خوست ښاروالي Municipality Of Khost

خوست ښاروالي Municipality Of Khost

Share

د خوست ښاروالۍ فسبوک پاڼې ته ښه راغلاست! Welcome to the Khost Municipality page!

Photos from ‎خوست ښاروالي Municipality Of Khost‎'s post 01/06/2026

خوست ښاروالي: ټول باید د شنو ساحو ساتنه او د ونو او بوټو پالنه خپل مسؤلیت وګڼو

دا چې خوست ښاروالۍ هر کال د پسرلي په رارسېدو سره د خپلو درنو ښاریانو په همکارۍ په ګلدانونو، شنو ساحو، تفریحي غونډیو او ګڼو پلو لارو کې د ښکلا او زرغونتیا په موخه بېلابېل زینتي بوټي او ګڼ مېوه‌لرونکي او غیر مېوه‌لرونکي نیالګي کېنوي او د ځانګړي پلان له مخې یې د ساتنې او پالنې چارې پر مخ وړي، خو متأسفانه ځینې کسان نه یوازې د دغو عامه شتمنیو په ساتنه کې همکاري نه کوي، بلکې د بې‌غورۍ او نه پاملرنې له امله یې د زیان او له منځه تلو لامل هم ګرځي.

د خوست ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت یو ځل بیا له ټولو درنو ښاریانو غوښتنه کوي، چې د شنو ساحو په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي او خپل ښاري مسؤلیت په ښه ډول ادا کړي.
د جوزا ۱۱مه، ۱۴۰۵

Photos from ‎خوست ښاروالي Municipality Of Khost‎'s post 01/06/2026

خوست ښاروال په شتون کې د پروژې هغه برخه ونړول شوه چې کار یې غیرمعیاري و

خوست ښاروال الحاج حافظ عبدالرشید عمري، د نظارت او ارزیابۍ آمر دلاور نوري، مسلکي او تخنیکي چارو آمریت آمر انجینر رحمت الله ځواک او یو شمېر انجینرانو په ملتیا، د پروژو د چارو د نظارت په دوام شرقي پروژه کې د لښتیو د جوړولو چارې وارزولې او د ارزونې پر مهال د لښتي هغه برخه ونړول شوه چې کارونه یې د انجینري نورمونو مطابق نه وو.

ښاغلي عمري د شرکت له مسؤلینو وغوښتل چې د ښاروالۍ ټول عواید د ښاریانو دي او باید پرې معیاري ښاري خدمات وړاندې شي.

عمري ټینګار وکړ چې د ښاروالۍ ټول مسؤلین د ښاریانو پر وړاندې مسؤلیت لري او باید د پروژو له چارو څخه بشپړ نظارت ترسره کړي.

د یادونې ده چې د ښاروالۍ ټولې رغنیزې پروژې تر دقیق نظارت لاندې روانې دي او د ښار هر وګړی کولای شي هغه پروژې وڅاري چې د دوی په پیسو د دوی لپاره جوړېږي.

د جوزا ۱۱ مه ـ ۱۴۰۵

01/06/2026

درنو ښاریانو!

Photos from ‎خوست ښاروالي Municipality Of Khost‎'s post 31/05/2026

د خوست ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاروالۍ روانې پروژې وارزول شوې

د خوست ښاروال الحاج حافظ عبدالرشید عمري په هدایت، د ښاروالۍ د مسلکي او تخنیکي آمریت آمر انجینر رحمت الله ځواک او ورسره انجینرانو د اختر له رخصتیو وروسته، د یکشنبې په ورځ چې رسمي کاري ورځ وه، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاروالۍ روانې انکشافي پروژې وارزولې.
په ساحه کې د شرکتونو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې او ترې وغوښتل شول چې چارې د ټاکل شویو معیارونو او اړوندو قراردادونو مطابق بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې د شرکتونو مسؤلینو په خپلو برخو کې د لازمې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې د پروژو ټولې چارې د ښاروالۍ له لوري د معرفي شویو تخنیکي کارکوونکو تر څارنې لاندې ترسره کېږي او چارې له نږدې تعقیبېږي.
د جوزا ۱۰مه، ۱۴۰۵.

