د ګلاب خان لیسه

د ګلاب خان لیسه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د ګلاب خان لیسه, Library, ګربز صحرا کلی, Khost.

16/11/2020

د پوهنې وزارت خبرتیا!

د پوهنې وزارت د مشر تابه د پخوانیو پریکړو په تعقیب د ۱۴۰۰ تعلیمي کال د زده کړو د زیانمنیدو او سړې هوا څخه د مخنیوي په موخه لاندې لارښوونې کیږي:

۱- ښوونکي مکلف دي چې د ژمي د رخصتیو نه مخکې زده کونکو ته لارښوونه وکړي چې د رخصتیو پرمهال لوستل شوي درسونه تکرار کړي او د کلنیو آزموینو لپاره چمتو وي. د یادولو وړ ده چې د کلنیو آزموینو لپاره پوښتنې د لوستل شويو درسونو څخه چمتو کیږي.
۲- د پورتنیو موادو په پام کې نیولو سره، د ۱۳۹۹ تعلیمي کال د کلنیو آزموینیو نمرې له ۱۰۰ څخه حسابیږي.
۳- د ټولو سړو سیمو ښوونځي له ۱-۶ ټولګي پورې د ۱۳۹۹ د لیندۍ د لومړی نیټې نه رخصت دي.
۴- د ټولو سړو سیمو ښوونځي له ۷-۱۲ ټولګي پورې د ۱۳۹۹ د لیندۍ د ۱۵ نیټې نه رخصت دي.
۵- د ډیرو سړو سیمو د ټولو ښوونځيو ۱-۱۲ ټولګي پورې د لیندۍ د لومړی نیټې نه رخصت دي.
۶- د کال ورستی آزموینې د ۱۴۰۰ تعلیمي کال په پیل کې اخیستل کیږی.

ټول دولتي، خصوصي، دیني مدرسي، او دارالحفاظونه د پورتني لارښوونې تابع دي او د تطبیق وړ دي.

30/06/2019

د ۱۳۹۸ ښوونيز کال د څلورنیمې میاشتنۍ ازموينې د پيل نيټه د سرطان ۲۵ مه او د ختم نيټه يې د اسد ۱۰ مه
#دپوهنې #وزارت

21/06/2019

له اخلاقو پرته ملت نشته
له عقیدې پرته اخلاق نشته
له پوهې پرته عقیده نشته
افغان

24/05/2019

له بریا زیات زۀ پۀ دې خوشحال یم چې دې نوي نسل مو په د سر حلاص دی" زمونږ لوی دوښمن څوګ دی!؟؟
چټلیستان !
کااش چې دا بدبخت زمونږ ګاونډی نۀ وای! 😓
بریا د لر او بر ته مبارک وي! ♥♥♥

19/05/2019

يو پاک زړه د نړۍ ښکليو معبدونو او جوماتونو نه ښکلې دی.

05/03/2019

د ګلاب خان لیسې ادارې خبرتیا!
ټولو والدصاحبانو څخه په درنښت هیله کیږي, هغه ماشومان چې ۷ کلنۍ عمر یی بشپړ کړي وي, ښوونځې ته د شمول لپاره حاضر کړئ,او داخله د له نن څخه پیل د خوت تر ۳۰ نيټې پورې جریان لري.

27/02/2019

#نوي تعلیمي کال ستاسو
داولادونو دښه تعلیم اوتربیه
لپاره یو نوي باب
دتعلیم لپاره چې څومره عامه
پوهاوي کیږي هغومره خلک
ویښېږي اوهم د تعلیم سطحه
لوړېږي .

16/01/2019

د تركيې د بورسونونه

د نوم ليكنې شرايط
د ۲۰۱۹ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په کچه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير د جنوري په ۱۵ نيټه پيل او ټاكل شوې ده چې تر يوې مياشتې پورې به دوام وكړي.

۱- د لېسانس د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكو د زېږېدو نېټه بايد د ۰۱-۰۱-۱۹۹۴ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۲۲ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسې د دورې د درې كلنو نمرو اوسط يې لږ تر لږه تر ۷۵ سلنې لوړ وي.
۲- د ماسټرۍ د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۵ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۰ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسانس د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۳ - د دوكتورا د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۰ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۵ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۴- داسې روغتيايي ستونزې و نه لري چې د نوماند د تحصيل مخنيوى وكړي.
د تركيې د تحصيلي بورسونو رسمي اكاډيميكه ژبه تركي ده. په تركيه كې هغه پوهنتونونه چې رسمي ژبه يې انګليسي يا بله ژبه وي د پورتينو اسنادو سربېره د TOEFL يا IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې هم غواړي. پدې اړه جزييات د اړوند پوهنتون د وېبپاڼې نه ترلاسه كولاى شئ.
هغو نوماندو ته لومړيتوب وركول كيږي چې د افغانستان په كانكور كې يې ګډون كړى وي او نسبتاً لوړې نمرې يې اخيستې وي.
نوم ليكنه يواځې د انټرنېټ له لارې ترسره كيږي.
كه څه هم تر اوسه پورې د نوم ليكنې اصلي بهير نه دى پيل شوى خو په تركيه كې د بورسونو د ادارې د چارواكو په وينا د نوم ليكنې بهير به په راتلونكې اونۍ كې پيل شي.
د يادولو وړ ده چې د تركيې د بورسونو په اړه به د تركيې غږ راډيو د هر اړخيزو معلوماتو د خپرولو لړۍ پيل كړي. د بورسونو د دقيقې نېټې د اعلان په صورت كې به مينه والو ته خبر وركړل شي.
هغه كسان چې غواړي د تركيې په بورسونو كې ګډون وكړي سر له همدا اوسه دې خپل اسناد پوره او سكن كړي او د نوم ليكنې نېټې ته دې انتظار وباسي.

16/01/2019

چې ماشومان مې له مکتب نه چرته پاتې نه شي
دونې پاڼو نه به جوړ کړمه کتاب سړیه
(باقر)

24/11/2018

د سړو سیمو ښوونځيو د کلنیو آزموینو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
د سړو سیمو د کلنیو آزموینو په اړه د پوهنې وزارت د پخوانۍ خبرتیا په تعقیب لیدل کېږي، چې د یادو سیمو ډېری ښوونځيو د قوس (لیندۍ) میاشتې لومړۍ نېټې ته آمادګي نیولې وه. له همدې امله د ولایتونو د پوهنې ریاستونو او د زده کوونکو د والدینو غوښتنو ته په پام هدایت ورکول کېږي، چې د سړو ولایتونو د ابتدائیه دورې آزموینې د روانې لیندۍ په لومړۍ او د متوسطې او لېسې دورې آزموینې د لیندۍ په ۵ مه نېټه پیل او له مهال وېش سره سم پای ته رسېږي.
ټولو ګرانو زده کوونکو ته په دې آزموینو کې د بریا او سرلوړۍ هیله کوو.

درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي دخوست پوهنې ریاست کاپۍ

02/11/2018

حیانت مه کوئ!
که څه هم حیانت درسره شوې یې.

29/08/2018

که وخاندی نو ټوله دنیا به درسره وخاندي،خو که وژاړې ځانته به ته ژاړې.

(ویل کاکس)

Want your business to be the top-listed Government Service in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


ګربز صحرا کلی
Khost