اترا و محترم شیخالحدیث مولوی عنایتالرحمن حقانی رئیس دعوت و ارشاد وزارت، نیز حضور داشتند.
10/05/2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ښاغلی وزیر صاحب رسماً د وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
10/05/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس مولوي محمد اسحاق نظامي، د اترا ادارې د جنوب ختیځ زون مسؤول اکرام الله ویسا، د افغان تیلي کام انجینري ټیم او ولایتي مسؤول انجینر وطن یار ملنګ په ګډه د ګربزو ولسوالۍ اړوند د علام خان سیمې څخه لیدنه وکړه، چې پکې د نوي افغان ټیلي کام مخابراتي سایټ سروې او همدا راز د روشن مخابراتي شرکت د نوي جوړېدونکي سایټ څخه هم نظارت ترسره شو.
د افغان تیلي کام یاد شوي سایټ په فعالېدو سره به د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او نورو دولتي ادارو ترڅنګ د نارۍ، مشه، شامیت، ګلک خېل، لګي خېل، نرګیسه، ګمرک او شاوخوا سیمو اوسېدونکي له غوره مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو برخمن شي.
همدارنګه، د روشن مخابراتي شرکت هغه سایټ چې د علام خان سیمه کې سروې شوی، په فعالېدو سره به یې د کیکۍ، وچه خوړه، میدانۍ، میدان، چیکړۍ، شیراک، شاولي خان کلي او ګڼ شمېر نورو کوچنیو کلیو مخابراتي ستونزې حل او د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې به راشي.
پدې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست هڅې دوام لري، څو د ولایت ټولو لیرې پرتو سیمو ته معیاري مخابراتي او انټرنېټي خدمات ورسوي.
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست
06/05/2026
ببسم الله الرحمن الرحیم
په ډېرې خوښۍ سره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د قوي رهبرۍ او اغېزمنې همغږۍ له برکته، الحمدلله په خوست ولایت کې (۳) نوي مخابراتي سایټونه د افغان ټیلیکام شرکت له پخوانیو سایټونو سره په لاندې سیمو کې شریک او فعال شول:
لومړی سایټ د اتوما مخابراتي شرکت له لوري د تڼي ولسوالۍ د دورملکي په کلي کې شریک او فعال شو.
دوهم سایټ د تڼي ولسوالۍ اړوند د پیرانو په کلي کې، د هوايي ډګر ترڅنګ، شریک او فعال شو.
درېیم سایټ د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د خوست ولایت د خاني خوړ په سیمه کې، چې یوه ډېره پرنفوسه سیمه ده، فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادونې وړ ده چې د دغو سایټونو په فعالېدو سره به د اتوما او اتصالات مخابراتي شرکتونو ګڼې مخابراتي ستونزې حل شي او د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو پوښښ به لا پیاوړی شي.
خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست
05/05/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
نن د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، مولوي محمد اسحاق نظامي، د اترا ادارې مسؤل انجینر اکرام الله ویسا او د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت استازي وطنیار ملنګ په ګډون، د ولایتي ادارې په همغږۍ، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ له محترم ولسوال قاري نقیبالله محسن او اړوندو مسؤلینو سره یوځای د یادې ولسوالۍ د شمباوت عره سر سیمه کې د ټي ډي اېف پروژې اړوند د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د نوي جوړېدونکي سایټ له ساختماني کارونو څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت په پایله کې ترسره شوي کارونه غیر معیاري تشخیص شول، له همدې امله د نظارتي ټیم له لوري د ترسره شویو کارونو د ړنګولو امر صادر شو، تر څو کارونه بیا ځل په معیاري ډول ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې یاد شرکت ته مخکې هم درې ځله د معیاري کار د ترسره کولو جدي سپارښتنې شوې وې.
په پای کې، د قراردادي شرکت مسؤلینو ژمنه وکړه چې دا ځل به د قرارداد د شرایطو مطابق معیاري کار ترسره کوي.
خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست
Akramullah Wisa
04/05/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
په ۱۶/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق نیټه د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، مولوي محمد اسحاق (نظامي)، د اترا ادارې د جنوب ختیځ زون مسؤول انجینر اکرام الله (ویسا)، د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت انجینري ټیم، او ولایتي مسؤول انجینر وطنیار ملنګ، د ځاځي میدان ولسوالۍ محترم ولسوال مولوي غزنوي او د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي عمر په ګډه د سلام شبکې د درېیو نوو سایټونو سروې په لاندې ذکر شوو سیمو کې ترسره کړه.