Photos from ‎خوست ښاروالي Municipality Of Khost‎'s post 31/05/2026

خوست ښاروال د اختر پر مهال د تنظیف کارکوونکو او مسؤلینو هڅې وستایلې

د خوست ښاروال الحاج حافظ عبدالرشید عمري د لوی اختر په شپو او ورځو کې د تنظیف مسؤلینو او کارکوونکو د ترسره کړو خدمتونو ستاینه وکړه.

نوموړي وویل، د تنظیف برخې مسؤلینو او کارکوونکو د اختر پر مهال د ښار د پاکوالي او ښاري نظم د ساتنې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې، چې له امله یې ښار پاک او منظم پاتې شو.

ښاغلي عمري د یادې برخې له ټولو کارکوونکو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ښار پاکوالي او ښاري ښکلا ته دې لا زیاته پاملرنه وشي.

د جوزا ۱۰ مه َ ۱۴۰۵

Photos from ‎خوست ښاروالي Municipality Of Khost‎'s post 31/05/2026

خوست ښاروال: د رغنیزو پروژو چارې دې په کیفیت او چټکتیا سره پر مخ ولاړې شي

د خوست ښاروال الحاج حافظ عبدالرشید عمري د تخنیکي او مسلکي آمریت له مسؤلینو او انجینرانو سره په ناسته کې وویل، د اختر له رخصتیو وروسته دې د ښاروالۍ د انکشافي او رغنیزو پروژو چارې په ښه کیفیت او چټکتیا سره بېرته پیل شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې قراردادي شرکتونه باید د انجینري معیارونو او قراردادونو له مخې خپلې چارې ترسره کړي او پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
همداراز هغه پروژې چې تدارکاتي مراحل یې پاتې دي، ژر تر ژره دې پرې کار وشي، ترڅو د ښاریانو ستونزې هوارې او خلکو ته د کار فرصتونه برابر شي.

د ناستې په پای کې مسؤلینو ښاغلي عمري ته د پروژو د کیفیت او چټکتیا په اړه بشپړ ډاډ څرګند کړ.

د جوزا ۱۰ مه َ ۱۴۰۵

31/05/2026

د لوی اختر له رخصتیو وروسته د خوست ښاروالۍ رسمي چارې بېرته پیل شوې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اعلان له مخې، له تېرې سې‌شنبې څخه تر شنبې پورې رسمي رخصتي وه. له همدې امله نن یکشنبه د خوست مرکزي ښاروالۍ او اړوندو اوو ناحیو کې رسمي چارې په عادي ډول بېرته پیل شوې.

ټول ښاریان چې د ښاروالۍ اړوند کوم کارونه لري، کولای شي د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره اړوندو شعبو ته مراجعه وکړي، د ښاروالۍ رسمي کاري وخت هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې دی.

د خوست ښاروال الحاج حافظ عبدالرشید عمري له ټولو کارکوونکو غوښتي چې د ښاریانو او مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او خپلې دندې په مسؤلانه او غوره توګه ترسره کړي.

د جوزا ۱۰ مه ـ ۱۴۰۵

26/05/2026

اختریز پیغام!

Photos from ‎خوست ښاروالي Municipality Of Khost‎'s post 25/05/2026

خوست ښار شپږمه ناحیه کې د پوهنتون پل اړوند سړک بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شو

د خوست ښاروالۍ له لوري د اداري کمپلېکس څخه تر بي پروژې پوهنتون پل پورې د روانې رغنیزې پروژې اړوند چارې په ټاکلي وخت بشپړې شوې او یاد سړک بېرته د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شو.

د خوست ښاروالۍ اداره له درنو ښاریانو او موټر چلوونکو څخه د همکارۍ او حوصلې مننه کوي او ډاډ ورکوي، چې د ښار د پرمختګ او ښاري اسانتیاوو لپاره به رغنیزې چارې په ښه کیفیت دوام ولري.

د یادونې ده، چې د یاد سړک وروستۍ طبقې او ترافیکي لیکو کارونه به له اختر وروسته تر سره شي.

د جوزا ۴ مه ـ ۱۴۰۵

Want your business to be the top-listed Government Service in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Khost City Front Of Mohammadi Mosque
Khost