۱. د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د سټیوان سیمه، چې د غره پر سر موقعیت لري لدې ځایه شاوخوا ټول کلي تر مخابراتي پوښښ لاندې راتلای شي.
۲. د همدې ولسوالۍ د شاه وويي سیمه، د سایټ نصب دپاره دغره پر سرموقعیت و ټاکل شو.
۳. د علیشېرو ولسوالۍ اړوند ببرک تاڼې (کټوۍ غونډۍ)، چې داهم د سیمې لپاره یو مهم ستراتیژیک ځای دی.
باید ووایو چې د یادو سایټونو په فعالېدو سره به د کټوۍ، چرګوټي او شاوخوا نورو کلیو اوسېدونکي له قوي او باکیفیته مخابراتي خدماتو څخه برخمن شي او د سیمې ډېری مخابراتي ستونزې به یې هوارې شي.
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست
Akramullah Wisa
02/05/2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې اوونۍ لاسته راوړنې.
02/05/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
نن ورځ د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، مولوي محمد اسحاق نظامي، د اترا ادارې جنوب ختیځ زون مسؤول، ښاغلي اکرام الله ویسا، د افغان ټیلي کام مخابراتي شرکت انجینري ټیم، او د یاد شرکت ولایتي مسؤول انجینر وطن یار ملنګ په ګډه د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ اړوند د ډبګي سیمې په مرکزي غونډۍ کې د نوي مخابراتي سایټ تخنیکي سروې ترسره کړه.
چې د یاد سایټ په فعالېدو سره به د سیمې اوسېدونکي له معیاري او قوي مخابراتي پوښښ څخه برخمن شي، او موجودې مخابراتي ستونزې به تر ډېره بریده هوارې شي.
همدارنګه، د دې پروژې په تطبیق سره به د ډبګي سیمې تر څنګ د کوټکي کلي، ذکرخېل، لنډر، صدق، ډنډې سیمې او یو شمېر نور نږدې کلي هم د باکیفیته مخابراتي خدمتونو څخه ګټه پورته کړي.
په درنښت
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست
28/04/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
نن ورځ د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم رئیس، مولوي محمد اسحاق (نظامي)، د جنوب ختیځ زون د اټرا ادارې مسؤل انجینر اکرام الله (ویسا)، د دوه منده ولسوالۍ امنیه قومندان ملا نورګل (فاروقي)، او د اټوما مخابراتي شرکت انجینري ټیم له لوري د خوست ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ اړوند د شیبلاني او څپیړي غرونو پر سر د اټوما مخابراتي شرکت د دوو نویو سایټونو تخنیکي سروې ترسره شوه.
چې د یادو سایټونو په جوړېدو سره به د نوموړې ولسوالۍ ډېری مخابراتي ستونزې حل شي او خلک به یې د قوي او باکیفیته مخابراتي پوښښ څخه برخمن شي.
خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست
27/04/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
نن ورځ، د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست محترم رئیس مولوي محمد اسحاق (نظامي)، د جنوب ختیځ زون د اټرا ادارې مسؤل انجینر اکرام الله (ویسا)، او د اټوما مخابراتي شرکت د انجینرۍ ټیم په ګډون، د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د مغلګي سر په سیمه کې د نوي مخابراتي سایټ سروې په بریالیتوب سره ترسره شوه.
د یاد سایټ په جوړېدو سره به نه یوازې د مغلګي سر سیمه، بلکې د ژاوره، کاڅکۍ، زنشوره سیمې او همدارنګه د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست اړوند کنډکونه او نورې ادارې د قوي او باکیفیته مخابراتي پوښښ څخه برخمنې شي.
همدارنګه، یادې سیمې د سیلانیانو له پلوه هم د پام وړ دي، چې د مخابراتي خدماتو په ښه کېدو سره به سیلانیانو ته د اسانتیاوو زمینه برابره او د سیمې مخابراتي ستونزې به تر ډېره حده حل شي.
په پایله کې، دا پروژه به د سیمې د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا، د عامه خدمتونو د ښه والي او د ټولنیز-اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
په درنښت،
خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست